بس یا سرویس د مسافر وړونكى موترانو څخه دي چی د هېوادو په حمل و نقل کی مهم رول لوبوي. په اوس وخت کی سرویس د نړۍ تر ټولو پراخه ترانسپورتی وسيله ده. بسونه د ډایزل ماشین په مرسته خوځول کېږي. خو په اوس وخت کی بسونه چی برقي ماشین لري هم شته.

د پاکستان سرویس
د کابل عصري مسافروړونکي موټر

تاریخ

لمړنی بس په ۱۸۹۵ کال کی کارل بنز (Karl Benz) لخوا جوړ شو او لمړني د بس سرویس خط په لندن کی په ۱۸۹۹ کال کی پیدا شو. خو په دغه بس سرویس کی یوازې لس مسافرین ځائيدای شول. په اوس وخت کی عصری بسونه کولای شي دری واگونونه ولری او وزن يی اته ديرش اعشاريه اوه تڼو ته ورسيږی.