بیګل انګلیسي: Beagle واړه هونډ سپیان دي، دا سپیان هم په کورنو کې ساتل کیږي او هم د ښکار لپاره ساتل کیږي. شکل ېې واړه فاکس هونډ سپیانو ته شوی، غټې نصواري سترګې لري، لاندې زوړند غوږونه لري، د بدن وېښتان ېې لنډ دي، د بدن رنګ ېې ډېر وخت سپین تور او له دې سره سور رنګ وي. د دې سپیانو په نسل کې دوه کچې شتون لري. یو ېې تر ۱۳ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي، بل ډول ېې د ۱۳ او ۱۵ انچه تر منځ قد لري خو وزن ېې تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. [۱]

An attractive uniform type for the breed developed at the start of the 20th century

سرچينې سمول

  1. ذکریا رحیمی ليکنه