Ethanol
اېتنول
د کیمیایی فورمول C2H5OH
نقطه ذوب 114°C-
کثافت 0,789 g/cm3

اېتنول (په لاتين: Ethanol) د الکلونو څخه دی چې کیمیایی فورمول یی C2H5OH دي. نوموړي ترکیب د سوځيدونکي توکو څخه دی چې خاصی بوی لري. اېتنول عضوی ماده ده چې په کیمیایی صنعت کی د درملونو، عطرونو ، سوځندو موادو ، نورو کیمیایی توکو او شرابونو د جوړولو لپاره کارېږي.

د اېتنول جوړول

اېتنول د سادو کاربوهایډرېټو (شکرو) څخه د خمیر په مرسته جوړېږي. په اوس وخت کی په ځانگړي ډول د شکرو د خمیره کېدلو لپاره Saccharomyces cerevisiae کارېږي خو د اېتنول مصناعی تولید هم کارېږي.

د اېتنول طبیعی تولید

C6H12O6 → 2 C2H5OH + 2 CO2

د اېتنول مصناعی تولید

په اوس وخت کی په صنعت کی د اېتنول جوړولو لپاره د هیدروژنو کونکی طریقه کارېږي.

HC≡CH + H2 + H2O → CH3–CHO CH3–CHO + H2 → CH3–CH2OH

اېتنول

اېتنول تر خوړلو وروسته په روډې کی وینو ته جذب شوي دي. نوموړي توکه په ینې کی د انزایمونو په مرسته په استالدهید او وروسته استیک اسید تبدیل شوي دي. اېتنول پر انسان باندی خوشحالی آغېزه لری. خو د اېتنول لوی خوراک په ماغزې کی د گابا رېسپتورونه (GABA receptor) بندوی او د مرکزي عصبی سیستم کار کم کوی. د دې په سبب اېتنول عصبی مخدر بلل کېږي. مسلمنان د الکل خوړلو ته په بده سترگه گوري او الکل خوړل په اسلامی هېوادونو کی هم منع دی. خو کله چې درمل دالکل محتوی ولري نو په دی صورت کی مسلمانو ته اجازه ده دغه درمل وخوري.