ای اچ ۶۴ آباچی (په انگرېزي: AH-64 Apache) د بریدکونکی امریکایی چورلکه ده چې د ټانکونو او مځکنی هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. دغه چورلکه (هلیکوپتر) کولای سی په شپه کې او د باران په وخت کې جگړه وکړي. امریکایی پوځ د هغی هلیکوپتر څخه په رسمی ډول ۱۹۸۲ کال څخه کار واخیست. د ای اچ ۶۴ آباچی چورلکه هم مصر، یونان، اسراییل، کویت، سعودی عربستان ته صادره شوه. د اشغال ځواکونه په افغانستان کې دغه هلیکوپتر هم په جگړیزو تجهیزاتو کی لری. هر چورلکه کولای سی ۱۶ رهبری شوی توغندی یا ۴ راکتی اندازونه (لانچر) ولری. د چورلکې تر کابین لاندی د ۳۰ م.م. ماشیندار نصبېږي.

ای اچ ۶۴ آباچی په بغداد کې