بېتي ماریون وایټ (د ۱۹۲۲ کال د جنوري له ۱۷ – د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۳۱) یوه امریکایي ممثله او کمېډینه وه. نوموړې چې د پخواني ټلویزیون مخکښه وه او له تلویزیوني ژوند سره یې له اوو لسیزو زیاته ښکېلتیا درلوده، د وختېرۍ (سرګرمۍ) په صنعت کې د خپل پراخه کار پر مټ پېژندل شوې وه او له لومړیو مېرمنو وه چې د کمرې مخې او شاته ته یې کار وکړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په متحده ایالاتو کې یې له حالت سره سم کمېډ (له الیزابېت سره ژوند یا Life with Elizabeth) تولید کړ چې دې کار نوموړې ته په ۱۹۵۵ کال کې د هالیووډ د ویاړلې ښاروالې نوم ورکړ. وایټ زیاتره د "لومړۍ ټلویزیوني مېرمنې" په نوم یادېږي، چې دا لقب د ۲۰۱۸ کال د مستند فلم د سرلیک لپاره وکارول شو چې د نوموړې د ژوند او مسلک په اړه معلومات وړاندې کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بېتي وایټ
(انګلیسي: Betty White د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بېتي وایټ
بېتي وایټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Betty Marion White د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ جنوري ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 31 ډيسمبر 2021 (99 کاله)[۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لاس انجلس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.63 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سندرغاړي
غږ ورکونکی ستوری
ماډل
تلویزیوني خپرونکئ
فلم لوبګر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بېتي وایټ
بېتي وایټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وایټ له راډیو څخه ټلویزیون ته له لېږد وروسته، د امریکایي لوبو پروګرامونو، لکه پسورډ، نښلولو یا جوړه کولو لوبې (Match Game)، چوغلګرۍ (Tattletales)، ریښتیا ویل (To Tell the Truth)، د هالیوډ څلورلارو (The Hollywood Squares)، او د ۲۵۰۰۰ ډالرو هرم (The $25,000 Pyramid) اصلې څېره وه. وایټ چې د "د لوبو د نندارې د لومړۍ مېرمنې" په نوم یاده شوه، لومړۍ ښځه شوه چې په ۱۹۸۳ کال یې د "یوازې سړیو! یا Just Men! " نندارې لپاره د غوره لوبې نندارې د کوربه لپاره د ورځنۍ ایمي جایزه ترلاسه کړه. هغه د بېباکه او ښایسته (The Bold and the Beautiful)، د بوسټن قانون (Boston Legal)، او کرول برنیټ (The Carol Burnett Show) په ننداره کې د څرګندېدو له اړخه شهرت درلود. د نوموړې ترټولو لویې ونډې په سی بی ایس (CBS) کې د ماري تایلر مور ننداره (۱۹۷۳ – ۱۹۷۷) کې د سو آن نیوېنز له حالت سره سم کمېډ، په ان بي سي کې د زرینو نجونو یا Golden Girls  (۱۹۸۵ – ۱۹۹۲) کې د روز نېلنډ له حالت سر سم کومېډ، او په ټی وي لنډ کې په کلېولنډ کې جذابه (Hot in Cleveland) (۲۰۱۰ – ۲۰۱۵) کې د ایلکا اوستروسکي په ونډه کې له حالت سره سم کمېډ وې. هغې د ۲۰۰۹ کال په پروپوزل (The Proposal ) (۲۰۰۹) رومانتيک کميډي فلم کې له راڅرګندېدو وروسته نوي شهرت ترلاسه کړ او وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د شنبې شپې په فسبوکي ژوندۍ خپرونه کې د کوربتوب له امله د بريالي کمپاين موضوع وه، چې هغې ته يې په کمېډي لړۍ کې د غوره مېلمه ممثلې لپاره د پرائم ټايم ايمي جايزه وړاندې کړه.[۱۵]

وایټ په ۲۰۱۴ کال کې "په تفریحی ونډه کې (ښځینه) د ترټولو اوږد تلویزیوني کار" له اړخه او په ۲۰۱۸ کال کې په راډیو، تلویزیون او فلم کې د خپل د اوږد کار له اړخه د ګینیس نړیوال ریکارډ ترلاسه کړ. وایټ په بېلابېلو برخو کې د ایمې اته جایزې، د امریکایي کمېډي دری جایزې، د پردې د مخ د ممثلو ګیلډ دری جایزې او د ګرامي جایزه ترلاسه کړې. نوموړې د هالیوو د مشهورو څېرو د پیاده تګ ستوری لري او په ۱۹۵۵ کال کې د ټلویزیون د شهرت د تالار غړې شوه.[۱۶][۱۷][۱۸]

لومړی ژوند سمول

بېتي ماریون وایټ د ۱۹۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه د الینوس په اوک پارک کې نړې ته سترګې خلاصې کړې. نوموړې وایي چې بېتي د هغې قانوني نوم و او د الیزابیت لنډه بڼه نه وه. هغه د کریسټین ټیس (اصلي نوم: کاچیکیس)، چې د کور مېرمن وه، او هورېس لوګن وایټ، چې یو میشګان مېشته او د برېښنا د کمپنۍ اجرایوي رئیس و، یوازینۍ ماشومه وه. د نوموړې مورنی نيکه ډنمارکي و او پلارنی نيکه يې يوناني و او د هغې نورې ريښې انګلیسي او او ويلزي دي (د هغې دواړه اناګانې کاناډايي اصله وې چې ريښې يې په اونټاريو کې وې).[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د وایټ کورنۍ په ۱۹۲۳ کال کې د کالیفورنیا الامبرا ته هغه وخت کډه شوه چې نوموړې تر یو کال کم عمر درلود او وروسته د ستر ناورین په وخت کې لاس انجلس ته لاړه. د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره، د هغې پلار کرسټالي راډیوګانې جوړل پیل کړل او هرځای یې د پلور هڅې کولې. لکه څرنګه چې دا وخت د ناورین لوړه کچه وه او لږ کسانو لوړ عاید درلود، هغه په ځینو وختونو کې د سپو په ګډون د نورو توکو په بدل راډیوګانې تبادله کولې.[۲۸][۲۹][۳۰]

وایټ د بیورلي هیلز په هورس من لومړنۍ ښونځۍ او د بیورلي هیلز په عالي لیسه کې کې زده کړې وکړې او په ۱۹۳۹ کال کې فارغه شوه. د وحش ژوند سره د هغې لېوالتیا سیرا نیواډا ته د نوموړې د کورنۍ د رخصتیو له امله رامنځ ته شوه. هغې په پیل کې د ځنګل د ساتونکې په توګه کار ته لېواله وه، خو دا شونې نه وه ځکه په هغه وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې د ساتونکي په توګه خدمت وکړي. پرځای یې نوموړې له لیکنو سره لېوالتیا پر مخ یوړه. نوموړې د هورس مان په ښوونځۍ کې د فراغت د نندارې لیکلنه او مشري وکړه او په دې کار یې له تمثیل سره لېوالتیا وموندله. نوموړې چې د خپلو الګو جینټ مکډونالډ او نیلسن ایډي تر اغېز لاندې راغلې وه، پرېکړه یې وکړه چې د یوې ممثلې په توګه خپل مسلک پر مخ یوسي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د لیسې له فراغت څخه یوه میاشت وروسته، هغې او یوې ټولګیوالې یې په یوه آزمایشي تلویزیوني خپرونه کې، چې د دې تلویزیون خپرونې د پراختیا په حال کې وې، د ماري کونډې سندرې وویلې وایټ د کار بڼه ومونده  او د هغې لومړۍ مسلکي تمثیلي دنده د بلیس هیډن په کوچني تیاتر کې وه.[۳۵][۳۶][۳۷]

کله چې په ۱۹۴۱ کال کې متحده ایالات په دوهمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، وایټ د امریکایی مېرمنو د رضاکاره پوځي خدمت په برخه کې رضاکاره خدمت وکړ. د هغې دنده د هالیوډ غونډیو ته د پوځي اکمالاتو د PX د یوې لارۍ چلول وو. نوموړې په هغو مجلسونو کې هم ګډون کاوه چې بهر ته د استول کېدو وړاندې د سرتیرو لپاره په لاره اچول کېدل. وایټ د د جګړې په وخت کې د خدمت په اړه تبصره کې وایي "دا یو عجیب وخت و او هېڅ څه انډول نه درلود."[۳۸]

سرچينې سمول

  1. Betty White — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qk13fn — subject named as: Betty White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Betty-White — subject named as: Betty White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. subject named as: Betty White — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/7905ea809730496aa2b35a1e14138d48 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bettymarionwhiteb — subject named as: Betty White
  6. Betty White Dies: Legendary ‘Golden Girls’ Star and Multiple Emmy Award Winner Was 99 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱ — د خپرولو نیټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱
  7. https://plus.si.cobiss.net/opac7/conor/197540195
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/197540195
  9. Tenz, Courtney (January 17, 2017). "Betty White, comedian and actress, turns 95". Deutsche Welle. مؤرشف من الأصل في August 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Happy birthday! Actress and comedian Betty White turns 95". FOX59. January 17, 2017. مؤرشف من الأصل في August 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2017. Popular actress and comedian Betty White turns 95 on Tuesday. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Pioneers of Television: Sitcoms: TV Programs on Iowa Public Television". Iptv.org. د اصلي آرشيف څخه پر January 6, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په January 17, 2011 باندې). Happy Birthday Betty White! – General News. Hollywood.com.
  13. McFarland, Melanie (December 31, 2021). "Remembering Betty White, America's grandmother and the first lady of television, dead at 99". Salon. مؤرشف من الأصل في January 1, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Betty White, 'first lady of television', dies days ahead of her 100th birthday". Hindustan Times . January 1, 2022. مؤرشف من الأصل في January 1, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Stacy Conradt, Mental Floss (February 23, 2010). "10 reasons we love Betty White". CNN. مؤرشف من الأصل في October 6, 2014. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په September 6, 2013 باندې). Betty White, 'Breaking Bad' earn 'Guinness World Records' titles. Today.com.
  17. "Longest TV career by an entertainer (female)". Guinness World Records. مؤرشف من الأصل في August 27, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Betty White". emmys.com. مؤرشف من الأصل في July 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Betty White Biography". A&E Television Networks. March 3, 2016. مؤرشف من الأصل في December 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Betty White". She Made It. The Paley Center for Media. د اصلي آرشيف څخه پر April 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite episode
  22. "The Late Great Betty White Actually Had A Connection With Michigan". WCRZ. January 3, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. O'Dell, Cary (January 1, 1997). Women Pioneers in Television: Biographies of Fifteen Industry Leaders. McFarland & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-0167-3. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Hollywoodland Category: Betty White in the 1930 Census Posted by Allen Ellenberger on April 14, 2014". Allanellenberger.com. مؤرشف من الأصل في January 22, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په June 16, 2010 باندې). Betty White: White-Hot in Cleveland or Not. HuffPost.
  26. (په December 21, 1986 باندې). Personality Parade. Pittsburgh Press.
  27. (په May 5, 2010 باندې). Betty White Draws Line With Nudity & Marijuana But Hopes For Beer Pong Rematch On 'SNL'. StarPulse
  28. (په January 17, 2013 باندې). Betty White's 91st Birthday: 10 Facts About America's Golden Girl. HuffPost.
  29. کينډۍ:Cite episode
  30. (په September 8, 2009 باندې). Betty White Interview – Part 1 of 5. Youtube
  31. "Betty White Dreamed of Becoming a Park Ranger Long Before She Reached Hollywood Fame". Closer Weekly. December 24, 2017. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په November 9, 2010 باندې). U.S. Forest Ranger Betty White. ABC
  33. "Betty White". Television Academy Interviews. October 22, 2017. مؤرشف من الأصل في December 31, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Betty White: PBS salutes enduring star". Orlando Sentinel. مؤرشف من الأصل في August 21, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. White, Betty (1995). Here we go again : my life in television. New York: Scribner. د کتاب پاڼي 14–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 068480042X. The first time anybody paid me to show up on television was in the summer of 1949--forty-six years ago as of now. However for my initial performance on the tube, I have to go back some ten years earlier. It took place about two months before NBC did its first regular broadcast of the new medium at the New York World's Fair. It also happened to be about one month after I graduated from Beverly Hills High School in January of 1939, although that didn't make the papers ... Shortly after we graduated, our senior class president, Harry Bennett, and I were invited to take part in an experimental television transmission taking place at the old Packard Building in downtown Los Angeles. It was to be a capsule version of Franz Lehár's durable operetta The Merry Widow, which delighted me because my idol, Jeanette MacDonald, had once starred in the role on the screen. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په February 9, 2010 باندې). Cool Betty White is red-hot. CNN.
  37. (په June 17, 2010 باندې). Betty White reflects on a golden career. Los Angeles Times.
  38. "Hot Shots: Betty White". Cleveland Magazine. مؤرشف من الأصل في August 27, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)