برېښنايي مقناطيسي طيف

برېښنايي مقناطيسي طيف د برېښنايي مقناطيسي وړانګو او د هغوی اړوند څپې اوږدوالي او فوتون انرژيو د پرله پسې پېښېدنو (طيف) لړۍ ده.

برېښنايي مقناطيسي طيف، هغه برېښنايي مقناطيسي څپې رانغاړي، چې فريکوينسي لړۍ يې له يو هرتز ښکته څخه تر ۱۰۲۵ هرتز پورې وي او همدارنګه له زرګونو کیلومترو ښکته څخه د يوې اتومې هستې د اندازې تر ماتېدنې پورې د څپې اوږدوالي ته ځواب ويونکی دی. د فريکوينسي دا لړۍ په بېلو ډلو وېشل شوې ده او په هره ډله کې يې برېښنايي مقناطيسي څپې په بېلابېلو نومونو سره يادېږي. يادې څپې چې د طيف د ټيټې فريکوينسۍ (اوږدې څپې) په پای کې پيل کېږي، بې سيم څپې، کوچنۍ څپې، انفرا ريډ، د ليدلو وړ رڼا، له بنفش پورته (ماورا بنفش) او ايکس وړانګې دي. ګاما وړانګې د لوړې فريکوينسۍ (لنډې څپې) په پای کې دي. په دې هره ډله يا کړۍ کې برېښنايي مقناطيسي څپې راز راز ځانګړتياوې لري. لکه: دوی څه ډول توليدېږي، له مادې سره څه ډول غبرګون يا تعامل کوي او عملي کاريالونه يې [څه يا څه ډول] دي. د اوږدو څپو لپاره معلوم بريد يا حد نه شته، په داسې حال کې چې فکر کېږي، د لندې څپې بريد يا حد د Planck اوږدوالي ته نږدې دی. خورا ماورا بنفش، د ايکس نرمې وړانګې، د ايکس سختې وړانګې او ګاما وړانګې په برېښنايي ذرو د بدلېدونکو وړانګو په توګه ځکه ډلبندي کېږي، چې د دوی فوتونونه د اتومونو د ايونايز کولو لپاره پوره انرژي لري، چې د کيمياوي تعامل لامل کېږي. له دې وړانګو سره مخامخ کېدل، روغتيايي ګواښ کېدلی شي، چې د وړانګې ناروغۍ، DNA زيانمنولو او سرطان سبب کېږي. د ليدلو وړ رڼا وړانګې د څپې اوږدوالي او ورڅخه ښکته ته نه ايونايز کېدونکې (چې پر چارج لرونکو ذرو باندې نه شي بدلېدلی) وړانګې ځکه وايي، چې د يادو اغېزو لامل نه شي کېدلی. [۱]

د فريکوينسي په پورتنيو زياتره ډلو کې په فزيکي ډول د بېلابېلو فريکوينسيو د څپو د بېلولو په موخه، د سپېکټروسکوپي يا منظر ښودونکي (طيف نما) په نوم له يو تخنيک څخه ګټه اخيستل کېږي، چې د جوړونکو فريکوينسيو څرګندونکی يو منظر توليدوي. ياد تخنيک له مادې سره د برېښنايي مقناطيسې څپو د غبرګونونو د څېړلو په موخه کارول کېږي. نورې ټيکنالوژيکي کارونې د برېښنايي مقناطيسي وړانګې تر سرليک لاندې تشرېح شوې دي.

ټولګی Wavelength

{\displaystyle \lambda }د څپې اوږدوالی

Frequency

پرله پسې پېښېدنه يا فريکوينسي{\displaystyle f}

Energy per

photon

{\displaystyle E}انرژي پر فوټون

Ionizing

radiation

ايونايز کېدونکې وړانګه

γ Gamma rays

ګاما وړانګې

1 pm 300 EHz 1.24 MeV
10 pm 30 EHz 124 keV
HX Hard X-rays

د ايکس سختې وړانګې

100 pm 3 EHz 12.4 keV
SX Soft X-rays

د ايکس نرمې وړانګې

1 nm 300 PHz 1.24 keV
10 nm 30 PHz 124 eV
EUV Extreme

ultraviolet

له بنفش څخه خورا هاخوا

100 nm 3 PHz 12.4 eV
NUV Near ultraviolet,

visible

له بنفش څخه هاخوا ته نږدې، د ليدلو وړ

1 μm 300 THz 1.24 eV
NIR Near infrared

انفرا ريډ ته نږدې

10 μm 30 THz 124 meV
MIR Mid infrared

منځنۍ انفرا ريډ

100 μm 3 THz 12.4 meV
FIR Far infrared

لرې انفرا ريډ

1 mm 300 GHz 1.24 meV
Micro-

waves


and


radio

waves

کوچنۍ څپې

او

راډيويي يا بې سيم څپې

EHF Extremely high

frequency

په بې ساري ډول لوړه فريکوينسي

1 cm 30 GHz 124 μeV
SHF Super high

frequency

خورا لوړه فريکوينسي

1 dm 3 GHz 12.4 μeV
UHF Ultra high

frequency

له لوړې څخه پورته فريکوينسي

1 m 300 MHz 1.24 μeV
VHF Very high

frequency

ډېره لوړه فریکوينسي

10 m 30 MHz 124 neV
HF High

frequency

لوړه فریکوينسي

100 m 3 MHz 12.4 neV
MF Medium

frequency

منځنۍ فريکوينسي

1 km 300 kHz 1.24 neV
LF Low

frequency

ټيټه فريکوينسي

10 km 30 kHz 124 peV
VLF Very low

frequency

ډېره ټيټه فريکوينسي

100 km 3 kHz 12.4 peV
ULF Ultra low

frequency

له ټيټې څخه هاخوا فریکوينسي

1 Mm 300 Hz 1.24 peV
SLF Super low

frequency

خورا ټيټه فريکوينسي

10 Mm 30 Hz 124 feV
ELF Extremely low

frequency

په بې ساري ډول ټيټه فريکوينسي

100 Mm 3 Hz 12.4 feV
[۲][۳]Sources: File:Light spectrum.svg

تاريخچه او موندنه سمول

انسان تل د ليدلو وړ برېښنا او وړانګيزې تودوخې څخه خبر دی، مګر د تاريخ د ډېرې برخې لپاره روښانه نه وه، چې دا ښکارندې سره تړلې وې يا د يو څه پراخه اصل استازې وې. لرغونو يونانيانو درک کړه، چې رڼا په سيده ليکو کې يون کوي او د غبرګون يا انعکاس او ماتېدنې په ګډون يې د هغه ځيني ځانګړتياوې وڅېړلې. رڼا د ۱۷ پېړۍ له پيل څخه په ژور ډول وڅېړل شوه، چې همدا چاره د مهمو توکو، لکه: تيليسکوپ او مايکروسکوپ د رامنځته کېدنې لامل شوه. اسحق نيوټن لومړنی شخص و، چې د رنګونو د هغې لړۍ لپاره يې د طيف (spectrum) اصطلاح وکاروله، چې سپينه رڼا په يو منشور سره وېشل کېدلی شي. نيوټن چې په ۱۶۶۶ ز کې يې خپلې هڅې پيل کړې، ويې ښودله چې ياد رنګونه رڼا ته ذاتي يا اصلي وو او بېرته سپيني رڼا کې يو ځای کېدلی شول. د ريني ديکارت (Rene Descartes)، رابرت هوک (Robert Hook) کرېسټيان هوجينس (Christiaan Huygens) او نيوټن تر منځ په دې اړه يوه مناظره راپورته شوه، چې ايا رڼا د څپې طبيعت يا ځانګړتيا لرله او که ذروي طبيعت. لومړنيو درې پوهانو د څپې تشرېح غوره ګڼله، مګر نيوټن د ذرې تشرېح پلوي کوله. Huygens په ځانګړې ډول په ښه ډول پرمختللې نظريه درلوده، چې نوموړی ورڅخه د غبرګون يا انعکاس او ماتېدنې قوانين تر لاسه کولی شول. نږدې ۱۸۰۱ ز کال کې توماس ينګ (Thomas Young) په خپل (two-slit) [دوه ټوټې] ازمېښت سره د يوې روښانه ميلې د څپې اوږدوالی اندازه کړ، چې په دې ډول د پايلې په توګه څرګنده شوه، چې رڼا يوه څپه وه.

په ۱۸۰۰ ز کې ويليم هرشيل (William Herschel) انفرا ريډ وړانګه کشف کړه. نوموړي د يوه منشور په واسطه د رڼا د وېش له مخې د يو ترمامېتر په خوځولو سره د بېلابېلو رنګونو د تودوخې درجه څېړله. نوموړي څرګنده کړه چې: د تودوخې تر ټولو لوړه درجه له سور رنګ څخه هاخوا وه. هغه نظريه ورکړه چې د تودوخې د درجې دا بدلون د «ګرموونکو وړانګو» له امله و. يادې وړانګې د برېښنايي وړانګې يو ډول دی، چې نه شي ليدل کېدلی. راتلونکی کال چې Johann Ritter د طيف په بل پای کې کار کاوه، د نوموړي په اند «کيمياوي وړانګې» څرګندې کړې، چې دا هم د رڼا نه لېدونکې وړانګې دي، چې ځيني کيمياوي غبرګونونه هڅوي. دوی د بنفش رڼا د ليدلو وړ وړانګو برخه کې په ورته ډول عمل وکړ، مګر په طيف کې له دوی څخه هاخوا (تر شا) وې، چې وروسته له بنفش څخه د هاخوا (ماورا بنفش) وړانګې په نوم ونومول شوې. [۴][۵]

د برېښنايي مقناطيس ځانګړتيا (electromagnetism) څېړل په ۱۸۲۰ ز کې هغه مهال پيل شول، چې هينس عيسوي اورسټيډ (Hans Christian Orsted) کشف کړل، چې برېښنايي بهيرونه مقناطيسي سيمې تولیدوي (د Oersted قانون). رڼا په لومړي ځل ۱۸۴۵ ز کال کې هغه مهال په برېښنايي مقناطيسي ځانګړتيا پورې وتړل شوه، چې Michael Faraday وکتل چې د يوې رڼې مادې له لارې د يون کوونکې رڼا قطبي کېدنې يوې مقناطيسي سيمې ته خوا ورکړه. د ۱۸۶۰ لسيزې پر مهال جيمز کلرک ماکسول (James Clerk Maxwell) د برېښنايي مقناطيسي سيمې لپاره څلور يو څه توپيري مساواتونه (معادلې) رامنځته کړې، چې د ماکسول د مساواتونو په نوم يادېږي. يادو دوو مساواتو په سيمه کې د څپو شونتيا او کړه وړه اټکل کړل. د دې نظرياتي څپو د چټکتيا په تحليلولو سره ماکسول وپوهېده، چې دوی بايد په يوه داسې چټکتيا يون وکړي، چې د رڼا له معلومې چټکتيا سره نږدې وه. په ارزښت کې د دې تصادف حيرانتيا لامل شوه، چې مکسول دا پايله تر لاسه کړې چې رڼا خپله د برېښنايي مقناطيسي څپې يو ډول دی. د مکسول مساواتونو د برېښنايي مقناطيسي څپو د پرله پسې پېښېدنو (فريکوينسيو) يوه ناټاکلې لړۍ اټکل کړه، چې ټول د رڼا په چټکتيا يون کوي. دا د بشپړ برېښنايي مقناطيسي منظر يا طيف د شتون لومړنۍ نښه وه.

د مکسول له لورې اټکل شويو څپو انفرا ريډ وړانګې سره په پرتلنې، په خورا ټيټو فريکوينسيو کې څپې راونغاړلې، چې په نظريه کې د يو معلوم ډول په يوه عادي برېښنايي لاره کې ښايي د خوځنده چارجونو په واسطه رامنځته شي. د مکسول معادلو د ثابتولو او د دې ډول ټيټې فريکوينسي لرونکي برېښنايي مقناطيسي وړانګې د موندنې د هڅې په موخه په ۱۸۸۶ز کال کې فزيکپوه هينريچ هرتز (Heinrich Hertz) د هغه څه د توليدولو او موندلو په موخه يو ميکانيزم جوړ کړ، چې نن ورځ يې راډيوي څپې بولي. هرتز يادې څپې وموندلې او دا پايله يې تر لاسه کولی شوه، چې يادو څپو د رڼا په چټکتيا يون وکړ. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې نوې وړانګه د ډول ډول دوو برېښنايي رسنیو له لارې رڼا سره په ورته ډول منعکس کېدلی او ماتېدلی شي. د بېلګې په ډول: هرتز کولی شول، د ونې له کنډ څخه د جوړې شوې عدسيې په کارونې سره پر څپو باندې تمرکز وکړي. په يوه وروستي ازمېښت کې هرتز په ورته ډول د کوچنيو څپو ځانګړتياوې توليد او اندازه کړې. د څپو دې نويو ډولونو، لکه: د بېسيم ټيلګراف او راډيو اختراعاتو ته لاره هواره کړه.

په ۱۸۹۵ ز کې ويلهيم رونټجين (Wilhelm Rontgen) د وړانګې اچونې يو بل ډول ته پام شو، چې د لوړ ولټېج پر وړاندې د ايښودل شوي خالي تيوب سره د يوه ازمېښت پر مهال خپره شوه. نوموړي دا وړانګه اچونه د «ايکس وړانګه» ونوموله او ويې موندل، چې يادو وړانګو د انسان د بدن په غړو کې د حرکت کولو وړتيا درلوده، مګر د يو څه کلک يا غليظ جسم، لکه هډوکو په واسطه منعکس يا بندېدلې. له ډېر وخت څخه مخکې د دې بې سيم انځور اخيستنې (راډيوګرافي) لپاره زياتې کارونې موندل شوې وې.

د برېښنايي مقناطيسي طيف وروستۍ برخه د ګاما وړانګو په موندنې سره ډکه شوه. په ۱۹۰۰ ز کال کې هغه مهال چې پاول ويلارډ (Paul Villard) د راديم د راډيو اکټيف وړانګو توليد څېړه، د وړانګه اچونې يو بل ډول يې وموند. نوموړي يې په اړه په لومړيو کې فکر وکړ چې ياده وړانګه د الفا او بېتا ذرو ته ورته ذرې لرې، مګر د دواړو په پرتله خورا پياوړی نفوذ لري. که څه هم په ۱۹۱۰ ز کال کې بریتانوي فزیکپوه ويليم هنري برېګ (William Henry Brigg) څرګنده کړه، چې ګاما وړانګې برېښنايي مقناطيسي وړانګې دي، مګر ذرې نه دي او په ۱۹۱۴ ز کال کې ايرنسټ راترفورډ (Ernest Rutherford) او ايډوارډ انډرېډ (Edward Andrad) د دوی د څپو اوږدوالي اندازه کړل او ويې موندل، چې ګاما وړانګې د ايکس وړانګو ته ورته وې، مګر د څپو اوږدوالی يې ورڅخه يو څه لنډ و. د Rutherford په اړه د يادونې وړ ده، چې نوموړي په ۱۹۰۳ز کال کې يادې وړانګې وروسته، له هغې ګاما ونومولی، چې په بنسټيز ډول د چارج لرونکو الفا او بيتا ذرو څخه د ګاما ذرو بېلوالی يې درک کړ.  

د څپې او ذرې بحث په ۱۹۰۱ ز کې هغه مهال بيا پيل شو، چې Max Planck وموندل، چې رڼا يوازې په بېله اندازه کې جذبېږي، چې نن ورځ يې فوټونونه بولي او دا معنا چې رڼا ذروي طبيعت لري. دا نظريه په ۱۹۰۵ز کال  کې د البرت انسټاين له لورې روښانه شوې وه، مګر Planck او نورو زياتو معاصرو پوهانو هيڅکله نه وه منلې. د پوهې (ساينس) معاصر دريځ دا دی، چې برېښنايي مقناطيسي وړانګه اچونه ،د څپې او ذرې دواړه طبيعتونه (wave-particle duality) لري. له دې درېځ څخه راپورته کېدونکي مخالفتونه اوس هم د پوهانو او فيلسوفانو له لورې بحث کېږي.

سرچينې سمول

  1. Bakshi, U. A.; Godse, A. P. (2009). Basic Electronics Engineering. Technical Publications. د کتاب پاڼي 8–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8431-580-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. What is Light? Archived December 5, 2013, at the Wayback Machine. – UC Davis lecture slides
  3. Elert, Glenn. "The Electromagnetic Spectrum". The Physics Hypertextbook. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Herschel Discovers Infrared Light". Cool Cosmos Classroom activities. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۳. He directed sunlight through a glass prism to create a spectrum […] and then measured the temperature of each colour. […] He found that the temperatures of the colours increased from the violet to the red part of the spectrum. […] Herschel decided to measure the temperature just beyond the red of the spectrum in a region where no sunlight was visible. To his surprise, he found that this region had the highest temperature of all. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Davidson, Michael W. "Johann Wilhelm Ritter (1776–1810)". The Florida State University. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. Ritter […] hypothesized that there must also be invisible radiation beyond the violet end of the spectrum and commenced experiments to confirm his speculation. He began working with silver chloride, a substance decomposed by light, measuring the speed at which different colours of light broke it down. […] Ritter […] demonstrated that the fastest rate of decomposition occurred with radiation that could not be seen, but that existed in a region beyond the violet. Ritter initially referred to the new type of radiation as chemical rays, but the title of ultraviolet radiation eventually became the preferred term. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)