ايډيال غازات

پيـــل خــــبرې== الحمدالله رب العالمين والصلواة والسلام علي اشرف الانبياً والمرسلين محمد وعلي اله واصحا به اجمعين څرنګه چې دلوړوزده کړو وزارت د لايحې په اساس هر محصل د لسانس د دورې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره او همدارنګه د لسانس د ديپلوم د ترلاسه کولو په منظور دڅلورکلنې تحصيلي دوري په پاي کې بايد سيمنار ارايه کړي ،کوم چې د اړونده ديپارتمنت له خوا ورته دلارښود استاد تر لارښوونې لاندې دنده سپارل کېږي ترڅوچې دهغي موضوع په هکله علمي معلومات د معتبرو مـاخذونو څخه راټول کړي د همدې موخې د ترلاسه کولو په خاطـر ماته هم د ښوونـې اوروزنـې پوهنـځې دکيميا د څانګې له خوا د ايډيال او ريا ل غازونو ترسليک لاندي علمي موضوع د سيمنار لپاره د محترم استاد الحاج پوهندوى ګل اصغر(الوزي) تر لارښوونې لاندي سپارل شويده ،نو ما د لارښود استاد د لارښونې سره سم د دې سيمنار موضوګانې يا مطالب دمعتبرو داخلي اوخارجي منابعو څخه راټول کړي دي .او د لارښود استاد دکتنې اواصلاح څخه وروسته مې کمپوز کړي . ، په پاى کې دکيميا څانګې د ټولواستادانو او په ځانګړي ډول د خپل لارښود استاد الحاج پوهندوى ګل اصغر(الوزي) څخه ډيره زياته مننه کوم چې د دي مونوګراف په ترتيب کولو کې يې له ماسره نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړې دي او د لوى خداى ( ج ) څخه ورته د عوضونو د ورکولو غوښتونکي يم په درنښت :_نعمت الله(صادق)دکيميا د څانګې د څلورم کال محصل




لړليک گڼه سرليک مخونه ١ سريزه ١ ٢ ايډيال او ريال غازات ٣ ٣ ايديال غازات ٣ ٤ د ايډيال غازاتو مشخصات ٣ ٥ د غازاتو قانين ٤ ٦ د بايل مار يوت قانون Boyle Marriott law ٤ ٧ د چا رلس قانون Charles law ٧ ٨ دګيلوسک قانون Gay-Lussac law) ٩ ٩ د اوګدرو Avogadro قانون ١٠ ١٠ د ايډيال غا زاتو ترکېبي معا دله ١٤ ١١ دغازونوعمومي معا دله يا د با يل،چارلس ،اوګيلوسک دقوانينو تر کېب ١٧ ١٢ دغاززنوقسمي فشا ر يا د دالتن قانونc( Daltn,s law of Partial Pressure ٢٠ ١٣ حقيقي غازونه (Real Gases ٢٣ ١٤ د وانډروالس معادله Vander Waals equation ٢٥ ١٥ دحقيقي غازونوخواص ٢٦ ١٦ دغازونو مخصوصه حرارت ٣٠ ١٧ په ثابت حجم کې محصوصه حرارت (CV ٣١ ١٨ په ثابت فشار کې مخصوصه حرارت: ٣٢ ١٩ لنډ يز ٣٦ ٢٠ وړانديزونه ٣٨

٢١ ما خذونه ٣٩


ســــــريــــزه الحمدالله رب العلمين والصلوة والسلام علي اشرف الانبياء والمرسلين محمد وعلى آله واصحابه اجمعين . لکه څرنګه چي د لوړو زده کړو وزارت د لايحي له مخي د ښوونې او روزنې پو هنځى د کيميا د څانګى د څلورم ټولګي محصلين د اتم سمستر په پاى کي يوه موضوع د سمينار په نوم اخلي . او د سمستر په وروستيو دوه هفتو کې د هغه څخه دفاع کوي . په دغه اړوند ماته هم يوه موضوع د ايډيال او ريال غازاتو تر سرليک لاندې د کيميا ډيپارتمنت له خوا د محترم استاد پوهندوى ګل اصغر (الوزي) تر لارښونې لاندې

را وسپارل شوه . ما د لارښود استاد د مشورې سره سم د مختلفو ماخذونو څخه علمي او ضروري مواد راټول او محترم استادالحاج پوهندوى ګل اصغر(الوزي) ته مې هر  وخت د اصلاح لپاره وړاندې کړي .

او د هغي د اصلاح او تايئد څخه مې وروسته کمپوز کړي نو هيله لرم چي د سمينار په حيث ومنل شي . ما په دې ليکنه کې ايډيال غازات، د ايډيا ل غا زاتو مشخصات، د غازاتو قوانين ، د بايل قانون،د چا رلس قانون،د ګيلوسک قانون،د اوګدرو قانون، د ايډيال غازاتو ترکيبې معا دله،دغا زونو عمومي معادله ، د غازونو قسمي فشار،حقيقي غازونه، واندوالس معادله ، د حقيقي غازونو خواص، د غازونو مخصوصه حرارت،په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت، په ثا بت فشار کې مخصوصه حرارت او په پاې کي مې د خپلي موضوع لنډيز او ماخذونه ليکلې دي همدارنګه ما د دې موضوع په ليکلو کې د نوي او معياري کتابونو او منابعو څخه استفاده کړې ده او د امکان تر حده پورې مي کوښښ کړيدې چي په روانو او ساده جملو کې مطالب وليکل شي هيله ده چي د لوستونکو د ګټي وړ وګرځي . په اخر کي زه نعمت الله(صا دق) د کيميا د څا نګې ټولو استادانو او خصوصاً د خپل لارښود استاد الحاج پوهندوى ګل اصغر(الوزى) څخه ډيره مننه او شکريه اداء کوم چي د دې موادو په راټولولو او اصلاح کولو کي له ماسره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي او ماته يې ددې موضوع د ترتيب کولو لپاره لازمې او نيکې مشورې راکړې . د لوى او متعال خداي (ج) له دربار څخه ورته اجرعظيم غواړم . او په راتلونکي کي ورته د ښه ، خوشحاله او سوکاله ژوند غوښتوونکې يم .


په درنښــــــــت نــعـــــمــت الله (صــــــادق) د کيـــــميـــــا د څـــــانـــګې د څـــلورم ټـولـــګي محــصل




ايــډيــال او ر يــال غـــازات ايــډيال غــازات:

ايډيال غازونه يو ساده شکل د غازونو دې هر څومره چې دهغوۍ ماليکولونه يو له بل څخه لرې واقع شي په همغه اندازه فاصله  د ماليکولونو په مينځ کې زيا تيږي داسې حالت ته رسيږي چې د ماليکولونو د کشش قوه نه محاسبه کېږي او همدا علت ده چې د ماليکولونو حجم هم نه محاسبه کېږي ځکه هغه حجم چې غاز يې اشغالوي د ماليکولونو حجم د هغه په مقايسه ډير کم دى هغه غازات چې په داسې حالت کې قرار ولرى حجم يې د محاسبي امکان نه لري او هم د کشش قوه د ماليکولونو په مينځ کې محاسبه نه شي داسې غازاتو ته ايډيال غازونه ويل کېږي.

يا په بل عبارت هرغاز چې د ټيټ فشار لاندي واقع شي او د تودوخې درجه يې لوړه وي د خيالي يا ايډيال غاز په نوم ياديږي . ايډيال غازات لاندي مشخصات لري ١- په طبيعت کې په ازاد ډول او د ماليکول په شکل پيدا کېږي او په خپلو منځو کې متراکم نه وي ٢- د ماليکولونو کتله يې ډيره کوچني وي او ازادانه حرکت کوي. ٣- د ماليکولونو د سرعت نفوذ يې زيات وي. ٤- ماليکولونه يې قطبي يا قسمآ قطبي وي. ٥- د بايل ماريوت قانون څخه په دقيقه توګه پيروي و کړي. ٦- په هغه باندې د ګيلوسګ قانون تطبيق شي.

8 –ديومول غاز حجم يې 22,4lit وي. ايډيال غاز کومه معينه ماده نه ده بلکه هغه غازات چې د ټيټ فشار او تودوخې لوړه درجه ولري د داسې غازاتو ماليکولونه يو دبل څخه لرې وي دلته د ماليکولونو تر مينځ د جذب او دفع متقابل تاثيرات ډير کم او د صرف نظر کولو وړ وي همدا ډول د غاز حجم دومره زيات وي چې د هر ماليکول د ذاتي حجم څخه د غاز عمومي حجم په پرتله صرف نظر کېدي شي په داسې شرايطو کې د هرې کېمياوي مادي غاز د ايډيال غاز په نامه ياديږي. د ايډيال غاز د حالت د معادلې څخه معلوميږي چې که د تودوخې درجه ثابته پاتي شي نو د فشار د لوړيدو سره د غاز حجم کم او بر عکس د فشار د کميدو سره د غاز حجم زياتيږي يعني په ايزوترميک شرايطو کې د فشار او حجم د مقداري ارتباط const/v P= څخه يو منظم هايپربولا لاس ته راځي د تودوخې په مختلفو درجوکې د ايډيال غاز د فشار(P ) او حجم(v ) مقداري ارتباط په شکل کې او د فشار(P ) او حجم ارتباط ( 1/v ) په شکل د تودوخې د درجي د (T )او فشار(P ) ارتباط په تفصيل سره و څيړل شي. ( ١) (٤ ،٥ ) م (دغازاتوقوانين) ١- د بايل مار يوت قانون دا قانون وايې که چېرې تودوخه ثابته وي د غاز حجم له فشار سره معکوس تناسب لري يعني هر څومره چې په غاز فشار ډيريږي د غاز ماليکولونه يو بل ته نږدې کېږي او د غاز حجم د کميدو سبب ګرځي چې رابطه يې په لاندې ډول ده T = constant

ددي لپاره چې تناسب په مساوات واړوو معادله له يوه ثابت عدد سره ضربوو.

= v.p=k دغه رابطه داسې وايې چې د ايزوترم په شرايطو کې د غاز د حجم او فشار د ضرب حاصل يو ثابت قيمت نو لدى ځايه ليکلې شو چې............. P1v1=p2v2=p3v3=………………………………………………=k په دې ځاۍ کې k يو ثابت کميت دى په عين شکل د پورتنى قانون څخه نتيجه اخستل کيږي چې دحجم تاثير په فشار باندې په ورکړل شوي حرارت کې يو ثابت کميت دى چې په ورکړل شوي حرارت کې د غاز مربوط دى دايډيال غاز معين مقدا

د ايډيال غاز د معين مقدار (N=const) د فشار او حجم ارتباط د تودوخي په مختلفو درجو کې ده په داسې حال کې چې (T=constant) هم تودوخه ثابته ده. لومړى سوال:- يو غاز تر 720mmHg فشار لاندې 300cm3 حجم لري که فشار تر 800mmHg پورې لوړ شي نوموړي غاز څومره حجم لري؟ P1= 720mmHg P2= 800mmHg V1= 300cm3


دوهم سوال: که 50ml د يو غاز په يو سربسته لوښې کې تر 1400mmHg فشار لاندې قرار ولري که غاز انبسا ط وکړي او حجم يې تر 125ml پورى لوړ شي نو د دې غاز فشار به څومره وي ؟

		                                              v1=50ml

V2=125ml P1=1400mmHg P2=?


دريم سوال:که يو غاز تر750mmHgفشار لاندې 290cc حجم ولري که حجم د نوموړې غاز310ml ته لوړ شي فشا ر د نوموړي غاز پيداکړۍ ؟ P1=750mmHg V1=290cc V2=310m


(٦ )(٤٢٢ ،٤٢٣ ،٤٢٤ ) م

(2) د چا رلس قانون Charles law)) دا قانون داسې وايې که فشا ر ثا بت وي د غاز حجم له تودوخې سره مستقيم تنا سب لري ځکه د تودوخې له ډيريدو سره د غاز ماليکولونه تودوخه اخلي او د سرعت دډيريدو سبب ګرځي هرڅومره چې د غاز د ماليکولونو سرعت ډيريږي حجم يې هم ډيريږي . p=const v≈T v د غاز حجم او T مطلقه تودوخه ده بيا هم د دې لپاره چې تناسب په مساوات واړوه د رابطې ښي خوا د K ثابت سره ضربوو. V=K.T


پورتنۍ رابطه داسې معنى لري چې د ايزوبار په شرايطو کې د غاز د حجم او تودوخى نسبت ثابت قيمت لري نو ليکلي شو چې:

پورتني رابطه کې V حجم T د حرارت درجه او K يو ثابت کميت دې په عادي شرايطو کې پورتنى رابطه لاندي شکل اختياروي. V0 = K.To …………..2 په نوموړى رابطه کې V0 د غاز حجم په 0c0 يا 273K0 حرارت او 760mmHg يا 1 atom فشار کې دې څرنګه چې د اوګدرو د قانون څخه معلوميږي يو مول د ټولو غازونو لرونکې د 22,4li حجم دې او د ماليکولونو تعداد په يو مول کې د اوګدرو ثابت (اوګدرو عدد ) په نوم ياديږي. Na = 6, 02.1023 که چېرته لومړۍ رابطه په دوهمي رابطي تقسيم کړو نو ليکلي شو چې:

که چېرته په صورت اومخرج کې K اختصار شي نو ليکلې شو چې:

لومړي مثال: 27C0 حرارت کې يو غاز 200mil حجم لري که فشار ثابت وي په 12C0 حرارت کې نوموړې غاز څومره حجم لري؟ T1= 27C0+273K0= 300K0 T2= 12+273= 285K0 V1= 200ml V2=?

دوهم مثال: که د يو غاز 100mil د 37Co حرارت لرونکې وي نوموړي غاز ته څومره حرارت ور کړل شي ترڅو حجم يې 120mil ته ورسيږي؟ V1= 100ml V2= 120ml T1= 37C0+273K0= 310Ko T2=? دريم مثال:په 30c0 حرارت کى يوغاز 215ml حجم لري که فشار په15c0 حرارت

 کى د غاز حجم معلوم کړۍ .؟
(٧) (٤٢٥ ،٤٢٦،٤٢٧ )م 

3:- دګيلوسک قانون (Gay-Lussac law) دا قانون داسې وايې که چېرې د غا زحجم ثابت وي د غاز فشار له تودوخى سره مستقيم تړاو لري هر څومره چې تودوخه ډ يريږي د غاز فشار هم ډيريږي ځکه د غاز ما ليکولونه د تودوخې په اخستلوسره حرکې انرژي يې ډيريږي له دې سره سم سرعت يې هم ډيريږي د سرعت ډيريدل دغاز د ماليکولونو او د ظرف د ديوال ترميځ د ډير ټکر سبب ګرځي چې په نتيجه کى ډير فشار توليديږي يعنې که v=Const وي نو ليکلې شو(P ≈ T) دلته Pفشار او T د مطلقه تودوخې درجه ده تنا سب په مساوات اړوو نو ځکه د k ثا بت ورسره ضربوو P ≈ T .K

پاسنۍ رابطه داسې معنى لري چې که حجم ثابت وي د فشار او تو دوخې نسبت تل يو ثابت قيمت لومړى مثال :- که د نايتروجن غاز په 25C0 کې 320mmHg فشار لاندې وي که چېرته تودوخه 50C0 ته ورسيږي د نوموړې غاز فشار به څومره وي ؟

T1=25C0 + 273K0=298K0 T2= 50C0 + 273K0=323K0 P1= 320mmHg P2=?


دوهم مثا ل :- که د يو غاز فشا ر 720mmHg لاند ې 60C0 تودوخه ولري که فشار 770mmHg ته لوړ شي نو څومره تود وخه به ولري په هغه صورت کى چې حجم ثابت وي P1=720mmHg P2=770mmHg T1= 60 C0 + 273K0=333K0 T2=?

دريم مثال:- که په 30C0 تودوخه کى ديوغاز فشا ر 10 Atom ولري که تودوخه 20C0 ته ټيټه شي د نوموړي غا زفشا ر حساب کړ‌ۍ ؟ T1=30C0 + 273K0 =303K0 T2= 20CO + 273K0=293K0 P1=10 Atom p2=? (٦)(٤٢٨،٤٢٩ )م

- د اوګدرو Avogadro قانون-

د اوګدرو قانون داسې وائي که چېرې فشار او تودوخه ثابت وي د ګاز حجم د ګاز د مولونو شمير سره مستقسم تناسب لري v ≈ n v= n.k

يعنى هر څومره چې د غاز د مول شمير يا په بل عبا رت دغاز مقدار ډيريږي جحم يې هم ډيريږي  د بايل ماريوت ، چارلس ، ګيلوسک او اوګدرو قانون په امتزاج ليکلې شو


P.V=nRT Rد غازاتو د ثابت په نوم ياديږي دمساوات دواړه خواوې د P سره ضربوه

 دى   Mدغازماليکولي وزن دى چې ددې قيمت په اچو لو سره پور تنۍ معادله ليکلې شو.

PV = nRT


MPV=mRT

د دې را بطې په واسطه کولاې شو په عملي توګه د غاز او يا هغه مواد چې په اسانۍ په غا ز P V= معاد لې څخه P M= ............

د دې قيمت په اچولو سره په پورتنۍ رابطه کې ليکلې شوچې.-

P.M .V=m R T

PM = d RT

په پو رتنۍ رابطه کې P فشار M ماليکولي کتله R د غازاتو ثابت او T مطلقه تودوخې څخه نماينده ګي کوي او د پورتنۍ رابطې پوسيله کولاى شو چې په عملي توګه د غاز کثافت معلوم کړو. لومړې مثال :- په25C0 تودوخه کې دنايتروجن غا ز 750mmHgفشار لري کثافت يې محا سبه کړۍ T=25C0+273K0=298K0 M=28 P=750mmHg=0,98 Atom

d=? دوهم مثال:- دso2 يو اندازه غازپه 0CO تودوخه او يو اتوموسفير فشا رکې په يو لوښي کى بند دى په همدې حالت کې يې کثا فت محاسبه کړۍ.؟ T=OC0 + 273K0 P=1Atom M=64 g r/mol R=0,082 Atom .li/mol.k0 d=? دريم مثا ل :- د Co2 غاز په 27C0 تودوخه او 1Atom فشا رکى د غازکثافت محاسبه کړۍ .؟ T=27C0 + 273K0=300K0 P=1Atom


d=?

کې د غازکثافت محاسبه کړئ؟ 

C0+273k0=306k0 P=2atom M=44gr/mole R=0.082Atom.Lit/mole.k0 d=?

پينځم مثا ل :- 1dm3  د امونيا NH3 غاز په 30C0 تودوخه او 1,315Atom  فشار کى د ايډيال غاز په شکل لرو  د همدى مقدار غازکتله په لاس راوړۍ .؟ 

p= 1,135Atom v= 1dm3 T=30C0 +273k0=303k0 M= 17gr/mol R= 0,082 1dm3.Atom.ko.mol m=? شپږم مثا ل :- 12 gr غاز د 27C0 تودوخې او 5Atom فشار لاندې 0,255dm3 حجم لري د نوموړي غا ز ماليکولي وزن محاسبه کړۍ؟ m=12gr T= 27C0 + 273K0 =300K0 P=5Atom v=0,255dm3 R=0,082 Atom (٥ )(٣ ،٤ ،٥ ) م د ايډيال غا زاتو ترکېبي معا دله تر اوسه پورې مو د ايډيا ل غازاتو حا لت پداسې شرايطوکې چې له درى ګونو پا رمترونو ( حرارت درجه فشار او حجم ) تر مطا لعې لاندې نيولې دي د مثا ل په توګه که د حرارت درجه ثابته وي د با يل ماريوت د قانون په اساس د غازاتو د حجم او فشار په مينځ کى رابطه وجود لري په ثابت فشا ر کى د ګيلوسک د قانون په اساس د غازاتو د حجم اوحرارت درجې په مينځ کې رابطه وجود لري او په همدى ډول د چا رلس د قانون په اساس په ثا بت حجم کى د حرارت د درجې سره فشار هم تغير کوي مګر په ډيرو وختونو کى د عملي جريان پداسې ډول وي چې درى واړه پا رمترونه په عين وخت تغير کوي او د غازاتو حا لت مشخص وي هغه رابطه چې يو وخت کى د درى واړو پا را مترونو (حرارت، حجم اوفشار) اړيکى ښي د ايډيا ل غا زا تو د حا لت د معادلى په نوم يا ديږي

پورتنۍ رابطه چې د ګيلوسک او بايل ماريوت د قوانينو د يوځاۍ کېدو څخه په لاس راغلى په هغه نسبت هم يو ثابت کميت دى چې د R په حرف سره ښودل کېږي چې دغازاتو د عمومي ثابت په په عوض R وضع کړو نو ليکلاۍ شو.

= R

P V= R T پورتنۍ رابطه د يو مو ل لپا ره صدق کوي که نوموړي معاد له دn مول غاز لپاره استعما ل شي په لاندى ډول ليکلې شو چې PV=nRT سره . چې نوموړې معادله د ايډيال غازاتود معا د لې په نوم ياديږي نوموړى رابطه د کلاپيرون مند ليف په نوم يا ديږي که چېرته د موادو ورکړل شوى کتله (m ) اوماليکولي کتله په M سره وښودل شي دمولونو شميرله لاندى رابطې څخه پيداکولى شو

که په (1) رابطه کى د n)) په عوض د هغه قيمت وليکو پورتنۍ رابطه لاندې شکل اختياروي

نوموړى رابطه د مختلفو پا رامترونو د محا سبى لپا ره چې مواد د غاز په حالت او يا غاز ماننده شکل ولري پکاريږي چې دغه پا رامترونه عبا رت دي له فشا رP ، حجم v ،حرارت درجه T ورکولې شوچې کتله m او ماليکولي کتله M ده ددى لپاره چې د نوموړى معادلې څخه استفاده وشى بايد د R قيمت په مختلفو حـالتو کې معلوم شى د R ثابت عددي قيمت کولاى شو . =R له پورتنۍ رابطې څخه پيدا کوو لکه څنګه چې معلومه ده په نورمالو شرايطو کې P=1Atom او T=273K0 يوغازلرونکى د22,4lit حجم دى


دى نو ليکلې شو 1it=1000Cm3 څرنګه چې  

څرنګه چې 1Atom=1,014.106 dyn/cm2 سره دې نو ليکلې شو چې . R=82,06.1,014·106=83,2 .106 =8,32·107 dyn·cm/mol k0 R=8,32·107 erg/mol .k0 څرنګه چې 1Joul=107erg سره ليکلى شو چې – R=8,32 Joul/mol .k0 اوپه همدى ډول ليکلې شو چې 1Cal=4,187Joul سره دى ليکلى شو چې . 0 د انرژۍ په مختلفو واحدونو د(R ) قيمت په لاندى جدول کى د فشار مختلف واحدونه او د يو شميرغازاتو مولي حجمونه په ستنډرډ شرايطو T=298 ,P=1Atom کى په جدول کې ورکړل شوى دى . (١ ) (٨٥ ،٨٦ ،٨٧ )م (1-1 )جدول:- د فشا ر واحدونه Name Symbol value Pascal Bar Atmosphere Torre Millimeter mercury Poundpersquarinch

1Pa 1bar 1atm 1torr 1mmHg

1psi 1Nm-2 .1kgm-1 s-2 105 pa 101325 Pa 101325/760

133,322….Pa

Pa=133,32..pa 6.894757…..kpa

په لاندى جدول کې د گازاتو مولې حجمونه T = 25C° , P = 1Atm Gas vm/L mol-1 Perfect gas Ammonia Argon Carbon dioxide Nitrogen Oxygen Hydrogen Helium 24,79 24,8 24,4 24,6 24,8 24,8 24,8 24,8


په لاندى جدول کې د R قيمت د انرژۍ په مختلفو واحدونو کې

R R=8,31451 J K-1 mol-1 R= 8,20578 .10-2 latm k-1 mol -1 R=8, 31451. 10-2 lbar k-1 mol -1 R=8,31451Pam3 k-1 mol-1 R= 62,364 L tort k-1 mol-1 R= 1,98722 Cal k-1 mol-1 (٣) (٧ ،٨ ) م دغازونوعمومي معا دله يا د با يل،چارلس ،اوګيلوسک دقوانينو تر کېب:- د بايل ، چارلس او ګيلوسک د قوانينو د ترکېب په نتيجه کى د درى جلا رابطوڅخه يوه ساده رابطه په لاس راځي چې دې رابطې ته دغا زونو عمومي معا دله وايې چې پدى ډول ده:-

دغازونو دعمومي معادلى ثبوت:- دبايل قانون بيانوي چې په ثابته تودوخه کې د حجم د فشار سره معکوسه رابطه لري يعنې T=const

نو رابطه يې په لاندى ډول ده د بايل قا نون ............. P1 V1=P2 V2 دچا لس قا نون بيا نوي چې په ثا بت فشا ر د يو غاز حجم د تودوخې سره مستقيمه رابطه لري يانې يا v ≈Tاو p = k نوربطه داده

اوس چې د درى وا ړو قوانينو رابطې مو د مسا وات په شکل جوړى کړىP1T2 = P2 T2

په لاندې توګه يې يوځا ى کوو لمړى درى واړه رابطې طرف په طرف ضربوه چې په لاندى دى T= const …………….P1 V1 =P2 V2 دبا يل قا نون ……………………1 p= const……….......v1 T2 =V2 T1 دچارلس قانون ………………….2 v=const……………..P1 T2=P2 T1 دګيلوسک ………………………..3 P12 V12 T22 = P22 V22 T12…………………………..د ضر ب حاصل د طاقت د قو انينو له مخى مساوات دواړه خواوې چې قاعدى يې مختلفى اوتوانونه يې مساوي وي قاعدى يې د ضرب په حالت او توانونو نه يو توان ليکويعنى د کل مربع په شکل يې ليکو - (P1 V1 T2)2 = (P2 V2 T1)2 ) 2 اوس يې د مربع جذ رلاندى نيسو - د جذ ر مر بع عملي وروسته په لاس راځي چې – P1 V1 T2 = P2 V2 T1 اوس که چېرى د مسا وات دواړه خواوې په T1 T2 وويشو نو د غازونو عمومي معادله په لاس راځي

نو دغازونو عمومي معادله عبا رت ده له

نو د پورتنىۍ معادلى څخه کولاى شو چې مونږ هر يو پارمتر په لاس راوړو دغازونوعمومي معادله د بايل او چارلس دقوانينو د ترکېب څخه هم په لاس راځي چې په لاندى ډول ده

 د چارلس قانون د دواړو د ترکېب څخه پدې ډول رابطه جوړيږي چې
نو د T,V,P په تغيرسره د غا زونو عمومي معادله لاس ته راځي  

دا هم بايد هيره نکړو چې د تناسب د خواصو له مخې د غازونو عمومي معادله د لاندى مساوات په شکل هم ليکلى شو P1 V1 T2= P2 V2 T1

دا چې پورتنى عمومي معادله شپږ حدونه لري نو ځکه شپږ ډوله نور فارمولونه په لاندى ډول لري 
 

د پورتني فارمولونو له مخي د غازاتو په حجم باندې په يو وخت (همزمان) د فشار او تودوخې اغيزه مطالعه کېږي چې په لاندې مثالونو او بيلګو کې به روښانه شي . لمړي مثال – يو اندازه په 20 C0 تودوخه او 300mmHgفشارلاندې50 Lit حجم لري که تودوخه يې 40C0 او حجم ئې 100 Litشي يو په لوړه تودوخه کښې يې فشار محاسبه کړئ P1=300mmHg v1=50 Lit V2=100Lit T1=20 C0+273K0=293K0 T2=40c0+273K0=313K0 P2? دوهم مثال – لس ليتره غاز د تودوخې په 227C0 او 3Atom فشار لاندې قيد دى په معياري تودوخه او فشار کې يې حجم حساب کړئ P1=3 Atom

=16.38Lit       		V2=?

V1=10Lit v2=16.38Lit T1=227+273=500K0 P2=1Atm T2=0C0+273K=273K0 دريم مثال :- يو اندازه غاز 21C0 تو دوخه 670mmHg فشار لاندې 300Cm3 حجم ولري څومره تودوخه ورکړل شي ترڅو فشار ئې 800mmHg او حجم يې 430Cm3 ته ورسيږي

v1=300Cm3

P2=800mmHg (٢ )(٨٧ ،٨٨ ،٨٩ ) م v2=430Cm3 T2=503,164K0 T2=? (د غازونو قسمي فشا ر يا د دالتن قانون ) Daltn,s law of Partial Pressure هر ډول غاز يوځانګړى فشار د لوښې په د يوالونو واردوي چې د نورو غازونو د ځا نګړو فشارونو سره توپير لري اوس که چېرى دوه يا څو ډوله د ځانګړو فشارونو لرونکى غازونه په يو لوښى کى بند کړو پدى ډول چې دا غازونه په خپلو کى کېميا وي تعا مل ونکړي بلکه د مخلوط په حا لت وي نو کوم فشار چې د دغه مخلوط غا زونو له خوا په مجموعي ډول د لوښى په ديوالونو وارديږي د هغوفشارونو د جمعى د حاصل سره مساوى د ى کوم چې د جمعى حا صل سره مساوى دى کوم چې د هر غاز له خوا په ځا نګړي توګه وارديږى نود دالتن قا نون بيا نوې چې په لوښى کى د واريدونکې فشا ر مجموعه مسا وى ده د هغه فشا رونو د مجموعې سره چې د هرغاز يې په ځانګړى ډول په لوښي واردوي که مجموعې فشار په P فشارسره اوځانګړي فشا رونه په P1 , P2 , P3 ونيىسو نو ليکلې شو نو په لنډ ډول سره ويلې شو چې د غا زونومخلوط مجموعې فشارونو د قسمې فشا رونو د حا صل جمع سره مساوى دي د دالتن د جزيې فشاردجزيې قانون رابطه P= P1 + P2 + P3 ………………….Pn…….1 دغا زاتو د حا لت د معا دلې په اساس دقسمې فشا ر معادله په لاندې ډول ليکلې شو

په پورتنۍ رابطه کې v د مجموعي حجم څخه عبا رت ده د قسمي فشا ر په برابر بايد قسمي حجم په نظر کى ونيول شې د قسمي حجمونومجموعه عبا رت ده له مجموعې حجم څخه ده V=( V1 + V2 + V3 +…………………………………..Vn) ……………3 ) V1 , V2 ,V3 )Vn قسمى حجمونه د مخلوط غا زاتو د حجم اجزا څخه څخه عبا رت دى که چېر ته حرارت او فشا ر د هغوۍ د مخلو ط غا زاتو د حرارت اوفشار سره مسا وي وي دقسمي فشارونو د قيمت وضع کېدل له مخکنۍ معادلې څخه چې په پورته معادله کې د مجموعي فشار معادله په لاس راځي

د پورتنۍ معادلې څخه د ايډيال غازونو د مخلوط لپاره استفاده کېږي چې هغه په لاندې ډول ليکل کېږي PV = n R T يادونه بايد وشي چې په زيات فشار او حرارت کې د ايډيال غازاتو د مخلوط لپاره د دالتن لپاره د ايډال غازاتو ترکېب په مولي حصه ،حجمي حصه او وزني حصه باندې ښودل کېږي او د مولي برخې غلظت توضيح کوو د يو غاز مولي حصه ښايې چې د يو غاز اجزاوې د مخلوط د غازاتو د کوم تعداد مولي قيمت لرونکى دې که چېرته سيستم د غاز څخه عبارت وي په هغه صورت کې د غاز مولي غلظت په لاندې ډول دې …………………….5

 .................6  	

په پورتنۍ معادله کى N مولي حصه n دسيستم د اجزاو د مو لونو تعداد دى د يو غازد مولي حصو مجمو عه مسا وي ده له يو سره – N1 + N2 +N3+………………………………….NJ = 1 که دوهمه معاد له په څلورمې معاد لې باندې تقسيم کړو نو ليکلې شوچې –

 د پورتنۍ معادلې په نظر کې نيولوسره   د قسمي فشار او مجموعي فشار د اړيکو ترمنځ لاندې معادله په لاس راوړلي شو

P1=N1.P1 , P2=N2.P1 , P3=N3.P, PJ=NJ.P……….7 د پورتنۍ معادلې څخه ويلې شوچې د غازاتو په قسمي فشار د مولي حصي او مجموعي فشار د حاصل ضرب سره مساوي ده (٥ ) (٦ ،٧ ) م حقيقي غازونه (Real Gases ) هغه غازونه چې په طبيعت کى پيدا کېږي چې د ايډيالو غازاتو په حالت مطابقت نلري او د دې ډول غا زاتو حالت PV= nRT په معا دلې سره نه شو ښودلې هغه غا زات چې دايډيالو غا زاتو د قوانينو سره مطا بقت نکوي د ريالو غازاتو په نوم يا ديږي د ايډيالو غازاتو د قوانينو په مبحث کى مو د ماليکونو تر مينځ متقا بله قوه نده مطالعه کړى او په همدې ډول د ماليکول حجم په خاصه توګه زمونږد توجه وړ نده د تودوخى په ټيټه درجه او لوړفشار لاندې ټول غا زات د حقيقې غازاتو په ډله کې راځي په حقيقي غازاتو کى د ايډيا ل غازاتو قوانين نه تطبيقيږي د حقيقي غازاتو ماليکولونه يوبل ته دومره نژدې وي چې د هغوۍ تر مينځ د جذب اودفع قواوڅخه صرف نظر نشى کېدى د مايع کېدو په حالت کى غازات حقيقي غازات بلل کېږي د غازاتو دوه ماليکولونه په پام کى نيسو کله چې دغه ما ليکو لونه يوبل څخه ډير ليرى وي د هغوۍ تر مينځ متقابل تا ثيرات ډيرضعيفه اود سيستم پوتانشيلي انرژي صفرته نژدى وى کله چې دغه ماليکولونه يوبل ته نژدې کېږي نو د هغوۍ ترمينځ متقا بل تاثير هم زيا تيږي په متوسطو بين الماليکولي فاصلوکى د ماليکولو ترمينځ د متقابل جذب قوه ډيره غالبه او د سيستم د پوتانشيلي انرژي مقدار منفي اواصغري وي دما ليکولو ترمينځ د فاصلې د لاکميدو سره په ماليکولوکې د الکتروني قشرونو ترمينځ د دفع قوه په راڅرګنديدو پيل کوي اود سيستم پوتا نشيلي انرژي مخ په زياتيدوشي _ کله چې د ماليکونو تر مينځ فاصله ډيره کمه اوماليکولونه يوبل سره تماس ته نژدى شي نو دلته د ماليکولوترمينځ د دفع قوه (دا قوه په لنډوفاصلوکى عمل کوى غالبه اوله دى ورسته په ډيره کمه اندازه بين الماليکولي فاصلي د کمولو لپاره ډيره زياته خارجي قوه (خارجي فشار)په کار ده او پدى جريان کى د سيستم پوتا نشيلي انرژي ډيره زياته زياتيږي په غازاتوکى د بين الما ليکولي فاصلى او پوتانشيلي انرژي تغيرات په (1-1) شکل کى ښودل شوي دي


(Amagat )لمړنى سا ينس دان وه چې د ډيرو تجربو په مرسته يې معلومه کړه د ما ليکلونو حجم او د هغوۍ تر مينځ د جا زبى قوه يو ډول تغيرات مينځ ته راوړي چې هغه په لاندى ډول دي که ما ليکولونه يوبل ته نژدى واقع وي د جاذبى قوه موثره او ماليکولونه يوبل سره جذبيږي اوپه نتيجه کى فشار زياتيږي په کم فشار کى حجم زيات اوماليکولونه يوبل څخه لرى کېږي چې په نتيجه کى د ماليکولونو تر مينځ جذب قوه ډيره کميږي همدا ډول د حرارت په لوړه درجه کى د فشار د زياتوالي سره بيا هم د ماليکولونو تر مينځ د جذب قوه موثره نده ځکه چې شديد تصادمات واقع کېږي 

که حرارت درجه ټيته او فشار د زياتيدو په حال کى وي پدې حرارت کى حجم کميږي او د ماليکولونو تر مينځ د جاذبى د قوى موثريت زياتيږي تر څوچې د ماليکولونو د جذب سبب وګر ځي او غازمتراکم کېږي که د غاز حجم په کا في اندازه کم شي پخپله د ماليکولونو حجم هغه اندازه فضا‌ء چې د ما ليکولونو تر مينځ موجوده ده اشغالوي چې په نتيجه کې د ماليکولونو په تصا دماتوکې تعداد زيات او فشار لږ زياتيږي دا عملي تغيرات د بايل د نظريي د پيش بينيو څخه د ماليکولونو ترمينځ د جاذبي د قوي موجوديت واضح کوي لدې ځايه ويل کيږي چي حقيقي غازونه د خياليideal غازونو قوانين په دقيق ډول نه تعقيبوي يعني د ايډيال غازونو د قوانينو څخه پيروي نه کوي د حرارت په کمه درجه او لوړ فشار کي د ماليکولونو ترمينځ د جاذبي قوه (په حقيقي غازونو کي) عمده او اساسي نقطې شته او دکاملو غازونو څخه د حقيقي غازونو د قوا نينو د تغير سبب کيږي د همدي امله ده چي حقيقي غازونه د حرارت معين درجه معين فشار کي خپل غازي حرکې خواص د لاسه ورکوي او په نورو مايع او جامد حالت بدليږي لدې ځايه بايد وويل شي ideal ايډيال غازونو معادله په ټولو شرايطو کي د يوه غاز وضع او حالت نشي مشخص کولي له همدي امله بهتره ده چي د حقيقي غازونو معادله په عمل کي د تجروبي په واسطه لاس ته راوړي چي مهمه معادله د ونډروال vander waals معادله ده (انټرنيټ) 2- د وانډروالس معادله Vander Waals equation  : څرنګه چې د فشار د امله د غازونو ماليکولونه يو بل ته نژدې کيږي او د غاز د حجم کموالې د ماليکولونو ترمينځ د فضاء د حجم کموالي پوري مربوط ده که د ماليکولونو حجم په b او د غازونو حجم په v وښودل شي نو د ماليکولونو ترمينځ د فضا حجم v-b دي له دي ځايه د کاملو يا خيالي غازونو په معادله کي د v په عوض v-b وليکل شي څرنګه چي د ماليکولونو ترمينځ د جاذبي قوه موجوده ده نو دا قوه لکه د خارجي فشار په شان ماليکولونو يو بل ته نژدي کوي چي دا قوه د وانډروالس د قوي Vander Waal’s force په نوم ياديږي. دا قوه د غاز د حجم د مربع سره معکوسـآ متناسب اود a/v2 سره مساوي ده چې a يوثابت عدد او د هر غاز دپاره مختلف دي که د خيالي يا کامل غازونو په معادله PV= nRT کې د P عوض P+ a/v2 او دv عوض v-b وليکل شي نو د واندروالس معادله د يو ما ليکول غاز د پاره په لاندې دول حاصليږي ………………………………………..1

 وليکل شي نو پدې صورت کې لاندې معادله حاصليږي 
)

که د دې معادلې دواړه طرفونه په n کې ضرب شي نو د واندروالس معادله د n ماليکول غاز دپاره پدې ډول حاصليږي

که پدې رابطه کې n=1 شي دا رابطه په پورتنۍ رابطي بدليږي

(انټرنيټ) دحقيقي غازونوخواص لکه څرنګه چې پوهيږو ماليکولونه په ايډيال غازونوکې په انفرادي ډول عمل کوي او هيڅ ډول ماليکولي د کشش قوه د دوي په منځ کې موجوده نه ده . د ايډيال غازونو حجم په سړولو سره يا د فشار په واردولو سره صفر کيږي. د مايکروسکوپي انحراف په اساس دايډيال حالت د موجوديت نه د ماليکولي قوې ښکاره کيدل دي . ماليکولونه چې هرڅومره کوچني وي بيا هم حجم لري چې د فشار د وارديدو په مقابل کې مقاومت کوي .

يعنې د ماليکولونوپه منځ کې ددفع قوه موجوده ده .

په حقيقي غازونو کې ماليکولونه يودبل په مقابل کې د جذ ب قدرت لري او همدا دماليکولي قوو خپل منځي خاصيت دې چې غازونو ته قدرت ورکوي ترڅو په مايع او په آخرکې په جامدحالت تبديل شي پدې آساس دماليکولونو خپل منځي جاذبوي قوې ، حقيقي غازونه دتيت اوپرک کيدونه ساتي . آيا په حقيقي غازونوکې دماليکولونوددافعې قوې د موجوديت په خاطر دا غازونه د ايديال غازونو په پرتله په چټکتيا سره تيت اوپرک کيږي يا دا چې دا غازونه د ماليکولونو په منځ کې د جاذبې قوې دموجوديت په خاطر په آساني سره ترايډيال غازونو تيت او پرک کيږي ؟ د ماليکولو خپل منځي قوې د ډيرو حرکتونو درلودونکې دي چې يواځې دوه ماليکوله د يوځاى کيدو په وخت کې له ځانه د دافعې قوه ښکاره کوي نوپدې آساس انتظارکوؤ چې ترڅو دافعې قوې تر لوړ فشار لاندې په لاس راشي ،له بله طرفه د ماليکولونو خپل منځي جاذبوي قوه څو برابره د ماليکولونو په منځ کې ګټوره ده نو پدې آساس جاذبوي قوه هغه وخت رول لري ترڅو په دافعوي قوؤ باندې غلبه پيداکړي،ترڅوچې ماليکولونه يوبل ته نيږدي شي. فشار بايد نه ډير زيات او نه ډيرکم وي. واقعي غازونه له ايډيال غازونو څخه په آساني سره يو بل جذبوي يعنې دواقعي غازونو د جاذبې قوه زياته ده په زيات فشارکې دافعوي قوې هم زيات وجود لري. خوحقيقي غازونه ترايډيال غازونو په سختي يوبل سره يوځاي کيږي ، په ډيرو ټيټو فشارونوکې چې ماليکولونه يوله بل سره په تماس کې کيږي د دوي ترمنځ فاصله زياته وي نو جاذبوي او دافعوي قوي پر هغوي کوم خاص تآثيرنلري او د يو ايډيال غاز په شان عمل کوي. د Z رسم د P په مقابل کې د حقيقي غازونو لپاره دا خبره تائيدوي چې د يو ايډيال غازلپاره Z انحراف دواحد څخه دايډيال حالت نه انحراف کول دي . لاندې ګراف د څو غازونو لپاره د حرارت په ثابته درجه کې Z د P په مقابل کې څرګندوي. د z تغرات د څو غازونو لپاره د فشار په حساب د حرارت په ثابته درجه کې ښيي. د ټولو غازونو لپاره په ډيرو لوړو فشارونو کې z>1 څخه دي او ښودونکې د سخت تيت او پرک د دغو غازونو نظر ايډيال غازونو ته دى چې د مخکې بحث په څير دافعه قوه غالبه کيږي . د ټولو غازونو لپاره پرته له هايدروجن اوهيليوم څخه چې z<1 څخه دى يعنې د H2 اوHeپه ابتدا کې Z<1 وي مګر ډيرنه محسوسيږي ) تر څو د ماليکولونو په جاذبه قوه غلبه پيداکړي چې دهغو تيت اوپرک کيدل نسبت ايډيال غازونوته آسانه کوي . دځينې غازونو مثلآ ميتان له ايډيال حالت نه انحراف يوازې په ډيرو لوړو فشاروکې دنظر وړ ده . دامطلب ښئ چې دايډيال حالت معادله کولاې شي چي د ځينې واقعي غازونو لپاره په آساني سره په کارواچول شي . ځينې غازونه مثلآ امونيا په ډيرکم فشارکې دايډيال حالت نه ډير زيات انحراف کوي. پدې آساس دغاز ډول دغاز په مطالعه کې ډير مهم دي دحقيقي غازونو ډيروالي د P-V او د حرارت په مختلفو درجوکې پلاس راوړو. لاندې شيما د واقعي غازونو ايزوترم CO2 ښئ د حرارت په لوړو درجوکې د ايزوترمونو د اختلاف په ايډيال او واقعي حالت کې ډير زيات ندي . د حرارت په ډيروټيټو درجوکې دپام وړ انحرافونه نظر ايډيال حالت ته ليدل کيږي اوسبب ئي داړونده نقاطو چې دلاندې شيما په منحني کې موجوده ده په ګوته کوي .

د  CO2 تجربوي  ايزوترمونه  د حرارت په مختلفو درجو کي بحراني نقطي  په * علامي سره ښودلې اوهمدارنګه  بحراني ايزوترم  د حرارت په 31.0400c کې دي .
داسې حالت په نظرکې نيسو چې د يو مقدار  CO2 د په A نقطه کې مؤقعيت ولري پدې نقطه کې د غاز د حجم کموالې د ايزوترم په طريقه ، د فشار د زياتيدو سبب ګرځي .

په لومړي سرکې د A په نقطه کې دغه زياتوالي د با يل د قانون سره مطابقت کوي. له ايډيال حالت نه شديد انحراف (بايل قانون) د Bپه نقطه کې ښکا ره کوي او لازم فشار د غازونو د تيت او پرک کيدو لپاره چې حجم يې ډير تفاوت پيدا کړي تر هغه څه چې بايل پيشبيني کړي د C په نقطه کې چې فشار تقريباً 60Atm ده ،په ناڅاپي توګه په ثابت فشار کې د سيستم حجم کميدل شروع کوي چې دا خبره په شيما کې په CDE افقي خط سره ښودل شوي. تجربو ښودلې چې د C نقطې چپ لور ته د مايع اولين څاڅکي ښکاريږي د حجم په کموالي سره د مايع مقدار د ميان پواسطه زياتوالې پيداکوي . دE په نقطه کې ټول مايع شوې غاز د حجم د کموالي په خاطر بايد په سيستم زيات فشار وارد شي. دE نقطې چپ لور ته د منحني لاندې تګ د دې مطلب ښکارندوى دى چې دکوچنې جسم د حجم د کمولو لپاره مثال له E نه ترF پورې لازمي ده چې فشار بايد ډير زيات وي . ايزوترم د حرارت په TC (CO2 لپاره 13/04c0 ده ) د ما دې په تيوري حالت کې مهم نقش لوبوي . که د حرارت درجه Tc نه لږه کمه شي مشابه رفتار لري او د مايع او غاز په منځ کې مشترک فصل ښکاره کوي .

د حرارت په Tc درجه کې د ميعان شروع او ختميدل په يوه انجام شوي نقطه کې د غاز او مايع د مشترک سرحد سره چې دوى سره جلا کوي معلوم وي چې دغې ته د حرارت بهراني درجه وايې 

د حرارت په بهراني درجه کې دمايع اوغاز فازونه ګډ او مايع او غاز يو له بل سره فرق نلري دحرارت په دغه درجه کې د غاز تبديل په مايع باندي پرته له دې چې مشترک فصل تشکيل کړي ، صورت نيسي . دحرارت د بهراني درجونه په لوړو درجو کې غاز په مايع نه بدليږي هرڅومره چې فشار زيات وارد شي نو د بهراني نقطې مختصات Tc (دحرارت بهراني درجه ) Pc (بهراني فشار) او Vc (بهراني مولي حجم ) ښئي دغه دري کميتونو ته د غازونوثوابت وايي د لاندې جدول بهراني ثوابت د ذوب نقطې (Tmp) د جوش نقطې (TBp) او د تراکم قبلونې ضرايب په بحراني نقطه کې

           دبعضي ترکيباتولپاره په نښه کوي .

(٣)(٢٣ ،٢٤ ) د غازونو مخصوصه حرارت:- که يو مقدار غاز د يو ظرف په داخل کې واچول شې او حرارت ورکړل شي د هغه حجم او فشار تغيرکوي مثلآ که يو مقدار غاز په استوانه يې ماننده ظرف کې دلاندې شکل له مخې داخل شي په داسې حال کې د استوانې پستون د کوچنۍ قوي پواسطه ښي او چپ طرف ته حرکت کولاى شي کله چې غازته د ثابت فشار لاندې حرارت ورکړل شي غاز انبساط کوي او د هغه ماليکولونه دظرف په سطحه يا جدار فشار واردوي چې په نتيجه کې استواني پستون د A د موقيعت نه حرکت کوي او د B موقيعت ته رسيږي

پدې صورت کې ويل کيږي چې يومقدار حرارت د nمول غاز د ګرمولو لپاره او يو مقدار حرارت د ميخانيکي کار د اجرا لپاره په مصرف رسيږي چې دا کار د خارجي کار External workپه نوم ياديږي او کولاي شو چې ذکر شوي جملي د دې رابطې په وسطه وښايو

 +w …………………………………..3 	

د غاز په واسطه اجرا شوې کار + د غاز د حرارتي انرژي زياتوالي د غاز د حرارت مقدار که چيرې پستون د A موقعيت څخه حرکت وکړي او دC موقعيت ته ورسيږي په دي صورت کې خارجې کار په ې غاز اجرا شوي دى که چيري حجم ثابت او غاز ته حرارت ورکړل شي په دې صورت کې پستون حرکت نه کوي په دې صورت کې غاز خارجي کار نه اجرا کوي بلکه غاز ته ورکړل شوي حرارت د حرارتي انرژي د زياتوالي لپاره په مصرف رسيږي له دې ځايه ويل کيداي شي چې په غاز کې دوه ډوله مخصوصه حرارت په نظر کې ونيول شي چې يو يې په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت CV او بل ثابت فشار کې مخصوصه حرارت CP (١)(٢٠٤ ،٢٠٥ ) م 1- په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت (CV) څرنګه چې وويل شو که چيرې په يو ظرف کې يو مقدار غاز ته په ثابت حجم کې حرارت ورکړل شي نو ټول حرارت د غاز د حرارتي انرژي د زياتوالي لپاره په مصرف رسيږي او خارجي کار صورت نه نسي نو له دي ځايه څخه په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت په دې توګه تعريف کولاي شو په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت د هغه مقدار حرارت څخه عبارت دې چې يو مول غاز يې اخلي او د هغه د حرارت درجه ديوې درجې په اندازه زياتيږي او په CVښودل کيـږي که په ثابت حجم کې nمول غازپه نظر کې ونيول شي يو هغه مقدار حرارت چې nمول غاز لپاره په کار وړل کيږي تر څو د هغه د حرارت درجه T1څخه T2درجي ته لوړه کړي په دي ډول دي Q=nC (T2-T1)…………………4 څرنګه چې د Qحرارتي مقدار nمول غا ز د حرارتي انرژي د زياتوالي دپاره په مصرف رسيږي دي د يو مول غاز دپاره حرارتي انژي پهU وښودل شي نو په دي صورت کې u………………….(5) د څلورمي او پنځمي رابطي څخه ليکلاي شو چې u=nCV(T2-T1)…………………………6دي

دپورتنۍ رابطې څخه حا صلوو

(٧) (٢٠٦ ،٢٠٧ )م 2- په ثابت فشار کې مخصوصه حرارت: که په ثابت فشار کې يو مقدار غاز په يوه استوانه کې د 5-4)) شکل له مخې داخل شي دا غاز د F=PA قوه استوانې په متحرک پستون وارده وي A پستون د سطحې مساحت دى قبلوو چې پستون د اصطکاک پرته خارجي قوي F=POA پواسطه د تعادل په حال کې دې


که چيري پستون دdx په کوچنۍ فاصله ښي طرف ته حرکت وکړي هغه کار چې د غاز پواسطه په پستون اجرا کيږي په دې ډول دي . dw=Fax=pAdx……………………7 په داسي حال کې چې Adx د غاز د حجم د زياتوالي څخه غبارت دې کله چې پستون A مساحت د dx په فاصله ښي طرف ته حرکت کړي نو Adx=d.v………………………………8 د 7)) او ) 8) رابطو د مقايسي څخه ليکل کيداي شي . dw=Pdv………………….9 پورتنې رابطه هغه مقدار کار راښايې چې د P په ثابت فشار کې د غاز حجم دdv د اندازه زياتوي که ديوه غاز حجم د V1 څخه V2 ته لوړ شي هغه خارجي کار چې د غاز پواسطه اجرا کيږي په دي ډول دې .

  څرنګه چې په دي رابطه کې p ثابت دي او د w مجموعي کار V2-V1 حجم تغير له آمله اجرا کيږي په دي ډول دي.

w=P (V2-V1)………………..10 که په استوانه کي n مول غاز موجود وي د هغه حجم T1 او T2 د حرارت درجه او د p ثابت فشار کې په دې ډول دي.

د لسمي او يو لسمي رابطي د مقايسي څخه ليدل کيږي چې . w=nR(T2-T1)…………………………………..12

او w  قيمتونه د 6) ) او (12 ) رابطو څخه په (3 ) رابطه کې وضع شي هغه مقدار حرارت چې غاز ته ورکړل  شوي دي په دي ډول حاصليږي . 

Q=n.Cv(T2-T1) – nR ( T2 - T1) يا Q=n(Cv + R ) ( T2 –T 1)…………13 په ثابت فشارکې د غاز مخصوصه حرارت چې په Cv ښودل کيږي په دې ډول تعريف شوي دي دهغه مقدار حرارت څخه عبارت دي چې په ثابت فشار کې يي يو مول غاز اخلې ترڅو دحرارت درجه ديوې درجې په اندازه لوړه شي او په Cv ښودل کيږي په دې ډول هغه مقدار حرارت چې د n درجې په واسطه په کار وړل کيږي چې په دې ډول دي nCp(T2-T1)

که دQ قيمت په (13 )رابطې کې وضع شي نو CV پدې ډول لاس ته راځې

(R=(CP-CV يا CP=(CV+R) له دې ځايه په ثابت فشار کې د يو غاز محصوصه حرارت لوي دى نسبت د غاز هغه مخصوصه وښودل شي په دې ډول چې : 1cal=4,18joul cal له دې ځايه د R دپاره د هغه واحد په دې ډول ليکل کيږي


(٨ ) (٤٢٠،٤٢١ ،٤٢٢ ) م








لنډيز ايډيال غازونه يو ساده شکل د غازونو دې هر څومره چې دهغوۍ ماليکولونه يو له بل څخه لرې واقع شي په همغه اندازه فاصله د ماليکولونو په مينځ کې زيا تيږي داسې حالت ته رسيږي چې د ماليکولونو د کشش قوه نه محاسبه کېږي د بايل قانون وايې که چېرې تودوخه ثابته وي د غاز حجم له فشار سره معکوس تناسب لري يعني هر څومره چې په غاز فشار ډيريږي دغاز ماليکولونه يو بل ته نږدې کېږي او د غاز حجم د کميدو سبب ګرځي چې رابطه يې په لاندي ډول ده دچارلس قانون وايې که فشا ر ثا بت وي د غاز حجم له تودوخې سره مستقيم تنا سب لري ځکه د تودوخې له ډيريدوسره د غاز ماليکولونه تودوخه اخلي او د سرعت دډيريدوسبب ګرځي هرڅومره چې د غازد ماليکولونوسرعت ډيريږي حجم يې هم ډيريږي د ګيلو سک قانون داسې وايې که چېرې دغا زحجم ثابت وي د غاز فشارله تودوخى سره مستقيم تړاولري هر څومره چې تودوخه ډ يريږي د غازفشارهم ډيريږي ځکه د غاز ما ليکولونه د تودوخې په اخستلوسره حرکې انرژي يې ډيريږي له دې سره سم سرعت يې هم ډيريږي د سرعت ډيريدل دغاز د ما ليکولونو او دظرف دديوال ترميځ د ډيرټکر سبب ګرځي چې په نتيجه کى ډير فشارتوليديږي يعنې که v=Const وي نو ليکلې شو(P ≈ T) دلته Pفشار او T د مطلقه تودوخې درجه ده تنا سب په مساوات اړوو نو ځکه دk ثا بت ورسره ضربوو د اوګدرو قانون داسې وائي که چېرې فشار او تودوخه ثابت وي د ګاز حجم د ګاز د مولونو شمير سره مستقسم تناسب لري

   د بايل ، چارلس او ګيلوسک د قوانينو د ترکېب په نتيجه کى د درى جلا رابطوڅخه يوه ساده رابطه په لاس راځي چې دې رابطې ته دغا زونو عمومي معا دله وايې چې پدى ډول ده:- 


هر ډول غاز يوځانګړى فشار د لوښىي په د يوالونو واردوي چې د نورو غازونود ځا نګړوفشارونو سره توپير لري اوس که چېرى دوه يا څو ډوله د ځانګړو فشارونو لرونکى غازونه په يو لوښى کى بند کړو پدى ډول چې دا غازونه په خپلو کى کېميا وي تعا مل ونکړي بلکه د مخلوط په حا لت وي نو کوم فشار چې د دغه مخلوط غا زونو له خوا په مجموعي ډول د لوښى په ديوالونو وارديږي د هغو فشارونو د جمعى د حاصل سره مساوى د ى کوم چې د جمعى حا صل سره مساوى دى کوم چې د هر غاز له خوا په ځا نګړي توګه وارديږى هغه غازونه چې په طبيعت کى پيدا کېږي چې د ايډيالو غازاتو په حالت مطابقت نلري اود دى ډول غا زاتو حالت PV= nRT په معا دلې سره نه شو ښودلې هغه غا زات چې دايډيالو غا زاتو د قوانينو سره مطا بقت نکوي د ريالو غازاتو په نوم يا ديږي په ثابت حجم کې مخصوصه حرارت د هغه مقدار حرارت څخه عبارت دې چې يو مول غاز يې اخلي او د هغه د حرارت درجه ديوې درجې په اندازه زياتيږي او په CVښودل کيـږي ه ثابت فشارکې دغاز مخصوصه حرارت چې په Cv ښودل کيږي په دې ډول تعريف شوي دي دهغه مقدار حرارت څخه عبارت دي چې په ثابت فشار کې يي يو مول غاز اخلې ترڅو دحرارت درجه ديوې درجې په اندازه لوړه شي او په Cv ښودل کيږي


ومن الله توفيق



  وړانديزونه 1 – دغازاتو بحث د کيمياد څانګې د محصلينو څخه علاوه د فزيک څانګې محصلينو لپاره هم ګټوره موضوع ده. 2 – د غازاتو په هکله مضوعاتو ليکلو په وخت کيداى شي چې دغه منوګراف څخه د يوې منبع په حيث ګټه واخيستل شي. 3 –د ليسې د دورې ښوونکي او زده کوونکي چې د غازاتو قوانين لولي د هغوۍ لپاره هم دغه موضوع د لوستلو وړ ده 4 – هيه لرم چې دغه ليکنه ځما د مسلکې ښوونکې په توګه د نورو ليکنو پيل وي. 5 – که د موضوع په ليکلو کې کومه اشتباه شتون ولري کيداى شي د کيميا څانګې سره په تماس کيدو سره ورپه ګوته شي. 6- هيله لرم چې دغه ليکنه په راتلونکې کې ځما او د ګرانو هيوادوالو د استفادې وړ وګرځي



ماخذونه 1 – تڼيوال محمدعارف عمومي کيميا (١٣٩٠) ل- مستقبل خپرندويه ټولنه 2 - تنيوال محمد عارف کيمياى عمومي(١٣٩١ )ل- ناشر:انتشارات سعيد هــ ش()م م 3- جليلي سيف الله،شيمي فزيک(ترجمه)،١٣٨٤،انتشارات علمي و فني،تهران

4ماموند،خيرمحمد.فزيکي کيميا،د افغانستان د کلتورئ ودي ټولنه، ١٣٨٥ ل(‌، پيښور)

5- ماموند،خيرمحمد،عمومي کيميا، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه١٣٨١،پيښور

6- Bhatti Haqnawaz (2002 ) Physical Chemistry Caravan book House – Lahore 7- chawdry ,Sana ullah(2005),Physical Chemistry,Ilmi kitab khana,Urdu bazar Lahore.54000 8-Dingrando Laurel, et all(2002),Glencoe Chemistry Matter and Change,McGraw-Hill,New York