وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

تقاضا انګلیسي: Demand انسانان د خپلو غوښتنو په پوره کيدا پيسې گرځي؛ کله چې يو ښه شی گوری د ترلاسه کولو په هڅه کې يې شي. د انسان غوښـتنې اړتيـاوی نـه شـي پـوره کـولای ځکـه کـه اړتيـاوو غوښـتنې پـوره کـولای شـوای نـو لـه مـوږ سـره د اوسـيدو لپـاره کور د خوراک لپاره خواړه او د اغوستو لپاره کـالي شـتون لـري خـو مـوږ بيـا هـم غوښتنې لرو خو د غوښتنو د پوره کولو لپاره يوازې اړتيا بشپړه نه ده گڼ شمير نور شـيانو تـه هـم اړتيـا ده. دا خبـره سـمه ده تـر څـو چـې پـه زړه کـې د يـوه تـوکي د اخيستلو خواهش شتون ونه لري نو تقاضا نه رامنځته کېږي خو يوازی غوښتنه تقاضا نه ده غوښتنه هغه وخت په تقاضا بدليږي چې پند شرايط ولري:

  1. د اخيستو ځواک : دانسان غوښتنه هغه وخـت پـه تقاضـا بـدليږي چـې د اخيستو ځواک يې ولري يانې د غوښتنې د پوره کيدا لپاره پيسـې لـه ځانـه سـره ولـري د سـاري پـه ډول د يـو ښـه مـوټر غوښـتنه هغـه وخـت تقاضـا کيـږي چـې د اخيسـتو ځـواک يـې ولـري کـه د اخيسـتو ځـواک يـې ونلـری دا غوښـتنه يـوازی غوښته پاتې کيږي او تقاضـا تـر نـه جـوړيږي نـو پـه اقتصـاد کـې غوښـتنه هغـه وخت په تقاضا بدليږي چې د يو توکي د اخيستو ځواک ولرو .
  2. د اخيســتلو اراده : د يــو شــخص د شــي د ترلاســه کولــو لپــاره د غوښتنې په تقاضا د بدليدو دويم شرط اراده ده چې دا شخص يـې بايـد وکـړي د ساري په ډول د يو شتمن سړي لپاره د يو لوکس موټر اخيستل اسـانه کـار دی اود اخيستلو ځواک يې هـم لـري خـو کـه داسـړی اراده ونـه کـړي نـو د ده دا غوښـتنه يوازی غوښتنه پاتې کيږي په تقاضا نه بدليږي .

پـه اقتصاد کې سمول

پـه اقتصـاد کـې تقاضـا د يـو شـي د اخيسـتو غوښـتنه، د اخيسـتلو ځـواک او د اخيستلو اراده چې دری واړه په وخت کې سره يو ځای شي تقاضا تری جـوړيږي او که يو ځای نه شي تقاضا نه بلل کيږي . پروفيسور بنوم تقاضا داسې تعريفـوي : په ځانگړي وخت او ځانگړي قيمت د توکو هغـه مقدار چې اخيستونکي يې د اخيستو قدرت ولري تقاضا بلل کيږي . کولای شو د تقاضا مفهوم په مساوات کې هم توضيح کړو : (تقاضا= د اخيستلو ځواک + د اخيستلو اراده).

په تقاضا او غوښتنې کې توپير سمول

د تقاضا د مفهوم د ښه پوهيدو لپاره اړينه ده تر څو په د توپير پوه شوو . په دې نړۍ کې هر شخص غواړي چې د خان په څير ژوند تير کړي د ژوند ښه وسايل ولري چې د د ټولو ترلاسه کول يوه غوښتنه ده او دخلکو له دې غوښتنې څخـه هغه وخـت تقاضا جوړيږي چـې د اخيستلو ځواک او اراده يې ولري کنه دا يوازی غوښتنه ده او بس .

په تقاضا او اړتيا کې توپير سمول

د تقاضا او اړتيا د توپير د معلومولو لپاره يو مثال په نظر کې نيسو که يو شخص له خپل دفتر څخه څلور کيلومتره لری اوسيږي ددې ستونزې د لری کولو لپاره يو بايسکل تـه اړتيـا لـري د ده دا اړتيا هغه وخت تقاضا کيـږي کله چې د اخيستو ځواک او اراده ولري .

له قيمت سره د تقاضا اړيکه سمول

تقاضا له قيمت سره مخامخ اړيکه لري که مـوږ ته د يو توکي د قيمت پـه اړه معلومـات نه وي نو مـونږ د هغه توکي تقاضا نـه شـو معلومولی له قيمت پرته د تقاضا يادول بې مانا دي د ساري په ډول مونږ نه شو کولای چې ووايو د غوړو تقاضا لس کيلو گرامه ده ليکن داسې ويلي شو چې اته کيلو غوړو ته تقاضا ده چې د يو کيلو گرام غوړيو قيمت پنځوس افغانۍ وي دا په د مانا چې هر شخص د توکو قيمت ته گوري بيا يې پيري کله چې د توکي په قيمت کې تغير راشي په تقاضا کې هم تغيـر راځـي . کولای شـو پـه لانـدی جـدول کې هم واضيح کړو :

فــي کيلــو گــرام قيمــت (افغانۍ) تقاضــا (کيلــوگرام)
۵۰ پنځوس افغانۍ ۴ کيلو گرام
۴۰ څلويښت افغانۍ ۸ کيلو گرام
۳۰ ديرش افغانۍ ۱۲ کيلو گرام
۲۰ شل افغانۍ ۱۶ کيلو گرام
۱۰ لس افغانۍ ۲۰ کيلو گرام
۵ پنځه افغانۍ ۲۵ کيلو گرام

تاسو په پورتني جدول کې گورئ چې کله قيمت لوړيږي تقاضا هم کميږي خو کله چې قيمت ټيټيږي تقاضا هم ډيريږي د ساري په ډول کله چې د مڼـو قيمـت پنځـوس افغانۍ وي نو تقاضـا ورتـه څلـور کيلو گرامه وي خو کله چې قيمت څلويښت افغانۍ کيږي تقاضا ورته اته کيلـو گرامـه کيـږي. کولای شـو چـې پـه گـراف کـې یې هم توضيح کړو:

== نو ر ولولئ ==

== نو ر ولولئ ==