تبت (Tibet) (چینایي ژبه: 西藏) په ختيځه اسيا کې يوه سيمه ده چې د تبتي لوړو سيمو زياته برخه، چې نږدې ۲۵۰۰۰۰۰ کيلو متره (۹۷۰۰۰۰ ميل مربع) کېږي، يې پوښلې ده. دا د تبتي خلکو دوديزه سيمه ده، ځينې نور قومونه هم دلته ژوند کوي، لکه: مونپا، تامانګ، کيانګ، شرپ او لوبا. اوس مهال په کې ځينې چينايي هان او هوی توکمونه هم ژوند کوي. تبت د ځمکې پر مخ تر ټولو لوړه سيمه ده، منځنی لوړوالی يې ۴۳۸۰ متره (۱۴۰۰۰ فوټه) دی. تبت چې په هماليه کې موقعيت لري ،تر ټولو لوړ غر يې د ايورسټ څوکه ده، دا د نړۍ تر ټولو لوړغر دی چې د سمندر له سطحې نه ۸۸۴۸.۸۶ متره (۲۹۰۳۲ فوټه) لوړوالی لري.  [۱][۲][۳]

د تبت انځور
د تبت انځور
د تبت انځور

تبت
تبت

هيواد چين د خلکو جمهوريت  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۲۹°۳۹′شمال ۹۱°۰۶′ختیځ / 29.65°شمال 91.1°ختيځ / 29.65; 91.1  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 2500000 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي 4380 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 3002166 (سرشمېرنه) (۲۰۱۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 8449601  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د تبت سترواکي په اوومه پېړۍ کې جوړه شوې ده. په نهمه پېړۍ کې خپل اوج ته رسېدلې، په دې مهال د تبت سترواکي د تبت له لوړو سيمو نه اوښتې وه، د مرکزي آسيا د تاريم له حوزې نه په لويديځ کې تر پامير پورې او په سويل ختيځ کې تر يونان او بنګار پورې غځېدلې وه، خو کله چې د دې سترواکۍ د وېش لړۍ پېل شوه، دا سترواکي په څو سيمو ووېشل شوه. د لويديځ او مرکزي تبت (Ü-Tsang) ډېره برخه لږ تر لږه تش په نامه د يو لړ تبتي دولتونو تر مشرۍ لاندې په لهسا شيګاتسه او يا د دې په شا او خوا سيمو کې سره متحد شوه. د خام او امدو ختيځو سيمو، تر ډېره بريده لرغونی سياسي نامتمرکز جوړښت وساته، چې د يو شمېر کوچنيو شاهزاده ګانو او قبيلو تر منځ وېشل کېدل، په داسې حال کې چې ډېری يې نېغ په نېغه د چين تر واکمنۍ لاندې وو او په پايله کې د دې سيمو ډېره برخه د چين د سيچوان او چينګهای سره ونښلول شوې. د تبت اوسنۍ پولې تر ډېره حده په اتلسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي. [۴]

په ۱۹۱۲ز کال کې د چینګ د سلسلې واکمنۍ پر وړاندې د شينهای تر انقلاب وروسته، د چينګ سرتيري بې وسلې کړای شول او د تبت (Ü-Tsang) له سيمې و ايستل شول. دې سيمې بې له دې چې د چين د جمهوري دولت له خوا په رسمېت وپېژندل شي، په ۱۹۱۳ز کال کې خپلواکي اعلان کړه. وروسته لهاسا د چين د شيګنډ ولايت د لويديځې برخې واک په لاس کې واخيست. دې سيمې تر ۱۹۵۱ز کال پورې خپله خپلواکي وساتله، تر دې چې د چامدو په نښته کې تبت اشغال او د چين د خلکو جمهوريت سره الحاق شو، په ۱۹۵۹ز کال کې له يوه ناکام پاڅون وروسته د تبت پخوانی حکومت منحل کړای شو. نن ورځ چين د خپلواکې سيمې په توګه په لويديځ او مرکزي تبت واکمني کوي، په داسې حال کې چې ختيځې سيمې د سيچوان، چينګهای او نورو ګاونډيو ايالتونو اړوندې خپلواکې سيمې دي. د تبت د سياسي حيثيت او له هېواده بهر فعالو مرورو ډلو تر منځ کړکېچ شته. د معلوماتو پر بنسټ، په تبت کې فعالين نيول شوي او ځورول شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹]

که څه هم په وروستيو لسيزو کې ګرځندویي په تبت کې په يوه صنعت بدله شوې ده، بيا هم د تبت اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، په تبت کې واکمن دين تبتي بودايي دین دی، د تبت په نورو دينونو کې Bön شامل دی چې بودايي ته ورته يو لرغونی دین دی، تبتي مسلمانان او د مسيحيانو لږه کي هم لري. تبتي بودايي دين پر هنر، موسيقۍ او د سيمې پر موسمي مېلو تر ټولو زيات اغېز لري. په تبتي ودانيو کې د چين او هندوستان اغېزې ښکاري، د تبت اصلي خوراکونه وريتې وربشې، د غويي غوښه او د کوچو چای دی.[۱۰]

نومونه سمول

په تبتي ژبه کې د دوی نوم چې په ( Bod (བོད་) بڼه لېکل کيږي او معنا يې ده «تبتي لوړه اواره ځمکه»، په اصل کې يې د نوم معنا ده د لهسا په شا اوخوا کې مرکزي سيمه، اوسمهال په تبي ژبه کې د « Ü (དབུས)» په ډول ليکل کېږي. په معياري تبتي ژبه کې د «Bod» تلفظ په لاندې ډولونو شوی دی: په Tournadre غږيز ليکدود کې په « Bhö» ډول، په THL ساده شوي غږيز ليکدود کې د « Bö» په ډول او په تبتي پينيين کې د « Poi» په ډول. ځينې پوهان په دې باور دي چې تبت ته لومړۍ ليکلې اشاره د ايريتيارين سمندر د پيريپلس (له زېږد وروسته لومړۍ پېړۍ) د مصري-يوناني لرغوني باوتای په آثارو او په جغرافيه (بطلميوس، له زېږد وورسته دويمه پېړۍ) کې شوې وه، دا نوم د هند د جغرافيايي روايتونو د سنسکريت له « Bhauṭṭa» نه اخستل شوی نوم دی. [۱۱][۱۲]

د تبت قوم سيمې لپاره چينايي معياري نوم « Zangqu» دی، چې د کنايي په ډول د «شيګاتسه» په شا اوخوا کې د «تسانګ» نه اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې يو چينايي وروستاړی « qū» پسې زيات کړای شوی دی، چې معنا يې ده، «ډګر، ولسوالۍ، سيمه، ساتنه کول». دې ته له کتنې پرته چې دوی د کوم ځای دي، د تبت خلکو، ژبې او کلتور ته «زانګ» ويل کېږي، که څه هم جغرافيايي نوم « Xīzàng» ډېر ځله يوازې د تبت تر خپلواکې سيمې پورې محدود وي. د Xīzàng اصطلاح د چينګ د حکومت پرمهال د سترواک « Jiaqing» (۱۷۹۶-۱۸۲۰ز) په واکمنۍ کې جوړه شوې، په داسې حال کې چې د Zang پورې يې يو مختاړی «西» وتاړه چې معنا يې ده لويديځ.    

په منځنيو پېړيو کې د تبت لپاره د چينايي ژبې تر ټولو پېژندل شوی نوم Tubo دی. دا نوم په لومړي ځل، په چينايي ژبه په اوومه پېړۍ کې د «土番» په بڼه او په لسمه پېړۍ کې د «吐蕃» په بڼه راڅرګند شوی (د تانګ زوړ کتاب، کوم چې سترواک يانګ سويي ته د تبتي پاچا نامري سونګتسن استازی تشرېح کوي ۶۰۸-۶۰۹ز). د هغه مهال په منځنيو چینايي ژبو کې، په هغه پېر کې پرې خبرې کېدې، دا نوم د ويليام ايچ باکستر له خوا په «土番» ډول جوړ شوی او تلفظ به يې په « thuX-phjon» ډول کېده، په «吐蕃» بڼه ليکل کېده چې تلفظ يې بيا په « thuX-pjon» ډول سره شوی دی (په دويم نوم کې X د شانګ د لهجې استازيتوب کوي.[۱۳]

له اوسنيو چينايي نومونو نه مخکې، تبت په دې نومونو هم نومول شوی دی:

  • وسيګو.
  • وسيزانګ
  • ټوبوټو
  • ټانګوټو

امريکايي تبت پېژندونکی اليوټ سپيرلينګ په چينايي ژبه کې د ځينو ليکوالانو د وروستيو ليکنو پلوي کړې ده چې د « Xizang» د کارولو  پر ځای يې د «Tubote» ټکي د بيا تازه کولو هڅه کړې ده، په دې بنسټ چې د «Tubote» په ټکي کې په ډېر څرګند ډول د ټول تبت لوړې هوارې سيمې رانغاړي، نه يوازې د دې سيمې تبت خپلواکې سيمې.[۱۴]

د انګليسي ژبې د Tibet  يا Thibet  ټکي تاريخ اتلسمې پېړۍ ته ورګرځي.  تاريخي ژبپوهان له دې سره موافق دي، چې « Tibet» په اروپايي ژبو کې پردی لغت دی او د سامي ژبې د Ṭībat  يا Tūbātt  (په عربي کې: طيبة، توبات) نه اخیستل شوي پردي لغات دي، چې په اصل کې د ترکي ژبې د « Töbäd » چې تحت اللفظي معنا یې ده «لوړه».[۱۵][۱۶]

ژبه سمول

ژبپوهان په عمومی توګه تبتي ژبه د چينايي- تبتي ژبې د کورنۍ په تبتي- برمايي ژبه کې ډلبندي کوي، خو د تبتي او هماليايي ژبو تر منځ پولې ناڅرګندې دي. متيو کاپسټين وايي:

د تاريخي ژبپوهانو له لید سره سم، د سترو اسيايي ژبو په منځ کې تبتي تر ډېره بريده له برمايي سره ورته والی لري. په هماليايي سيمو کې له نورو اړوندو ژبو سره د دې دوه ژبو ډلبندي کول، د اسيا او چينايي- تبتي سرحدي سيمو په نورو سويل ختيځو لوړو سيمو کې، ژبپوهان دې پايلې ته رسېدلي دي چې، په دې سيمه کې د تبتي- برمايي ژبو کورنۍ شته. تر ټولو ډېره لانجمنه نظریه دا ده چې، تبتي- برمايي کورنۍ په خپله هم د يوې سترې کورنۍ برخه ده، چې چينايي-تبتي بلل کېږی او په دې ډول تبتی او برمایی زبط د چینایی زبط لرې تربورانې دی.[۱۷]

سرچینې سمول

  1. "Altitude sickness may hinder ethnic integration in the world's highest places". Princeton University. 1 July 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wittke, J.H. (24 February 2010). "Geology of the Tibetan Plateau". مؤرشف من الأصل في May 23, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric Administration. "What is the highest point on Earth as measured from Earth's center?". oceanservice.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Goldstein, Melvyn, C., Change, Conflict and Continuity among a Community of Nomadic Pastoralist: A Case Study from Western Tibet, 1950–1990, 1994: "What is Tibet? – Fact and Fancy", pp. 76–87
  5. Clark, Gregory, "In fear of China", 1969, saying: ' Tibet, although enjoying independence at certain periods of its history, had never been recognized by any single foreign power as an independent state. The closest it has ever come to such recognition was the British formula of 1943: suzerainty, combined with autonomy and the right to enter into diplomatic relations. '
  6. (په 2011-08-15 باندې). Q&A: China and the Tibetans. BBC News.
  7. Lee, Peter (مې 7, 2011). "Tibet's only hope lies within". The Asia Times. مؤرشف من الأصل في دسمبر 28, 2011. د لاسرسي‌نېټه مې 10, 2011. Robin [alias of a young Tibetan in Qinghai] described the region as a cauldron of tension. Tibetans still were infuriated by numerous arrests in the wake of the 2008 protests. But local Tibetans had not organized themselves. 'They are very angry at the Chinese government and the Chinese people,' Robin said. 'But they have no idea what to do. There is no leader. When a leader appears and somebody helps out they will all join.' We ... heard tale after tale of civil disobedience in outlying hamlets. In one village, Tibetans burned their Chinese flags and hoisted the banned Tibetan Snow Lion flag instead. Authorities ... detained nine villagers ... One nomad ... said 'After I die ... my sons and grandsons will remember. They will hate the government.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2010-12-11 باندې). Regions and territories: Tibet. BBC News.
  9. (په 2009-02-18 باندې). China Adds to Security Forces in Tibet Amid Calls for a Boycott. The New York Times.
  10. . Bon. ReligionFacts.
  11. Beckwith (1987), pg. 7
  12. Étienne de la Vaissière, "The Triple System of Orography in Ptolemy's Xinjiang", Exegisti Monumenta: Festschrif in Honour of Nicholas Sims-Williams, eds. Werner Sundermann, Almut Hintze & François de Blois (Wiesbaden, Germany: Harrassowitz, 2009), 532.
  13. Baxter, William H. (2001-03-30). "An Etymological Dictionary of Common Chinese Characters". د اصلي آرشيف څخه پر April 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dr. Elliot Sperling. "Tubote, Tibet, and the Power of Naming". Tibetan Political Review. مؤرشف من الأصل في مارچ 28, 2016. د لاسرسي‌نېټه جولای 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Behr, Wolfgang, 1994. "Stephan V. Beyer 'The Classical Tibetan Language' (book review)." Pp. 558–59 in Oriens 34, edited by R. Sellheim. Leiden: E.J. Brill. Archived from the original on October 16, 2015.
  16. The word Tibet was used in the context of the first British mission to this country under George Bogle in 1774. See Markham, Clements R., ed. [1876] 1971. Narratives of the Mission of George Bogle to Tibet and the Journey of Thomas Manning to Lhasa. New Delhi: Manjushri Publishing House.
  17. Kapstein 2006, pg. 19