تقریظ محترم فضل الصمد چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځى د کیمیا د څانګې څخه فارغيږي، د لِسانس د درجې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره د سيمينار په ليکلو او آرايه کولو مکلف دى ، چې په دې ترتيب نوموړى ته د"اکسايدونه او د هغوی خواص " تر سرليک لاندې موضوع د ديپارتمنت د غونډى د فيصلى په مطابق ورکړ شوى ده. محترم فضل الصمد نوموړى موضوع د معتبرو منابعو څخه په ګټې اخستنې ترتیب کړې آرايه کولو ته يې چمتو ده. زه د لارښود استاد په صفت د محترم فضل الصمد هڅې ستا يم او دغه ليکنه يې د لسانس د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره کافي ګڼم او نوموړى ته د الله (جل جلا له ) له دربار څخه د لازيات کار، څيړنې او خدمت توفيق غواړم . په درنښت پوهنيار عطاءالله( میرزاخیل)





دپیل خبري دلوی څښتن تعالی (ج)حمد اوثنا وایم چې ماته یې د اکسايدونو او د هغوی خواص تر سر ليک لاندي موضوع باندي ديوڅه ليکلو توان اوتوفيق را کړاودخپلي تحصيلې دورې هغه پړاو ته راورسېدم چي دخپل علمي استعداد نه په ګټه اخيستلوسره په نوموړې موضوع باندي مونوګراف وليکم څرنګه چې ديوې ټولنې پرمختګ دعلم اوپوهې پوري تړلی دی په کومه ټولنه کي چې ښوونه او روزنه وجود ولرې هغه ټولنه کولای شي پرمختګ وکړي .دپورته ذکر شوې موضوع تر سرليک لاندي ماته دننګرها ر پوهنتون دښووني اوروزنې پوهنځي دکیمیا څانګې له خوا دلارښود استاد پوهنیارعطاءالله (میرزاخیل)ترسالمې لارښوونې لاندې دليسانس اوديپلوم دتر لاسه کولوپه منظور دنده وسپارل شوه تر څوددې مونوګراف دليکلو نه وروسته دسمينار په ډول دفاع وکړم چي داموضوعات مې پکې ځای په ځای کړی ده اکسايدونه ، د اکسايدنو طبقه بندي ،د اکسايدونو د لاسته راوړلو لارې چارې ، د اقسايدونو ډولونه ، ځينې مهم اکسايدونه ،د اکسايدونو څخه د فلزاتو استخراج ،چې داټول موضوعات په پوره تفصيل سره په ډېروساده او بسيطوالفاظوسره واضح شوي دي اوددې موضوعاتو دراټولولولپاره مې له ډېروښواومعتبرو داخلي اوخارجي کتابونو څخه استفاده کړېده .کېدای شي په دې مونوګراف کي له مانه ځینې تېروتنې شوې وي تمه ده چې مابه وبښۍ په پای کې دمتعال څښتن تعالی (ج)څخه ددې غوښتونکی یم چې داسلام دسپېڅلي دین اوګران ازاد افغانستان لپاره دخدمت کولومصدر وګرځي. سیدفضل الصمد(حیدري) د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا د څانګې څلورم کال محصل



لړلیک عنوانونه مخ سریزه ................................................................................................1…. اکسایدونه 3 داکسايدونوطبقه بندي : 4 داکسایدونودلاسته راوړلوطريقې :- 5 قلوي اکسایدونهBasic oxides 6 کلسیم اکساید 7 دکلسیم اکسایدخواص 8 تیزابي اکسایدونهAcidic Oxides 8 کاربن اکسایدونه 9 کاربن ډای اکساید (Carbon dioxide) 10 دکاربن ډای اکساید (CO2) استحصال 11 دکاربن ډای اکسایدخواص 12 کاربن ډای اکسایددوینې په دوران کې 12 په تنفس کې کاربن ډای اکساید (CO2) 13 سلفر ډای اکساید: 13 دسلفر ډای اکساید تاثيرات : 14 دسلفر ډای اکسايداستعمال: 14 خنثی اکسايدونه : 14 کاربن مونو اکساید (Carbon mono oxide) 14 دکاربن مونواکساید (CO) کیمیاوي خواص 15 دکاربن مونو اکساید (CO) استحصال 16 امفوتریک اکسایدونه (Amphoteric Oxides) 17 المونیم اکساید (AlO3) Aluminum Oxide 18 دالمونیم اکساید خواص 18 پراکسايدونه (Per Oxides) 20


هایدروجن پراکسایدH2O2 21 دهایدروجن پراکسایدH2O2استحصال 21 دهایدروجن پراکسایدخواص (H2O2) 22 دهایدروجن پراکسایداستعمال (H2O2) 23 دهایدروجن پراکسایدڅخه داکسیجن استحصال 24 دفلزي اکسايدونوڅخه دفلزاتو استخراج: 25 الف : په کيمیاوي لاره دفلزونو داکسايدونو ارجاع : 25 ب :د بريښنا په واسطه د فلزونود مرکبونو ارجاع : 25 هغه اکسايدونه چې دانسان په ورځني ژوندکې مهم رول لري : 25 وړانديزونه 28 پايلې 29 مأخذونه .............................................................................................30


  سریزه الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلا م على اشرف الانبياء والمرسلين محمدَ وعلى اله واصحابه اجمعين . لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې په اساس هر محصل د لیسانس د دورې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره او همدارنګه د ديپلوم د ترلاسه کولو په خاطرد څلور کلنۍ تحصيلي دورې په پای کې د يو سيمينار ترتيب او آرايه کول ورته اړین ګڼل کیږي، کوم چې د اړونده څانګې لخوا ورته دلارښود استاد تر لارښوونې لاندې سپارل کېږي ، تر څوچې دهغې موضوع په هکله علمي معلومات دمعتبرو سرچینو څخه راټول کړي .د همدې موخې د ترلاسه کولو په خاطر ماته هم د ننګرهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځي د کیمیاڅانګې لخوا د (اکسايدنه او د هغوي خواص )تر سر ليک لاندې علمي موضوع دسيمينار لپاره دمحترم استاد پوهنيار عطاءالله (ميرزاخيل) ترمستقېمي لارښوونې لاندي راسپارل شويده، نو ما دلارښود استاد د لارښوونې سره سم ددې سيمينار موضوع ګانې يا مطا لب د معتبرو داخلي او خارجي منابعو څخه راټول کړيدي او دلارښود استاد دکتنې او اصلاح څخه وروسته مې چاپ ته سپارلي.څرنګه چې دا لومړى ځل دی چې زه دغسې رساله ليکم، که کومه تیروتنه زما په دې علمي رساله کې شتون ولري،نو ګران لوستوونکي کولاى شي چې د رسالې د اصلاح او بشپړتیا په خاطر خپل اصلاحي وړاندیزد کیمیا څانګې ته واستوي.په پاى کې زه دکیمیا څانګې ټولو استادانو او خصوصاً دخپل لارښود استاد پوهنيارعطاءالله (ميرزاخيل) څخه ډېره مننه کوم چې ددې رسالې په ترتيب او ليکلو کې يې له ما سره هر اړ خيزي مرستې کړې دي ډيرمنندوی يم اود لوی څښتن تعالی دربارته لاسونه لپه کوم اودادعاپه ژبه راڅرخوم چی خدايه ته يې دژوند غوټی مه مړاوي کوي ،راتلونکی ژونديې خوشحاله لری ښاداوبريالی دې وی. په درنښــــت اکسایدونه کیمیاوي مرکبونه د هغوي د زیاتوالي سره په لومړي سر کې په عضوي او غيرعضوي مرکباتوویشل شویدي. چې فلزات او غیرفلزات یې د ساده موادو څخه عبارت دي. غير عضوي مرکبات په غیر عضوي کیمیا کې په څلورو کلاسونو باندې ویشل کیږي چې له اکسایدونو، تیزابونو، مالګو او قلویاتوڅخه عبارت دي د موادو صنف بندي د دوي مطالعه او څیړنه اسانه وي. دلته اوس مونږ د غیرعضوي موادو د اساسي برخو څخه یواځې اکسایدونه او د هغوي خواص تر څیړنې لاندې نیسو. اکسایدونه عبارت د هغه مرکبونو څخه دي چې مالیکولونه یې د دوو عناصرو څخه جوړ شوي وي چې یو د هغو څخه پکې اکسیجن وي. د موجوده 102 عناصروڅخه ټول یې اکسایدونه جوړوي یوازې ددې عناصرو څخه He هلیوم، Ne نیون، Ar اورګان اکسایدونه جوړوي. کله چی یو مرکب اکساید جوړوي. نو په هغه مرکب کی یو د هغو څخه اکسیجن وي لکهHgO د سیمابو اکساید، CO2کاربن ډای اکساید، NOنایتروجن مونو اکساید، COکاربن مونو اکساید، FeOد اوسپنی اکساید، ZnOزنک اکساید، Na2Oسودیم اکساید، K2Oپوتاشیم اکساید او داسې نور. څرنګه چې اکسیجن تقریباً په یو وخت او زمان کې سویډني عالم شیلی (Sheele) او انګليسي پوه جوزف پرستلي(Joseph Priestly)په کال (1733)(1804)لخوا کشف شو پرستلي خپله مشهوره تجربه په کال (1774)کې د اګست په اوله نیټه داسې اجرا کړه چې ازمایښتي نل کې یې سوربخن پوډر ورواچول چې دا پوډر د فرانسوي نامتو پیژندل شوي کیمیا پوه چې لاوازیه نومیده د هغه لخوا ورباندې د سیمابو اکساید (HgO)نوم کیښودل شو. د لمر د حرارت په نتیجه کې د نوموړي سوربخن پوډر یعنې (HgO)د سیمابو اکساید او په سیمابو او غاز تجزیه شول، پرستلي د خپل زیار په نتیجه کې وويل نوموړی غاز بې رنګه او تر سیمابو خورا سپک دی پرستلي د نوموړي غاز څخه ډک نل ته یوه بله (لږیدلې) شمع وردننه کړه او ویې لیدل چې ددغه نل دننه شمع ډیره ښه سوځي، له دې وروسته پرستلي پاریس ته سفر وکړ او د خپل کار په باب یې د لاوازیه په نوم یو کیمیا پوه ته معلومات ورکړل او لاوازیه د پرستلي تجربې سره ډیره علاقه وښودله او خپل کار یې په دې ډول پیل کړ چې خالصو سیمابو د (Hg) ته يې په یو انبیق کې چې ټاکلی حجم او هوا یې هم درلوده (12) ورځو پورې یې حرارت ورکړ په نتیجه کې لاوازیه ولیدل چې د انبیق دننه هوا تر پخوا کمه شوې ده او د سیمابو (Hg)د پاسه سوربخن پوډر چې د سیمابو د اکساید په نوم یادیده جوړ شو او ویې ویل چې سوځیدل د نورو موادو سره د اکسیجن د ترکیب نتیجه ده.


د اکسايدونو طبقه بندي : اکسايدونه په مالګې جوړونکو او مالګې نه جوړونکو ګروپونو ويشل شوي دي .

لومړی مالګې جوړونکي اکسايدونه  په خپل وار سره په تيزابي اکسايدونو ، قلوي اکسايدونو او امفوتريک اکسايدونو ويشل شوي دي .

د اکسايدونو طبقه بندي د هغوي داکسيديشن نمبر له مخې : نارمل اکسايدونه . پر اکسايدونه . سپر اکسايدونه . سب اکسايدونه. اول نارمل اکسايدونه : په خپل وار سره په تيزابي اکسايدونو ، القلي اکسايدونو ، امفوتريک اکسايدونو او خنثی اکسايدونو ويشل شوي دي . دويم پر اکسايدونه : دا له هغه اکسايدونو څخه عبارت دي چې د اکسيجن د اکسيديشن درجه يې منفی يو (-1) وي . يا په بل عبارت پر اکسايدونه هغه اکسايدونه دي چې په هغوي کې د نارمل اکسايدونو په نسبت د اکسيجن مقدار زيات وي . لکه : H2O2 ,BaO2 , Na2O2 دريم سپر اکسايدونه (Super Oxides): سپر اکسايدونه هغه اکسايدونه دي چې په هغوي کې د اکسيجن د اکسيديشن نمبر ()د اکسيجن مقدار د نارمل اکسايدونو په نسبت زيات وي .لکه : پوتاشيم سپر اکسايد (KO2) ربيديم سپراکسايد (RbO2) څلورم سب اکسايدونه (Sub Oxid) سب اکسايدونه هغه اکسايدونه دي چې په هغوي کې د اکسيجن مقدار د نارمل اکسايدونو په نسبت کم وي ، سب اکسايد بې پايښته اکسايدونه او ډير کم پيدا کيدونکي دي ، مثلاً د کاربن سب اکسايدونه (C3O2) د اکسایدونود لاس ته راوړلو طريقې  :- ۱ :- داکسیجن دتعامل په اثردساده موادو سره ۲ :- دمغلقوموادو د اکسیدیشن څخه ۳ :- دنایتریتونو،کاربونیتونواوسلفیټونودتجزیې په نتیجه کې ۴ :- د تودوخې په اثر د ځینو هایدرو اکسایدونو د ډي هاډریشن څخه ۵ :- دعالي اکسایدونود تجزیې څخه یابرعکس ۶.دهغواکسایدونوداکسیدیشن څخه چې درجه یې ټیټه وي هغه اکسایدونواستحصال چې داکسیدیشن درجه یې لوړه وي. دکيمياد نړیوالې نوم ایښودنې (IUPAC) سیستم له مخې د اکسایدونو د نومونو لپاره بايدلاندې قواعدپه نظر کې ونيول شي: الف :- په فورمول کې لومړی الکتروپوزیټیف عنصر لیکل کیږي لکه فلزات ب :- په هغو اکسایدونو کې چې د غیرفلزاتو پواسطه جوړیږي په کیڼه (چپه) خوا کې هغه عنصر لومړی لیکل کیږي چې په لاندې سلسله کې قرار ولري ( Br, Si, C, Sb, As, P, N, H, I, Br, Cl, F, O, B, S ) عناصر کولای شو،چې د یوناني مختاړو په واسطه مونو، ډای، ترای، تترا، هکزا، هپتا، اکتا، نونان او داسې نورو سره په اکسایدونو کې یاد کړو. دغه قاعدې په خاص ډول د هغو اکسایدونو لپاره د استعمال وړ دي چې د غیرفلزاتو په واسطه تشکیل شوي وي لکه ډای نایترواکساید (N2O) یا نایتروجن، ډای اکساید (NO2)، ډای نایتروجن تترا اکساید (N2O4)، منګان ډای اکساید (MnO2) او داسې نور. اکسایدونه د کیمیاوي نقطه نظره په مالګې جوړونکو او مالګې نه جوړونکو بې تفاوته اکسایدونو باندې ویشل شوي دي. مالګې نه جوړونکي اکسایدونه نه تیزابونه او نه قلویات جوړوي لکه :- (N2O4, CO, SiO, NO, N2O) او نور. مالګې جوړونکي اکسایدونه د کیمیاوي خصوصیاتو له مخې په قلوي تیزابي او امفیوتري باندې ویشل شوي دي. قلوي اکسایدونه Basic oxides قلوي اکسایدونه هغه اکسایدونه دي چې د اوبو سره تعامل کوي او قلوي جوړوي او یا په بل عبارت هغه اکسایدونه چې د اوبو سره تعامل کولو سره القلي جوړوي د هغوي لپاره کولای شو چې ظاهري معادلې او د قلویاتو د جوړیدو فرضي تعاملات ولیکو. د مثال په ډول پوتاشیم اکساید (K2O) او کلسیم اکساید (CaO) په اوبو کې په ښه ډول حل کیږي او اړوند قلوي جوړوي لکه په لاندې دوه معادلو کې: K2O + H2O →2KOH CaO + H2O →Ca (OH)2 Ag2O, CuO, Fe2O3 اکسایدونه په اوبو کی غیرمنحل دي هغوي د قلویاتو د جوړیدو په تعاملاتو کې برخه نه اخلي. د بلې خوا نه دوي تیزابونه خنثی کوي له همدې امله قلوي بلل کیږي لکه په لاندې معادلو کې: Fe2O3 + HCL → 2FCL3 + 3H2O CuO + H2SO4→ CuSO4 + H2O Ag2O + 2HNO3→ 2AgNO3 + H2O د قلوي کسایدونو کیمیاوي خواص دغسې دي چې هغوي په اوبو کې د تیزابونو سره تعامل کوي مالګې او اوبه جوړوي. القلي اکسایدونه د القلي اکسایدونو د القلي انهایدراید په نوم هم یادیږي د ځینو فلزاتو اکسایدونه او د هغوي هایدرواکسایدونه په لاندې جدول کې په ښه ډول سره کتلای شو: نوم القلي نوم قلوي اکسایدونه ګڼه لیتیتم هایدرواکساید LiOH لیتیم اکساید Li2O 1 سودیم هایدرواکساید NaOH سودیم اکساید Na2O 2 پوتاشیم هایدرواکساید KOH پوتاشیم اکساید K2O 3 کلسیم هایدرواکساید Ca(OH)2 کلسیم اکساید CaO 4 مګنزیم هایدرواکساید MG(OH)2 مګنیزیم اکساید MgO 5 فرس هایدرواکساید Fe(OH)2 فرس اکساید FeO 6 کوبالت هایدرواکساید Co(OH)2 کوبالت اکساید CoO 7 نیکل هایدرواکساید Ni(OH)2 نیکل اکساید NiO 8 فریک هایدرواکساید Fe2(OH)3 فریک اکساید Fe2O3 9 توریم هایدرواکساید Th(OH)4 توریم اکساید ThO2 10 کلسیم اکساید(CaO) (Calcium Oxide): کلسیم اکساید د یو اتوم کلسیم (Ca) او یو اتوم اکسیجن څخه جوړ شوی دی یعنې هغه مرکب دی چې د اکسیجن او کلسیم څخه جوړ شویدی او په صنعت کې د کلسیم کاربونیټ د حرارتي تجزیې


څخه لاس ته راځي او هم کاربن ډای اکسایډ خارجیږي لکه: CaCO3→CaO + CO2↑ کلسیم اکساید او یا نارسیدلې چونه د اوبو سره تعامل کوي او اوبه رسیدلې چونه جوړوي او یا هم هایدرواکساید 2(OH)Ca جوړوي لکه په لاندې معادلو کې: CaO + H2O →Ca (OH) 2 کلسیم کاربونیټ (CaCO3) په ډیرې اندازې سره د کلسیم اکساید (CaO) د استعمال لپاره استعمالیږي. د کلسیم اکساید خواص کلسیم اکساید (CaO) د سوځیدو وړ ماده نه ده او د اوبو سره د یو ځای کیدو په وخت کې زیاته تودوخه تولیدوي. کله چې د کلسیم اکساید غټې ټوټې د اوبو سره یو ځای شي نو په دی وخت کې نوموړې ټوټې پړسیږي او په نتیجه کې په کوچنیو او سپینو پوډرو باندې بدلیږي. چې دغه پوډر د کلسیم هایدرو اکساید یا اوبه رسیدلې چونې څخه عبارت ده لکه په لاندې ډول سره:

 CaO +H2O →Ca (OH2(               

کلسیم اکساید یو ډیر ارزانه قوي قلوي ده. د سوډا او سودیم هایدرواکساید او د نورو شیانو د جوړولو لپاره په کار وړل کیږي. تیزابی اکسایدونهAcidic Oxides تیزابي اکسایدونه هغه اکسایدونه دي چې په اوبو کې حلیږي او تیزابونه جوړوي له همدې امله تیزابي اکسایدونه د هایدریتي مرکبو په توګه د تیزابو سره مطابقت کوي. د مثال په ډول سره سلفر ډای اکساید (SO4)، سلفر ترای اکساید (SO3)، ډای فاسفورس پنتا اکساید (P2O5) او داسې نور چې په ښه توګه په اوبو کې حلیږي او تیزابونه جوړوي لکه په لاندې معادلو کې:

            H2SO                                                                           →    SO2+H2O
        SO3 + H2O → H2SO4P2O5 + 3H2O → 2H3PO4  
         P2O5 + 3H2O → 2H3PO4

مګر سلیکان ډای اکساید (SiO2) عملاً په اوبو کې نه حلیږي خو قلویات خنثی کوي چې په نتیجه کې دا هم تیزابي اکساید دی لکه: SiO2 + 2NaOH → Na2SiO3 + H2O د تیزابي اکسایدونو کیمیاوي ځانګړتیاوې په دا ډول دي چې له قلویاتو سره تعامل کوي. مالګې او اوبه جوړوي همدارنګه القلي اکسایدونه او تیزابي اکسایدونه په ترتیب سره د تیزابو او القلیو سره تعامل کوي او مربوطه مالګې جوړوي نو ځکه د مالګې جوړونکو په نوم سره یادیږي لکه په لاندې معادلو کې: Ca(OH)2 + CO2 → CaCO3 + H2 2HCL + Na2O → 2NaCl + H2O کاربن اکسایدونه کاربن دوه ډوله مهم اکسایدونه جوړوي چې له کاربن مونو اکساید (CO)، کاربن ډای اکساید (CO2)څخه عبارت دي اوس مونږ دلته دوه ډوله اکسایدونه تر څيړنې لاندې نیسو چې له کاربن مونو اکساید او کاربن ډای اکساید څخه عبارت دي۰ کاربن مونو اکساید (CO) او کاربن ډای اکساید (CO2) غیرعضوي مرکبونو پورې اړه لري چې په ذکر شوو اکسایدونو کې دغه دوه ډوله اکسایدونه ډیر زیات د اهمیت وړ دي. دلته د کاربن د اکسايدونو څخه يو اکسايد ( کاربن ډای اکسايد ) چې يو ډول تيزابي اکسايد دی ، تر څيړنې لاندې نيسو : کاربن ډای اکساید (Carbon dioxide) کاربن ډای اکساید یو خطي جوړښت لرونکی مرکب دی او د کاربن ډیر ثابت اکساید بلل کیږي چې په هوا کې موجود دی او همدارنګه د(CO2) داحتراقي عمليې محصول دی.


د کاربن ډای اکساید (CO2) استحصال: که چیرې کاربن په کافي اندازه په اکسیجن کې وسوځول شي په دې صورت کې د لاندې معادلې په اساس دکاربن ډای اکساید (CO2) غاز تولیدوي. C + O2 → CO2 په صنعت کې کاربن ډای اکساید د چونې د ډبرې د سوځیدو څخه هم لاس ته راځي لکه: CaCO3 → CaO + CO2 ↑ په لابراتوار کې هغه کولای شو چې د رقیو تیزابو د اغیزې څخه په کاربونیټونو باندې لاس ته راځي لکه: CaCO3 + 2HCl → CaCl2 + CO2 ↑ + H20 په عادي شرایطو کې کاربن ډای اکساید بې رنګه غاز دی او (1,5) ځلې د هوا څخه دروند دی او دا غاز خطرلرونکی دی او تر یوې اندازې پورې په هوا کی شته دی دا غاز د عضوي موادو د سوځیدو او حیا‌‌ء (ژوندي) جسمونو د تنفس په نتیجه کې تولیدیږي یعنې کله چې ساه اوباسو، یو مقدار کاربن ډای اکساید هوا ته خارجوو چې دا غاز په نوري ترکیب (فوتوسنتیز) کې مصرفیږي له دې کبله په هوا کې د کاربن ډای اکساید مقدار ثابت پاتې کیږي. کاربن ډای اکساید غاز د خښتو د کلکوالي او د پخولو په بټیو کې چونې (CaCO3) ته د ډیرې تودوخې په ورکولو سره هم لاس ته راځي لکه: CaCO3 → CaO+CO2 کاربن ډای اکساید د کاربن د مهمو مرکبونو څخه دی چې د کاربن د یو اتوم کاربن او دوه اتومه اکسیجن د تعامل څخه لاس ته راځي چې دا غاز د هوا تقریباً 0.03% برخه جوړوي. ددې غاز اهمیت د نباتاتو په ژوند کې مهم رول لري. شنه نباتات کلوروفیل لرونکي دي چې د لمر د رڼا په موجودیت کې د ضیایي ترکیب (فوتوسنتیز) په مرسته د اوبو او کاربن ډای اکساید له ترکیب څخه د لاندې معادلې په اساس لاس ته راځي۰ 6CO2 + 6H2O → C6H12O6 + 6O2 په پورتني تعامل کې د لمر رڼا د انرژۍ په ډول او کلوروفیل د کتلست په ډول برخه اخلي چې د دې عواملو په غیاب کې ضیایي ترکیب صورت نشي نیولی کومه غذا چې په پورته ډول جوړیږي د حیواناتو د غذا یا تغذیې لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي. د کاربن ډای اکساید خواص: کاربن ډای اکساید تر عادي شرایطو لاندې یوه بې رنګه ماده ده چې نسبتاً هوا ته (1,5) ځلې درنده ده دا غاز نه په خپله سوځي او نه د سوځولو سره مرسته کوي په اوبو کی ډیر ژر او په ښه توګه حلیږي. د تودوخې په 0Co صفر درجه سانتي ګریډ کې یو حجم او په (1,7) حجمه (CO2) په ځان کې حلولی شي. کاربن ډای اکساید (CO2) محلول په اوبو تروش خوند لري او ضعیف تیزابي خواص له ځانه ښيئ، ځکه چې په دې محیط کې د جمعي تعامل په نتیجه کې لږه اندازه کاربونیک اسید (H2CO3) لاسته راځي لکه: CO2 + H2O H2CO3 د کاربونیک اسید تیزاب یواځې د اوبو په محلول کی شتون درلودی شي او که هغه ته حرارت ورکړل شي د پورته معادلې سره سم بیرته په اوبو او کاربن ډای اکسایډ تجزیه کیږي او همدارنګه په صنعت کې د کاربن ډای اکساید زیاته اندازه د قند جوړولو او د مختلفو شربتونو د غازداره کولو د پاره استعمالیږي. کاربن ډای اکساید د وینې په دوران کې هغه وینه چې د انساجو څخه یې کاربن ډای اکساید (CO2) اخیستی وي د وریدونو په واسطه د زړه خوا ته روانیږي او د بدن ښکتۍ خوا څخه راټول او یو لوی ورید کې جمع کیږي چې د انپیر پرویناکار په نوم یادیږي او د بدن یو بل ورید کې چې په پورتنۍ برخه کې وینه راجمع کیږي چې د اسوپریرویناکاو‌ په نوم یادیږي. د دې دواړو وریدونو څخه د (CO2) لرونکي وینه د زړه ښي دهلیز (R – aurincle) رایټ او ریکل ته راتویږي او د ترای کسپیډوال له لارې ښي بطن (R + aurincle) ته ورننوځي او ښی بطن دا CO2وینه لرونکي وینه د سمیلونار وال له لارې د سږو شریان ته پمپ کوي چې وینې ته د دغه ورلیږل شوې وینه CO2 د لاسه ورکوي اما اکسیجن اخلي او وروسته له دې د سږو د وریدونو په لاره کې د زړه چپ دهلیز ته لار مومي او د بای کسپیډ له لارې د چپ بطن څخه عمومي شریان ته پمپ کيږي. په تنفس کې کاربن ډای اکساید (CO2) د اکسیجن اخیستل او د کاربن ډای اکساید خارجیدلو ته تنفس وایي د ګازونو تبادله د وینې او انساجو تر منځ تنفس نومیږي او خارجي تنفس په نتیجه کې چې کوم اکسیجن د الویلي ګانو له لارې وینې ته لار موندلې وي د وینې دوران سره تر حجراتو پورې رسیږي او هلته د خوراکي موادود اکسیدیشن سبب ګرځي په نتیجه کې د تحمض شوو موادو څخه اوبه او کاربن ډای اکساید (CO2) حاصلیږي که چیرې کاربن ډای اکساید په وینه کی وجود ولري نو زیان (تاوان) لري نو باید چې خارج شي. کاربن ډای اکساید چې د وینې دوران سره الویلي ګانو ته رسیږي. د محیط د غلظت تفاوت له امله له وینې څخه الویلي ته داخلیږی او له وینی څخه الویلي ته داخلیږي او د هاضمې له لارې څخه د بدن څخه خارجیږي کله چی وینه د بدن په حجرو کی اکسیجن له لاسه ورکړي کاربن ډای اکساید اخلي.


سلفر ډای اکساید: دا يو تيزابي اکسايد دی چې فرمول يې (SO2) دی ، چې يو بی رنګه تخريش کوونکی غاز دی چې خفه کوونکی بوی لري او په ۱۰ درجو سانتي ګراد تودوخه کې په ايشيدو راځي . سلفر ډای اکسايد داتشفشانونو او سلفر لرونکو موادو د اکسيديشن څخه آزادیږي ،لکه هايدروجن سلفايد چې د عضوي موادو له تجزيې څخه توليديږي: 2H2O+2SO2 2H2O+2SO2 دسلفر ډای اکساید تاثيرات : سلفر ډای اکسايد تيز بوی لري او په ډير کم غلظت (0,2ppm) په اندازه منفي تاثيرات لري لکه په مغز ، تنفسي سيستم د مخاطي غشأ تحريک د هوا په مقابل کې د سږو د مقاومت کموالی ، د سينې درد ، ريزش ، د پوزې وينې کيدل ، په هاضمي سيستم منفي تاثيرات ، د سترګو خارښت ، نفس تنګي ، د زړه ضربان زياتيدل ، همدا رنګه هغه کسان چې د سلفر دای اکسايد په مقابل کې پاتې شوي وي تجربو ښوودلې چې د هغوي سپين کرويات ښه نمو نه شي کولای ، نو په نتيجه کې د بدن دفاعي سيستم کمزوری کيږي . د سلفر ډای اکسايد استعمال: الف :د سلفوريک اسيد په توليد کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . ب :په يخچالونو کې د يخوالي په پيدا کولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . ج : دحشراتو او چينجيو په لمنځه وړول کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . د:د سوديم سلفايټ او سوديم تيو سلفيټ په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . خنثی اکسايدونه : خنثی اکسايدونه عبارت له هغه اکسايدونو څخه دي چې هغوي مالګي نه شي جوړولای ، لکه کاربن مونو اکسايد .غواړو دلته له دې جملې څخه يواځې کاربن مونو اکسايد وڅيړو . کاربن مونو اکساید (Carbon mono oxide) د (CO) فزیکي خواص: کاربن مونو اکساید بې رنګه غاز دی همدارنګه دا غاز ساه خفه کونکی بوی لري دا یو زهری غاز دی او ډیره کمه (لږه) اندازه په اوبو ((H2O کی منحل دی. تجربوي ارقام ښي چې د کاربن مونو اکساید (CO) او نایتروجن (N2) د جوړښتونو تر منځ ډیر ورته والی موجود دی چې د خواصو دغه تشابه یا ورته والی په کاربن مونو اکساید (CO) کی د درې ګونو رابطو د موجودیت له امله دی. او همدارنګه کاربن مونو اکساید (CO) زهري غاز دی د زیات تنفس له امله د مړینې سبب کیږي د کاربن مونو اکساید غاز په 205 co سانتي ګراډ کی په مایع تبدیلیږي او د حرارت په 192 co سانتي ګراډ کې په منجمد (یخ) باندې بدیلیږې. کاربن مونو اکساید چې په اوبو کی ښه نه حلیږي ددې علت دا دی چې خنثی اکساید دی کاربن مونو اکساید (CO) غاز په خپل ترکیب کې یو اتوم کاربن (C) او یو اتوم اکسیجن(O) لري.


د کاربن مونو اکساید (CO) کیمیاوي خواص: کاربن مونو اکساید یو غیر مشبوع مرکب دی او مالګې نه جوړونکی اکساید هم دی. کاربن مونو اکساید د سانتي ګراډ400co او د کتلست (Cr2O3 او Zno) مخلوط په موجودیت کې د هایدروجن او میتانول د لاندې معادلې په اساس جوړوي: CH3OH کاربن مونو اکساید (CO) په اکسیجن یا په هوا کې په ابي رنګه لمبه سوځي او د حرارت په 700 Co سانتي ګریډ درجو کې د کاربن ډای اکساید (CO2) غاز تولیدوي لکه: 2CO2 کاربن کونو اکساید چې کله د اوبو د بخار سره تعامل وکړي نو کاربن ډای اکساید او هایدروجن تولیدوي لکه : CO + H2O → CO2 ↑ + H2 ↑ کاربن مونو اکساید یو قوي احیاء کونکی عامل دی، هغه زیات فلزات د هغوي د اکسایدو څخه ارجاع کوي د کاربن مونو اکساید (CO) څخه په میتالرژۍ کې د فلزاتو د استحصال لپاره د هغوي د اکسیجن لرونکو معدني ډبرو څخه ګټه اخلي دغه میتود د چدنو و فولادو په تولید کې استعمالیږي لکه: Fe2O3 + 3 CO → 2Fe + 3CO2 ↑ PbO + CO → Pb + CO2 ↑ CuO + CO → Cu + CO2 ↑ په همدې ترتیب سره کاربن مونو اکساید (CO) د کلورین سره د لمر د روښنایۍ په موجودیت کې تعامل کوي او فوسیجن (Phosgene) یا کاربونیل کلوراید (COCl2) تولیدوي. چې دا ډیر زیات زهري غاز دی او په کیمیاوي وسلو، سلاح، کې یې استعمالوي چې دغه ماده قوي زهر دي. Cl2 + CO → COCl2 فوسیجن یو زهري غاز دی چې په لومړۍ عمومي جګړه کې د مسموم کونکې مادې په حیث ترې کار اخیستل شوی دی. خو نن ورځ له هغه څخه د رنګ جوړولو، الکول جوړولو او فارم الدیهاید جوړولوکې تری کار اخیستل کیږي. کاربن مونو اکساید ډیر خطرناک دی لا مل يې دادی چې د وینې سره کرویات یا هیموګلوبین سره په ډیره اسانۍسره اتحاد کوي او په دې ترتیب د بدن ټولو حجراتو ته د وینې د انتقال عملیه تخریبوي. کاربن مونو اکساید د فشار لاندې د (NaOH) سودیم هایدرو اکساید سره تعامل کوي سودیم فارمیټ جوړوي لکه : CO + NaOH → HCOONa انتقالي فلزات د کاربن مونو اکساید (CO) سره د فشار لاندې د سوړ حرارت په موجودیت کې کاربونیل جوړوي لکه په لاندې معادلو کې : Fe + 5CO → Fe (CO)5 Ni + 4CO → Ni (CO)4 د فلزاتو د کاربونیلونو په مالیکولونو کې کیمیاوي رابطې د اکسپتور میتود له مخې برقراریږي. د حرارت په اثر کاربونیلونه تجزیه کیږي چې په نتیجه کې خالص فلزات لاس ته راځي. Ni(CO)4→Ni+CO↑ د کاربن مونو اکساید (CO) استحصال: کاربن مونو اکساید غاز د ډبرو سکرو او د لرګیو د سکرو د سوځیدو په وخت کې داسې حاصلیږي چې د سکرو په لاندینۍ برخه کې د کاربن ډای اکساید (CO2) غاز تولیدیږي او په پاسینۍ برخه کې یې نارسیدلې سکاره وجود لري، کله چې کاربن ډای اکساید (CO2) د نارسیدلې سکارو له مینځه تیریږي په دې وخت کې د لاندې معادلې سره سم په کاربن مونو اکساید (CO) بدلیږي لکه: CO2 + C → 2CO ۲ :- په لابراتوار کې د کومې اوبه جذبونکې مادې لکه د ګوګړو تیزاب (H2SO4) په وسیله او د میږیانو د تیزابو څخه اوبه جذبوي او کاربن مونو اکساید (CO) په لاس راځي. د کاربن مونو اکساید (CO) زیات مقدار په نفس کې د مرګ خطر لري نو له همدې کبله باید چې سکاره په کوټه کې ونه سوځول شي. HCOOH H2SO4 CO امفوتریک اکسایدونه (Amphoteric Oxides) له هغه اکسایدونو څخه عبارت دی چی هم قلوی خواص لری او هم تیزابی خواص لری، یا په بل عبارت امفوتریک اکسایدونه هغه اکسایدونه دی چی د قوی القلی په مقابل کی تیزابی خواص او د قوی تیزابو په مقابل کی القلی خواص له ځانه ښکاره کوی. مثلاً: په لاندی معادلو کی: Al (OH)3 + 3HCL → AlCl3 + 3H2O Al (OH)3 + 2NaOH → Na3AlO3 + 3H2O په لاندی جدول کی ځینی امفوتریک اکسایدونه او هایدرواکسایدونه لیدلی شو: نوم امفوتریک هایدرواکسایدونه نوم اموتریک اکسایدونه ګڼه المونیم هایدرواکساید Al(OH)3 المونیم اکساید Al2O3 1 جست هایدرواکساید Zn(OH)2 جست اکساید ZnO 2 کرومیم هایدرواکساید Cr(OH)3 کرومیم اکساید Cr2O3 3 قلعی هایدرواکساید Sn(OH)2 قلعی اکساید SnO 4 سرب هایدرواکساید Pb(OH)2 سرب اکساید PbO 5 ارسینک هایدرواکساید As(OH)3 ارسینک اکساید As2O3 6 المونیم اکساید (AlO3) Aluminum Oxide المونیم اکساید د المونیم له مرکباتو څخه یو مرکب دی چی له دوه اتومه المونیم او دری اتومه اکسیجن څخه جوړ شوی دی چی دا دواړه اتومونه کیمیاوي تعاملونه په خپل منځ کی کوی او المونیم اکساید لاس ته راځی لکه: 4Al + 3O2 → 2Al2O3 چی د ډای المونیم اکساید څخه خپله د المونیم د استحصال لپاره هم کار اخیستل کیږی لکه: بوکسایت (4Al + 3O2 → 2Al2O3) چی دا مرکب د المونیم اوبه لرونکی مرکب او یا اکساید دی. کورندم د المونیم اکساید (Al2O3) د مرکب څخه عبارت دی چی د الماس څخه وروسته دوهم کلک منرال بلل کیږی چی د سختی درجه یی نهه ده که چیری د کورندم بلورونه نیلی رنګ ولری شنه یاقوت (Sapphinre) نومیږی او نیلی رنګ یی د کوبالت (Co) او تیتانیيم (Ti) له امله دی که چیری د کرومیم (Cr) د موجودیت له امله د کورندم بلورونه سور رنګ ولري د (Ruby) په نوم یادیږی چی دواړه قیمتی جواهر دی.

د المونیم اکساید خواص:المونیم اکساید ډیر کلک مرکب دی او هم ژر نه ویلی کیدونکی ماده ده او همدارنګه المونیم اکساید امفوتری خاصیت لری. د ویلی کیدو ټکی 2072 Co دی او د جوش ټکی یی تقریباً 3500 Co دی ځکه چی المونیم اکساید په ځینو شیانو یا مایعاتو کی نه حلیږی لکه:المونیم اکساید په عمومی توګه په اوبو کی نه حلیږی او ټیټ امفوتری مرکب دی چی هم په تیزابو او هم په القلی ګانو کی په ښه توګه حلیږی لکه په لاندی معادله کی: Al(OH)3 – 3HCL + 3H2O → [Al(H2O)6]Cl3 Al(OH)3 + 3KOH → K3[Al(OH)6] المونیم په ډیره اسانی سره د اکسیجن پواسطه اکسیدایز کیږی او مربوطه اکساید جوړوی لکه: 4Al + 3O2 → 2Al2O3 په هوا کی د اکسیدیشن په نتیجه کی د المونیم په سطحه باندی د اکساید Al(OH)3 محافظوی طبقه جوړوی چی ډیره محکمه ده. چی د فلزاتو په سطحه باندی په ډیر محکم ډول پاتی کیږی ځکه چی د المونیم اکسیجن په منځ کی رابطه ډیره کلکه ده لکه Al-O اکسایدیی طبقه فلز د بعدی اکسیدیشن څخه ساتی او همدارنګه ډیر فلزات د هغوی د اکسایدو څخه احیاء کوی. د المونیم دی خاصیت د زیاتو فلزاتو او استحصال لپاره د هغوی د اکسایدونو څخه ډیر استعمال پیدا کړی دی معمولاً د المونیم څخه د مګنیزیم او کروم د استحصال لپاره د هغوی د اکسایدو څخه ګټه اخلی په لنډ ډول داسی به ووایو که چیری مګنیزیم او کروم لاسته راوړو ددی دواړو عناصرو اکسایدونه د المونیم سره تعامل کوی په نتیجه کی د المونیم اکساید په لاس راشی او وروسته به دواړه فلزونه لاس ته راشی چی اوس هر یو لاندی طریقی سره سم بیلابیل په لاس راوړو لکه: Cr2O3 + 2Al → Al2O3 + 2Cr

3Mn3O4 + 8Al → 4Al2O3 + 9Mn                              

المونیم اکساید هغه وخت منځ ته راځی کله چی د المونیم په فلز باندی لنده هوا اغیزه اوکړی د نوموړی فلز په مخ باندی د اکساید یوه نری طبقه جوړوی چی دغه طبقه فلز د زیات رنګ وهلو څخه ساتی لاندی تعاملات د المونیم اوبه لرونکی اکساید د سودیم هایدرواکساید سره تعامل کوی او په نتیجه کی د دواړو مرکبو د تعامل څخه سودیم المونیټ او اوبه په لاس راشی لکه: Al2O3.2H2O + 6NaOh → 2Na3AlO3 + 5H2O که چیری المونیم هایدرواکساید ته زیاته تودوخه ورکړل شی نو د تودوخی په صورت کی به المیونیم اکساید او اوبو باندی د لاندی معادلی په اساس تجزیه شی.

  2Al(OH)31200 C    Al2O3 + 3H2O                                                                                         

کله چی د المونیم اوسپنی ترای اکساید ته تودوخه ورکړل شی یو مناسب ویلی کیدونکی د باریم پراکساید په موجودیت کی قوی اکزوترمیک تعامل لاس ته راځی لکه په لاندی معادله کی: Al + Fe2O3 → 2Fe + Al2O3 په پورتنی معادله کی د تودوخی تولید شوی درجه سانټی ګریډه ده په دی حرارت کی اوسپنه او المونیم دواړه مایع دی چی مایع اوسپنه ددی تعامل پواسطه تولیدیږی او د ویلډینګ کاری په عملیو کی ورڅخه کار اخیستل کیږی څرنګه چی اوسپنه د تعامل طرف (نه سوځیدونکی مواد) په تل کی راټولیږی او په همدی ترتیب سره د المونیم اکساید څخه جلا کیږي ویلې شوې اوسپنه کولای شو ریګی (شګلن) قالب ته رهنمایي کړو او په همدی ترتیب کولای شو درنده، فولادی، ماشینی، لکه د اورګاړی پټلی او کرینکاشف ترمیم کړو او همدارنګه دوهمی نړیوالی جګړی په جریان کی د اوربلونکی په توګه ورڅخه ګټه اخیستل شویده. دا چی د المونیم اکساید د ویلی کیدو ټکی ډير لوړ دی او په ویلی شوی حالت کی غیرهادی دی نو ځکه یی په ویلی شوی کریولایت کی حل کوی چی په نتیجه کی یی د ویلی کیدو ټکی ټیتیږی. همدارنګه چاریس هال دبرلین کالج فارغ 22 کلن ځوان په (1886) کال کی د خالص المونیم د استحصال لپاره یوه خاصه طریقه کشف کړه چی په دغه طریقه کی به یی ویلی شوی المونیم اکساید (Al2O3) استعمالول یعنی د المونیم اکساید به یی د کریولایت (Na3AlF6) سره مخلوط کوه او بیا یی د تودوخی پواسطه ویلی کول او له هغه وروسته به یی د الکترولیز عمل لاندی نیول ځکه چی د المونیم اکساید (Al2O3) د ویلی کیدو درجه به یی د کریولایت سره مخلوط کیدو له امله د 2000 Co سانټی ګریډ څخه تر 1000 Co سانټی ګریډ پوری ښکته کیدله. پر اکسايدونه (Per Oxides) عبارت له هغه اکسايدونه څخه دي چې چې به هغې کې د اکسيجن د اکسيديشن نمبر منفی يو(-1) وي ، يا په بل عبارت په پر اکسايدونو کې د نارمل اکسايدونو په نسبت د اکسيجن مقدار زيات وي ، دوی قوي اکسيديز کوونکي دي ، مثلاً : Na2O2 , BaO2, H2O2 نو ددی اکسايدونو له جملې څخه دلته مونږ هايدروجن پر اکسايد تر څيړنې لاندې نيسو : هایدروجن پر اکساید H2O2 هایدروجن پر اکساید H2O2 د لومړی ځل لپاره د یو فرانسوی عالم چی د کیمیا ښوونکی و د هغه پواسطه په کال (1818) م چی لویس بیتينارد نومیده لاسته راوړل شو.


د هایدروجن پر اکساید H2O2 استحصال: په لابراتواری شرایطو کی هایدروجن پراکساید (H2O2) د باریم پراکساید (BaO2) څخه د ګوګړو د رقیقو تیزابو د اغیزی له امله کیدای شی تولید شی او همدارنګه په عمومی ډول سره د هایدروجن پراکساید د استحصال تر ټولو مناسبه او غوره طریقه د الکترولیتیکی د تجزیی څخه عبارت دی. په تجارت کی هایدروجن پراکساید د باریم پر اکساید او د رقیقو (نریو) د ګوګړو د تیزابو (H2SO4) له تعامل څخه لاس ته راځی لکه: H2SO4 + BaO2 → H2O2 + BaSO4 پراکسایدونه او سوپراکسایدونه قوی اکسیدایز کوونکی دی اوبه او نری تیزاب هغوی په اسانی سره تجزیه کوی هایدروجن پر اکساید او اکسیجن لاسته راځی لکه په لاندی دوه معادلو کی: K2O2 + H2SO4 → K2SO4 + H2O2

             Na2O2 + H2SO4 → NaSO4 + H2O2


د هایدروجن پراکساید مالیکولی فورمول (H2O2) او مالیکولی جوړښت یی د لاندی جوړښت څخه ښکاری چی اکسیجن دوه اتومه د الکترونی جوړی پواسطه او د پراکسایدی رابطی پواسطه یو ځای شوی دی.

په پر اکسایدونو کی دغه رابطه د نور مرکبو څخه چی دوه اتومه اکسیجن لری په خپل منځ کی سره رابطه نلری. دا ښیی چی د پراکسایدی ګروپ د اکسیدیشن درجه منفی یوده په داسی حال کی چی د اکسیجن د اکسیدیشن نمره یا حالت په اکسایدونو کی منفی دوه ده. د هایدروجن پر اکساید خواص (H2O2) : د هایدروجن پراکساید ی رنګه شفافه مایع ده سخت ستوغ (تیز) خوند لری چی د اوبو سره په هر نسبت مخلوط کیدای شی او هم هایدروجن پراکساید (H2O2) یو بی ثباته ماده ده خصوصاً د تودوخی یا رڼا پوسیله ډیر ژر په اوبو او اکسیجن تجزیه کیږی لکه په لاندی ډول سره: H2O2 → H2O + [O] ↑ په همدی تیرتیب اکسیجن چی په لویی قوس کی لیکل شوی دی یعنی په اتوم حالت لیکل شوی دی چی د نوی زیږیدنی اتوم په نوم یادیږی او د بلی مادی سره د تعامل لپاره تیار دی ځینی رنګ لرونکی مرکبونه له دی نوی زیږیدنی اکسیجن [O] سره یو ځای کیږی د خپل رنګ له لاسه ورکوی له همدی خصوصیاتو څخه د هایدروجن پراکساید څخه د کتان او نورو موادو په رنګه کولو کی ورڅخه کار اخیستل کیږی. دا چی ځینی بکتریاوی دوی نوی زیږیدلی اکسیجن [O] په مرسته وژل کیږی نو ځکه خو هایدروجن پراکساید د 3% فیصده محلول څخه د ضدعفونی مادی په حیث کار اخلی. همدارنګه هایدروجن پراکساید کثافت 1,46 gr/cm3 دی، د ویلی کیدو ټکی یی 151 Co دی. د هایدروجن پراکساید په 31% محلول د هایدرول په نوم یادیږی. د هایدروجن پراکساید مالیکولی شکل زاویوی دی چی د اکسیجن او هایدروجن د اتوم ترمنځ سیکما رابطه وجود لری که د هایدروجن پر اکساید محلول وساتل شی او په نتیجه کی اوبه او اکسیجن لاسته راځی. H2O2-1 + 2H2O2-1 + Oo2 او همدارنګه نور رڼا او د قلوی موجودیت د اکسیدایز کوونکو او یا احیاء کوونکو سره د تجزیی عملیه تیز او ګړندی کوی. هایدروجن پراکساید د تجزیی فعال او ښه کتلستونه په خاص ډول سره د ځینو وزن داره یا درندو فلزاتو لکه (Ag, Cu, Mn) د مالګو څخه عبارت دی. د هایدروجن پراکساید اکسیدیشن خواص کمزوری دی چی د قوی اکسیدایز کوونکی د اغیزی له امله څرګندیږی. H – O H – O د هایدروجن پراکساید په تیزابی محیط کی د ارجاع کونکی په موجودیت کی اکسیدایز کونکی خواص له ځانه ښئ. Kl + K2SO4 + H2O2 → L2 + K2SO4 + 2H2O ولې د هایدروجن پراکساید اکسیدایز کونکی خواص کیدای شی په قلوی خنثی محیطونو کی څرګند شی لکه: PbSO4 + H2O2 → PbSO4 + 4H2O هایدروجن پراکساید د قوی اکسیدایز کونکی خواصود اغیزی له امله ارتحاعی خواص په تیزابی خنثی او قلوی محیطونو کی له ځانه ښایی لکه: 2KMnO4 + 3H2SO4 + H2O3 → 2MnSO4 + SO2 + K2SO4 + 8H2O په پورته معادله کی د دوه مالیکوله پوتاشیم پرمنګنټ او د دری مالیکول هایدروجن سلفیټ او هایدروجن پراکساید سره تعامل کوی او په نتیجه کی د وکتور ښي خوا کی مګنیزیم سلفیټ، سلفر ډای اکساید، پوتاشیم سافیټ او اته مالیکوله اوبه لاس ته راغلی دی. د هایدروجن پراکساید استعمال (H2O2) :- د هایدروجن پراکساید استعمال دهغه د اکسیدیشن خواص په اساس دی چی اوبلن محلول یی په زیاته اندازه د ټوکرانو او پوستونو د سپینولو لپاره استعمالیږی، همدارنګه په طب کی دری فیصده د ضدعفونی کونکی مادی په توګه استعمالیږی. همداراز په ځینو نورو شیانو کی هم استعمالیږی، لکه په خورا کي منابعو کی هایدروجن پراکساید د کانسروا کوونکو په توګه استعمالیږی. په همدی ترتیب د راکیټ په تخنیک کی د هغه څخه د قوی اکسیدایز کوونکی په توګه ګټه اخلی.


د هایدروجن پراکساید څخه د اکسیجن استحصال:- تجربه: په یو ښیښه یی مرتبان کی چی خوله یی په کارک تړل شوی وی او د کارک له منځه څخه د یوی پښی د ځنګون په شان کوږ نل او یو قیف تیر شوی راواخلی د قیف له لاری په مرتبان کی اول لږ شانته منګانیز ډای اکساید MnO2 او وروسته بیا یو اندازه H2O2 ورواچوی چی یو بی ثباته ماده ده لکه چی مخکی تیر شو چی منګانیز ډای اکساید د کتلست په موجودیت کی په اوبو او اکسیجن تجزیه کیږی او اکسیجن غاز د زنګون په شان هغه کوږ نل پواسطه چی د اوبو لوښی ته داخل شوی دی انتقالیږی او د اوبو په لوښی کی چی کوم سلینډر په نسکور ډول ایښودل شویدی دهغه په پاسینی برخه کی راټولیږی چی په همدی ترتیب سره لکه څنګه چی مخکی یادونه شوی وه د هایدروجن پراکساید څخه د کتلست په موجودیت کی اوبه او اکسیجن د لاندی کیمیاوی معادلی په اساس لاسته ته راځي لکه: 2H2O2MnO2 2H2O + O2 د فلزي اکسايدونو څخه دفلزاتو استخراج : له فلزي اکسايدونو څخه د فلزاتو استخراج په دوو طريقو ترسره کيږي . الف : په کيمیاوي لاره د فلزونو د اکسايدونو ارجاع : په دی لاره کې د ضعيفو الکتروپوزيټيفو فلزونو اکسايدونه په لوړه تودوخه د غښتلو الکیتروپوزيتيفو فلزونو په واسطه ارجاع کيږي ، د بيلګې په ډول : Cr2O+2Al 2Cr +Al2O3 3Mn3O4+8Al 9Mn+4Al2O3 TiCl4+2Mg Ti +2MgCl2 V2O5+5Ca 2V+5CaO د تنګستن فلز چې د بريښنا په ګروپونو کې کارول کيږي ، داسې په لاس راوړي چې د هغه شپږ ولانسه اکسايد (WO3) د ماليکولي هايدروجن په واسطه ارجاع کوی : WO3+3H2 W+3H2O ب :د بريښنا په واسطه د فلزونو د مرکبونو ارجاع : د ډيرو الکتروپوزيتيفو فلزونو د لاسته راوړلو لپاره د بيلګې په ډول المونیم (Al) مګنيزيم (Mg) او سوديم (Na) اکسايدونه يا هلايدونه ويلي کوي او د هغوې د ويلي شوي حالت څخه د بريښنا بهير تيروي ، چې په دی صورت کې نوموړي فلزونه په کتود کې ټوليږي : (cathode) +O2(g)(anode) (cathode) +Cl2(g)(anode) په پورتنۍ معادله کې (Me) فلزونه دي ، د اوسپنې اکسايدونه د کاربن په اوسطه ارجاع کيږي . هغه اکسايدونه چې د انسان په ورځني ژوند کې مهم رول لري : زيات اکسايدونه شته چې د انسان په ورځني ژوند کې ډير ارزښت لري ، چې د هغوې له جملې څخه د ځينو مهمو اکسايدونوڅخه په لنډ ډول سره يادونه کوو :

کلسيم اکسايد (CaO): کلسيم اکسايد يو ډير ارزانه قوي قلوي اکسايد دی چې به لاندې مواردو کې ورڅخه ګټه اخيستل کیږي : الف : د سوډا په جوړولو کې . ب: د سختو اوبو په نرمولو کې . ج:د اوبو د جذبوونکي مادې به توګه ، په غازونو او الکولو کې . د: د بليچنګ پوډرو په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . مګنيزيم اکسايد (MgO): مګنيزيم اکسايد جامد سپين رنګه پوډر دی چې د اکسيجن په شتون کې د (Mg) له سوزيدو څخه ترلاسه کيږي ، مګنيزيم اکسايد په لاندې مواردو کې استعماليږي . الف : په طب کې د درملو په جوړولو کې د انتی اسيد دواپه توګه استعماليږي ، تر څو د بد هضمۍ او د معدې د سوزیدو مخه ونيسي . ب :د رطوبت جذبوونکې مادې په توګه د کتابونو په ساتنه کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . زنک اکسايد (ZnO): د جستو اکسايد ډير مهم او ارزښت ناکه اکسايد دی چې په توله نړۍ کې يې کلنی استعمال 1,2 مليونه ټنه دی ، چې په کيمياوي موادو برقي سامان آلاتو ، زراعت ،درمل جوړولو او رنګ جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي ، همدا رنګې د جلد(پوستکي ) د ساتنې لپاره د جستو اکسايد زيات استعمال لري ، چې په کريمو ملهمو او جلدي پوډرو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . تيتانيم اکسايد (TiO2): دا يو دير مهم اکسايد دی چې په ورځني ژوند کې د مختلفو شيانو په جوړلو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي ، چې د ارايش په شيانو ،د شيانو د جلاورکولو لپآره ، رخت جوړولو ، کاغذ جوړولو ، پلاستيک جوړولو او دوا سازۍ کې په کار وړل کيږي. کاربن ډای اکسايد (CO2): کاربن ډای اکسايد يو ډير مهم اکسايد دی چې په نباتاتو کې د ضيايي ترکيب (فوتو سنتيسز) په عمليه کې په مصرف رسيږی ، کاربن ډای اکسايد په مشروباتو او همدا رنګه د اور وژونکې مادې به توګه هم استعماليږي ، ځکه چې کاربن ډای اکسايد خبله اور نه اخلي او د هوا څخه (1,5) ځله دروند دی ، نو ځکه د اور له پاسه د کمبلې په څير غورځيږي ، او د اور او اکسيجن ترمنځ مانع ګرځي . هايدروجن پر اکسايد (H2O2): ډير مهم اکسايد دی چې اوبلن محلول يې په زياته اندازه د ټوکرانو د سپينولو لپآره کارول کيږي ، همدا رنګه د هايدروجن پر اکسايد دری فيصده محلول څخه په طب کې د ضد عفونې مادې په توګه کار اخلي ،په خوراکي منابعو کې هايدروجن پر اکسايد د کنسروا کوونکي به توګه استعماليږی ، په همدې ترتيب د راکټ په تخنيک کې د هغه څخه د قوي اکسيدايز کوونکي مادې په توګه کار اخلي : سلفر ډای اکسايد (SO2) : دا يو زهري غاز دی چې د تنفس په صورت کې ډيرې زياتې تنفسي ستونزې پيدا کوي ، مګر په ورځني ژوند کې يې اهميت زيات دی ، ځکه چې د سلفوريک اسيد (H2SO4)په جوړلو کې ورڅخه ګټه اخيستل کيږی . و من الله التوفيق   وړانديزونه د کيميا علم داسې يو علم دی چې انساني ټولنې ته يې په روغتيايي اقتصادی نظامي او خصوصاً په عصري برخه کې پرمختګ ورپه برخه کړی دی ، ددی علم څخه غير انساني ټولنه به د ډول ډول کړاوونو سره لاس او ګريوان وي ، د اوسني وخت زياتره سهولتونه د کيميا دعلم له برکته دی ، نو بايد دغه علم په ډير غور او سيستماتيک ډول سره پر مخ ولاړ شي ، ترڅو نور هم د ټولنې مشکلات ورباندې حل شی ، دا چې زما موضوع د اکسايدونو او د هغوې د خواصو پورې اړه لري ، نو زه لاندې وړانديزونه لرم ، تر څو ورباندې دقيق غور وشي . د کيميا د علم د ټولو استادانو څخه دا هيله لرم چې د انسان د ژوند او روغتيا په هکله محصلينو ته د کيميا د علم اهميت روښانه کړي ، تر څو چې ژوند يې يو نعمت وګرځي . د کيميا د څانګې د محترمو استادانو او د علم له خاوندانو څخه په دير درنښت هيله کووم چې د اکسايدونو او د هغوې د خواصو او اغيزو په هکله علمي سيمينارونه ، علمي ليکنې او د نورو ژبو څخه ددی موضوع په اړه معلومات راغونډ کړي ، ترڅو د افغانستان د مظلوم ملت بچيان يې له روښنايي څخه ګټه پورته کړي او په دی اړه ډير معلومات ترلاسه کړي . په صنفونو کې دی ګرانو محصلينو ورونو ته د اکسايدونو پوره وضاحت او تشريح وکړي ، ترڅو محصلين په دغه موضوع پوره علم ولري . له ګرانو محصلينو څخه هيله کووم چې د اکسايدونو او د هغوې د اهميت په اړه دی ناپوو خلکو ته زيات معلومات ورکړی ، ترڅو عام خلک د الله تعالی د نعمتونو څخه په پوره ډول ګټه واخلي ، عام خلک دی ورځني ژوند د استعمال د شيانو په هکله د کيميا د علم له پوهانو څخه د مربوطه شيانو د ګټو او ضررونو په هکله معلومات ترلاسه کړي ، ترڅو و کولای شي چې د دغو موادو مفيد اړخونو څخه ګټه واخلي او له مضرو اړخونو څخه يې ځان خوندي وساتي .   پايلې کيميا ډير ستر علم دی ، چې هره برخه يې ځانته علم دی ، اکسايدون د انسان په ژوند کې د دير ارزښت څخه برخمن دي ، د انسان په خواراکي توکو ، د پوښاک په شيانو ، صنعت او مختلفو برخو کې د اکسايدونو څخه کار اخيستل کيږي ، همدې لپاره نو بايد پوه او په ځانګړي ډول د کيميا د څانګې لوستونکي د اکسايدونو په اړه معلومات ولري . په لنډ ډول : اکسايدونه هغه مرکبونه دي چې به خپل ترکيب کې اکسيجن ولري ، بيا په عمومي دول اکسايدونه دوه ډوله دي :مالګي جوړونکوي او مالګي نه جوړوونکي اکسايدونه . بيا مالګي جوړونکي اکسايدونه په خپل وار سره په تيزابي ، القلي اوامفوتريک ويشل شوي ، دغه راز هغه اکسايدونه چې مالګې نه جوړوي د خنثی اکسايدونوپه نامه ياديږي . د تيزابی اکسايدونو مثالونه کاربن ډای اکسايد او سلفر ډای اکسايد او داسې نور دي ؛ القلی اکسايدونه عبارت دي له : کلسيم اکسايد څخه . امفوتريک اکسايدونه لکه المونيم اکسايد . او خنثی اکسايد د کاربن مونو اکسايد دی . اکسايدونه د انسان په ژوند کې مختلفو برخو کې استعماليږي ، لکه د ټوکر په جوړولو کې ، د آرائيش په سامان آلاتو کې ، د درمل جوړولو په برخه کې ، رنګ جوړولو کې او نورو ډيرو مواردو کې کارول کيږي .

بايد وويل شي چې له فلزي اکسايدونو څخه د اړوند فلزاتو د استخراج د صنعت مهم برخه ده ، چې په دوه ډوله ورڅخه فلزات ويستل کيږي .

اول د فلزي اکسايدونو ارجاع ده چې دا کيمياوي طريقه ده او د کاربن يا نورو ارجاع کوونکو عناصرو په وسيله د فلزونو اکسايدونه ارجاع کوي . دويم د بريښنا په وسيله د فلزي اکسايدونو ارجا کول د بيلګې په ډول د المونيم او مګنيزیم او سوديم اکسايدونه په ويلي شوي حالت کې د بريښنا بهير تيروي او فلزونه په کتود کې راټوليږي .


ماخذونه ۱: مندوزی، دیپلوم انجینیر عارف الله عمومی کیمیا دوهمه برخه جلال آباد، کال (۱۳۷۹) ه.ش ۲: اِڅکزی، پوهنمل داکتر درویزه همومی کیمیا، نارنج خپروندویه ټولنه کندهار، کال (۱۳۸۷) ه.ش ۳: (بارکزی) الحاج محمد ظاهر عمومی کیمیا، ګلاجی پلازه پیښور د چاپ کال (۱۳۸۵) ه.ش ۴: ماموند، پوهاند دوکتور خیرمحمد ظاهر عمومی درس کتاب، د افغانستان د کلتوری ودی ټولنه جرمنی کال (۱۳۸۱) ه.ش ۵:Yosuf Muhammad, Applied Chemistry,Lahore book corner2006 ۶: www.generalchemistry.com