بوینس آیرس

بوینس آیرس د ارجنټاین هیواد پلازمینه او لوی ښار او بندر دی.

د بوینوس آیرس خپلواک ښار
Ciudad Autónoma de Buenos Aires
(هسپانوي: Ciudad Autónoma de Buenos Aires)
(لاتيني امريکايي هسپانوي: Ciudad de Buenos Aires د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
په شپه کې د ښار منظره
په شپه کې د ښار منظره
په شپه کې د ښار منظره

ملکه ال‌پلالتا، د جنوبي امریکا پاریس، پلازمینه تانګو، د کتابونو ښار، پامپاس پاریس، د لاتینی امریکا هنري پلازمینه
په ارجنټاین هیواد کې د بوینوس آیرس خپلواک ښار نقشه
په ارجنټاین هیواد کې د بوینوس آیرس خپلواک ښار نقشه
په ارجنټاین هیواد کې د بوینوس آیرس خپلواک ښار نقشه

موقع د بوینوس آیرس خپلواک ښار
موقع د بوینوس آیرس خپلواک ښار
موقع د بوینوس آیرس خپلواک ښار
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۳۴°۳۶′۱۲″ سویل ۵۸°۲۲′۵″ لویدیځ / 34.60333°سويل 58.36806°لويديځ / -34.60333; -58.36806
خپلواکی ۱۵۳۶, ۱۵۸۰
اداري وېش
هیواد ارجنټاين
پلازمینه د:
حکومت
 • والي ماوریکیو ماکری
 • وکیلان ماریا ایګنیا استنسورو
سامویل کابانچیک
دانیل فیلموس
پراخوالی
 • ښار ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله  مربع)
 • ځمکه ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله  مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۴٬۷۵۸ کلوميټر٢ (۱٬۸۳۷ میله  مربع)
لوړوالی 25 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۰۱)
 • ښار ۲٬۸۹۱٬۰۸۲
 • د نفوسو کثافت ۱۴٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۷٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۱۲٬۸۰۱٬۳۶۴
د گڼه گوڼې نوم porteño (m), porteña (f)
وروستي مالومات
وخت زون ART (ه.ن.و۳-)
C1000-14xx  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ ۰۱۱
جيو کوډ 3435910  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AR-C[۱]  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
HDI high ۰٫۹۵۳
رسمي وېبپاڼه www.buenosaires.gov.ar
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بوېنس آیرس (په انګلیسي: Buenos Aires)، چې په رسمي توګه «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» (په سپانیوي: Ciudad Autónoma de Buenos Aires) یادېږي، د ارجنټاین پلازمېنه، تر ټولو لوی او لومړی درجه ښار دی. دغه ښار د ریو دو لا پاتا په لوېدیځه څنډه کې، د سویلي امریکا سویل‌ختیځ ساحل په غاړه واقع شوی دی. «Buenos Aires» کېدای شي د «ملایم شمال» یا «ښه هوا» په توګه وژباړل شي، خو پخوانۍ معنی یې، په شپاړلسمې پېړۍ کې د بنسټ اېښودونکو تعبیر ؤ، چې د «Real de Nuestra Señora Santa María del Buen Ayre» اصلي نوم په کارولو سره، د ایټالیا په ساردینیا کې د بوناریا له مدونا وروسته نومول شوی ؤ. [۶][۷]

د بوېنس آیرس ښار نه د بوېنس آیرس ولایت یوه برخه ده او نه د ولایت مرکز؛ بلکې یوه خپلواکمنه سیمه ده. په ۱۸۸۰ز کې، له څوګونو لسیزو سیاسي مبارزو وروسته، بوېنس آیرس فدرالي شو او د بوېنس آیرس له ولایت څخه ووت. د ښار محدوده پراخه شوه او د بېلګرانو او فلورس ښارونه په‌کې شامل شول؛ اوس‌مهال دواړه ښاري سیمې دي. د ۱۹۹۴ز کال د اساسي قانون تعدیل له‌مخې، دغه ښار خپلواکمن اعلان شو، له همدې امله، رسمي نوم یې «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» دی. ښاریانو په ۱۹۹۶ز کال کې د لومړي ځل لپاره د دولت مشر وټاکه؛ مخکې تر هغو، ښاروال د ارجنټاین ولسمشر له‌لورې په مستقیم ډول ټاکل کېده.[۸][۹]

تاریخ سمول

د ښکېلاک پېر سمول

په ۱۵۱۶ز کال کې، ماڼو او کاشف «خوان دیاز دو سولیس»، چې د سپانیا په نوم یې بېړۍ چلوله، لومړنۍ اروپایي وګړی ؤ چې ریو دو لا پاتا ته ورسېد. د اوسنۍ یوراګوای د چاروا قبیلې د یوه برید پر مهال ووژل شو او په‌دې سره یې ماموریت لنډ شو. د بوېنس آیرس ښار لومړي ځل لپاره د «Ciudad de Nuestra Señora Santa María del Buen Ayre» په نوم ونومول شو چې تحت‌اللفظي معنی یې «د ملایم شمال زموږ د سېنت آغلې ماري ښار» ده او بنسټ یې د ۱۵۳۶ز کال د فبروري په ۲یمه نېټه، د یوې سپانیایي استازې ډلې له‌خوا، چې مشري د پدرو دو مندوزا پر غاړه وه، کېښودل شوی دی. د مندوزا له‌لورې تاسیس شوی استوګنځی د اوس‌مهال بوېنس آیرس د سان تېلمو سیمې، د ښار د مرکز په سویلي څنډه کې واقع شوی ؤ.

د بومي وګړو له‌خوا د زیات‌شمېر بریدونو له‌امله، کډوال له دغې سیمې ووتل او په ۱۵۴۲ز کې متروکې سیمې ته واوښته. دوه‌یم (او دایمي) استوګنځی د خوان دو ګري له‌خوا د ۱۵۸۰ز کال د جون پر ۱۱یمه تاسیس شو؛ نوموړی له پارانا سیند څخه پورې واوښت او د اسونسیون (اوس‌مهال د پاراګوای پلازمېنه) له‌لارې دغې سیمې ته ورسېده. هغه دغه ښار د «Santísima Trinidad» په نوم یاد کړ او بندر یې «Puerto de Santa María de los Buenos Aires» ونومول شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

بوېنس آیرس له همهغه پيل څخه، تر ډېره سوداګرۍ ته تړلی ؤ. د اوولسمې پېړۍ په ډېریو کلونو کې، سپانیایي بېړۍ د سمندري غلو له ګواښ سره مخ وې، نو له‌دې امله هغو یو پېچلی سیسټم رامنځ‌ته کړ چې بېړۍ به د یوه نظامي محافظت په مرسته په یوه کاروان کې مرکزي امریکا ته لېږل کېدلې او له سویا څخه لیما، پیرو ته او وروسته بیا د سلطنت نورو ښارونو ته لېږدول کېدلې. له‌همدې امله، بوېنس آیرس ته د محصولاتو رسېدل ډېر وخت نیوه او د حمل او نقل د مالیاتو له‌امله یې لېږدونه ډېره ګرانه تمامېده. دغه طرحه د بوېنس آیرس سوداګران ناهیلي کړل او صنعت یوه غیررسمي ارامه بڼه ونیوله او د ښکېلاکي سیمو او له پرتګالیانو سره راکړه ورکړه پیل شوه، چې د چارواکو له‌خوا هم دغه ډول سوداګري تایید شوه. د سوداګرۍ دغه بڼه د پورتېنوییانو (د بندري ښارونو وګړي) او سپانیایي چارواکو ترمنځ خپګان راولاړ کړ.

نولسمه او شلمه پېړۍ سمول

د نولسمې پېړۍ په ډېریو کلنو کې د ښار سیاسي وضعیت د یوې حساسې موضوع په توګه پاتې شوه. دغه ښار پخوا د بوېنس آیرس ولایت پلازمېنه وه او د ۱۸۵۳ او ۱۸۶۰ز کلونو ترمنځ د بوېنس آیرس جلا شوي ایالت پلازمېنه وه. دغه موضوع تر یوه ځلي زیات د مبارزې په ډګر کې شخړه راولاړه کړه ترڅو دغه ستونزه په ۱۸۸۰ز کال کې حل شوه؛ سیمه فدرالي شوه او د دولت مرکز شو چې ښاروال یې د ولسمشر له‌خوا ټاکل کېده. کازا روزادا د ولسمشر ځای ؤ. [۱۳]

په بېوزله‌مېشتو سیمو کې د نري رنځ کچه ډېره لوړه وه او روغتیایي وضعیتونه وژونکي وو. د عامه روغتیا نومهال ډاکتران او سیاستوال په ټولیز ډول هم بېوزله وګړي او هم د هغو کاږه واږه استوګنځي (conventillos) او کورونه د دغې وېرجنې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه ګڼل. وګړو د ساري ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه، عامه روغتیایي کمپاینونو (لکه: د واټونو پر مخ د لاړو تو کولو، د ماشومانو او کوچنیانو لپاره د څارنې سختې کړنلارې او قرنطینونه چې کورنۍ یې له‌خپلو ناروغو عزیزانو څخه لېرې کولې) ته پام ونه‌کړ. [۱۴]

د ګمرکي مالیاتو، د ارجنټاین بهرنۍ سوداګرۍ او همدا راز د حاصل ورکوونکو لویو جلګو د رامنځ‌ته شوې شتمنۍ سربېره، د نولسمې پېړۍ په دوه‌یمې نیمایي کې د اورګاډي پتلیو پراختیا لپاره فابریکو ته د خامو موادو د راوړلو له‌امله د بوېنس آیرس اقتصادي قدرت کچه لوړه شوه. څرنګه چې بوېنس آیرس د اروپا کډوالو، په تېره بیا ایټالیاییانو او سپانیاییانو لپاره ډېر غوره ښار ؤ، له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۳۰ز کال پورې بوېنس آیرس یو څوفرهنګي ښار شو چې د اروپایي سترو پلازمېنو په کتار کې راغی. په دغه موده کې، د کولون تالار د نړۍ په کچه د اوپېرا غوره سالون وګرځېده او دغه ښار د راډیو، تلویزیون، سینما او تیاتر سیمه‌ییزه پلازمېنه وګرځېده. د ښار لوی واټونه د همدغو کلونو په لړ کې جوړ شول او د شلمې پېړۍ په پيل کې د سویلي امریکا تر ټولو جګې ودانۍ او د ځمکې لاندې لومړنی سیستم په دغه ښار کې تاسیس شو. له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۸۰ز پورې د ودانیو دوه‌یمې غوړېدا په اوږدو کې د ښار مرکز او ډېرو برخو په بڼه کې بدلون راوست.

بوېنس آیرس د ارجنټاین د نورو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پام هم ځان ته راواړوه. د ۱۹۳۰ز لسیزې په اوږدو کې د خوارانو محلې (د میسریا ویلاګانې) د ښار صنعتي سیمو پر چاپېره مخ په وده وې او له‌امله یې د بوېنس آیرس جمعیت په منځ کې ګڼ‌شمېر ټولنیزې ستونزې او تولنیز توپیرونه رامنځ‌ته شول. دغه ګارګران د پېرونیزم سیاسي قشر رامنځ‌ته کړ، چې دغه پېرونیزم د ۱۹۴۵ز کال د اکټوبر پر ۱۷مه، په پلازا دو مایو کې د محوري لاریونونو پر مهال راولاړ شو. د لوی بوېنس آیرس د صنعتي کړۍ کارګران د پېرونیزم اصلي ملاتړ کوونکې سرچینه وه او پلازا دو مایو په دغه هېواد کې د ډېریو لاریونونو او سیاسي پېښو ځای ؤ؛ سره له‌دې، د ۱۹۵۵ز کال د جون پر ۱۶مه، د سمندري ځواکونو یوې منشعبې ډلې پر پلازا دو مایو سیمې باندې بمبار وکړ چې له‌امله یې ۳۶۴ ملکي وګړي ووژل شول. دا یوازېنی ځل ؤ چې پر ښار باندې د هوا له‌لارې بمبار وشو او له دغې پېښې څخه درې میاشتې وروسته یو نظامي پاڅون ترسره شو چې په پایله کې یې د پېرون ولسمشر حکومت نسکور شو.[۱۵]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 2bd8607d-56fe-4fa1-96e3-3badd6a98588  — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  2. http://legislacao.prefeitura.sp.gov.br/leis/lei-14471-de-10-de-julho-de-2007
  3. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  4. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  5. https://kvs.gov.spb.ru/en/agreements/
  6. "Buenos Aires City". The American Heritage Dictionary of the English Language. (2001). Boston: Houghton Mifflin Harcourt. 
  7. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405881180 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ruiz Moreno, Isidro (1986). La federalización de Buenos Aires: debates y documentos. Buenos Aires: Buenos Aires: Hyspamerica. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-950-614-467-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Censo 2010. Resultados provisionales: cuadros y grá" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Aborígenes de la Argentina Archived 5 June 2014 at the Wayback Machine.. (Spanish) John D. Torres Barreto. Retrieved 9 February 2012.
  11. Pedro de Mendoza. (Spanish) Retrieved 8 February 2012. Archived 11 July 2014 at the Wayback Machine.
  12. "Calendario Histórico – Segunda fundación de Buenos Aires" (په هسپانوي ژبه کي). Government of the Autonomous City of Buenos Aires. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Calendario Histórico – Segunda fundación de Buenos Aires" (په هسپانوي ژبه کي). Government of the Autonomous City of Buenos Aires. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Diego Armus, The Ailing City: Health, Tuberculosis, and Culture in Buenos Aires, 1870–1950 (2011)
  15. Guía visual de Buenos Aires centro histórico, Clarín Viajes, 2001.