بيا توليد (د خپل مثل زېږول)

بيا توليد (يا د خپل مثل توليد يا زیاتوالی) يوه بيالوژيکي پروسه ده، د کومې په مټ چې نوي انفرادي ژوندي موجودات – زوزات – د دوی د «اصل» يا والدينو څخه توليديږي. بيا توليد د ټولو پېژندل شويو ژونديو بنسټيزه ځانګړتيا ده؛ هر انفرادي ژوندی موجود د بيا توليد پر بنسټ موجود وي. د بیا توليد دوه ډولونه شته چې هغه دا دي: غیر جنسي او جنسي.

په غیر جنسي بيا توليد کې، يو ژوندی موجود کولای شي، د بل موجود له ښکېلتيا پرته خپل مثل توليد کړي. غیر جنسي بيا توليد تر يو حجروي ژونديو موجوداتو پورې محدود نه دی. د يو ژوندي موجود د خپل مثل پيدا کول د غیر جنسي بيا توليد يوه بڼه ده. د غیر جنسي بیا توليد په مټ، يو ژوندی موجود په جنيتيکي ډول يو شان يا خپل ځان ته ورته يوه کاپي پنځوي. د جنسي بيا توليد تکامل د بيالوژي پوهانو لپاره يوه ستره معما ده. د جنسي بيا توليد دوه برابره لګښت دا دی ۵۰٪ سلنه ژوندي موجودات خپل مثل پيدا کوي او ژوندي موجودات د خپلو جينونو يواځې ۵۰٪ سلنه لېږدوي.[۱][۲]

عموماً جنسي بيا توليد د دوو ځانګړو ژونديو موجوداتو تر منځ جنسي تعامل ته اړتيا لري چې «ګاميټس» بلل کېږي، کوم چې د عادي حجرو په نيمايي شمېر کروموزومونه لري او د «مايوسيس» په مټ پیدا کېږي، عموماً یو نر د همدې نوعې ښځینه بلاربوي، تر څو په هغې کې بلارب زايکوټ پیدا کړي. دا چاره داسې ژوندي موجودات يا زوزات پیدا کوي چې د د هغې ځانګړتياوې د دواړو والدينو ژونديو موجوداتو څخه اخستل شوي وي.

غير جنسي سمول

غېر جنسي بيا توليد يا بالمثل توليد هغه پروسه ده، د کوم په مټ چې ژوندي موجودات له جنيتيکي اړخه د خپل ځان په څېر يا کټ مټ بل نقل (کاپي/نسخه) پنځوي، بې له دې چې د بل ژوندي موجود جنيتيکي مواد پکې ونډه ولري. باکترياوي په دوه برخو د وېشل کېدو له لارې په غېر جنسي ډول تقسيميږي؛ وايرسونه د کوربه حجرو واک په لاس کې اخلي تر څو نور وايرسونه توليد کړي؛ هايدرادونه (د هايډرويا د ترتيب بې ملا تيره) او تومنې کولای شي چې د غوټيو په کولو سره د بيا توليد وړتيا ولري. عموماً دا ژوندي موجودات جلا جلا جنسيتونه نه لري او دوی د دې وړتيا لري چې خپل ځانون په دوه يا ډېرو نقلونو ووېشي (مات کړي). ډيری بوټي کولای شي چې په غېر جنسي ډول بيا توليد شي او باور کېږي چې د « Mycocepurus smithii» په نوم ميږيان (ميږتانه) په بشپړ ډول په غیر جنسي لارو چارو بيا توليديږي.

ځینې انواع چې په غیر جنسي ډول د بیا توليد وړتيا لري، لکه هايډرا، تومنه (وګورئ د تومنو جوړه کېدل)  او جيلي کب، د دوی لپاره دا هم شونې ده چې د جنسي عمل له لارې بيا توليد شي. د بېلګې په ډول: ډېری بوټي د زرغونېدو (راټوکېدلو) بيا توليد وړتيا لري – له تخم او زړي پرته – خو دا هم شونې ده چې د جنسي عمل له لارې بيا توليد شي. د باکترياوو په څېر، شونې ده چې د یو ځای کېدو له لارې جنيتيکي معلومات سره شريک کړي.

د غیر جنسي بيا توليد په نورو لارو کې «پارټينوجينيسيس» (بې له نارينه سره د يو ځای کېدو له لارې)، چاوديدلو او تخم د کرلو له لارې بيا توليد شامل دی، په کوم کې چې «مايتوسيس» ښکېل وي (مايتوسيس يعنې د حجرو غیر مستقيم وېش). «پارټينوجينيسيس» د جنين يا تخم وده او پرمختګ دی، بې له دې چې د نارينه له خوا بلاربول منځ ته راشي. «پارټينوجينيسيس» په طبيعي ډول په ځینو انواعو کې منځ ته راځي، ښکته بوټي (چېرې چې هغې ته اپوميکسيس ويل کېږي)، بې ملا تيره (لکه د اوبو ورږې، سپږۍ، ځينې موچۍ او پرازيتي غومبسې) او د ملا تير لرونکي (لکه: ځينې خځنده، کبان او ډېر کم وخت مرغۍ او شارک ماهيان). کله ناکله دا د دې لپاره هم کارول کېږي چې په «هرمافروډيټيک» (هغه ژوندی موجود چې ښځينه او نارینه تناسلي الې دواړه ولري) انواعو کې د بيا توليد طريقې تشرېح کوي، کوم چې خپله بلاربېږي.[۳][۴][۵]

جنسي سمول

جنسي بيا توليد یوه بيالوژيکي پروسه ده، کومه چې د دوو ژونديو موجوداتو د جنيتيکي موادو په يو ځای کولو سره يو نوی ژوندی موجود پنځوي، دا چاره په يوه داسې پروسه کې تر سره کېږي چې له «مايوسيس» څخه پېليږي، کومه چې د حجرې د وېش يو ځانګړی ډول دی. د هر مور او پلار ژوندي موجود د زوزات په جنيتيکي جوړښت کې نيمايي ونډه لري چې «هاپلوايډ ګاميټونه» جوړوی. ډېری ژوندي موجودات دوه جلا جلا ډوله «ګاميټونه» جوړوي. په دې توپير لرونکو انواعو کې دوه جنسيتونه نارينه (کوم چې سپرم يا مايکروسپورز توليدوي) او ښځينه (چې هګۍ يا ميګاسپورزونه تولیدوي) بلل کېږي. په يو شان انواعو کې، ګاميټونه په بڼه کې سره يو شان يا ممثال دي (اسوګامايټسونه)، خو شونې ده چې سره جلا کېدونکي خاصيتونه ولري او شونې ده چې بیا نور جلا نومونه ورکړل شي (وګورئ ايسوګامي). د نمونې په ډول: په شنو اوبړيو « Chlamydomonas reinhardtii » کې، هغه څه شته چې «جمع» او «منفي» ګاميتونه بلل کېږي. د فونګي او وېښته لرونکي « Paramecium aurelia» له يو څخه زيات جنسيتونه لري چې چې «ساينجينز» يې بولي. ډېری ژوي (د انسانانو په ګډون) او بوټي د جنسي عمل له لارې بیا توليديږي. د جنسي عمل له لارې بيا توليدونکي ژوندي موجودات د هرې ځانګړتيا لپاره د جينونو جلا جلا ټولګې لري. زوزات يې له هر مور او پلار څخه د هرې ځانګړتيا لپاره يو «اليل» په مېراث وړي. په همدې بنسټ، زوزات د والدينو د جينونو ګډوله له ځانه سره لري. دا باور کېږي چې د خرابو اليلونو پوښ لرونکو ژونديو کې يو غالب «ډپلومايډ» پړاو د يو تکامل ملاتړ کوي، کوم چې د هيپلويډ او ډپلويډ پړاونو تر منځ بدليږي رابدليږي، چېرې چې بيا يو ځای کېدل په ازادانه ډول منځ ته راتلای شي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

برايوفايټس (يو ډول کوچنی پوست شين بوټی دی) د جنسي عمل له لارې خپل مثل تولیدوي، خو ستر او عموماً د ليدو وړ ژوندي موجودات «هاپلوياډ» (بې جوړې) دي او ګاميټونه توليدوي. ګاميټونه له يو بل سره نښلي او زايګوټ جوړوي، کوم چې «سپورانګيوم» ته تکامل پیدا کوي، دا بيا په خپل وار سره «هاپلوياډ» تخم تولیدوي. د «هايپلويډ» د پړاو په پرتله د «ډيلوايډ» پړاو کوچنی او د لنډې مودې ژوند لرونکې ده، په دې معنا چې هايپلويډ واکمن دی. د ډيپلوايډ، «هيټروسيس» (بدلون) ګټه يواځې د ډيپلوايډ ژوند په نسل کې شته. برايوفايټس د دې حقيقت سره سره جنسي بيا توليد په خپل ځای ساتي چې هاپلوايډ له «هيټروسيس» څخه ګټه نه اخلي. شونې ده دا د دې څرګندونه وکړي چې جنسي بيا توليد له «هيټروسيس» پرته نورې ګټې لري، لکه: د انواعو د غړیو تر منځ جنيتيکي بيا يوځای کېدل، د پراخه لړۍ خوصياتو څرګندولو ته اجازه ورکول او په دې ډول دا نفوس د دې وړ ګرځوي چې د چاپېريال له بدلون سره ژوندي پاتې شي.

ايلګومي (د يوه ګل له ګردې څخه د بل ګل بلاربېدل يا ذخېزه کېدل) سمول

ايلګومي د ګردې د تبادلې له لارې د ګلانو بلاربېدل يا زرخېزه کېدل دي، دا هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د يو ګل هګۍ د يوه جلا بوټي د ګل د ګردې څخه د سپرم استولو په مټ بلارب شي. شونې ده چې ګرده د ګردې د لېږدونکو يا ناژونديو لېږدونکو په مټ منتقل شي لکه باد. بلاربېدل هغه مهال پيليږي، کله چې دا ګرده د ګردې د نل له لارې يوې ښځينه ګاميټ ته ورسول شي. ايلګومي د متقابل بلاربېدو په نوم هم يادېږي، له «اټوګيمي» يا «جيټونوګيمي» سره توپير لري، کوم چې د خپله بلاربېدو طريقې دي.

اټوګيمي (خپله بلاربېدل-له خپل ځان څخه القاح) سمول

خپله بلاربېدل چې د اټوګيمي په نوم هم پېژندل کېږي، په «هرمافروډټک» (خنثي) ژونديو موجوداتو کې منځ ته راځي، چېرې چې په بلاربېدو کې سره يو ځای کېدونکي دوه ګاميټسونه له يو فرد څخه منځ ته راځي، لکه ډېر رګ لرونکي بوټي، ځينې «فارامينفيرنس» او ځينې سيليټسونه. د اټوګيمي اصطلاح کله ناکله د ګردې له لارې په خپله د بلاربېدو لپاره هم کارول کېږي (اړینه نه ده چې خامخا بريالۍ بلاربېدنه/القاح منځ ته راشي) او په همدې يو ګل کې په خپله د ګردې تر لاسه کول تشرېح کوي، دا له «جيټونوګيمس» ګرده تر لاسه کولو سره توپير لري، يعنې په همدې يو ګل نيونکې بوټي کې له يو ګل څخه بل ګل ته د ګردې لېږد، يا په يو «جمنا سپرم» بوټي کې (هغه ژوی چې خنثی وي يا ښځينه او نارينه دواړه الې ولري).[۱۱]

ماټوسس او مايوسس (لومړی يې هغه دی چې له يوې حجرې دوه او دويم يې هغه دی چې له يوې حجرې څلور جوړېږي). سمول

ماټوسس او مليوسس د حجرو د وېش ډولونه دي. ماټوسس په سوماټيک حجرو (جسدي حجرو) کې منځ ته راځي، په داسې حال کې چې مايوسس په ګاميټونو کې پېښېږي.

ماټوسس: د ماټوسس په پايله کې د اصلي حجرو شمېر  دوه برابره کېږي. په زوزات حجرو کې د کروموزوم شمېر د والدين حجرې په اندازه پاتې کېږي.

مايوسس: د ميوسس په پايله کې د اصلي حجرو شمېر څلور باربره زياتېږي. د دې په پايله کې په حجرو کې د والدين حجره کې د شته کروموزومونو په نيمايي اندازه موجود وي. يو ډيبلايډ حجره د خپل ځان کاپي يا نقل وباسي، بيا له دوو وېشونو څخه تېرېږي (له ټيټراپلايډ څخه ډيپلومايډ څخه هيپلوايډ ته)، په دې پروسه کې څلور هيپلوياډ حجرې جوړېږي. دا پروسه په دوو برخو کې پر مخ ځي چې ميوسس I او ميوسس II بلل کېږي.

سرچينې سمول

  1. Ridley M (2004) Evolution, 3rd edition. Blackwell Publishing, p. 314.
  2. John Maynard Smith The Evolution of Sex 1978.
  3. Halliday, Tim R.; Adler, Kraig (eds.) (1986). Reptiles & Amphibians. Torstar Books. د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-920269-81-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  4. Savage, Thomas F. (September 12, 2005). "A Guide to the Recognition of Parthenogenesis in Incubated Turkey Eggs". Oregon State University. د اصلي آرشيف څخه پر November 15, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Female Sharks Can Reproduce Alone, Researchers Find", Washington Post, Wednesday, May 23, 2007; p. A02
  6. Griswold, M. D.; Hunt, P. A. (2013-01-01), "Meiosis", in Maloy, Stanley; Hughes, Kelly (المحررون), Brenner's Encyclopedia of Genetics (Second Edition) (په انګلیسي ژبه کي), San Diego: Academic Press, د کتاب پاڼي 338–341, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-096156-9, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Anisogamy". Encyclopedia of Animal Cognition and Behavior. (2019). Springer International Publishing. 1–5. DOI:10.1007/978-3-319-47829-6_340-1. ISBN 978-3-319-47829-6. “Anisogamy can be defined as a mode of sexual reproduction in which fusing gametes, formed by participating parents, are dissimilar in size.” 
  8. T.M. Sonneborn (1938). "Mating Types in Paramecium Aurelia: Diverse Conditions for Mating in Different Stocks; Occurrence, Number and Interrelations of the Types". Proceedings of the American Philosophical Society. American Philosophical Society. 79 (3): 411–434. JSTOR 984858. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Otto, S.P.; Goldstein, D.B. (1992). "Recombination and the Evolution of Diploidy". Genetics. 131 (3): 745–751. doi:10.1093/genetics/131.3.745. PMC 1205045. PMID 1628815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bernstein, H.; Hopf, F.A.; Michod, R.E. (1987). "The molecular basis of the evolution of sex". Adv Genet. 24: 323–370. doi:10.1016/s0065-2660(08)60012-7. PMID 3324702. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780120176243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Eckert, C.G. (2000). "Contributions of autogamy and geitonogamy to self-fertilization in a mass-flowering, clonal plant". Ecology. 81 (2): 532–542. doi:10.1890/0012-9658(2000)081[0532:coaagt]2.0.co;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)