تانبه:شمېرپوهنه

مخپاڼه   وېشنيزې او موضوعات   تانبې او پروژې
سمول  

rightcenterشمېرپوهنې تانبه


شمېرپوهنه يا ریاضیات ( Mathematics ) له یوناني کلیمې: μάθημα ،máthēma نه اخیستل شوې چې د 'پوهې، مطالعې او زده کړې' په معنا ده او د داسې موضوعاتو، لکه: د شمېرنو (حساب او عددي تیوري)، فورمولونو او اړوندو جوړښتونو، (لکه: الجبر)، شکلونو او هغو فضاګانو چې دا شکلونه په کې شامل دي (لکه: هندسه) او مقدار او د هغو بدلونونو (لکه: محاسبه او انالیز) له مطالعې نه بحث کوي. د دې پوهې د کره پراختیا او د معرفت پوهنې د حالت په اړه عمومي هوکړه نشته. د ریاضیاتو په ډېر فعالیت کې د ذهني شیانو د خاصیتونو کشف او ثابتولو (د نظري استدلال په واسطه) شامل دي. دا شیان یا له طبیعت نه ذهن ته اخیستل کېږي (لکه طبیعي شمېرنې یا "یو خط")، یا (په عصري ریاضیاتو کې) ذهني شیان دي چې د خپلو اساسي خاصیتونو له خوا چې د حقیقي فرضیو اواصولو په نامه یادېږي، تعریف کېږي. یو ثبوت د مخکې پېژندل شوو پایلو لپاره او د مخکې ثابت شوو قضیو، فرضیو او (له طبیعت نه د درک په حالت کې) د ځینو اساسي خاصیتونه لپاره، چې د تربحث لاندې تیوریو د رښتیني پیل د ټکو په توګه ګڼل کېږي، د ځینو قیاسي قواعدو د کارونو له یوې لړۍ نه تشکیل شوی دی. د ثبوت پایله، د قضیې په نامه یادېږي. د فزیکي قوانینو برعکس، د یوې قضیې اعتبار په هېڅ تجربه اتکا نه کوي، بلکې د هغه د استدلال په سموالي باندې اتکا کوي (که څه هم تجربه زیاتره د علاقې وړ نوو قضیو د کشف لپاره ګټوره وي)
نور...

سمول  

اړوند تانبې

سمول  

د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې

تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :

ويکي کتابونه
کتابونه

ويکي خونديځ
خونديځ

ويکي خبرونه 
خبرونه

ويکي وراشه 
سوالونه

ويکي سرچينه 
ويکي سرچينه

ويکي پوهنتون
ويکي پوهنتون

ويکيسفر  
ويکيسفر

ويکي سيند 
ويکي سيند

ويکي ډېټا 
ويکي ډېټا

ويکي نوعي 
ويکي نوعي

د همدې مخ حافظه سپينول