تجربوي څېړنه

تجربوي څېړنه هغې څېړنې ته وايي چې تجربوي شواهد په کې کارېږي. دا د مستقیمې او غیر مستقیمې مشاهدې او تجربې له لارې د پوهې ترلاسه کولو طریقه هم ده. تجربه‌پالنه ځینو څېړنو ته تر نورو ډولونو ډېر ارزښت ورکوي. تجربوي شواهد (د مستقیمو مشاهدو او تجربو سوابق) په کمي او کیفي ډول تحلیلېدای شي. څېړونکی د شواهدو په کمي کولو یا دغو شواهدو ته د کیفي معنا په ورکولو سره تجربوي پوښتنو ته ځواب ورکولی شي، هغه پوښتنې چې د راټولو شویو شواهدو (چې معمولاً ډېټا بلل کېږي) په مرسته په څرګند ډول تعریف شوې او د ځواب وړ وي. د څېړنې طراحي د ساحې او څېړنیزې پوښتنې پر اساس توپیر لري. ډېری څېړونکي د تحلیلونو کمي او کیفي بڼې هغو پوښتنو ته د غوره ځوابونو لپاره یوځای کوي چې په ازمایښتي چاپېریالونو په ځانګړې توګه په ټولنیزو علومو او ښوونه کې نه لوستل کېږي.

په ځینو څانګو کې ښايي کمي څېړنه پر یوه څېړنیزه پوښتنه پیل شي (د بېلګې په توګه، "کله چې د لغتونو یو لېست په یادو زده کوو او په هم‌مهاله ډول غږیزه موسیقي اورو، دغه موسیقي په ذهن کې د کلماتو پر پاتې کېدو اغېز کوي که نه؟") چې دا د تجربې له لارې ازمویل کېږي. معمولاً څېړونکی د څېړنیزې موضوع په اړه ځانګړې نظریه لري. د دې نظریې پر بنسټ ځینې فرضیې وړاندې کېږي (د بېلګې په توګه، "غږیزه موسیقي اورېدل د لغتونو پر زده کولو منفي اغېز لري"). له دغو فرضیو څخه د ځانګړو پېښو په اړه ځینې وړاندوېینې ترلاسه کېږي (مثلاً "هغه کسان چې د موسیقۍ د اورېدو پر مهال لغتونه لولي، د وروستۍ حافظې په ازموینه کې د هغو کسانو په پرتله لږ لغتونه یاد ته راوړلی شي چې په ارامۍ کې مطالعه کوي"). وروسته دغه وړاندوېینې د یوې مناسبې تجربې په مرسته ازمویلی شو. د تجربې د پایلو پر اساس به هغه نظریې سمې وخېژي چې فرضیې او وړاندوېینې پرې ولاړې وې او که نه، یا ښايي سمولو ته اړتیا ولري او وروسته لا ډېرې تجربې پرې وشي. [۱]

ترمینالوژي (اصطلاحات) سمول

تجربوي اصطلاح په اصل کې د لرغوني یونان ځینو ډاکترانو ته د اشارې لپاره کارول کېده چې د هغه وخت د عقیدوي لارښوونو پیروي یې ردوله او په مقابل کې یې د هغو پدیدو پر مشاهدې تکیه غوره ګڼله چې د تجربې له لارې زده کېږي. وروستۍ تجربه‌پالنه په فلسفه کې د پوهې په اړه یوې نظریې ته وکارېده، دا نظریه پر دې اصل ولاړه ده چې وايي زده‌کړه له هغې تجربې او مشاهدې څخه جوړه ده چې د حواسو په مرسته راټوله شوې وي. له علمي پلوه «تجربوي» اصطلاح د هغو شواهدو له لارې راټولو شویو اطلاعاتو ته ویل کېږي چې د حواسو په مرسته د کتنې وړ وي یا په ځینو مواردو کې د علمي وسایلو په مرسته دقیق اندازه شوي وي.

استفاده سمول

څېړونکی هڅه کوي چې د وسایلو (یا د انسان د حواسو) او هغه موجود تر منځ تعامل په دقیق ډول تشرېح کړي چې مشاهده کېږي. که وسایل په کې کارېدلي وي، له څېړونکي تمه کېږي چې لومړی خپل وسایل پر پېژندل شویو معیاري څيزونو وکاروي او تر کارولو وړاندې یې هم پایلې څرګندې کړي، په دې ډول د خپلو وسایلو دقت اندازه کړي. په بله وینا، دا هغه څېړنې او پایلې بیانوي چې تر دې مخکې نه دي شوې. [۲]

علمي څېړنې سمول

په علمي مطالعاتو کې د معیاري احصايوي مېتودونو په کارولو سره د اطلاعاتو دقیق تحلیل د تجربوي څېړنو د اعتبار یا سموالي د مشخصولو لپاره ډېر مهم دی. احصایوي فورمولونه لکه ریګریسون، د نامعلوم څيز ضریب، t ازموینه، کای مربع او د واریانس د تحلیل بېلابېل ډولونه د منطقي او معتبرو پایلو په رامنځته کولو کې بنسټیز رول لري. که تجربوي اطلاعات په یوه مناسب احصایوي فورمول کې بامفهومه شي، د څېړنې فرضیه منل کېږي. که داسې ونه‌شي، په دې صورت کې صفر فرضیه (null hypothesis) منل کېږي، یعنې دا چې پر ناخپلواکو متغیرونو د خپلواکو متغیرونو هېڅ اغېز ونه‌لیدل شو.

د احصایوي فرضیو د ازموینې په کارولو سره د تجربوي څېړنو پایله هېڅکله نه اثباتېږي، یوازې د یوې فرضیې ملاتړ کولی شي یا یې ردولی شي او یا هم هېڅ نه‌شي کولی. دغه مېتودونه یوازې احتمالات په لاس راکوي. د علمي څېړونکو تر منځ تجربوي شواهد (له تجربوي څېړنو جلا) هغو شواهدو ته ویل کېږي چې کتونکي ته له کتلو پرته یو ډول ښکاري. مثلاً یو ترمامېتر چې هر څوک ویني، بېلابېلې اندازې ورته ښيي. دا چې تودوخه د یوه دقیق ترمامېتر په مرسته اندازه کېږي، تجربوي شواهد دي. په مقابل کې غیر تجربوي شواهد د کتونکو پر اساس ذهني دي. که تېر مثال بیا را واخلو، A کتونکی ښايي سم راپور ورکړي چې یوه خونه ګرمه ده، په داسې حال کې چې B کتونکی هم ښايي سم راپور ورکړي چې هماغه خونه سړه ده، په داسې حال کې چې دواړه پر ترمامېتر یوه اندازه ویني. د تجربوي شواهدو کارول د دغې شخصي تجربې اغېز له منځه وړي.

د تجربې له لارې د اطلاعاتو وړاندې کولو د څرنګوالي هغه تشرېحات موجود دي چې د عقل‌پالانو له‌خوا استناد پرې کېږي. کله ناکله تجربه‌پالان دې ته لېوال وي چې شکاکیت د عقل‌پالنې د یوه انتخاب یا اپشن په توګه غوره کړي. که تجربه د هغې پوهې په وړاندې کولو کې ګټوره نه وي چې عقل‌پالان استناد پرې کوي، نو بیا دوی هم موجود نه دي (پیرس، ۲۰۱۰، ۳۵). تجربه‌پالان غواړي چې د عقل‌پالانو پر ځوابونو نیوکې وکړي، په داسې حال کې چې استدلال د پوهې یا مفاهیمو مهمه سرچینه بولي. د پوهې ترلاسه کول د پوهې او مفهوم سرچینو ته په پام سره ښودل کېږي. په ځينو مواردو کې د پوهې د ترلاسه کولو په برخه کې اختلاف نورو برخو ته د متضادو ځوابونو د وړاندې کولو لامل هم کېږي. ښايي په ټولیز خاصیت کې د نظر د اختلاف ضمانت موجود وي، په داسې حال کې چې پوهه او تفکر محدودوي. تجربه‌پالان د دغه نظر له امله مشهور دي چې فطري پوهه نه‌شته، بلکې پوهه د تجربې یا د انسان د پنځو حواسو په مرسته ترلاسه شوې ده (برنارډ، ۲۰۱۱، ۵). له بل پلوه، عقل‌پالان په دې نظر ور شریک دي چې فطري علم موجود دی.

د عقل‌پالنې د پیروۍ لپاره باید د تیورۍ یا نظریې له اړوندو درېیو ادعاوو یعنې استنباط یا درک، فطري علم او فطري مفهموم څخه یوه ومنو. څومره چې مفهوم له ذهني عملیاتو او تجربې لرې کړل شي، هومره په فطري‌والي کې د معقولیت په ډېرېدو سره تر تجربې ډېرې کارکړنې لرلی شي. تر دې ور هاخوا تجربه‌پالنه په محتوا کې له ځانګړې موضوع سره په پوهې او استنتاج یا فطري شهود پورې د اړوندې شرحې د ردولو زمینه برابروي. څومره چې په موضوعي حوزه کې پر مفاهیمو او پوهه اعتراف کېږي، پوهه د انساني حواسو له لارې له تجربې سره کلکه اړیکه لري.

سرچینې سمول

  1. Goodwin, C. J. (2005). Research in Psychology: Methods and Design. USA: John Wiley & Sons, Inc.
  2. Campbell, D. & Stanley, J. (1963). Experimental and quasi-experimental designs for research. Boston: Houghton Mifflin Company.