بې طرفه هېواد

بې طرفه هېواد هغه هېواد ته ویل کېږي چې په یوه ځانګړې جګړه کې د ښکېلو غاړو په مقابل کې بې پرې یا بې طرفه وي او یا هم ځان په ټولو راتلونکو شخړو کې دایمي بې طرفه ساتي (چې له ناټو او سي.اېس.ټي.او غوندې پوځي اتحادونو سره نه یوځای کېدل په کې شاملېږي). د بې طرفه هېوادونو وګړي د دښمن هېواد د ملکیانو او جنګي بندیانو په نسبت ډېر خوندي دي او د جنګي اقداماتو په مقابل کې د جګړې د قانون ملاتړ ورسره دی. بېلابېل هېوادونه خپله بې طرفي په بېلابېلو ډولونو تفسیروي: ځینې هېوادونه لکه «کاسټاریکا» غیر پوځي شوي دي، په داسې حال کې چې سویزرلنډ «وسله‌والې بې طرفۍ» ته پابند دی تر څو د کوم لوی پوځ له یرغل سره مخ نه‌شي، په داسې حال کې چې ځان له بهرنۍ لاسوهنې هم منع کوي.[۱]

ټول بې طرفه هېوادونه له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې یا بهرني اتحاد څخه ځانونه نه ساتي، ځکه چې اسټریا، ایرلنډ او سویزرلنډ د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې فعال ځواک لري او په اروپايي اتحادیه کې هم یو سیاسي اتحاد لري. د سویزرلنډ معمول سیاست دا دی چې د جګړې په برخه کې د بې طرفۍ ساتلو لپاره په پوځي اتحادونو کې ګډون نه کوي. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نارډیک هېوادونو خپله بې طرفي اعلان کړه، خو سویزرلنډ د ژمنۍ جګړې په پیل کې خپل دریځ غیر متخاصم حالت ته بدل کړ.

د تېرو پېړیو په جریان کې د بې طرفه چلند په تفسیر کې مهم بدلونونه رامنځته شوي دي. د سړې جګړې په جریان کې «یوګوسلاویا» د پوځي او ایډیالوژیکې بې طرفۍ دعوه کوله او دغه کار ته یې ځای ناستي «سربیا» هم دوام ورکړی دی.[۲][۳]

د یوه بې طرفه قدرت حقونه او مسؤولیتونه سمول

ښکېل لوری یا متخاصم نه شي کولای پر بې طرفه سیمه برید وکړي او که بې طرفه قدرت د دغسې یوې هڅې په مقابل کې ودرېږي، بې طرفۍ ته یې څه زیان نه رسېږي.[۴][۵]

یو بې طرفه قدرت باید د ښکېلو غاړو هغه ځواکونه توقیف کړي چې د دوی سیمې ته ورغلي دي. متخاصم یا د ښکېلو غاړو پوځونه ښايي بې طرفه وګړي جذب نه کړي، خو ښايي په کې د شاملېدو لپاره له هېواده بهر لاړ شي. د متخاصمو یا ښکېلو پوځونو پرسونل او وسایل ښايي له بې طرفه سیمې څخه تېر نه‌شي یا ونه لېږدول شي، خو ټپيان ښايي ولېږدول شي. یو بې طرفه قدرت ښايي د متخاصمانو لپاره ارتباطي اسانتیاوې برابرې کړي، خو جګړه‌ييز توکي نه برابروي، که څه هم د دغسې توکو د صادراتو مخنیوي ته کومه اړتیا نه لري.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په رسمیت پېژندنه او قانون جوړونه سمول

بې طرفي په بېلابېلو لارو په رسمیت پېژندل شوې ده او کله ناکله یو رسمي ضامن هم لري. د بېلګې په توګه اسټریا (اتریش) خپله بې طرفي د څلورو پخوانیو اشغالګرو قدرتونو په مرسته، سویزرلنډ د ویانا کنګرې د لاسلیکوونکو په مرسته او فنلنډ بیا د شوروي اتحاد په مرسته د سړې جګړې پر مهال تضمین کړې ده. د رسمي پېژندنې بڼې تر ډېره د دوه اړخیز تړون (فنلنډ)، ګڼ اړخیز تړون (اسټریا) او یا د ملګرو ملتونو د اعلامیې (ترکمنستان) په ډولونو بېلابېلې دي. کېدای شي دا تړونونه له ځینو اړخونو څخه پر یوه هېواد تحمیل شي (شوروي اتحاد د اسټریا پر بې طرفۍ ټینګار کاوه)، خو په نورو مواردو کې دا یوه جیوپالیټيکي موقعیت ته (لکه په دویمه نړیواله جګړه کې چې ایرلنډ و) د غبرګون لپاره د اړوند هېواد فعال سیاست دی.[۱۵]

د اړوند هېواد لپاره پالیسي معمولاً تر تړون لوړه تدوینېږي یا جوړېږي. اسټریا او جاپان خپلې بې طرفۍ په خپلو اساسي قوانینو کې راوړې دي، خو دغه کار یې د جزئیاتو په بېلابېلو کچو ترسره کېږي. د بې طرفۍ ځینې جزئیات باید د دولت له خوا تفسیر شي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې بیا په څرګند ډول بیان شوي دي. د بېلګې په توګه اسټریا ښايي د هېڅ ډول بهرنۍ اډې کوربه‌توب ونه‌کړي او جاپان نه‌شي کولای په بهرنیو جګړو کې برخه واخلي. له دې سره سره سویزرلنډ چې رسمي قانون یې نه درلود، د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې یې سرتېرو ته له خپل قلمرو څخه د تېرېدو په اجازه ورکولو کې نرمي کوله.[۱۵]

وسله‌واله بې طرفي سمول

وسله‌واله بې طرفي د یوه یا ډېرو دولتونو هغه حالت دی چې د جګړې له هېڅ یوې غاړې سره هم اېتلاف نه لري، خو ادعا کوي چې که له هر لوري څخه برید پرې وشي نو د ځان دفاع به وکړي. ښايي  په دې کې لاندې موارد شامل وي:[۱۶]

  • له ژمنې پرته پوځي چمتووالی، په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال د یوه بې طرفه دولت د بیان شوې پالیسۍ په توګه او د هر متخاصم قدرت پر حقونو د برید مقابلې ته چمتووالی.[۱۷]
  • وسله‌واله بې طرفي داسې اصطلاح ده چې په نړیوال سیاست کې د یوه یا ډېرو هغو دولتونو د میلان او دريځ لپاره کارول کېږي چې له هېڅ یوې جګړه‌ييزې غاړې سره اېتلاف نه کوي. دا په جګړه کې د یوه بې طرفه قدرت شرط دی چې ځان د هر یوه متخاصم لوري له هر ډول تېري سره د مقاومت لپاره چمتو وساتي.[۱۸]
  • وسله‌واله بې طرفي د دې لامل کېږي چې یو په ظاهر بې طرفه دولت د خپلې بې طرفۍ د ساتنې لپاره وسلې ته لاس اچوي تر څو خپله بې طرفي وساتي.

دا اصطلاح د «لوی کاترین» په مشرۍ د نارډیک هېوادونو او روسیې د وسله‌والې بې طرفۍ د لومړني لیګ له تاریخي سمندري بې طرفۍ څخه اخیستل شوې ده چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوه، خو تر هغه وخت را وروسته یوازې د هېوادونو د بې طرفۍ لپاره کارول کېږي. سویډن او سویزرلنډ د خپلو هغو وسله‌والو بې طرفیو په خاطر مشهور دي چې د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې وساتلې. سویزرلنډیان او سویډنیان د بې طرفۍ اوږده مخینه لري: دوی په ترتیب سره له ۱۸۱۵ او ۱۸۱۴ کلونو را وروسته په نړیوال جګړه‌ییز حالت کې نه دي واقع شوي. له دې سره سره فعال بهرنی سیاست مخته بیایي او په ټوله نړۍ کې د سولې جوړونې په پروسو کې برخه لري. د اډوین ریشاور په خبره "د بې طرفۍ لپاره باید د سویزرلنډ او سویډن په څېر کلک پوځي حالت ته چمتو شئ."[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د دې پر خلاف، نور بې طرفه دولتونه ښايي له خپل پوځي قدرته لاس واخلي (کاسټاریکا او لیخټن شټاین د هغو هېوادونو بېلګې دي چې دغه کار کوي) یا یې کم کړي، یا هم ښايي د هېواد د دفاع او بې طرفۍ د ساتنې لپاره څرګنده استفاده ترې وکړي. خو د پوځ له منځه وړل د بې طرفۍ لامل نه کېږي، ځکه چې د ایسلنډ په څېر هېوادونه دایمي پوځونه لري چې یوه پیاوړي پوځي قدرت یې تضمین کړی دی.

سرچينې سمول

  1. Lottaz, Pascal; Reginbogin, Herbert (2019). Notions of Neutralities. Lanham: Lexington. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4985-8226-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stephen Neff: "Three-Fold Struggle over Neutrality: The American Experience in the 1930s" In: Pascal Lottaz/Herbert R. Reginbogin (eds.): Notions of Neutralities, Lanham (MD): Lexington Books 2019, pp.3-28
  3. O Vojsci at vs.rs
  4. Hague Convention, §5 Art.1
  5. Hague Convention, §5 Art.10
  6. Hague Convention, §5 Art.11
  7. Hague Convention, §5 Art.13
  8. Hague Convention, §5 Art.4,5
  9. Hague Convention, §5 Art.6
  10. Hague Convention, §5 Art.2
  11. Hague Convention, §5 Art.14
  12. Hague Convention, §5 Art.8
  13. Hague Convention, §13 Art.6
  14. Hague Convention, §13 Art.7
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ "Neutral European countries". nato.gov.si. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Oppenheim, International Law: War and Neutrality, 1906, p. 325.
  17. "Armed Neutrality". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Armed Neutrality Law & Legal Definition". USLegal. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Leos Müller: "The Forgotten History of Maritime Neutrality, 1500-1800". In: Pascal Lottaz/Herbert R. Reginbogin (eds.): Notions of Neutralities, Lanham (MD): Lexington Books 2019, pp.67-86
  20. Bissell and Gasteyger, The Missing link: West European Neutrals and Regional Security, 1990, p. 117; Murdoch and Sandler, "Swedish Military Expenditures and Armed Neutrality," in The Economics of Defence Spending, 1990, p. 148-149.
  21. "Switzerland - Knowledge Encyclopedia". Knowledge Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chapin, Emerson. "Edwin Reischauer, Diplomat and Scholar, Dies at 79," New York Times. September 2, 1990.