تايرايډ غده

سريزه

    هره غده ديوې اويادزيات شمېرحجراتوڅخه جوړه شويده چې دبدن لپاره اړين موادترشح کوي ،ځينې غدې خپل افرازي موادديونل په وسيله بيرون اوباسې لکه دلاړوغدې ،دخولوغدې اوداسې نورچې داډول غدوات دExocrine glandsپه نوم يادېږي .
  بله ډله هغه غدوات دي چې خپل افرازې موادبغېردکوم نل څخه نيغ په نيغه وينې يالمف ته تويوي لکه تايرايد،پاراتايرايد،ادرينال ،نخاميه اوداسې نورچې داډول غدوات دEndocrine glandsپه نوم يادېږي .
  ځينې داسې غدې هم شته چې دواړه دندې ترسره کوي لکه دپانقراس اوګونادونوغدې چې داډول غدوات دMixed glandsپه نوم يادېږي .
   دداخلې غدوافرازې مواددهورمون په نوم يادېږي چې تحريک کونکي اويامنع کونکي اغېزې لري .
   دهورمون اصطلاح دلومړي ځل لپاره دSecretin hormoneلپاره استعمال شوه کوم چې داثناعشرڅخه ترشح کېږي ،هورمونونه کيمياوي مواددي چې دSterole،امينواسيدونواوياهم دپروټين څخه جوړشويدي .

زمونږ دبدن ټول فعاليتونه دعصبي سيستم اوداخلي غدوترشحاتو پورې اړه لري يعنې همدادوه سيستمونه دي چې دانسان دبدن ارادي ،غير ارادي ،دبدن داخلي فعاليتونه اوخارجي عواملو په وړاندې عکس العملونه تنظيموي . په عمومي توګه هورمونونه په بدن کې درې ډوله فعاليتونه ترسره کوي. ١_ميتابوليک فعاليتونه لکه انسولين چې په بدن کې دشکروميتابولېزم کنترولوي. ٢_دذهني انکشاف فعاليتونه لکه دتايرايد غدې دغيرنارمل فعاليت له کبله ذهني وده وروسته پاتې کېږي اوناتواني اوکسالت رامنځ ته کېږي . ٣_مورفوجنيتيک فعاليتونه لکه تايروکسين اودنخامې دودې هورمونونه دبدن په وده اوانکشاف اغېزه لري. دداخلي غدواتو ترشحات ددوه ډوله عواملو پواسطه کنترولېږي . ١_عصبي عوامل لکه دادرينال غدې مېډولا برخه چې دسمپاتيک اعصابو په ذريعه تعصيب کيږي کوم چې د Apinephrin ترشحات کنترولوي . ٢_کيمياوي عوامل لکه په وينه کې دګلوکوزدزياتوالي له امله دپانقراس څخه انسولين ترشح کېږي اوياپه اثناعشرکې دتېزابواوشحمي موادودموجوديت له کبله سکرېتين ترشح کېږي . دداخلي غدواتوله جملې څخه دتايرايدغده چې زماد ليکنې عمده موضوع ده يوه مهمه غده ده چې دوه مهم هورمونونه (تيروکسين او تراى ايودو تيرونين ) افرازوي. کله چې دتايرايدغدې فعاليت زيات شې Hyper thyrodismواقع کيږي چې له امله يې په بدن کې دخوراکي موادو اکسديشن لوړ ځي اودبدن دتودوخې درجه زياتيږي ، دزړه حرکات چټک اودوينې فشار لوړيږي دارنګه دخولو ترشحات هم زياتيږي ، کله چې دبدن توليد شوې تودوخه کمه شي شخص عصباني اوپه ځينو حالاتو کې يې سترګې برندې په نظرراځي. اوکله چې دتايرايد فعاليت کم شي Hypothyrodismواقع کيږي چې په نتيجه کې دميتابوليزم درجه ښکته راځي . که چيرې دايودين اندازه په خوراکي توکو کې لږ شي دتايرايد غده دخپل نارمل حالت څخه لوييږي چې داحالت دجاغور په نوم ياديږي. څرنګه چې زمونږ دګران هېواد افغانستان دننګرهار اوکنړ په ځينو سيمو او خوراکي توکوکې په پوره اندازه ايوډين وجود نه لري نو له دې کبله ددې ولايتونو په ځينو خلکو کې لوى جاغور لرونکې تايرايد غدې(Endomic goiter) په نظر راځي کوم چې دمختلفو اختلالاتو او ظاهري ښکلاته دزيان سبب کيږي نو په همدې اساس ماهم لازمه وګڼله چې دتايرايد غده اودهغې ناروغۍ تر سرليک لاندې داليکنه ترتيب کړم ترڅو ديوې خوا دلوستونکو دګتې وړ وګرځي اودبلې خوا څخه زما دليکوالۍفن دپياوړتيا سبب شي . بايد يادونه وکړم چې کيداى شي تايرايد غده اودهغې ناروغۍ لازياتې روښانتيا ته اړتياولري خو ما دخپلې وسې او پوهي په اندازه زياروايستلوترڅودغه لږمعلومات ستاسوسره شريک کړم هيله ده چې ستاسو دپام وړوګرځي.

تايرايدغده(Thyroid gland)

دتايرايد غده دEndocrineغدواتو له ډلي څخه يوه مهمه غده ده ‌چي لرونکي ددوه برخو(ښي اوچپ)ده چي دادواړه برخي ديوي تنگي ساحې پواسطه چې Isthmusبلل کېږي نښتې دي ،دغدي له Isthmus برخې څخه يوه بله منځنۍ برخه پورته خواته امتدادپيداکوي چې Pyramidal lobeورته وايي .

  دتايرايدغده دغاړې  په مخ اواړخونوکې C5-T1))شمزيو پورې اوياپه بل عبارت دتايرايدعضروف له منځنۍ برخې نه دتراخياترڅلورمې ياپنځمې کړ‌ۍ پورې امتدادلريو دتايرايدغدي هورمونونه دميتابوليزم په انتظام،دوجوداودماغ په نشونمااودکلسيم په ميتابوليزم کې رول لري .
 دتايرايدغدي دهرې برخې اندازه تقريباً5cm×2∙5cm×2∙5cmاودIsthmusدبرخې اندازه يې 1∙2cm×1∙2cmده ،په منځنې  ډول نوموړې غده تقريباً25grوزن لري .په هرصورت دتايرايدغده په نر انوکې دښځوپه نسبت وړه ده .اودنوموړې غدې اندازه دPregnancy(اميدوارۍ) اوLactation(شيدې ورکولو) وختونوکې دوجوداړتيا په اساس زياتېږي .





                   (١)شکل :دتايرايدغدې موقعيت اوظاهري جوړښت.

دتايرايدغدې دبرخوخارجې جوړښت اواړيکه: الف - دتايرايدغدي دبرخواړيکي :

 دتايرايدغدي هره برخه مخروطي شکل لري،چې لرونکې ديوې زروې (څوکې)يوې قاعدي درې مخونو(انسي  ،وروستى  اووحشي )اودوه کنارو(مخکې اووروستى )دي .

اول :دهرې برخې وحشي مخ محدب شکل لري اودلاندې عضلاتوپه واسطه پوښل کېږي . ١-The sternothyroid muscle . ٢- The sternohyoid muscle ٣-The sup belly of omohyoid muscle . ٤-The anterior border of sternomastoid muscle . دويم :دهرې برخې انسي مخ دلاندې جوړښتونوسره اړيکه لري . ١-and Trachea Esophagus ٢-Cricothyroid muscle and inp constrictor muscle of the pharynx دريم :دهرې برخې روستى وحشي سطحه دCarotied sheathسره اړيکه لري . دغدي دهرې برخې مخکنې کونج دSup thyroid artدمخکۍ سطحې سره اړيکه لري . وروستې کونج دهرې برخې يوه اندزه پنډوالى لري چې دغدي دهرې برخې انسي اوروستي مخونه سره جلاکوي اودلاندې جوړښتونوسره اړيکه لري . ١-The inf thyroid artery. ٢-Inf thyroid art and sup thyroid art. ٣-Parathyroid glands.

٤-په چپ لورې کې دThoracic ductسره اړيکه لري .

دهرې برخې زروه،چې پورته اولږوحشي خواته ميلان لري په پورته برخه کې دتايرايدعضروف په Obliquelineباندې د Sternothyroidعضلي دارتکاز په اثرمحدودېږي دهرې برخې قاعده Tracheaدڅلورمې ياپنځمې کړى برابرقرارلري . ب:Isthmus:

 دابرخه چې دتايرايدغدي دواړه برخې سره يوځاى کوي دوه مخونه(مخکينې اووروستنى ) دوه کونجه (پورتنى اولاندينى ) لري .
 مخکينى برخه يې دلاندې جوړښتونوپه واسطه پوښل شوي ده .

١-The right and left sternothyroid and stermohyoid muscle ٢-The anterior jugular veins وروستنى مخ يې دتراخيا ددويمې اودريمې کړۍ سره رابطه لري پورتنى کونج يې دښې اوچپ Sup thyroidشريانودتفمم(خوله په خوله ) ناحي سره اړيکه لري . دتايرايدغدي وريدې تخليه :

دتايرايدغدي وريدي وينه دپورتنيومنځنيواولاندې تايرايدوريدوپه واسطه تخليه کېږي Sup thyroid veinيې دغدي دمربوطه برخې په پورتني  سرحدکې له  غدي څخه  راوځې اوپه پاى کې په Internal jugular vein اوياپه Common facial vein کې تخليه کېږي .

څلورم تايرايدوريد،منځنې اولاندنې تايرايدوريدوپه منځ کې دتايرايدغدي له مربوطه برخې څخه راوځي ،اوپه مربوطه Internal jugular vein کې تخليه کېږي.

دتايرايدغدې لمفاوي تخليه:

دتايرايدغدي دپورتنى برخې لمف ياداچې مستقيمًاوياهم دPretracheal اوParatrachealلمفاوي غوټوله لارې په Lower deepcervical لمفاوي غوټوکې تخليه کېږي . دتايرايدغدي تعصيب :دتايرايدغده دسمپاتيک اعصابوکې چي اصلاًدMiddle cervical gonglionاوقسماًله Sup inf cervical gonglionڅخه منشاءاخلي تعصيب کېږي . دتايرايدغدي جوړښت اودندې:ده دتايرايدغده ددوه، ډوله افرازې حجراتوڅخه جوړه شويده ١- Follicular cells:نوموړې حجرات دغدي فوليکلونه استرکوي اوداحجراتThyroxin (T4)اوT3 )Tri iodo thyronin)هورمونونه افرازوي .

 دغه پورته دواړه هورمونونه دبدن داساسي ميتابوليزم درجه (Basal metabolic rat) تحريک کوي اوهم دوجوداودماغ په وده اونموکې رول لري .

٢-Para follicular cell(C cells) :

داحجرات دتايرايدغدي دFolliclesپه منځ کې ځاى لري .اوThyro calcitonin hormone ترشح کوي .کوم چې په هډوکواونوروانساجوکې دکلسيم دايونوځاى په ځاى کولودنده په غاړه لري اودزيات افراز په صورت کې يې Hypocalcaemiaتوليدېږي .
ددې هورمون اغېزي دParathormoneپه خلاف دي(٥ م،١٩٠ )            

دتايرايدميتابوليک هورمونونه :

دتايرايدغده درې هورمونونه افرازوي چې عبارت دې له T3،T4اوکا لسي تونين څخه چې T3اوT4دبدن په ميتابوليزم زياتي اغېزي لري په دې معنى چې دتايرايدهورمونوپه نشتوالي کې دبدن ميتابولېزم اندازه د٤٠-٥٠%ښکته راځي . اوکه چيرې دتايرايددهورمونوپه افرازکې زياتوالى راشي دبدن ميتا بوليک اندازه د60-100% پورې دنارمل حالت څخه پورته کيږي 

دتايرايد دميتابوليک هورمونوافرازاوجوړښت :- دتايرايد ميتابوليک فعال هورمون ٪٩٣تايروکسين او٪٧دTri iodo Thromin هورمون څخه عبارت دي چې تقريباً ټول تايروکسين په انساجوکې په تراى ايودو تايرونين بدليږي.

دواړه هورمونونه تقريبا ېوشان دنده لري مګرپه عمل ،اغېزه اودوام کې يوله بله څخه توپيرلري دمثال په توګه تراى ايودوتايرونين هورمونه نسبت تايروکسين ته څلورچنده قوي اوکم دوامه اغيزه لري .

دتايرايدغدې فزيولوجيک اناتومي :

 دتايرايدغده ديوزيات شميرFolliclesڅخه ،چې لرونکې دوړوکڅوړو(Vesicle) دي تشکيل شويده ،چې دهرفوليکول قطر٣٠٠مايکرون ته رسېږي ،اوداپي تليال حجراتوپه واسطه پوښل شويدي چې په منځ کې دColloidپه نوم افرازي ماده وجودلري ،ددې حجروافرازي موادچې کلويدجوړوي ديوزيات شميرGlycoprotein Thyroglubulinڅخه عبارت دي چې نوموړې ماده لرونکې دتايروکسين ده ،کوم چې دفوليکلونوداخلي برخي په لورافرازېږي چې دفوليکول داپتيلوم له لارې دتايروکسين هورمون بيرته وينې ته جذب اوخپل فعاليت ته دوام ورکوي ،تايروکسين هورمون دخپل جوړښت لپاره ايودين ته ضرورت لري ،چې بدن داړتيا وړايوډين د خوارکي موادوڅخه اخلي اوپه اوسني وخت کې ددې لپاره چې دايوډين دزيان څخه مخنيوى وشي دايوډين مالګي بازارته دهمدې موخې  لپاره راوتلي دي چې دسوديم کلورايدمالګي په يولاک برخوکې يوه برخه دسوديم ايودايدګډه شويده.                                                  
                                                       



                               (٢)شکل: دتايرايدغدې داخلي جوړښت.

په نارمل حالت کې دتايرايدحجري يوځانګړى  توان لري ،چې فعال ايودين دحجروداخلي برخوته پمپ کړي ،چې داحالت Iodide trappingپه نوم ياديږي چې دتايرايدپه نارمل غده کې ددې پمپ پواسطه حجراتوپه داخل کې دايوډين غلظت ديرش چنده نسبت وينې ته ليدل کېږي .مګرکه چېري دتايرايدغده په زياته اندازه فعاليت وکړي ذکرشوى ديرش چنده غلظت ٢٥٠چندوته پورته کېږي (١م ،٤٥٠ )                
  دتايرايدغده دکالسي تونين هورمون هم جوړوي ،چې دايوپولي پيپتايدي  مرکب دى چې دکلسيم په برابرولواومصرفولوکې برخه اخلي .
  دتايرايدغدي ايوډين په مکمل ډول په تيروګلوبولين کې ،چې يوګلايکوپروټين دى او٦٧٠٠٠٠ماليکولي وزن لري موجوددى .دتيروګلوبولين هرماليکول ١٢٠دتيروزين امينواسيدونه ،%١-٥∙٠،ايودين او%١٠-٨،کاربوهايدريت لري چې نوموړى کاربوهايدريت دپولي سکرايډددوه ډولوپه څېروجودلري چې اول ډول  يې دمانوزان  استيل ګلوکوزامين لرونکې دى چې ګليکوزيل امين ديوې اړيکې په واسطه دپيپتايدي ځنځيرسره يوځاى شويدى.
 دوهم ډول  کاربوهايدريت يې اوليګوسکرايددى کوم چې دتيروګلوبولين سره وصل شويدى .
 دايودين دترکيب په اثرلومړى تيروزين په مونوايودوتيروزين (MIT) اوبياپه ډاى ايودوتايروزين (DIT)بدلېږي دايوډين ترکيب دپروميسين تراغېزي لاندې صورت نيسي ،له دې امله دفعال پروتين په سنتيزبنادى پروميسين دتايروزين منع کونکى دى چې ترڅوتيروګلوبولين ته داخل نه شي .
 لاندې معادلې دتايرايدپه غده کې دT3اوT4تشکيل دMITاوDITڅخه راښئ .





دتيروګلوبولين سنتيزدنوروپروتينونو په څېردغدي په داخل کې دTSHدترشح په اثرکوم چې دادينوهايپوفيزپه واسطه کنترولېږي صورت نيسي .

په طبعي  حالت کې مونواوډاى ايودوتيروزين تقريباًپه مساوي ډول وجودلري مګردايودين دکموالي له کبله مونوايودوتيروزين په زياته اندازه جوړېږي مونواوډاى ايودوتايروزين دحياتي فعاليتونوکمونکى پېژندل شوي مګريواځې ايودوتيرونيونه دمشخصوفزيولوجيکي اغېزولرونکې دي اوداايوډين لرونکي محصولات دي چې په طبعي ډول دتايرايدغدي څخه ترشح کېږي دفزيولوجي له نظره مهم هورمونونه يې تيروکسين اوتراى ايودوتيرونين دي .
  يادشوي ټول  ايزوميرونه په طبعي ډول وجودلري اودژوندپېژندنې له پلوه فعال دي .
 دتايرايدغدې په واسطه دايوډين جمع کول :
  تايرايدغده په راګيرونکي ډول دايودين د جمع کولوتوان لري اوکيداى شي چې ايودين ورته ترزيق  اوهم کولاى شي چې ايودين مصرف کړي .مصرف شوى ايودين دغدي په واسطه په لومړيوکې دجلا کيدو(دياليز) وړوي خوپه تيزى سره دپروتين سره يوځاى کېږي يادشوى ايودين په تيزئ سره دتايرايددفوليکلونوپه کلويدي ماده کې ذخيره کېږي چې داعمل ديوميکانيزم دطي کولوپه اثرترسره کېږي .
  دتايرايدغدي ايودين معمولاً٢٥چنده دايودين غلظت په وينه کې زياتوي اوپه تيزى سره تيرګلوبولين ته داخليږي چې په نتيجه کې په عضوي ترکيباتوبدلېږي. په وينه کې دتايرايددمداخلې ميکانيزم په مکمل ډول روښانه نه دى .په طبعي ډول تايرايدغده mgr١٠ازادايودين لري .
 دايودين دذخيره کولوميکانيزم په تايرايدغده کېATP انرژي پورې اړه لري چې د+Kداخليدل اود+Naخپريدل خارج ته هم ورسره ملګري وي .چې دادايودين تبديليدوداړيکودانتقال نښه ده په NaاوKباندې ،تايرايدغدي ته دايوډين دداخليدواندازه دTSHپه واسطه تحريک کېږي اودغيرى عضوي ايونولکه پرکلوريت ،تيوسيانات په واسطه په بيلابيلوميکانيزمونوپه ټپه درېږي  .
 دارنګه نورغدوات لکه دلاړوغدي ،دمعدي مخاطي غشااودوړوکولموغدي دايودين په جوړولواوترشح کولوتوان لري .نوله دې کبله په لاړو،معدي شيره اووړوکولموکې دايودين غلظت کيداى شي دپلازماپه نسبت د١٤_٤٨چندوته ورسېږي.مګرداغدي دتايروکسين اوتراى ايودوتايرونين دتشکيل توان نه لري .اوهم نه شي کولاى چې هغه ذخيره اودتايرايددمحرکوهورمونومقاومت وکړي .
   په شيدوکې هم کمه اندازه ايودين موندل شوي دى .تايرايدحجراتوته دايودين داخليدل ددوه لاروڅخه ترسره کېږي .اول هغه ايوډين دى چې په تازه ډول دوينې له لارې دغدې په اختيار کې راځي داشکل يې د دياليز وړ دى اودپوتاشيم پرکلوريت څخه په  ګټه احستنې سره  چې يوه ردونکي ماده ده اوپه چټکى سره دغدي څخه خارجيږي .داډول ايودين دوينې پلازماسره دازادى تبادلي په حال کې دى .دايودين دوهم ډول ذخيره دپرکلوريت په واسطه دغدي څخه نه خارجيږي اوپه بيله فعاله برخه کې ځاى لري اودايودوتيروزينوڅخه دايودين دجلاکيدوپه اثرلاسته راځي .په دې حالت کې دوهمه ذخيره دايودين دساتنې دنده لري اودهغې تبادله دوينې سره په بطي ډول صورت نيسي .دايودين اندازه اودارنګه دتيروکسين اوتراى ايودوتيرونين اندازې دتايرايدپه حجراتوکې په لاندې فيصدي ښودل کېږي .

= (DIT) I2 Tyr %٤٢-٢٤ = (MIT) I Tyr %٢٨-١٧ = T4 %٣٥ = T3 %٨-٥ تقريباً%٢٠تيروزينونه دتيروګلوبولين ايودين سره ترکيب کېږي .


دګلوبولين پروتوليزاودتيروکسين اوتراى ايودوتيرونين ترشح کيدل:

تيروګلوبولين دتايرايددکلويدي جوړښت اساسي برخه ده،چې دتايرايدغدي داخلي برخه يې ډکه کړيده اوشعريه عروقوته نه داخليږي مګرکله چې دشعريه عروقوديوالونه  تخريب شي .
 تيروګلوبولين هيڅ ډول هورموني خاصيت نه لري اودايودين دجلاکيدواوتيرونيونودپروتوليزپه نتيجه کې حجراتوپه داخل څرګندېږي .دتيروګلوبولين هايدروليزدحجراتوپه داخل کې کيداى شي په طبعي ډول په ايپتيلي حجراتوکې دپروتيزونوتراغېزي لاندې صورت ونيسي .ازادشوي هورمونونه دشعريه عروقوپه داخل کې چې په ايپيتلي حجراتوکې يې غټه شبکه تشکيل کړيده تويږي .
 دتيروګلوبولين پروتوليزدTSHتراغيزي لاندې صورت نيسي چې هم زمان ايودين پرې زياتوالى پيداکوي .چې دايودين دازياتوالى په حجراتوکې دواړه عملونه دره وي  .
 کړيز نکليوتايدونه ديولړ عمليوپيل  کونکي دي چې عبارت دې له، دتايرايدپه پوليکولونوکې دکوچنيوڅاڅکوتشکيل په تايرايدکې دعضوي ايودين اړيکه پيداکيدل ،دايودين اوتيروزين تشکيل دايوډين لرونکوهورمونونودترشح څخه ،ددورانېAmpدتاثيرميکانيزم په باره کې اوسنئ نظريه دتايرايددپوليکولونوپه غشاکې دادنيلات سيکلازپه راوړلوبناده دتيروتروپين په واسطه ددې انزايم تحريک دتايرايددفوليکول په غشاکې داندسيتوز عملى دزياتوالي په سبب کوچنې کلويدي څاڅکې دوباره جذب کېږي اودليزوزوم سره مخلوط کېږي .اوپروتوليتيک انزايمونه په دې برخه کې تيروګلوبولين هايدروليزکوي .
 ياMIT،DIT،T3اوT4ازادېږي .T3اوT4دوينې دوران ته داخلېږي اوMITاوDITپه حجراتوکې باقي پاتې کېږي اوايودين ورڅخه جلاکېږي .ددې برخلاف ايودوتيرونينونه ،ايودوتيروزينونه چې دپروتوليزپه اثردتيروګلوبولين څخه جداازادشوي وي په سالموکسانوکې دوينې دوران ته نه داخلېږي بلکې دتايرايدپه غده کې دديدينازانزايم اودNADPH(کوانزايم )په موجوديت کې ايودين ورڅخه جلاکېږي .نوازادشوى ايودين دغدي په واسطه دوباره تراستفادي لاندې نيول کېږي 
  داانزايم په ازادوتيرونينونوباندې بې اثره دي .اودجاغورپه حالت کې ددې انزايم کموالى دزياته اندزه ايودين لرونکوتيروزينودلاسه ورکولوسبب کېږي .اوپه پاي کې دايودين دذخيره کولوطبعي عمل په پوره ډول نه ترسره کېږي اوايودين دکموالي اونه رسيدوله کبله په تايرايدکې دوه نښې څرګندېږي .
 لکه څرنګه چې مخکې هم اشاره وشوه چې دايودين لرونکوترکيبونواندازه چې په دوهمه ذخيره کې ځاى لري .يوځل بياMIT،DIT،T3اوT4تراستفادې لاندې نيسي ددې ترکيبونوداخليدل وينې ته په سالموکسانوکې ډيرکم ليدل کېږي .  
 لکه څرنګه چې ايودوتيروزين زياته اندازه دايودوتيرونينوڅخه جوړيږي نودتايرايدپه داخل کې دتيروګلوبولين دازاديدووروسته دايودين دجلاکيدوعمليه دايودين دذخيره کولولاره ده ،چې په تازه ډول تراستفادي لاندې نيول کېږي .
 دTSHزياتوالى دپنتوزله لارې دګلوکوزداکسديشن اوايودين دراټولولپاره لازم اندازهNADPHتامينوي                                                               
                            I   +   تيروزين                                         MIT                          

. DIT تيروګلوبولين

                             دويني دوران                                    T4   	  
                                                                                           T3	                                                                                                                                            

١-داندوسيتوز،يازيات بلع اوجذب کوم چې دT3اوT4دازاديدوسبب کېږي . ٢-دايودين داګيرولوعمل زياتوالى . ٣-دايودين داکسديشن زياتوالى اودهغې تبدبليدل په فعال ايودين . ٤-دپنتوزله لارې دګلوکوزدتشکيل اومصرف زياتوالى . ٥-ايودين لرونکي تيروزينونه هورموني فعاليت نه لر ي په هغه صورت کې چې دمختلفوازمايښتونوپه اساس تراى ايودوتيرونين دتيروکسين په نسبت د٤-٣چنده زيات فعاليت لري. (٤م ،٢٦ ) دتايرايدغدي دهورمونوترشح اوتشکيل :

 دتايرايدڅخه %٩٣نرشح شوي ،هورمونونه تيروکسين (T4)او%٧تراى ايودوتيرونين دى چې وروسته تقريباً ټول T4په T3بدلېږي ،ددې دواړوهورمونوتاثيرات دکيفيت له نظره ورته مګردعمل دسرعت اوشدت له کبله يودبل سره توپيرلري .T3څلورچنده دT4څخه قوي دي مګرT3په کم مقداروينه کې وجودلري .اولرونکي دلنډHalf lifeدي .
 تيروکسين اوتراى ايودوتيرونين (T4اوT3):
  تيروکسين دايودين لرونکوامينواسيدونويومشتق دى .چې په ١٩١٩م کال دکنډال په واسطه په بلوري شکل جوړشو،چې بياپه ١٩٢٧م کال دهارينګتن اوبارګرله خواورته کيمياوي جوړښت وټاکل شو،يادشوى هورمونونه (T4يا٥،٣،٥،٣، تتراايودوتيرونين ياتيروکسين ) اودارنګه تراي ايودو تايرونين(T3) دلاندې جوړښتونو لرونکي دي .
                                    




 دتايرايدپه غده کې دذخيره شوي هورموني ايودين څخه %٨٠په تيروکسين او%٢٠په تراى ايودوتيرونين کې وجودلري .دتيروکسين تشکيل دماليکول په داخل کې دعادي حالت څخه بل ډول دى .دتيروګلوبولين دوه ماليکوله DITچې دايودوتيرونين په ذخيره کې ځاى لري سره يوځاى کېږي اوتيروکسين جوړوي .
  ددې رابطې دقيق شکل  معلوم نه دى .مګرهغه شواهدچې ترلاسه شوي دDITاوMITپه رابطه کې دT3اوT4دتشکيل لپاره انزايمي مرحله وجودلري .په تايرايدکې دايودوتيروزين اغيزه دانتقالونکي RNAله لارې صورت نيسي ،ځکه ذکرشوى RNAمونواوډاى ايودوتيرونين نه قبلوي.
 دMITاوDITتشکيل احتمالي لاره T3ده،چې بياايودين لرونکي هورمونونه دتايرايدغدي په فوليکولونوکې ذخيره کېږي .په تايرايدکې دT3اوT4څخه علاوه مونواوډاى ايودوتيرونين هم وجودلري ،چې دهغې اغېزې   تراوسه نه دى پېژندل شوى .
 T3اوT4په پلازماکې په ازادډول وجودنه لري ،بلکې ددرې ډوله انتقالونکوپروتينونوسره په تړلي ډول وجودلري .چې دهغې اصلي اوځانګړى انتقالونکى  ګليکوپروتين دى ،چې ٣٥٠٠٠ماليکولي وزن لري ،په کمه اندازه T3اوT4کيداى شي چې دالبومين په واسطه انتقال شي داکارهغه وخت صورت نيسي چې دT3اوT4اندازه ددوى دځانګړې  انتقالونکي پروتين څخه زيات شي دارنګه ګلوبولين هم يادشوي  هورمونونه انتقالولى شي چې دادرې واړه پروتينونه بياځيګرکې ترکيب کېږي .
 ديوبالغ انسان په بدن کې دايوډين اندازه د٢٣-٣ملي ګرامه ده،بدن ته بايددخوراکې  موادوله لارې ٢مايکرون ايودين دبدن دهرکيلوګرام وزن له مخې په يوه ورځ اوشپه کې داخل شي .دکولموڅخه جذب شوي ايودين دوينې ددوران له لارې دتايرايدحجراتوته داخلېږي ،چې دبدن %٨٠-٧٠ايودين دتايرايدپه غده کې ځاى لري .
 دجذب شوي ايودين څخه يوه برخه دادرارله لارې اطراح کېږي اوپاتې زياته برخه دتايرايدپه اختيارکې راځي .T3په وينه کې دتايرايددټولوهورمونونه %٥تشکيلوي .دT3دتغيراتواندزه ديوکلنۍ څخه ترشل کلنۍ پورې دپلازماپه 100cm³حجم کې د ١٧٠-٩٢نانوګرامه ده.
 په سالموکسانوکې دتيروکسين اندازه دعضوي ايودين ټاکونکي ده اوايودين پاتې اندازه (%٢٠-١٠)په وينه کې په غيري عضوي شکل وجودلري .(  ٤م ،٣٤ )            )

دThyroxinدتشکيل لپاره دايودين ضروري مقدار:

 دتايرايددفزيولوجيک فعاليت لپاره دتيروکسين دسنتيزپه خاطر                             50mgr ايودين دکلنۍ اړتيا لپاره اټکل شويدى،چې په دې اساس 1mgr،ايودين ديوې اونۍ لپاره ضروري ګڼل شويدى.دايودين دکمبودمخنيوي لپاره په غذايي مالګه(Naclس)کې زرمه برخه سوديم ايودايدمالګه علاوه کېږي 
 خوړل شوې ايودايددخولې له لارې هاضمي سيستم ته لاره پيداکوي اودسوديم کلورايدپه شان دهاضمي سيستم له لارې وينې ته جذب کېږي اوبيادوينې څخه دحجري خارجي مايع بيادتايرايدحجراتواوبالاخره فوليکولونوته داخلېږي .چې ددې ٥/١برخه په انتخابي ډول د تايرايدحجراتو په واسطه دويني څخه اخستل کيږي اودتايرايد هورمونودسنتيزلپاره په مصرف رسيږي دتايرايد دقاعدوي حجراتو غشا دايوډين دپمپ کولو يوخاص توان لري چې ترڅو په فعال ډول دحجراتو داخل ته ايوډين پمپ کړي چې دې عمل ته Iodide trapping  وايي .په طبعي ډول نوموړې عمل په تايرايد غده کې دايوډين غلظت دويني په نسبت درې چنده لوړوي ،مګر کله چې دتايرايد غدې فعاليت زيات شي (Hyper thyrodism) واقع شی په دې وخت کې دايوډين غلظت ٢٥٠ چنده لوړيږي .

دتايرايد حجراتو په واسطه دThyroglobulin ترشح اوتشکيل : دتايرايد غدې حجرات دداخلي افرازکونکو په څير داندپلازميک ريتيکولم اوګلجي باډي په مرسته يو ډول پروتين (ګلايکو پروتين ) افرازوي کوم چې ٣٣٥٠٠ماليکولي وزن لري اودتايروګلوبولين په نوم ياديږي.چې ديوشمير Thyroxin amino acids څخه تشکيل شوي دى چې همدا امينو اسيدونه دايوډين سره يو ځاى کيږي اود تايرايد غدي هورمونونه جوړوي کوم چې دT4,T3 اوکالسي تونين څخه عبارت دي

  کله چې يادشوي  هورمونونه سنتيز شي نو دفوليکولونو Colloidکې ذخيره کېږي برسيره پردې چې T3اواT4افرازکړې ځينې انزايمونه چې دهورمونوپه سنتيزکې ضروري ګڼل کېږي هم افرازوي(.(   ٣م، ٥٥ )                
Calcitonin:دتايرايدغدي څخه دکلسيم دتنظيم لپاره کالسي تونين هورمون ترشح کېږي ددې هورمون دنده داده چې دوينې دکلسيم اندازه کمه کړي اوپه هډوکوکې يې ذخيره کړي يعنې دکلسيم په ذخيره کولوکې مهم رول لري .
 په تايرايدغده کې يوډول حجرات چې (C)نومېږي کالسي تونين ترشح کوي دکالسي تونين ماليکولي وزن ٣٩٠٠اود٣٢راډيکله امينواسيدونوڅخه جوړشوى دى .کالسي تونين په يوه شپه اوورځ کې په اوسط ډول mgr ٠.٥ترشح کېږي .ځيني نور هورمونونه دکالسي تونين ترشحات زياتوي لکه Gastrin اوColecytokinin secretin چې داهورمون کولمې دې ته اړکوي چې اوبه اوالکتروليتونه زيات ترشح کوي اودمعدې تيزاب کموي اوپه خواکې دسوډيم ،کلسيم اوفاسفيټ اطراح اودفع هم زياتوي ( ٢م، ١٢٩ )      

دکالسي تونين اغيزې: - ١_ داهورمون دويني دکلسيم کنترولونکې دې چې په دې ډول دکلسيم اوفاسفيټ داندازو ساتنه په فزيولوجيک ډول ترسره کوي . ٢_ دOsteoclast دکموالي اوOsteoplast دزياتوالي سبب کيږي چې په نتيجه کې دهډوکوسنتيز تنبه کوي ٣_ دCholecal ciferolڅخه دVitD سنتيز کموالى کوي اودکلسيم جذب دکولموڅخه کموي . ٤- په ادرارکې دکلسيم اوفاسفټ اطراح زياتوالى پيداکوي . په لنډډول ويلى شوچې کالسي تونين يو HypocalcimicاوHypophosphatemicهورمون دي .چې دHyperclcimia ناروغۍ په تداوۍ کې چې دHyperparathyroidismاوHypothyroidismاوvitD(Intoxication)په سبب په وجودراځي استفاده کېږي .( ٣م ،٧٨ )


دتايرايدغدې فزيولوجيک دندې :

 دتايرايدهورمونونه دبدن دټولونسجونوميتابوليک فعاليت زياتوي ،که چېري په زياته اندزه هورمونونه افرازشي دبدن ميتابوليک فعاليت اندازه د%١٠٠-٦٠دنارمل حالت څخه پورته وړې اوهم دغذايي موادوپه جوړښت اولګښت کې چه لږوروسته ورځينې بحث کېږي اغېزه لري .  دتايرايدغده دحجراتودMitochondriaفعاليت اوشميرکې زياتوالى راوړي اوپه دې څيرAdenosine triphasphate(ATP)جوړښت زياتوي چې دحجروپه انرژې کې ورڅخه استفاده کېږي .(  ١م ،٢٥٤ )                          

دتايرايددهورمونواغيزي پر انساجو: ١-دجينونودTranscreptionزياتوالى (DNA):

 دهمدې تاثيراتوپه نتيجه کې دبدن ټول حجرات پروتينې انزايمونه ،ساختماني پروتينونه اوانتقالي پروتينونه اونورزياتوالى پيداکوي چې دانساجوعمومي فعاليت زياتوي .

٢-دT4تبديليدل په T3اودهستى دReceptorفعال کيدل :

دTranscraptionعمل څخه دمخه تقريباًټوپ (T4)تيروکسين Deiodinateکېږي اوپه T3بدلېږي .داماده دداخل الحجروي رسپتورونوسره دزيات ميلان لرونکي دي ،کوم چې دتايرايدهورمونونه لري په نتيجه کې دتايرايدهورمونه %٩٠ماليکولونه چې درسپتورونوسره نښتي وي T3ته شامل او%١٠يې T4ته شامليږي .
 کله چې داهورمونونه درسپتورونوسره اړيکه  پيداکړي نودسنتيزاودMessenger RNAفعال کيدوسبب کېږي ،اوپه دې ترتيب درايبوزومونوپه واسطه دپروتين سنتيزتحريک کېږي اودپروتين دمختلفوانواعودتشکيل سبب 


٣- دحجراتودميتابوليک فعاليت زياتوالى :

 دتايرايدهورمونونه په ټولوميتابوليکي فعاليتونوکې زياتوالى پيداکوي .Basal metabolism دتايرايدڅخه دزياتوهورمونودترشح کيدوله کبله دخپل طبعي حالت څخه %١٠٠-٦٠پورې زياتوالى کوي ،دخوراکي موادوزيات مصرف کيدل دانرژي توليدته چټکتياورکوي لکه مخکې چې ذکرشوه،چې دپروتينوسنتيززياتوالى پيداکوي .همدارنګه دپروتين کتابوليزم اندازه زياتيږي اودځوانانووده اونموپه فوق العاده ډول زياتوالى پيداکوي اوروانې اعمال هم تحريک کېږي اودارنګه دداخلې غدواتوافرزات هم زياتوالى کوي .

٤- دتايرايددهورمونواغيزه پرماتيوکاندريا: کله چې T3اوياT4په حيوان تطبيق شي دبدن دحجراتوپه مايتوکاندرياوکې دحجم اوشميرله مخې زياتوالى راځي ،چې داکاردحيوان دميتابوليزم زياتوالى سبب کېږي .اومايتوکاندرياهم دحجراتوددندوزياتوالي له کبله دATPدتشکيل سرعت زياتوي اودبدن دتودوخي درجه لوړېږي ٥-دحجروي غشاءڅخه دايونودانتقال زياتوالى :

يودهغوانزايمونوڅخه ،چې دتايرايدهورمونوپه وړاندې  زياتوالى پيداکوي عبارت دى     Sodium  Potassium Adinosin Triphosphsatase څخه چې دنوموړې انزايم په واسطه دNaاو K اندازه ځينوانساجوته دحجروي غشاءله لارې زياتوالى پيداکوي .څرنګه چې نوموړى ميکانيزم انرژي مصرفوي اوتودوخه  توليدوي ،نوبدن يې په زياته اندازه جوړوي .په نتيجه کې فکرکېږي چې دتايرايدهورمونونه په دې ميکانيزم کې دبدن ميتابوليزم زياتوي .اودارنګه دتايرايدهورمونونه ددې سبب کېږي چې دحجراتوغشاوي دايونوپه وړاندې نفوذپذيرکړي اوبالاخره دNa-pumpدفعال کيدواودزياتې تودوخې  دتوليدسبب کېږي .

٦-دتايرايددهورمونواغيزي پروده اونمو

 دتايرايدهورمونوتراغيزي لاندې وده اونموتحريک کېږي اووده  په چټکى سره تکميليږي .هغه ماشومان چې په Hypothyrodism اخته وي دودې اونموپروسه يي په بطي ډول ترسره کېږي .په همدې ترتيب ددې هورمونوکموالى ددماغ وده اونموهم دانديښنې سره مخامخ کوي اودماغ دخپل طبعي حالت څخه کوچنى کېږ ي.اودشخص دماغي قوه دطبعي حالت څخه وروسته پاتې کېږي .

٧-دتايرايددهورمونواغيزي دقندونوپرميتابوليز م: دتايرايددهورمونوتراغيزي لاندې دقندونوميتابوليزم په عمومي صورت زياتوالى کوي ،کوم چې دحجراتوپه واسطه دګلوکوزدچټک جذب سبب کېږي .دارنګه دګلايکوجن دچټک سنتيزاوانسولين زيات ترشح سبب هم کېږي . ٨_ دتايرايد دهورمونو اغيزې دشحمياتو پرميتابوليزم :_

  دشحمياتو ميتابوليزم  هم دتايرايد دهورمونو تر اغيزې لاندي چټک کيږي 

څرنګه چې شحميات دانرژۍ دتوليد اساسي منبع ده نو پدې ترتيب دشحمياتو ذخيرې په بدن کې زياتې تجزيه اوپه لګښت رسيږي چې په نتيجه کې شحمي اسيدونه په پلازما کې زياتوالي کوي . دارنګه دتايرايدهورمونو نه دازادو شحمي اسيدونو اکسيديشن په حجراتوکې چټک کوي ٩_ اوپلازما دتايرايد هورمونو اغيزې دځيګر پر شحمياتو : دتايرايدهورمونوزياتوالى په پلازما کې دکلسترول،فاسوليپيدونواوتراې ګلسريدونو( دشحمياتومختلف ډولونه دي) اندازه کموي اودارنګه دازادو شحمي اسيدونو غلظت زياتوي نود تايرايد هورمونو پلازمايي غلظت دکلسترول، فاسفو ليپيداو ګلسريدونو غلظت په تيزي سره زياتوي او هميشه په ځيګر کې په زياته اندازه شحميات رسوب کوي.

      په هايپو تايرويديزم کې دکلسترولو داوږد کموالي موجوديت دAtherosclerosis سبب کيږي يو دهغه ميکانيزمونو څخه چې دهغې په واسطه دتايرايد هورمونود پلازما يې کلسترولوغلظت کموي اوپه صفراکې دکلسترولوترشح زياتوي دپام وړ اودهغې دفع دمدفوعاتو په واسطه په ځيګر کې فعاله کيږي چې په نتيجه کې دوراني ليپوپروتين جذبيږي اودځيګر په واسطه دصفراوي لارو څخه دليپو پروتينو اطراح زياتوي اوپه همدې سبب په ليپو پروتين باندې دځيګر له خوا ترشح کيږي .  

١٠- دتايرايددهورمونواغيزي دويټامينونوپرميتابوليزم :

   څرنګه چې دتايرايدهورمونونه دمختلفوانزايمونودزياتوالي سبب کېږي نوځکه دويټامينونواوکوانزايمونولپاره ضروري اجزاګڼل کېږي .نوله دې امله دتايرايدهورمونونه دويټامين  دزياتوالي سبب کېږي په همدې اساس هرکله چې دطبعي اندازې څخه تايرايدزيات هورمونونه ترشح کړي نودويټامينونويونسبي  کموالى په وجودراځي ،مګرداچې لازمه  اندازه ويټامين شخص ته ورکولى شي ،غيردهغې څخه دويټامينونوپه کموالي اخته کېږي .

١١- دتايرايددهورمونواغيزي پراساسي ميتابوليزم :

 دتايرايدهورمونونه اساسي ميتابوليزم دبدن په ټولوحجراتوکې زياتوي نوله دې کبله دتايرايدهورمونوزيات ترشح کيدل ددې سبب کېږي .چې اساسي ميتابوليزم د%١٠٠-٤٠دخپل طبعي حالت څخه پورته شي ،ددې برخلاف دتايرايددهورمونوکموالي په صورت کې دميتابوليزم اندازه د%٥٠-٣٠پورې راښکته کېږي .

١٢- دتايرايددهورمونواغيزي دبدن پروزن :

  ددې هورمونوزياتوالى هميشه دبدن دوزن کموالي سبب کېږي .مګردانښې هميشه نه څرګندېږي ،ځکه چې دتايرايدهورمونونه اشتهازياتوي اوامکان لري چې کمه اندازه  دخپل معيار څخه په ميتابوليزم غلبه وکړي .

١٣- دتايرايددهورمونواغيزي پرزړه اورګونوسيستم :

الف- دوينې دجريان اندازه اودهنه قلبي  :
  دميتابوليزم زياتوالى پرانساجوباندې ددې سبب کېږي چې اکسيجن دخپل طبعي حالت څخه زيات په لګښت ورسېږي اوداکاربياددې سبب کېږي .چې دميتابوليزم وروستي مواددخپل طبعي حالت څخه زيات دانساجوپه واسطه ازادشي .داميکانيزم دانساجوپه زياتوبرخوکې د)Vasodilatationدرګونوپراخوالي) سبب کېږي اوپه دې ترتيب دوينې دجريان اندازه زياتوالى پيداکوي .خصوصاًدپوستکي دوينې دجريان اندازه دګرمۍ درفع کولوپه خاطرزياتوالى کوي .
  دهنه قلبي هم دوينې دجريان سره زياتوالى پيداکوي ،کله چي په وينه کي دتايرايدهورمونونه دخپل طبعي حالت څخه زياتوالى پيداکړي يعنې غلظت يې %٦٠ته ورسېږي اوياکه چيري سخت Hypothrodismواقع شي نودهنه قلبي %٥٠دخپل طبعي حالت څخه سقوط کوي. 

ب- دزړه دضربانوشمير: دتايرايددهورمونوتراغېزې لاندې دزړه دضربانوشميردهغه شميرضربانونوڅخه چې ددهنه قلبي څخه رامنځته کېږي .زيات اودکتنې وړدي ،دتايرايددهورمونودااغېزي کيداى شي يومستقيم تحريک کونکې اثرولري چې په نتيجه کې دزړه دضربانوشميرزياتوالى پيداکوي دا.اغېزې د مخصوص کلينيکي تشخيص له کبله خاص ارزښت لر ي کوم چې دتايرايدهورمونودزياتوالي اوکموالي له کبله رامنځته کېږي . ج- دزړه دضربانوتوان اوقدرت : په ښکاره ډول دتايرايددهورمونودترشح له کبله دانزايمونودفعاليت زياتوالى يواځې دزړه توان هغه وخت زياتوي چې دتايرايدهورمونونه په کمه اندازه دخپل طبعې حالت څخه ترشح شي .

 داموضوع په  تبه کې اوعضلاتي فعاليت په وخت کې دزړه دضربانودتوان زياتوالي په شان ده،مګرکله چې دتايرايدهورمونونه په بارزډول زياتوالى پيداکړى نودزړه عضلي توان دکتابوليزم په اثرزياتوالى پيداکوي ،په حقيقت کې ځينې ناروغان چې په شديدتايروتوکسيکوزاخته وي دزړه دجبران نشتوالي، دميوکارډعدم کفايي اودزړه دبارزياتوالى چې ددهنه  قلبي له کبله وي مړه  کېږي. 

د- دوينې حجم : دتايرايدهورمونونه ددې سبب کېږي چې دوينې حجم يواندازه زيات کړي داميکانيزم په کمه اندازه دVasodilatationڅخه دى .چې اجازه ورکوي ترڅودوينې زيات اندازه په دوران کې جمع شي . ھ- شيرياني فشار: شيرياني فشارمعمولاً دشيريان په واسطه بغيردتغيرڅخه باقي پاتې کېږي مګردوينې جريان په زياتوالي سره انساجوکې ددوه ضربانوپه فاصله کې دنبض فشارزياتوالى پيداکوي .اوپه دې ترتيب سستولي فشار په Hyperthyrodismکې دmmHg١٥-١٠په اندازه لوړځي .اودستولي فشارپه هماغه اندازه کموالى پيداکوي .

دتايرايدهورمونواغيزه پرتنفس:
 دتايرايدهورمونونه داشتها دتحريک برسيره دهاضمي انزايمونواندازه اودمعدي حرکات هم زياتوي اوزياتره اسهال پيداکوي  اودتايرايدهورمونوکموالى قبضيت رامنځ ته کوي 

دتايرايدهورمونواغيزه په مرکزي عصبي سيستم:

 دتايرايدهورمونونه په عمومي صورت سره دعصبي سيستم دندې تيزه وي .مګراکثره داډول دندې داندېښنې سبب ګرځي برخلاف دتايرايددهورمونوکموالى ددې عامل دکموالي سبب کېږي .

دتايرايددهورمونواغيزه دعضلاتوپردندو:

 دتايرايددهورمونوزياتوالى معمولاً ددې سبب کېږي .چې عضلات په زيات توان سره انقباض وکړي .مګرکله چې داهورمونونه په فوق العاده ډول زيات شي نوعضلات دپروتينودکتابوليزم زياتوالي له امله ناتوانه کېږي .اودتايرايدهورمونوکموالى دستړيااوعضلاتي فعاليت دکموالي سبب کېږي . 

عضلاتي لړزيدل(Tremur) : Hyper thyrodismدTremurدموجوديت يوه مهمه نښه ده ،دالړزه دپارکنسون ناروغۍ دلړزيدوپه شان نه ده .په يوه ثانيه کې د١٥-١٠ځله فريکونسي په وجودراوړي چې دناروغ دګوتودپاسه ديوکاغذدرپېدو دمشاهدي له کبله لړزه په اسانۍ سره مشاهده کېږي .

 ګومان کېږي چې ددې لړزيدوزياتوالى دنيورونودساينپسونودحساسيت له کبله دى کوم چې دنخاع په برخه کې دعضلاتوتونوس کنترولوي دالړزه دتايرايددهورمونوداغيزي له پاره په (C N S) Central Nerves System باندې يوه مهمه وسيله ده .

دتايرايددهورمونوا غيزه پرخوب:

 دتايرايدهورمونونه په عضلاتو،C N SاوHyperthyrodism ناروغانوباندې ددايمي ستړي کونکي احساس لرونکى دى .مګرکله چې دتحريک په سبب نوموړې هورمونونه دساينپسونودپاسه واقع شي .نودناروغ لپاره خوب ستونزمن کوي ،له بله پلوه په خوب اخته  کيدل دهايپرتايروديزم دخصوصياتوڅڅه يوخاصيت دى کوم چې په نتيجه کې يې په  شپه اوورځ کې دخوب اندازه د١٤-١٢ساعتوپورې رسېږي .

دتايرايددهورمونواغيزه دنوروداخلي غداواتوپرافرازاتو:

 دتايرايددهورمونوزيات ترشح کيدل دداخلي غداواتوافرازات زياتوي .اوهمدارنګه دانساجواړتيا نوموړهورمونوته هم زياتېږي .دبيلګې په ډول دتيروکسين ترشح کيدل په بدن کې دګلوکوزميتابوليزم زياتوي اوپه نتيجه کې انسولين دضرورت په ا ساس په هماغه اندازه په پانقراس کې جوړېږي .دارنګه دتايرايدهورمونونه دزيات ميتابوليک فعاليت له کبله دهډوکودتشکيل لپاره زياتوالى کوي چې په نتيجه کې يې دپاراتايرايدهورمونوداړتياله مخې زياتوالى پيداکوي .دتايرايدټول هورمونونه دګلوکوکورتيکويددغير فعال کيدوسرعت ته دځيګرپه واسطه زياتوالى ورکوي ،داکارد Feed backدسرعت له کبله ترسره کېږي .دارنګه دفوق الکلي محرک هورمونونه (ادينو کورتيکوتروپين هورمونونه ياACTH) دهايپوفيزغدې په واسطه چې په نتيجه کې ګلوکوکورتيکويدونه په سرعت سره دفوق الکلي غدواتوڅخه ترشح کېږي .

دتايرايدهورمونواغيزې پرتناسلي غدواتو:

 ددې لپاره چې جنسې اعمال په طبعي ډول ترسره شي ،نوبايددتايرايدڅخه هورمونونه په طبعي ډول ترشح شي ،په نارينه وکې دتايرايدهورمونوکموالى احتمال لري چې دجنسي تمايلاتودلمنځه  وړلوسبب شي له بله پلوه دتايرايدزيات ترشحات زياتره دجنسي ناتوانۍ(Impotence ) سبب کېږي .
 دتايرايدهورمونوکموالى په ښځوکې اکثرادMenorrhagia(په مياشتني عادت کې زياته خونريزي )اوPolymenorrhea(دناروغۍ په دوران کې ددفعاتوزياتوالي ) سبب کېږي .
  په ځينوښځوکې دتايرايدهورمونوکموالى ،ممکن دمياشتېني عادت دغيري منظم کيدواوکم وخت کيداى شي دمياشتېني دوران دمکمل قطع کيدو(Amenorrhea) سبب شي .په هايپرتايروديزم کې دښځوجنسي ميل کيداى شي ،دنارينووپه څيرپه سرعت سره زيات شي ،په هايپرتايروديزم کې دښځود مياشتيني عادت په دوران کې کموالى  (Oligomenorrhea) ليدل کېږي ،په دې وخت کې Amenorrheaهم په وجودراځي .دتايرايدهورمونوعمل په جنسي غدواتوباندې نشې کيداى چې يوې ځانګړې دندې ته منسوب شي بلکې دااغيزې کيداى شي  ميتابوليک اويا تحريکونکي اوکنترولونکي اغيزې وي په تناسلې غدواتوچې دادينوهايپوفير له لارې ترسره کېږي اوجنسي  فعاليتونه کنترولوي .

دتايرايددهورمونودترشح تنظيم :

 په بدن کې دميتابوليک طبعي فعاليتونودساتنې لپاره غوښتنه کېږي ،چې معينه اندازه دتايرايدهورمونونه ترشح شي ،ددې هدف دتامين لپاره دFeed backمخصوص ميکانيزم دهايپوتلاموس له لارې اودارنګه ادينوهايپوفيزدتايرايددترشحاتودکنترول لپاره عمل کوي.

دTSHدافرازکنترول : ١- دTSHترشح ديوځانګړي هورمون (Thyroid relising hormonيا TRH) په واسطه کوم چې دادينوهايپوفيزڅخه افرازاوهايپوتلاموس په واسطه کنترول کېږي . TRHيوه ځانګړې اغيزه لري دادينوهايپوپيزپه حجراتوباندې ،اودارنګه دTSHدترشح اندازه هم کنترولوي. ٢- روانې انديښني اوهيجاني عکس العملونه هم کولى شي ،چې په TRHاوTSHاغيزه سسوکړي له بله پلوه هيجاني حالت ( Excitation) چې دسمپاتيک عصبي سيستم دسخت تحريک سبب کېږي دTRH اندازه کموي ،په دې اساس چې دهغې په واسطه دميتابوليزم اندازه اودبدن دتودوخې درجه زياتوالى پيداکوي .چې په نتيجه کې دFeed backپه اثردTRHافرازکميږي ،وروسته ترهغې چې دهايپوفيزساقه پرې شي ،دهيجاناتوياسرماهيڅ يوموجوده نښه نه مشاهده کيږي .داموضوع په نښه کوي چې دادوه اغېزې دهايپوتلاموس له لارې صورت نيسي . دتايرايدترشح اود Feed backتنظيم :

 دتايرايددهورمونودترشحاتوزياتوالى دبدن په مايعاتوکې دTyrotropinدکموالي سبب کېږي کله چې دتايرايدهورمونواندازه دطبعي حالت څخه  ١٫٧٥چنده لوړه شي نودTyrotropinاندازه عملاًًً صفرکېږي تقريباًداټولې اغېزې دFeed backکمونکي دي ، تردې چې ادينوهايپوفيزپه بشپړه توګه دهايپوتلاموس څخه جلاشي بياهم په وجودراځي ،په دې بنادتايرايددهورمونوزياتوالى دادينوهايپوپيزڅخه  دTyrotropin دترشح زياتوالى سبب کيږي چې داپه ادينو هايپو پيزباندې  دFeed backديوې اغېزې له کبله رامنځته کيږي ،لنډه داچې Feed backميکانيزهرڅه چې وي دهغې څڅه هدف دبدن په مايعاتوکې دتايرايداوازادوهورمونودغلظت ثابت ساتل دي .

دتايرايدضدمواد(Anti thyroid Substance):

 هغه دواګانې چې دتايرايدترشحاتوته کموالى ورکوي Anti Thyroid Substanceپه نوم يادېږي .چې مشهورددې موادوڅخه په لاندې ډول دي .

الف-Thio cynate ion:

 Iodide pumpپه هماغه ډول چې دايودايدايونونه دتايرايدحجراتوته داخلوي ،کولاى شي چې دPer chlorateاوNitrateايونونه هم   نوموړوحجراتوته داخل کړي نوددې وړانديزپه اساس Thiocynateپه زيات غلظت سره کولى شي ،چې په رقابتي ډول دايودين دايونوداخليدل حجراتوته کنترول کړي نوپه دې ترتيب دايودين دايونودداخليدومانع ګرځي چې په دې نتيجه کې دتايرايدهورمونوسنتيزکمېږي .دتايرايدهورمونوکميدل په نوبت سره دادينوهايپوفيزڅخه دTSHترشح زياتوالى سبب کېږي چې دتايرايدغده ،دخپل طبعي حالت څخه زياته وده کوي اودازياته وده د جاغور(Goiter ) سبب کېږي .

ب- Propyl thio uracil:پروپايل تيويوراسل اوهغې ته ورته نورموادلکه carbimazole، methimazoleپه شان دPeroxidaseانزايم دمنع کيدوسبب کېږي چې داانزايم دTyrosin iodinatedلپاره ضروري ګڼل کېږي .چې په نتيجه کې Peroxidaseانزايم منعه کيدل دTyrosin indinatedاندازه کموي اودT3اوT4سنتيززياتوالى پيداکوي .پروپايل تيويوراسيل دتيوسيانيټ په شان دتايروګلوبولين دتشکيل مخنيوي په اثرترشح کېږي اوپه دې ترتيب دتايرايدانساجودزياتې ودې اودجاغورتشکيل سبب کېږي . ج-دتايرايدغدي اندازه اودهغې دفعاليت کموالى دIodideپه اثر:

 کله چې دايودايد غلظت په وينه کې دپلازمادطبعي غلظت سل چنده شي ،نودتايرايدفعاليت په لويه کچه کموالى پيداکوي .مګرداکموالى زياتره موقتي وي اودڅواونيولپاره باقي پاتې کېږي دايودايدپه اثردايودين جذب کموالى پيداکوي اودتايروزين دايودين داره کيدوله مخې دتايرايدهومونونه هم کموالى مومي ،چې په لنډډول داسې خلاصه کېږي 

دايودايددکموالى ميکانيزم په لاندې توګه صورت نيسي : - دIodidetraping دمنع کيدوسبب کېږي . - دحجراتودColloidدمنع کيدوسبب کېږي . - دتايروزين دIodinationدمنع کيدوسبب کېږي .

  دپورتنيواغيزوپه نتيجه کې دتايرايدغدي فعاليت کموالى پيداکوي اوهمدارنګه دتايرايدجسامت کوچنى کېږي .اوغدي ته دويني دجريان اندازه ياارواکمېږي ،پدې ترتيب مخکې دتايرايددعمليات (Thyroideetomy) څخه ددوه يادرې اونيولپاره ناروغ ته ايودايدتطبيق کېږي ترڅوديادې شوي غدې رګونه کم( Less vascular) شي .


Disease of the Thyroid gland: Hyper Thyrodism or Thyrotoxicosis (Toxic goiter):

په هايپرتايروديزم ناروغانوکې تايرايدغده دخپل طبعي حالت څخه د٣-٢چنده زياتوالى پيداکوي چې داکاردهايپرپلازي حجراتودتغيرسره ملګرى وي کله چې دحجراتوشميردغدي داندازې څخه څوځله زياتوالى پيداکړي نودهرې حجرې دترشح اندازه څوځله زياتوالى پيداکوي چې ددې هايپربلاستيک غدي دترشح دزياتوالي اندازه د١٥-٥چندوته رسېږي .

   دتايرايدغدي داتغيرات دTSHدزيات پيداکيدونکي ترشح ته ورته دى مګرتجربوښودلې ده چې په پلازماکې دTSHغلظت تقريباًپه ټولونارو غانوکې ددې پرځاى چې دخپل طبعي اندازې څخه زيات شي ،دهغې څخه کم وي اواکثراصفروي له بله پلوه هغه موادچې دTSHسره ورته عمل کوي ددې ټولوناروغانوپه وينه کې موندل کېږي داموادThyroid stimulating Antibody موادوته شامليږي چې دغشاپه هماغه رسپتورونوپورې نښتې وي .کوم چې TSHپه هغې پورې نښلې دامواددCyclic Amp حجراتوددومداره فعال کيدوسبب کېږي اودهايپرتايروديزم دتبارزسبب ګرځي .داانتي باډي (Immunoglobulin) دتايرايدتحريک کونکى نومول شوى اوپه TSIسره ښودل کېږي داانتي باډي يواوږدتحريک کونکى اغيزه دتايرايدپرغده لري اوبرخلاف ددې چې دTSHاغيزي ديوساعت څخه کم اويازيات وخت نيسي ،دا١٢ساعته اغيزه لرياو دتايرايدهورمونونه زيات ترشح کيدل دTSIپيداکونکى دى ،چې په خپل نوبت سره دادينوهايپوپيزڅخه دTSتشکيل کمزورى کوي .هغه انتي باډي چې دهايپرتايروديزم سبب کېږي .په دقيق ډول  Auto immunityدعمل په نتيجه کې چې دتايرايدغدي انساجوته نسبت کېږي په وجودراځي .
 ثابته شويده چې دشخص دتيرژوندپه اوږدوکې دتايرايددحجراتوانتي جنونه ددې حجراتوڅخه ازادشوي اوداعمليه په خپل ضدباندې دتايرايددانتي باډي دتشکيل سبب شويده .

Thyroid Adenoma:

  دهايپرتايروديزم په اثردAdenomaپه نوم يوتومورهغه وخت په وجودراځي ،کله چې دتايرايدپه انساجوکې تشکيل شي اودتايرايدزياته اندازه هورمونونه ترشح کړي ،دهايپرتايروديزم داډول دهايپرتايروريزم دنورومعمولي شکلونوسره توپيرلري چې دAuto immunityدهيڅ ډول سره ملګري نه وي .                                                                                                         
  دادينومايوه مهمه اغيزه داده چې کله دتايرايدهورمونوترشح زياتوالى ادامه پيداکړي دتايرايد غدي باقي فعاليتونه تقريباپه مکمل ډول منعه کېږي .،ځکه چې دتايرايدهورمونونه دادينوماڅخه ترشح کېږي اودهايپوفيزڅخه دتايروتروپين دکموالي سبب کېږي .

دهايپرتايروديزم نښې :

 هايپرتايروديزم زياتره تحريک راوړونکي حالت  ته شامل وي، دارنګه دګرمۍ په وړاندې دزغم نشتوالى، دخوب زياتوالى ،دخولې زياتوالى ،دبدن دوزن کموالى په کمه  اويازياته اندازه چې په دې وخت کې دبدن وزن تر45kgrپورې رسېږي ،داسهال محتلفې درجې ،دعضلاتوناتوانى ،عصبانيت ،سخته ستړيا،دلاسونولړزيدل ،ناتوانى ،دسترګوراوتلې حالت (اګزوفتالمي) اونوررواني اختلاطات ورسر ه يوځاى وي .
 په اګزوفتالمي اخته ناروغانوکې دسترګوغاټکي په مخکې طرف راوتلي جوړښت اختياروي چې په راتلونکي شکل کې ښودل کېږي 
 په٣/١ برخه ناروغانوکې اګزوفتالمي په زياته اوسخته اندازه رامنځته کېږي اوداحالت هغه وخت سختيږي چې غاټکي دمخکې راوتلوپه سبب سترګه په پوره اندازه ليدل دخپل پوښښ لاندې راولي ،کوم چې دليدني عمل دخنډسره مخ کوي .اوسترګه دزيان اوتکليف سره مخ کېږي .ځکه کله چې ناروغ سترګګ وهي ياخوب کوي دسترګوزيزمي يې په پوره ډول نه تړل کېږي چې په نتيجه کې دسترګې داپيتليوم سطحه وچه اوتحريک کيږي اومنتن ګرځي چې په پاى کې  دسترګې دقرينې دزخمې کيدوسبب کېږي اوتخريبي(Degenerative) تغيرات دسترګې دغاټکي په خارجې عضلاتوکې پيداکېږي اګزوفتالمي دهايپرتايروديزم په څيريوAutoimmuneميکانيزم دى چې زياتره دهايپرتايروديزم دزياتې تداوى په اثرپايښت مومي ،په هايپرتايروديزم اخته ناروغ دسترګوپه ځانګړي ،وصفي (ټيپيک) اعراضوپه راتلونکي شکل کې ښودل کېږي .

دهايپرتايروديزم نښې په لنډډول داسې خلاصه کوو:

  الف- کلينکي نښې داساسې ميتابوليزم دزياتوالي په نتيجه کې پيداکېږي .

١- دتودوخې درجه لوړېږي . ٢- دبدن وزن کمېږي . ٣- دګرمې په وړاندې دمقاومت کميدل اويخنۍ په وړاندې دمقاومت زياتيدل . ٤- دپوستکي رګونه دبدن دتودوخې درجې دکنترول په خاطرپراخه(Vasodilatation) کېږي . ٥-اسهال( diarrhea). ب- کلينکي اعراض چې دعصبي سيستم دمعافيت په نتيجه کې پيداکېږي . ١- Tremur(رپېدل). ٢- Anxiety(دعقلي ستونزې له کبله خفه حالت ). ٣- Insomnia(بي خوبې ). ج- کلينکي اعراض چې دسترګودتعيراتوپه نتيجه کې پيداکېږي . ١- دسترګودپورتنيوزيزموشخيدل . ٢- Exophthalmia(دسترګودباندې راوتل). ٣- Diplo poia(يوشې دوه ځايه ليدل). ٤- دسترګودپورتنۍ اولاندينې زيزمواذيما. د- Dermoputhyيا دپوستکي بدلون چې په دې صورت کې پوستکي پنډوالى پيداکوي .





(٣شکل:په هايپر تايروديزم اخته ناروغان) دهايپرتايروديزم تشخيصي ټسټونه :

دهايپرتايروديزم دمعمولي تشخيص لپاره دقيق تشخيصي ټسټ په پلازماکې دادرار،T3اوT4دغلظت اندازې څخه په استفاده راډيوايمونولوژيک ټسټ اونورټسټونه چې ورڅخه استفاده کېږي په لاندې ډول دي .

١- دBMRياداساسې ميتابوليزم درجه د%٤٠-٣٠پورې په Sever hyper thyrodismکې زياتوالى مومي . ٢- دTSHدغلظت تعين په پلازماکې کوم چې Immunassayمتودپه واسطه ترسره کېږي .تايروتوکيسکوزس په معمولي شکل کې دTSHدترشح اندازه چې د T3اوT4په واسطه چې دوينې دوران کې وجودلري په مکمل ډول ختموي چې تقريباTSHپه پلازما کې ختموي . ٣- دTSIدغلظت تعين چې دتايروتوکيسکوزس په معمولي شکل کې پورته ځي اوپه Thyroid Adenomaکې کمېږي .

  د Hyper plastic تايرايدغدي تنظيم دراديواکتيف ايودين په واسطه: ديودوززرق شوى ايودين څخه ديوې ورځې په موده کې د%٩٠-٨٠ايودين دتايرايدتوکسيک هايپربلاستيک په واسطه جذب کېږي په هغه صورت کې چې دازرق شوى ايودين راډيواکتيف شي کولاى شي دتايرايدترشحې غدي داخلې حجرات تخريب کړي معمولاًپنځه ملي کوره راديواکتيف ايودين ناروغ ته ورکول کېږي اوڅواونۍ  وروسته ناروغ ارزيابي کېږي هرکله چې تردې وخته بياهم هايپرتايروديزم موجودوي زياته اندازه ايودين ورته تجويزکېږي ترڅودتايرايدفعاليت خپل طبعي حالت ته ورسېږي .( ٣م ،٦٠ )                              

تايروتوکسيکوزس (Thyrotoxicosis)

  Thyrotxicosisهغه حالت ته وايي کله چې دبدن انساج دتايرايدهورمونونوزيات مقدارسره مخ شي  چې له دې کبله يې وصفي ميتابوليک اوپتوفزيولوژيک بدلونونه دغړيوپه دندوکې راپيداکېږي
  يوتوپيردThyrotoxicosisاو  Hyperthyrodismترمنځ شتون لري په دې ماناچې هايپرتايرويزم دتايرايدپه غده کې زيات مقدارتايرايدهورمونوجوړيدواوازاديدوباندې دلالت کوي اوتايروتوکسيکوزس هغه کلنيکي سندرورم دى چې دهورمونونودازاديدوله کبله پيداکېږي .کيداى شي چې دهورمونودزيات والى سرچينه دتايرايدغده کې وي اويادهغې څخه دباندې وي ،دبيرون څخه دزياتې  اندازې تايرايدهورمونونوداخستلوله کبله هم کيداى شي چې تايروتوکسيکوزس پيداشي مګرداچې ناروغ هايپرتايروديزم ونه لري خوبياهم دواړه کلمې په متبادل ډول يودبل په ځاى کارول کېږي .

لاملونه : ١- هغه حالتونه چې دتايرايدهورمونودجوړښت زياتوالي له کبله پيداکېږي لکه Graveناروغې دنخامي TSHجوړونکوهورمونونوتومورونه ،توکسيک ادينوما،توکسيک نوډول لرونکي جاغور،فوليکولرکانسر . ٢- هغه حالتونه چې دتايرايدهورمونوجوړښت دزياتوالي سره تړاونه لري . الف- هغه حالتونه چې دتايرايدهورمونوازاديدل په کې زيات وي ،لکه تحت الحادګرانولوماتوزThyroditis(پړسوب)اوتحت الحادلمفوسايتيک Thyroditis ب- هغه حالتونه چې دتايرايدهورمونوسرچينه دتايرايدڅخه دباندې وي لکه Humbergerتايروتوکسيکوزس،دتخمدان تراتومااوپه پورته لاملونوکې هغه حالتونه چې خپله دتايرايدغدي دفعاليت دزياتوالي پوري اړه لري دپرايمري هايپرتايروديزم په نوم يادېږي لکه Graveناروغۍ ،توکسيک مولټي نوډولرجاغور،توکسيک ادينوما،دتخمدان تراتوما.

   اوهغه حالتونه چې دهايپرتايروديزم اصلي لامل دتايرايدغدي څخه دباندې وي ددوهمې هايپرتايروديزم په نوم يادېږي لکه دنخامې TSHافرازکونکى اډينوما،تايرايدهورمون مقاوم (Resistant) سندروم،هغه تومورونه چې کوريو  ګونادوترپين افرازوي اوداميدوارۍ تايروتوکسيکوزس .

١- Gravesناروغۍ :

   دBasedowsياParryisناروغۍ په نوم هم يادېږي په دې کې يومنشترجاغورکې تايرايدهورمونونه په زياته اندازه جوړاوورڅخه افرازيږي ،سربيره پردې Exophthalmia ،Dermopathyاوکله هم تايرايدا کروپتي  ورسره ملګرې وي ،داپېښې په ښځوکې نظرنارينه وته ٨برابره زياتې اوپه هرعمرکې ليدل کېږي ،خودبلوغ څخه مخکې غيردوديزه اواکثراپېښې يې د٥٠-٣٠کالوعمرکې ليدل کېږي .
             






٤شکل:په Gravesاخته ناروغ.

لاملونه اوپتوجينزس :

 يوه اوتواميون ناروغې ده ،چې په کې دTSHمنونکوپه وړاندې يوډول (IG,Ab)Immuno globulin antibodyچې دTSIپه نوم هم يادېږي دتايرايدپه غده ،(BM)Bone marowاولمفاوې انساجوکې جوړېږي چې بيادودى اودهورمونونودافراززياتوالي لامل کېږي ،داچې په کوم ميخانيکيت سره نوموړې انتي باډې (Ab)جوړيدل تنبه اوعمل کوي په بشپړډول ښکاره نه دى خودناروغۍ په منځته راتلوکې ارثي  اودچاپيريال فکتورونه په ګډه سره رول لري .دGeneticفکتورونوپه لړکې د  HLAB8 HLADR3 HLADR4ګروپ خلک دناروغۍ منځته راتلولپاره برابرګڼل کېږي .
 دچاپيريال فکتورونوپه لړکې دلاندې فکتورونوڅخه يادونه کېږي .

١- انتان :ځينې وايروسي اوباکتريال انتنات په يوه برابره جنيتک زمينه کې دهايپرتايروديزم رامنځته کيدل سختوې په دې ډله کې دE Coliبکتريا،Yersinia, enteroocoliticaبکترياوڅخه يادونه کېږي اوداسې ويل کېږي چې دنوموړوانتناتوانتي جينيک جوړښت دTSHمنونکودانتي جينيک جوړښت ته ورته والى لري اوکله چې دنوموړوانتناتوپه وړاندې Abجوړشي ،نوکوربه دتايرايدغدي TSHمنونکوسره Cross reactionکوي اودهايپوتاروديزم لامل کېږي ٢-فشار(Stress):که څۀ هم چېStress.دناروغۍ دپيتالوجيک فکتورپه ډول خپل ارزښت دلاسه ورکړى دى .خوځينې اندوکراينولوجستان اوس هم دهغې په ډول ټييګارکوي اووايې چې ځينې وخت په تيريدونکي ډول دهايپرتايروديزم درامنځته کيدواودژونددغټوستونزوسره مخامخ کيدوپه Stressسرليک کې له دې کبله تړاوشتون لري (لکه دکورنۍ ديوغړي دمړيني له کبله ) ٣- ايودايدزياتوالى :په هغه ځايونوکې چې مخکې ترمخکې په کې Gravis,Subclinicalناروغۍ شتون لري . ٤- سګرټ څکول :که څه هم چې دادgraveناروغۍ په رامنځته کيدوکې لږارزښت لري خودgraveناروغې Opthalmpathyسره يې تړاونژدې دي . ٢-Toxic adenoma(Plummer disease):

 دتايرايدکسيک اوځانګړې نوډول د%٥څخه کموپېښوکې دهايپرتايروديزم لامل کېږي چې په اوتونوموس ډول په زياته اندازه دتايرايدهورمون افرازوي چې له دې کبله يې TSHداخلې افرازمنع کوي اوورپسې دباقي پاتي غدي کوچينوالى( اتروفي) رامنځته کېږي .
 داډينوماغټوالى زياتره د3cmڅخه زيات وي ،دناروغۍ زياتره پيښي د٤٠کالوڅخه پورته عمرکې په ښځوکې ليدل کېږي ددې ناروغۍ %٥٠پېښوکې  يواځې دپلازماT3اندازه لوړه وي چې دThyrotoxicosisپه نوم يادېږي ،په دې کې ارتشاحي ياتخريبي  افتالموپتي اوډرموپتي نه ليدل کېږي اودتايرايدضدTSHاوAbپه کې نه وي .

٣- توکسيک مولټي نوډولرجاغور:دهايپرتايروديزم دغه ډول په دوديزډول په ښځوکې زيات ليدل کېږي دناروغۍ پيښې په مسنوښځوکې زياتې ليدل کېږي اودشدت له نظره په کمه اندازه وي دناروغۍ په دې ډول کې دزړه دناروغيواختلاطات لکه دزړه ددهليزونوناروغې ) (Atrial Fibrillationاودزړه عدم کفايه په متبارزډول ليدل کېږي . ٤- تحت الحا: Thyroiditis دغه ډول تايرودايتس دځينې وايروسونولکه Mumps،Coxackivاوادينووايروس له کبله رامنځته کېږي .

  دغه ډول هايپروديزم کې دتايرايدشاوخوادردشتون لري چې دژامې زاويې اوغوږته خپرېږي،دخوړلو،ټوخې کولواوغاړې خوځولوسره زياتېږي ،دتايرايدغده دلمس ياجس وړحساسه اوددردناکه وي سيستماتيک اعراض ورسره وي اوناروغان زياتره د٤٠-٣٠کالوعمرلري که غده حساسه اودردناکه نه وي Silent thyroiditisپه نوم يادېږي چې دې ډول هايپرتايروديزم پسې هايپوتايروديزم راځي .

٥- Job Basidew ناروغۍ:

 دغه ډول هايپرتايروديزم دمولټي نوډولرجاغورلرونکې ناروغ کې ايودين لرونکې غذايې رژيم ،کثيفه موادواوياځينودرملولکه اميډارون داخستلوله کبله رامنځته کېږي .دهايپرتايروديزم دغه ډول کمزورى  اوخپله ښه کېږي .

٦- مصنوعي تايروتوکسيکوژس:دتايروتوکسيکوزس دغه ډول دباندينې تايرايدهورمونونودزياتې اندازې خوړلوله کبله راپيداکېږي .دغه ناروغۍ غيرې دوديزشکل لري اوپه هغوخلکوکې ليدل کېږي کوموکې چې سايکولوجيکل ياعصبي ناروغۍ شتون ولري . ٧- دتحمدان ستروما،دتخمدان ددرموئيدتومورونواوتيراتوما نژدې %٣کې دتايرايدانساج ليدل کېږي اوکيداى شي چې دنوموړوانساجوڅخه په اوتونوموس ډول تايرايدهورمونونه افرازشي چې لامل يې توکسيک نوډولرياتوکسيک مولټي نوډولر جاغوردى . ٨- دنخامي غدي تومورونه :دهايپرتايروديزم نادره لامل دنخامي تومورونوپه مټ دTSHدافراززياتوالى کڼل کېږي چې دسيروم TSHلوړيانورمال اوحقيقي تايروتوکسيکوزس شتون لري اوOphtgalmopathyمثبت وي . ٩- Hashimatous Thyroiditis:ددې ناروغۍ په تخريبي پړاوکې په تيريدونکي ډول هايپرتايروديزم ليدل کېږي . . ١٠- اميدواري ،تروفوبلاستيک تومورونه اوله زېږون وروسته تايروتوکسيکوزس) (Postpartum :

 که څه هم چي TSHمنونکوسره لږميلان لري خوکه اندازه يې ډېره زياته شي نوکيداى شي چې دTSHمنونکودفعالولولامل وګرځي لکه داميدوارې په اولوڅلورومياشتوکې چې د HCGسويه ډيره لوړه وي نوپه حامله ښځوکې په کمه اندازه هايپرتايروديزم ليدل کېږي 
 همداډول د Moleاميدوارۍ،کوريوکارسينومااودخصيودناوړتوب له کبله چې دHCGسويه په کې ډېره لوړه وي هم تايروتوکسيکوزس ليدل کېږي ٥-٩%ښځوکې دزيږون څخه وروسته اوپه اولوشپږومياشتوکې په دوديزډول Thyroiditisليدل کېږي چې له دې کبله ېې تيريدونکې هايپرتايروديزم ليدل کېږي .

دتايرايدغدې دفعاليت کموالى (Hypothyroidism) هايپوتايروديزم يوکلينکي سندروم دى ،چې دتايرايدغدي څخه دتايرايدهورمونودافرازدکموالي له کبله رامنځته کېږي که دناروغۍ لامل خپله غده کې وي دپرايمري هايپرتايروديزم اوکه دنخامي غده کي وي ددوهمي هايپوتايروديزم په نوم سره يادېږي ،خودناروغۍ %٩٥-٩٠پيښې دتايرايدغدي ناروغۍ جوړوي . په عمومي ډول هايپوتايروديزم دميتابوليکي پيښودسستوالي لامل جوړېږي ،خووخيم شکل کې پولې سکرايدونوراټوليدلپه پوستکې کې رامنځته کېږي چې خاپ نه پرېښودونکي اذيما(Nonpiting)اذيمالامل کېږي چې دMyxodemaپه نوم يادېږي ،ځينې پوهان دمکسوماکلمه دناروغۍ دوخيم شکل لپاره کاروي اوځينې نوريې دهايپوتايروديزم په ځاى کاروي خوCretinismدناروغۍ هغه ډول دى چې دزيږيدنې دوخته راهيسي شتون ولري اوددماغي اوفزيکي ودې ګډوډيوسره يوځاى وي .(٦م،١١٥ ) دهايپوتايروديزم اسباب په لاندې ډول دى :

١- دتايرايدالتهاب. ٢- Autoimmuneعوامل. ٣-دايودين کموالى. ٤- دانزايمي سيستم انديښني. ٥- دGoitrogenicموادواخستل. ٦- دراديوتراپي وړانګودزيات دوزتطبيق.٧-دجراحي عمل اختلاطات. ٨- ايديوپايتيک عوامل 
 که چيري هايپوتايروديزم دماشومتوب دوره کې پيداشي دCretinismپه نوم اوکه چيري په لوړعمرکې پيداشي دMexodemaپه نوم يادېږي .
 

دجاغور(Goiter) ډولونه: ١- Endemic colloid goiter: دګايتراصطلاح دتايرايدغدي دغټيدوپه ماناده کوم چې دايودين دکموالي په اثرپه وجودراځي ،لکه څنګه چې مخکې ياده شوه چې هرکال 50mgrايودين دتايرايدهورمونو(T3اوT4) دبشپړترشح لپاره ضروري دي .

 دنړۍ په ځينوسيموخصوصاًدسويس دالپ غرنيوسيمواوهمدارنګه دافغانستان په ځينوغرنيوسيموکې خلک دجاغورپه ناروغۍ اخته کېږي چې دEndomic goiter  په نوم يادېږي ،چې زمونږپه ګران هېوادافغانستان دننګرهاراوکونړپه خاوره تردې چې  په خوراکې  توکوکې په پوره اندازه ايودين وجودنه لري ،لدې کبله ددې ولايتونوپه ځينوخلکوکې اندوميک ګايترپه نظرراځي





٥شکل:په جاغوراخته ناروغ. دتايرايدغدې دغټيدوميخانيک په لاندې ډول دى :

  دايودين کموالى دتايرايدغدي څخه دهورمونودتوليدمخنيوى کوي مګردتايروګلوبولين تشکيل نه درېږي چې په نتيجه کې دادينوهايپوفيزڅخه دTSHدترشح منع کيدولپاره کوم هورمون وجودنلري داکارهايپوفيزغدي ته اجازه ورکوي چې دخپل طبعي حالت څخه زيات تايروتروپين ترشح کړي په دې وخت کې تايروتروپين ددې سبب کېږي چې دتايرايدحجرات دفوليکولونوداخل کې زيات اندازه کلويدي تايروګلوبولين ترشح کړي . 
  اوپه نتيجه کې دتايرايدغده لويه شي مګردايودين کموالي په سبب دT3اوT4توليددتايروګلوبولين په داخل کې په وجودنه راځي ،نوپه دې اساس دادينوهايپوفيزڅخه دTSHدتوليدطبعي ختميدل نه ترسره کېږي نوفوليکولونه دخپلې اندازې څخه په فوق العاده ډول غټيږي اودتايرايدغده کيداى شي دخپل طبعي حالت څخه د٢٠-١٠چنده پورې غټه شي .

٢-Idiopathic non toxic colloid goiter:

 په دې حالت کې هم دتايرايدغده داندوميک ګايټرپه څيرغټېږي داناروغۍ په هغه کسانوکې ليدل کېږي چې دايودين په کموالي اخته نه وې اونوموړې ګايترغده کيداى شي په طبعي ډول خپل هورمونونه ترشح کړي ،مګردهغې اندازه کمه وى ددې ډول غټيدواصلي سبب په idiopathic colloid goiterناروغانوکې معلوم نه دي ،مګرددې زيات ناروغان Throiditisنښې لري چې داالتهاب (Thyroiditis)دهايپوتايروديزم سبب کېږي په دې ترتيب دTSHافرازاتوزياتوالى دغدي تنبه کولواوتحريک کولوسبب کېږي چې په نتيجه کې غده غټيږي چې داغټوالى يواځې په غيري التهابي برخوکې صورت نيسي ،کله چې دغدي التهابي برخې تخريب شي داکارکولى شي په ښه ډول توضيح کړي چې ولي داغده معمولاًزياته دانه داره (Nodular)کېږي په دې ماناچې دغدي ځينې برخې وده کولى کوي اوځينې نوري برخې دThyroiditisپه واسطه تخريبيږي .
 په ځينوGoiter Colloidاخته ناروغانوکې دتايرايدغده يولړستونزې رامنځته کوي چې انزايمي سيستم دتايرايدهورمونودتشکيل لپاره پوره فعاليت نشي کولى .

دااختلاطات په لاندې ډول واضح کېږي ١-دIodide trappingکموالى چې دهغې په اثردتايردحجراتوداخل ته پوره اندازه ايودين نه پمپ کېږي ٢- دPeroxidaseانزايم کموالى چې دهغې په اثرايودين نه اکسديشن کېږي اوخپله دايودين په شکل پاتې کېږي . ٣- Tyrosinسره دايودين ديوځاى کيدوکموالى ياپه بل عبارت دايوين لرونکي تيروزين کموالى دتايروګلوبولين په ماليکولوکې چې دتايرايدهورمونونه په نهايې ډول نشې کولاى چې تشکيل شي . ٤- Depiciency of deiodinase enzymeچې ددوهم ځل لپاره دايودين درانيولواودتيروزين دايودين داره کيدوڅخه چې يوبل سره نه وي يوځاى شوى دتايرايددهورمونوتشکيل څخه مخنيوى کوي .چې په دې سبب دايودين دکموالي سبب کېږي .همدارنګه ځينې غذاګانې لکه Cabbagesچې Goiterogenicخاصيت لري .چې په خپل ترکيب کي يي Propyl thio uracilچې دتايرايدضدخاصيت لري شته په دې ترتيب دنخامې غدي څخه دTSHهورمون افرازتنبه کوي چې په نتيجه کې دتايرايدغدي غټيدل دتايروتروپين دتحريک په اثرترسره کېږي .

دهايپوتايروديزم خصوصيات : هايپوتايروديزم چې دهرسبب له کبله وي مثلاًEndomic colloid goiter،Thyroidit idiopathic non toxic colloid goiterپه اثر،دتايرايدغدي تخريب دشعاع ياجراحي عمل په واسطه يادتايرايدغدي خارجول لرونکي ديولړفزيولوجيکي اغېزودي .چې لاندې اعراضوته شاملېږي .ستړيا،زيات خوب چې په شپه اوورځ کې د١٢-١٤ساعتوپورې رسېږي ،دعضلاتودفعاليتونوکمزورتيا،دزړه دفعاليت کموالى(Brady cardy)،ددهنه قلبي کموالى ،دوينې دحجم کموالى ،قبضيت ،دروانې فعاليتونوستونزې ،دويښتانودودې کموالى ،دپوستکي تغيرات ،دغوسې په وخت کې ويرونکي غږونه ،عمومي اذيما،چې پورتنئ ټولي نښې اواعراض دMexodemaناروغې جوړه وي Mexodema: مکزوديماپه اخته ناروغ کې دتايرايدغدي دعمل اوفعاليت د وظيفوکموالي له کبله په وجودراځي .داناروغې په اولي يادويمي ډول دنخامې غدي دتشويش سبب کېږي دPrymary mexodemaاسباب په لاندې ډول دي . Drug(درمل)

١-په هايپرتايروديزم ناروغانوباندې دزيات دوزانتي تايرايددرملوتطبيق ،دژياته اندازهLithiumتطبيق په Depressionناروغانوکې اويادزيات مقدارPASتطبيق په Tbناروغانوکې .

٢-Radiotherapy and Thyrodedomy. ٣- Spontenous hypo throidism. ٤-دAuto immuneميخانيکيتونوپه سبب . د Mexodemaناروغۍ کلينکي بڼه: ١- ناروغ ديخنۍ په وړاندې مقاومت نه لري اوکوښښ کوي چې په ګرم چاپيريال کې واوسېږي. ٢- داناروغان ګوښه کيدواودټولنې سره بې علاقي وي اوپه قلاره خبرې کوي اوځينې وخت يې دماغې حالت غيري نورمال وي . ٣- ويښتان يې خشک اودوتلوڅخه يې شکايت کوي . ٤- په بدن کې ديوعمومي اذيماي حالت لري . ٥- دنوکانوپنډوالى . ٦- دعضلاتودفعاليت کموالى . ٧- دهنه قلبي کموالى، Bradycardia. ٨- په ښځوکې دOvulationستونزې په وجودراوړي . ٩- په نارينه وکې Impotenceاودسپرم کموالى(Oligospermia )رامنځته کوي . ١٠- دمحيطي ارتروسکلروزپيدايښت.

  ديادونې وړده چې دتايرايدهورمونودکموالي له کبله کلسترول ،دځيګرپه واسطه نه دفع کېږي اوپه صفراکې زياتوالى کوي .چې دکلسترول زياتوالي په وينه کې دارتروسکلروزيادوينې درګونودقطرکموالي سبب کېږي .

په هايپوتايروديزم کې تشخيصي ټسټونه: ١- دوينې تايروکسين کموالى پيداکوي . ٢- دBMRاندازه د%٥٠-٣٠ترمنځ کېږي . ٣- دتجربوي TRHدترشح وروسته دادينوهايپوفيزڅخه دتايروتروپين ترشح په زياتوالي راځي (٣م،٧٣ )

           دتشخيص په موخه دلاندې کړنلارې څخه هم ګټه اخيستل کېږي .




Cretinism:

 دادهايپوتايروديزم په سبب دژوندانه په جنينې ،شيدوخوړلواوماشوم توب دوروکې په وجودراځي .داناروغۍ دودى اودماغي فعاليت دکموالي له کبله تشخيص کېږي .
 Cretinismعلت کيداى شي دتايرايدغدي دفعاليت ولادې کموالى دتايرايدغدي دعدم کفايې له کبله چې دتايرايدهورمونودتوليدلپاره ديوې جنيتکي ستونزي او ياپه غذايې رژيم کې دايودين دکموالى له کبله وي .
  دتايرايدغدي ستونزمن  نوې زيږدونکوماشوم کيداى شي په لومړيو کي طبعي حالت له ځانه وښى ځکه چې په جنيني مرحله کې دتايرايدهورمونوکمه اندازه دمورڅخه لاسته راوړي مګردتولدڅخه څو اونۍ وروسته په قلاره ،قلاره نښې راښکاره کوي چې نښې يې په لاندې ډول دي .

١- دبدن اودماغ دودى کموالى اودماشوم حرکات Mental retadationاوپه Dwarfism ناروغۍ اخته وي . ٢- دبدن حرارت درجې کموالى اودپوستکې يخ کيدل اوخشک کيدل . ٣- دشونډوپنډوالى ،دژبې غټوالى ،خوله نيمه خلاصه اوژبه دخولې څخه راوځي په کريټينيسيم اخته ماشوم تداوي هغه وخت پيل کېږي چې ترڅودبدن وده خپل طبعي حالت ته راوګرځي چې مخکې ترمخکې تداوي ډېراهميت لري ،که چېري دتولدڅخه څواونۍ وروسته تداوي شروع نه شي نونوى زيږيدلى ماشوم به دودى اودماغي فعاليت له مخې هميشه وروسته پاتې وي .( ٣م،٧٦ ) ٫