ایلبرېج ګېري

ایلبرېج ګېري (د ۱۷۴۴ ز کال د جولای له ۱۷ مې(د تاریخ په پخوانۍ بڼه د ۱۷۴۴ ز کال د جولای له ۶مې) نه د ۱۸۱۴ ز کال د نومبر تر ۲۳ مې پورې) د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو، سیاستوال او ډیپلومات و چې له ۱۸۱۳ ز کال نه تر ۱۸۱۴ ز کال پورې تر خپلې مړینې یې د پنځم ولسمشر مرستیال په توګه د جیمز مدیسون تر واک لاندې دنده ترسره کړه. د gerrymandering سیاسي اصطلاح(د ټاکنیزو حوزو غیر عادلانه وېش) د نوموړي له نامه نه اخیستل شوې ده. هغه د ولسمشر د مرستیال په توګه دویم کس و چې د دندې پر مهال له نړۍ سترګې پټوي.

ایلبرېج ګېري
(انګلیسي: Elbridge Thomas Gerry د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایلبرېج ګېري
ایلبرېج ګېري

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ جولای ۱۷۴۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه 23 نومبر 1814 (70 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د زړه ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۵]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ایلبرېج ګېري
ایلبرېج ګېري

ګېري چې په یوه بډایه سوداګره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۷۶۰ ز کلونو کې د بریتانوي استعمار د سیاست پر وړاندې په کلکه ودرېد او د امریکا په انقلابي جګړه کې د مقاومت د لیکو د سمبالولو په لومړیو پړاوونو کې کارنده کس و. کله چې ګېري دویم کانټینینټل کانګرس ته لاره و موندله، هم یې د خپلواکۍ اعلامیه او هم یې د کنفدراسیون مادې لاسلیک کړې. نوموړی له هغو درېیو کسانو نه وو چې په ۱۷۸۷ ز کال کې یې د اساسي قانون په کنوانسیون کې ګډون کړی و او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لاسلیک کولو نه یې ډډه وکړه، ځکه چې نوموړی قانون د لاسلیک پر مهال د حقونو قانون له ځانه سره نه درلود. د قانون له تصویب وروسته، نوموړي د متحده ایالاتو کانګرس ته لاره و موندله، چې په هغه ځای کې نوموړی د انفرادي او دولتي آزادیو د ملاتړي په توګه د حقوقو د قانون د مسودې په ترتیب او تصویب کې کارنده ونډه درلوده.

په لومړیو کې ګېري د سیاسي ګوندونو د را منځ ته کېدو د نظر مخالف و او د سیاسي وېش په دواړو خواوو کې یې د فدراليستانو او دیموکرات-جمهوریت غوښتونکو ترمنځ پرله پسې ملګرتیا ته وده ورکوله. نوموړی د یو ډیپلوماتیک پلاوي د غړی په توګه فرانسې ته ولاړ او د XYZ په قضیه کې فدرالیسټانو هغه د خبرو اترو د ناکامۍ پړ و ګڼلو، چې له نا سم چلند سره مخامخ شو. له هغې وروسته ګېري دیموکرات جمهوري غوښتونکی شو، په ۱۸۱۰ ز کال د چوکۍ له ګټلو نه وړاندې څو ځله د ماساچوسټس د والي د چوکۍ په سیالۍ کې پاتی راغی. د نوموړي په دویمه دوره کې، مقننه قوې د سنا لپاره نوې ایالتي ولسوالۍ تصویب کړې چې د gerrymandering سیاسي اصطلاح(د ټاکنیزو حوزو غیر عادلانه وېش) د رامنځ ته کېدو لامل شو، ، که څه هم د سنا مجلس دیموکراتیک جمهوریت پاتې شو، هغه ​​​​راتلونکې ټاکنې له لاسه ورکړې. وروسته ګېري د دیموکراتیک جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند شو او د ۱۸۱۲ ز په ټاکنو کې د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. ګېري چې په عمر کې زوړ او له ناسم روغتیايي حالت سره مخامخ و، تر مړینې دمخه د په دفتر کې خپلې دورې ۲۰ میاشتې خدمت ترسره کړ. نوموړی د خپلواکۍ د اعلامیې یوازینی لاسلیک کوونکی دی چې په واشنګټن ډي سي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې سمول

ګېري د ۱۷۴۴ ز کال د جولای په ۱۷مه نېټه د ماساچوسټس د ماربل هیډ ښار په شمالي ساحلي سیمه کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د نوموړي پلار توماس ګېري، د ماربل هیډ نه بهر د بېړۍ چلولو سوداګر و او مور یې الیزابیت (ګرینلیف) ګېري، د بوسټن د مشهور سوداګر لور وه. د ګېري لومړی نوم د جان ایلبرېج له نامه نه اخستل شوی چې د هغه د مور له نیکونو نه و. د ګېري مور او پلار په ټولیز ډول ۱۱ ماشومان درلودل، که څه هم یوازې پنځه یې تر ځوانۍ پورې ژوندي پاتې شول چې له دې ډلې نه ایلبرېج درېیم و. په لومړیو کې هغه د خصوصي ښوونکو له خوا تر روزنې لاندې ونیول شو او د ۱۴ کلنۍ سره سم د هارورډ کالج ته ولاړ. نوموړي په ۱۷۷۶ ز کال کې د ټولنیزو علومو لېسانس او په ۱۷۶۵ ز کال کې د ټولنیزو علومو ماسټري ترلاسه کړه، چې  وروسته له خپل پلار سره د سوداګرۍ په چارو کې بوخت شو. د ګېري کورنۍ په ۱۷۷۰ ز کلونو کې، د ماساچوسټس د ډېرو بډایه سوداګرو نه ګڼل کېده، چې له هسپانې، وېست انډیز او د شمالي امریکا له ساحلي سیمو سره یې سوداګریزې اړیکې درلودې. د ګېري پلار چې په ۱۷۳۰ ز کال کې له انګلستان نه کډه شوی و، په سیمه ییز سیاست کې کارنده څېره وه او په سیمه ییزو اربکیو کې یې مخکښه ونډه درلود. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

لومړنۍ سیاسي تجربه سمول

ګېري له لومړيو وختونو راهیسې په ۱۷۶۳ز کال کې د فرانسې او هند د جګړې له پای وروسته د پارلمان له خوا په مستعمېرو باندې د مالیې د هڅو په لوړ غږ مخالف و. نوموړي په پر له پسې توګه د ماساچوسټس د بریتانوي سیاست له نورو مخالفینو سره، د  سمویل آډمز، جان آډمز، مرسي اوټیس وارن او نورو په ګډون اړیکې نیولې.[۱۱]

نوموړي د ۱۷۷۲ز کال د مې په میاشت کې، د ماساچوسټس د خلیج ولایت د سترې او عمومي محکمې (د هغې د تقنیني شورا) لپاره ټاکنې وګټلې. په دې ځای کې هغه له سامویل آډمز سره نږدې کار وکړ، ترڅو د پارلماني استعماري سیاستونو په وړاندې استعماري مخالفت ته پراختیا ورو بښي. نوموړی د ماربل هیډ د اړیکو د کمیټې د بنسټ مسئولیت په غاړه درلود، چې د بوستون له کمېټې نه وروسته، له لومړنیو کمیټو نه ګڼل کېده. خو د یوې ډلو وګړو له خوا د یوه ګام په پایله کې دې ته اړ کړ چې راتلونکی کال له کمیټې نه ګوښه شی. ګېري او د ماربل هېد له نورو مشهور مشرانو سره د کټ په ټاپو کې د چیچک د واکسین لپاره د یوه روغتون بنسټ کېښود، ځکه چې په هغه وخت کې د ناروغۍ د لېږد لامل څرګند نه و او د ځایی خلکو په منځ کې وېره د لاریونونو لامل شوه، چې په تاوتریخوالي واوښتل او تاسیسات یې ویجاړ کړل او نور ملکیتونه یې له ګواښ سره مخامخ کړل.[۱۲]

وروسته له هغه چې په ۱۷۷۴ ز کال کې د بوسټن د بندر د قانون پر بنسټ د دې ښار بندر و تړل شو، ګېري بېرته سیاست ته راستون شو او د ماربل هیډ بندر یوه بدیله لاره شوه چې د نورو مستعمېرو نه د مرستو په رسولو کې کارو کېده. ګېرې چې د ښار د یو مخکښ سوداګر او وطن پالونکي په توګه ګڼل کېده، د توکو د ذخیره کولو او له ماربل هیډ نه بوستون ته اکمالاتو د رسولو په برخه کې لویه ونډه و لوبوله، چې دا کړنې یوازې د هغه د پلار د مړینې له امله وځنډېدې. نوموړی د ز۱۷۷۴ کال په سپتمبر کې د لومړي کانټینینټل کانګرس لپاره د استازي په توګه وټاکل شو، خو د خپل پلار د لاسه ورکولو د ویر له امله ترې په شا شو.  [۱۳]

کانګرس او انقلاب سمول

ګېري ولایتي مجلس ته لاره وموندله، چې د بریتانوي والي توماس ګېج له خوا د ۱۷۷۴ کال د اکتوبر په میاشت کې له منحل کېدو نه وروسته، د ماساچوسټس ولایتي کانګرس په توګه بېرته ورغول شو. نوموړی د خوندیتوب د کمېټې د مشر په توګه وګومارل شو، ترڅو ډاډ ورکړي چې په ولایت کې د وسلو او باروتو ناڅه اکمالات د بریتانوي پورڅ له لاس نه خوندي پاتې شي. هغه تر یوې کچې  په کانکورډ کې د وسلو او مهماتو د زیرمه کولو مسولیت درلود؛ دا زېرمې د برتانوي یرغل موخه وې چې د ۱۷۷۵ کال د اپریل په میاشت کې د لېګزینګټن او کانکورډ په جګړو سره د امریکا انقلابي جګړه پیل شوه. (کله چې انګلیسانو د اپریل په ۱۸ شپه یرغل پیل کړ، ګېري د مینوټومي، چې اوس آرلینګټن نومېږي، په یوه هوټل کې و.) ور پسې د بوسټن د کلابندۍ په اوږدو کې، ګېري د نوي کانټینینټل پوځ په سمبالولو کې خپلې مخکښې ونډې ته دوام ورکړ او دا هغه  څه وو چې نوموړی اړ و د جګړې د پرمختګ سر سم هغه ته دوام ورکوړي. نوموړي د سوداګریزو اړیکو نه په ​​فرانسه او هسپانیه کې ګټه پورته کړه ترڅو نه یوازې مهمات ترلاسه کړي، بلکه هر ډول اکمالات لاس ته راوړي او کانګرس ته له هسپانیا نه د مالي مرستو په لېږد کې ښکیل و. نوموړي د امریکا د ساحل په اوږدو کې ټولو بندرونو ته کښتۍ ولېږلې او د برتانوي کښتیو په وړاندې یې د خصوصي کښتیو له لارې د عملیاتو په تمویل کې برخه واخیستله.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ځینو نورو سوداګرو برعکس، هېڅ داسې شواهد شتون نلري چې ګېري په مستقیمه توګه د جګړو نه ګټه پورته کړې وي (نوموړي د بیو د لوړولي پر ضد او د نرخونو د کنټرول په ملاتړ خبرې وکړې)، که څه هم د جګړې اړوند سوداګریزو کړنو په ځانګړې توګه د هغه د کورنۍ شتمني زیاته کړه. د هغه شمتني تر یوې کچې د کاغذي اسعارو په ارزښت کې چې هغه په ​​لویه کچه ساتلي او احتکار کړي وو، د ناڅاپي کمښت له امله راټیټه شوه.  [۱۹][۲۰]

ګېري د ۱۷۷۶ ز کال له  فبروري نه تر ۱۷۸۰ ز کال تر هغه وخت پورې په دویم کانټینینټل کانګریس کې خدمت وکړ، چې د روانې جګړې ستونزو د هغه پام ځانته را واړاوه. د ۱۷۷۶ ز کال د اوړي په بحثونو کې نوموړي د خپلواکۍ د اعلامیې د تصویب لپاره د څو استازو په قانع کولو کې اغېز درلود. جان ‌آډمز د هغه په اړه لیکي: "که دلته هر سړی ګېري وي، د امریکا آزادي به د ځمکې او دوزخ د دروازو پر وړاندې خوندي وي." داسې انګېرل کېده چې، نوموړي د کانوي کبل غړی و چې د " د ۱۷۷۷ ز کال د پوځي خوځښتونو په اوږدود کې د کانګرس او پوځي افسرانو یوه ډله وه چې د جنرال جورج واشنګټن له کړنو نه ناراضه وه، خو ګېري د پنسلوانیا مشر توماس میفلین، چې د واشنګټن له نیوکه کوونکو نه و، د پېښې په پیل کې لاس په کار کړ او په ځانګړې توګه یې د ۱۷۷۸ ز کال د فبروري په میاشت کې د واشنګټن په وړاندې د هر ډول دسیسې په اړه د خبرتیا نه انکار وکړ.[۲۱][۲۲]

د ګېري سیاسي فلسفه، د یو محدود مرکزي حکومت منځ ته راوړل وو او په پر له پسې توګه یې د پوځ له ملکي کنټرول نه ملاتړکاوه. نوموړي دا ډول دریځونه د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې په پر له پسې توګه له ځان سره درلودل (چې په اساسي توګه د ۱۷۸۶ نه تر ۱۷۷۸ پورې د شیز بغاوت په ترڅ کې، ځواکمن مرکزي حکومت ته په اړتیا را څرخېده) او د خپل شخصي صداقت او کمال له امله یې شهرت درلود. په وروستیو کلونو کې هغه د سیاسي ګوندونو له اند سره مخالفت وکړ، د خپل مسلک تر وروستیو پورې د دواړو ګوندونو، فدرالي او دیموکرات-جمهوریت غوښتونکو له پراختیا نه ګوښه پاتې شو. د ۱۸۰۰ کال نه وروسته هغه په رسمي ډول د ډیموکراټیک - جمهوري غوښتونکو سره د له دې امله یو ځای شو چې نوموړي فکر کولو چې فدرال غوښتونکي هڅه کوي چې په ولسي حکومت په پراخه کچه واک متمرکز کړي.  [۲۳][۲۴]

نوموړي په ۱۷۸۰ ز کال کې، د کانټینینټل کانګریس نه د دې ستونزې له امله استعفا ورکړه او ګانګریس ته د بېرته راتګ لپاره یې د ایالتي مقننه قوې وړاندیزونه رد کړل. هغه ایالتي سنا ته له غړیتوب نه هم انکار وکړ او څرګنده یې کړه چې، هغه به د دولت په ټیټه خونه کې ډېر اغېزمن وي او د والي جان هانکوک د وړاندیز په پرتله یې د شاهي ګومارل شوو واليانو وړاندیز، چې د خپلو سیاسي متحدینو په ګټه یې کار کاوه، د ولسوالۍ د قاضي له چوکۍ نه یې هم انکار وکړ. هغه په ۱۷۸۱ز کال کې د امریکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ یاور وټاکل شو.[۲۵][۲۶][۲۷]

کله چې مقننه قوې د اړینو اصلاحاتو لپاره د ګېري له غوښتنو سره هوکړه وکړه، هغه قانع شو چې په ۱۷۸۳ کال کې د کنفدراسیون له کانګرس سره یوځای شي. هغه د ۱۷۸۵ کال تر سپتمبر پورې په دې ډله کې خدمت وکړ، چې په دې وخت کې له نیویار ښار نه لیدنه وکړه. یوکال وروسته یې د نیویارک د یوه شتمن سوداګر چې شکل کاله د هغه مرستیال و، له لور ان تامپسن سره واده وکړ. د هغه تر ټولو ښه ملګری جیمز مونرو و. نوموړي د ۱۷۸۷ کال نه تر ۱۸۰۱ کال پورې لس ماشومان درلودل، چې دې کار د ان روغتیا له ستونزو سره مخ کړه.  [۲۸][۲۹][۳۰]

ګېري د جګړې له امله دومره شتمن شوی و چې کله جګړه پای ته ورسېده، هغه خپلې سوداګریزې ګټې په ارزیانه بیه و پلورلې او په ځمکه کې یې پانګونه پیل کړه. نوموړي په ۱۷۸۷ کال کې، د کیمبرج، ماساچوسټس، چې د ماساچوسټس د وروستي شاهي تورن والي، توماس اولیور، ملکیت و او د دولت لخوا ضبط شوی و، و پېرود. دا ۱۰۰ جریبه (۴۰ هکتاره) ملکیت چې د ایلم ووډ په نوم یادېده، د ګېري د پاتې ژوند لپاره کور شو. نوموړي په ماربل هیډ کې د ملکیت پېرودلو ته دوام ورکړ او د ماساچوسټس په نورو ټولنو کې یې ډېر ملکیتونه وپېرل. هغه د اوهایو په شرکت کې هم سهم درلود، چې دې کار ځینې سیاسي مخالفین وهڅول چې هغه د لوېدیځ د پراخو ځمکو د مالک په توګه په ګوته کړي.  [۳۱][۳۲]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61z45nw — subject named as: Elbridge Gerry — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/388 — subject named as: Elbridge Thomas Gerry — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp02135246 — subject named as: Elbridge Gerry — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=gerrye — subject named as: Elbridge Gerry
  5. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  6. Purcell, p. 46
  7. Greenleaf, p. 77
  8. Billias, p. 5
  9. Billias, p. 4
  10. Billias, p. 3
  11. Purcell, p. 46
  12. Gilje, pp. 44–45
  13. Billias, pp. 42–44
  14. Billias, p. 46
  15. Billias, p. 49
  16. Billias, p. 52
  17. Billias, pp. 55–56
  18. Billias, pp. 124–30
  19. Billias, pp. 134–35
  20. Billias, pp. 56, 123
  21. Hatfield, Mark. "Vice Presidents of the United States: Elbridge Gerry (1813–1814)" (PDF). Senate Historical Office. مؤرشف (PDF) من الأصل في October 19, 2012. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Billias, pp. 76–77
  23. Billias, pp. 140, 152, 192
  24. Billias, p. 105
  25. Billias, p. 102
  26. Billias, p. 101
  27. "Book of Members, 1780–2010: Chapter G" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. مؤرشف (PDF) من الأصل في January 16, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Billias, p. 103
  29. Hatfield, Mark. "Vice Presidents of the United States: Elbridge Gerry (1813–1814)" (PDF). Senate Historical Office. مؤرشف (PDF) من الأصل في October 19, 2012. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ammon, p. 61
  31. [[[:کينډۍ:NHLS url]] "National Register Nomination for Elmwood"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). National Park Service. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Billias, p. 137