ویلیم موریس هیوز (د ۱۸۶۲ز کال د سپټمبر له ۲۵مې- د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر له ۲۸مې) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې له ۱۹۱۵ز کال نه تر ۱۹۲۳ز کال پورې یې د اسټرالیا د اووم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د هېواد د رهبرۍ له امله ډېر ښه وپېژندل شو، خو پر ملي سیاست یې اغېزو څو لسیزې ونیولې. هیوز تر مړینې پورې، یعنې له ۱۹۰۱ز کال نه وروسته، له فدراسیون نه د فډرالي پارلمان غړی شو. دی یوازینی کس و، چې تر ۵۰ کلونو یې ډېر خدمت کړی دی. هغه په خپله سیاسي مخینه کې د شپږو سیاسي ګوندونو استازیتوب وکړ، د پینځو ګوندونو یې مشري وکړه، څلور یې تر پایه ورسول او له دریوو نه واېستل شو.[۱][۲]

هیوز په لندن کې له ویلزي مور و پلار نه زېږېدلی و. په ۲۲ کلنۍ کې اسټرالیا ته کډوال شو او د کارګرانو په نوي خوځښت کې شامل شو. هغه په ۱۸۹۴ز کال کې د نوي سویلي ویلز مقننه مجلس ته د ویلز د کارګر ګوند د غړي په توګه وټاکل شو او بیا په ۱۹۰۱ز کال کې نوي فډرالي پارلمان ته لاړ. هغه د خپلې لومړۍ سیاسي مخینه په اړه نیمه ورځ حقوقي مطالعې کولې، چې په ۱۹۰۳ز کال کې د واټسن په لنډمهال حکومت کې په کابینه کې شامل شو. وروسته د اندریو فیشر په حکومتونو کې لوی څارنوال شو. په ۱۹۱۴ز کال کې د اسټرالیا د کارګر ګوند مرستیال وټاکل شو.[۳]

کله چې فیشر د ۱۹۱۵ز کال په اکټوبر کې د ناروغۍ له امله تقاعد شو؛ نو هیوز لومړی وزیر شو. جګړه د هغه مهال مهمه مسئله وه او بهر ته د اجباري سرتېرو د لېږلو په اړه یې ملاتړ د دې لامل شو، چې د کارګرو په لیکو کې وېش رامنځته شي. هیوز او ملاتړي يې په ۱۹۱۶ز کال کې له ګوند نه وشړل شول، خو هغه وتوانېد، چې د نوي ملي کارګر په ګوند کې واکمن پاتې شي. دغه ګوند له څو میاشتو  وروسته له لیبرالانو سره یوځای شو او ملتپال ګوند یې رامنځته کړ. د هغه حکومت له ۱۹۱۷ز کال نه تر ۱۹۱۹ز کال پورې د ټاکنو په لوی اکثریت سره بیا وټاکل شو. هیوز د جګړې په لړ کې د اسټرالیا فډرالي پولیس او CSIRO رامنځته کړل او تر جګړې وروسته یې د اقتصادي مرستې لپاره یو شمېر دولتي شرکتونه هم جوړ کړل.[۴]

نشنلستانو د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ او اړ شول، چې د هېواد له ګوند سره ائتلاف جوړ کړي. د هیوز استعفا د هېواد ګوند لپاره ګرانه تمامه شوه او سټینلي بروس د لومړي وزیر په توګه د هغه ځایناستی شو. هغه د وخت په تېرېدو سره د بروس غټ مخالف شو او په ۱۹۲۸ز کال کې د صنعتي اړیکو پر سر هغه او ملاتړو یې خپل باور مات کړ او حکومت یې راوپرځاوه. هیوز له یوې خپلواکې دورې وروسته د اسټرالیا د ګوند په نامه یو سازمان جوړ کړ، چې په ۱۹۳۱ز کال کې د متحدې اسټرالیا له ګوند  (UAP)سره یوځای شو. هغه په ۱۹۳۴ز کال کې کابینې ته راستون شو او د جاپاني امپریالیزم پر وړاندې یې د خبرداریو له امله وپېژندل شو. د ۱۹۳۹ز کال په وروستیو کې هغه د لومړي وزیر په توګه خپله دویمه دوره د څو رایو په کمښت له لاسه ورکړه او د UAP د مشرتابه رایې رابرټ مینزیس ته ورکړل شوې. [۵][۶][۷]

په ټوله کې هیوز د شلمې پېړۍ یو له ډېرو بانفوذو اسټرالیایي سیاستوالو په توګه پېژندل کېږي. هغه په خپل ژوند کې یو بحث کوونکی شخصیت و او میراث یې هم د مؤرخینو تر بحث لاندې دی. د هغه پیاوړی نظر او یرغلیز چلند په دې معنا و، چې هغه په مکرر ډول په خپلو ګوندونو کې دننه خپل ځان ته سیاسي دښمنان پیدا کړي دي. د هیوز مخالفینو هغه په استبداد او پاپیولیزم کې ښکېل وباله او همدارنګه دوی ویل چې: هیوز فرقه پالنې ته وده ورکړې ده. په ۱۹۱۴ز کال کې د جګړې لپاره د هیوز د اقداماتو احتیاطي قانون مخالفتونه وزېږول. په کارګر ګوند کې د هغه پخوانیو همکارانو هیوز ته خاین وویل، په داسې حال کې چې محافظه کارانو د هیوز پر سوسیالیستي اقتصادي تګلارو شکمن وو.  په هر حال هغه د عامو وګړو په ځانګړي ډول د پخوانیو سرتېرو په منځ کې ډېر محبوبیت درلود او په مینه یې هغه ته د «کوچني کیندونکي» لقب ورکړ.[۸][۹]

زېږېدنه او کورنۍ مخینه سمول

هیوز د ۱۸۶۲ز کال د سپټمبر په ۲۵مه د لندن د پملیکو په ۷م مورټن پلېس کې زېږېدلی و. هغه د ویلیم هیوز او جین موریس زوی و. د هغه پلار و مور دواړه ویلزي وو. پلار یې د ویسټ مینسټر په ماڼۍ کې د ترکاڼ په توګه کار کاوه او د شمالي ویلز نه و او په ویلزي ژبه یې خبرې کولې. مور یې د کور خدمتکاره وه او لهLlansantffraid-ym-Mechain  (د انګريزانو پولې ته نږدې) کوچني کلي نه وه، چې په انګلیسي یې خبرې کولې. هیوز د خپل پلار و مور یوازینی ماشوم و. پلار و مور یې په ۱۸۶۱ز کال کې واده وکړ، چې دواړه د واده پر مهال ۳۷ کلن وو. [۱۰][۷][۶]

د نشنلست ګوند لومړی وزیر ۱۹۱۶ز- ۱۹۲۳ز سمول

هیوز او ملاتړو یې ځان د ملي کارګر په نامه یاد کړ، چې د کارګرانو زیاتره مشران په کې شامل وو او د داسې ګوند پر جوړولو یې فکر کاوه چې په ښکاره ډول به ملتپال او ټولنیز راډیکال وي. هیوز په خپل دریځ کې د پاتې کېدولو لپاره اړ شو، چې د اپوزیسیون له مشترک المنافع لبیرال ګوند سره د باور او اکمالاتو تړون پای ته ورسوي.[۱۱]

څو میاشتې وروسته ټولواک سر رونالډ منرو فرګوسن، هیوز او د لیبرال ګوند مشر جوزف کوک (چې د کارګر ګوند پخوانی غړی و) وهڅول، ترڅو د دوی د جګړې پرمهال ائتلاف پر رسمي ګوند بدل کړي.

د اسټرالیا نشنلست ګوند په رسمي ډول په فبرورۍ کې پیل شو. که څه هم لیبرال ګوند یې لوی شریک و، خو هیوز د نوي ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو او کوک یې د مرستیال په توګه وټاکه. [۱۲]

د ۱۹۱۷ز کال د می په فډرالي ټاکنو کې هیوز او نشنلیستانو لویه بریا خپله کړه، چې د کارګر ګوند له ډېرو غړو سره، چې له هیوز نه وروسته له ګوند نه وتلي وو، پراختیا وموندله. هیوز په دغو ټاکنو کې د کارګرې طبقې سیډني چوکۍ پرېښوده او د ویکټوریا بینډیګو ته وټاکل شو او د هغو کسانو له ډلې یو هم هیوز و، چې په پارلمان کې یې له یوه ایالت یا سیمې نه د ډېرو استازیتوب کړی دی.

هیوز په بینډیګو کې د کارګر ګوند استازي الفرډ همپسون ته ماتې ورکړه او چوکۍ یې لاسته راوړه. دا لومړی ځل دی، چې حاضر لومړی وزیر د خپلې چوکۍ لپاره بل استازی ګواښلی او ګوښه کړی دی.

۱۹۳۰ مه ز لسیزه سمول

UAP د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې غټه بریا ترلاسه کړه. هیوز د لیونز له خوا په ۱۹۳۲ز کال کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مجلس کې د اسټرالیا د استازیتوب لپاره واستول شو. هیوز په ۱۹۳۴ز کال کې د لیونز په حکومت کې د روغتیا او هېواد ته د راستنېدو وزیر شو. وروسته لیونز هغه د بهرنیو چارو وزیر وټاکه، خو هیوز په ۱۹۳۵ز کال کې وروسته تر هغه استعفا ورکړه، چې خپل کتاب یې خپور کړ. د هیوز کتاب «اسټرالیا او نننۍ جګړه» و، چې په اسټرالیا کې د هغه څه لپاره د چمتوالي نشتوالی په ګوته کوي، چې هیوز یې د راتلونکې جګړې په اړه فکر کاوه. وروسته ډېر ژر د لیونز حکومت دفاعي بودیجه درې چنده کړه. هیوز په «اسټرالیا او نننۍ جګړه» کې لیکلي، چې ملتونه مات شوي او په هغه حالت کې یې کار کولای شو، چې د یوه ځواک له خوا یې ملاتړ شوی وای. هغه باوري و، چې هر ملت باید له ځانه دفاع وکړي او لکه څنګه چې بریټانیا په اروپایي امورو کې ښکېله وه؛ نو اسټرالیا هم باید د ځان دفاع وکړي.[۱۳]

په ۱۹۳۱ز کال کې جاپان پر منچوریا یرغل وکړ، نو هیوز وویل، چې: بریتانویان دې بې طرفي اختیار کړي او په ۱۹۳۵ز کال کې یې پر حبشې د انګلستان د یرغل په اړه هم ورته چلند غوره کړ. هیوز په دې باور و، چې د بریتانیې سترواکي په مدیترانه کې د کمزورتیا له امله له خطر سره مخامخ ده.[۱۴]

هیوز په ۱۹۳۷ز کال کې د لیونز له خوا د بهرنیو چارو وزیر په توګه بېرته اسټرالیا ته راوستل شو. المان په ۱۹۳۸ز کال کې د ارام سمندر د مستعمرو غوښتونکی شو، خو هیوز اعلان وکړ، چې اسټرالیا باید نوې ګینه وساتي او د ۱۹۳۹ز کال په اپرېل کې یې وویل چې: که المان خپله مستعمره غواړي؛ نو باید پر وړاندې یې جګړه وشي. [۱۵]

هیوز په ۱۹۳۹ز کال کې د لیونز د مړینې پرمهال د لوی څارنوال او د صنعت وزیر په توګه هم دنده ترسره کوله. هیوز د لیونز د ځایناستي رابرټ مینزیز په حکومت کې د سمندري ځواکونو د وزیر، د صنعت وزیر او د لوی څاروال په توګه هم پاتې شوی دی.[۱۶][۱۷]

مړینه او جنازه سمول

هیوز د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۲۸مه د ۹۰ کلونو په عمر په لینډفیلد کې په خپل کور کې مړ شو. د هغه د جنازې دولتي مراسم د سیډني په سینټ انډریو کلیسا کې ترسره شول او دا د اسټرالیا یو له لویو مراسمو نه و، چې شاوخوا ۴۵۰۰۰۰ نندارچیانو یې پر سړک ننداره کوله. هغه وروسته له خپلې لور هیلن سره د مکواري پارک هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه مېرمن ډیم ماري هم په ۱۹۵۸ز کال کې مړه شوه.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې سمول

  1. "Billy Hughes — Prime Ministers". Australian Prime Ministers. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ParlInfo – Biography for HUGHES, the Rt. Hon. William (Billy) Morris, CH". parlinfo.aph.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Billy Hughes – United Australia Party" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Subscribe to The Australian | Newspaper home delivery, website, iPad, iPhone & Android apps". www.theaustralian.com.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fitzhardinge, L.F. Hughes, William Morris (Billy) (1862–1952). Australian Dictionary of Biography. Australian National University. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Fitzhardinge 1964، ص. 2.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Fitzhardinge 1964، ص. 1.
  8. Fitzhardinge 1964، ص. 4.
  9. Fitzhardinge 1964، ص. 3.
  10. Fitzhardinge, L.F. Hughes, William Morris (Billy) (1862–1952). Australian Dictionary of Biography. Australian National University. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fitzhardinge, L.F. Hughes, William Morris (Billy) (1862–1952). Australian Dictionary of Biography. Australian National University. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Ronald Munro Ferguson". Dictionary of Australian Biography. 
  13. Brian Carroll; From Barton to Fraser; Cassell Australia; 1978.
  14. Jones, 'The Foreign Policy of William Morris Hughes of Australia', p. 161.
  15. Jones, 'The Foreign Policy of William Morris Hughes of Australia', p. 161.
  16. Brian Carroll; From Barton to Fraser; Cassell Australia; 1978.
  17. Fitzhardinge, L.F. Hughes, William Morris (Billy) (1862–1952). Australian Dictionary of Biography. Australian National University. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 29 October 1952 باندې). Family Notices.
  19. Sydney Morning Herald, 1952: farewell to the "Little Digger"[۱]
  20. (په 3 April 1958 باندې). Death of Dame Mary Hughes.