بې پيلوټه الوتکه

بې پېلوټه الوتکه، ډرون (انگرېزي: drone, يا هم unmanned aerial vehicle) چې له ليرې په کنټرولېدونکې الوتکه هم پېژندل کېږي، بې پېلوټه هوايي واسطه ده. تر ډېره په پوځي برخه کې کارول کېږي، له پېلوټه پرته الوتنه کوي، پر سيمو الوزي او بمونه غورځولاى شي.

له دغو الوتکو د پاکستان په قبايلي سيمو کې زيات کار اخيستل کېږي، چې دې مسئلې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې کړکېچنې کړې دي. تر ډېره دغه الوتکې په امريکا پورې اړه لري، چې اوس يې د پخوا په پرتله د کنټرول او کارولو سيسټم ډېر پرمختللى شوى دى.


سرچينې

ويکيپيډيا، انگرېزي برخه