اووه کلنه جګړه


اووه کلنه جګړه (۱۷۵۶-۱۷۶۳ز کلونه) د نړیوالې مخکښۍ لپاره د سترې بریتانیې او فرانسې تر منځ یوه نړیواله جګړه وه. په اروپا کې، دا شخړه د هغو مسئلو له امله رامنځ ته شوه چې د اطریش د ځایناستۍ د جګړې (۱۷۴۰-۱۷۴۸ز کلونه) له لارې ناهوارې پاتې وې او دا چې پروس د پراخې واکمنۍ په لټه کې و. په شمالي امریکا او د کارابین په ټاپوګانو کې د فرانسې او هسپانیې په وړاندې د بریتانیې د اوږدې مودې استعماري سیالۍ لپاره پراخه جګړه وشوه او مهمې پایلې یې درلودې. په اروپا کې، د پروس او اطریش تر منځ د ځمکنیو لانجو پر سر جګړه پیل شوه او اطریش غوښتل "سلیسیا"، چې په تېره جګړه کې پروس نیولې وه، بېرته ونیسي. بریتانیې، فرانسې او هسپانیې په اروپا او بهر کې د ځمکنیو پوځونو او سمندري ځواکونو په کارولو سره جګړه وکړه، په داسې حال کې چې پروس په اروپا کې د ځمکنۍ پراختیا او د خپل ځواک د پیاوړتیا په لټه کې و.[۱]

د دودیزو اتحادونو د لیکو بیاسمولو پر مهال، چې د ۱۷۵۶زکال ډیپلوماتیک انقلاب یې هم بولي، پروس د بریتانیې په مشرۍ د هغه ایتلاف برخه شوه چې د پروس د اوږدې مودې سیال هانوور هم، له بریتانیې سره د شخصي اتحاد په وسیله په کې شامل و. په ورته مهال، اطریش د فرانسې، ساکسوني، سویډن او روسیې سره په ملګرتیا جوړولو د پېړیو پېړیو شخړې ته د پای ټکی کېښود. هسپانیه په ۱۷۶۲ز کال کې په رسمي ډول له فرانسې سره یوځای شوه. هسپانیې ناکامه هڅه وکړه چې د بریتانیې پر متحد پرتګال برید وکړي، خو خپل ځواکونه یې په ایبیریا کې د بریتانوي سرتیرو سره مخامخ شول. د آلمان کوچني ایالتونه یا په اووه کلنه جګړه کې شامل شول او یا یې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته اجیر سرتیري برابرول.

په شمالي امریکا کې د خپلو مستعمرو پر سر د انګلیس او فرانسې شخړه په ۱۷۵۴ز کال کې پیل شوې وه چې په متحده ایالتونو کې د فرانسوۍ او هندۍ جګړې په نامه پېژندل کېږي. دا یوه نهه کلنه جګړه وه چې د ځمکني ځواک په توګه یې د فرانسې شتون ته د پای ټکی کېښود. دا "د اتلسمې پېړۍ په شمالي امریکا کې تر ټولو مهمه پیښه وه چې د امریکا له انقلاب څخه وړاندې رامنځ ته شوه". هسپانیه په ۱۷۶۱ز کال کې جګړې ته ورداخله او د دوو بوربون سلطنتونو ترمنځ په درېیم کورني تړون (Third Family Compact) کې له فرانسې سره یوځای شوه. د فرانسې سره اتحاد د هسپانیې لپاره یو ناورین و او انګلستان دوه لوی بندرونه - یو په کارابین کې هاوانا او بل په فیلیپین کې مانیلا ترې ونیول، چې بیا وروسته د فرانسې، هسپانیې او سترې بریتانیې ترمنځ په ۱۷۶۳زکال کې د پاریس تړون په ترڅ کې بېرته ورستانه کړای شول. په اروپا کې پراخه شخړه چې ډېری اروپایي ځواکونه په کې ښکېل شول، د اطریش (د آلمان هېواد د سپېڅلې رومي ټولواکۍ لرغوني سیاسي مرکز) پر هغه غوښتنې متمرکزه وه چې د پروس څخه بېرته سیلیسیا ترلاسه کړي. د هوبرتسبورګ تړون په ۱۷۶۳ز کال کې د ساکسوني، اطریش او پروس ترمنځ جګړه پای ته ورسوله. بریتانیې د نړۍ د ستر استعماري او سمندري ځواک په توګه خپل عروج پیل کړ. د یوې مودې لپاره په اروپا کې د فرانسې مخکښتوب د فرانسې تر انقلاب او د ناپیلیون بوناپارټ تر ظهور پورې درېدلی و. پروس د یو لوی ځواک په توګه خپل ځان ثابت کړ، اطریش یې د آلمان پر آیالتونو د واکمنۍ په پار وګواښاوه او په دې توګه یې د اروپا د ځواک انډول بدل کړ.کينډۍ:Sfnp

لنډیز سمول

هغه څه چې اووه کلنه جګړه (۱۷۵۶-۱۷۶۳ز کلونه) بلل کېږي، په ۱۷۵۴ز کال کې د سترې بریتانیې او فرانسې ترمنځ د شخړې په توګه پیل شول، دا هغه مهال و چې بریتانويانو په شمالي امریکا کې د فرانسې له خوا نیول شویو سیمو ته مخه وروکړه. دا جګړه د فرانسوۍ او هندۍ جګړې په نامه پیژندل کېږي، چې دواړه بریتانوي او فرانسوي او د دوی اړونده امریکایي متحدین د سیمې د کنټرول لپاره جګړه کوي. دښمني هغه وخت ډېره شوه چې د بریتانویانو او ځايي وګړو مینګو ګډ ځواک (د ۲۲ کلن ډګرمن جورج واشنګتن او رئیس تنکاریسون په مشرۍ) د ۱۷۵۴ز کال د مۍ میاشت په ۲۸مه نېټه د جومونیله ګلین په جګړه کې یوه کوچني فرانسوي ځواک ته کمین ونیو. دا شخړه په ټولو مستعمراتي حدودو ته وغځېده او بریتانیې بیا په سمندر کې سلګونه فرانسوي سوداګریزې بېړۍ ونیولې.

د پروس مخ پر ودې ځواک په مرکزي اروپا کې د سپېېڅلې رومي ټولواکۍ دننه او بهر د واکمنۍ لپاره له اطریش سره ډغرې وهلې. په ۱۷۵۶ز کال کې، څلورو لویو ځواکونو "ملګري بدل کړل" او په دې توګه ستره بریتانیا او پروس د فرانسې او اطریش پر وړاندې متحد شول. پروس چې وپوهېده، جګړه رانږدې ده، مخکې له مخکې یې پر ساکسوني برید وکړ او په چټکۍ یې لاندې کړ. پایله دا شوه چې په ټوله اروپا کې ګډوډي رامنځته شوه. لکه څرنګه چې اطریش د سیلیسیا د بېرته نیولو لپاره، چې د اطریش د ځایناستۍ په جګړه کې یې له لاسه ورکړې وه، له فرانسې سره اتحاد کړی و، نو پروس هم له انګلستان سره متحد شو. د ټولواکۍ ډېری دولتونه د سپېڅلې رومي سترواکۍ د امپریالیستي رژیم په تعقیب وروسته له هغه د اطریش له داعیې سره یوځای شول، چې د ۱۷۵۷ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه یې د پروس پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. د بریتانیې-پروس له اتحاد سره د سترواکۍ په دننه کې د آلمان یو څو کوچنی آیالتونه یوځای شول (په ځانګړې توګه د هانوور خلک او همدا ډول برونسویک او هیس-کاسېل). سویډن چې وروسته له هغه د پومیرانیا د بېرته ترلاسه کولو تکل درلود (چې ډېری برخې یې په تېرو جګړو کې پروس ترې نیولې وې)، په ائیتلاف کې ورګډ شو او دا ځکه چې، د اروپا وچې ټولو لویو ځواکونو د پروس مخالفت کاوه. هسپانیې چې کورنی تړون (Pacte de Famille) درلود، نو د فرانسې په استازولۍ ښکېله شوه او په ګډه یې په ۱۷۶۲ز کال کې په پرتګال یو نابریالی یرغل وکړ. د روسیې ټولواکي په اصل کې د اطریش سره متحده وه او د پولنډ-لیتوانیا مشترک المنافع سیسټم اړوند یې د پروس له خیالونو څخه ویره درلوده، خو وروسته له هغه یې اړخ بدل کړ چې په ۱۷۶۲ز کال کې تزار درېېم پیټر پر تخت کېناست.

په اروپا کې ډېری د منځنۍ کچې او کوچنیو ځواکونو د تېرو جګړو په څېر هڅه وکړه چې د جګړې له زیادښت څخه لرې واوسي، که څه هم په جګړه کې د دوی خپله یا د مخالفانو پر وړاندې ګټه شته وي. د بېلګې په توګه: ډنمارک او ناروې د فرانسې په اړخ کې په جګړه کې ښکېلېدلو ته نږدې وو او کله چې درېیم پیټر د روسیې ټولواک شو او اړخ یې بدل کړ، نو د ډنمارک-ناروې او روسیې پوځونه په جګړه کې ننوتلو ته ورنږدې وو، خو د جګړې د رسمي پیل څخه وړاندې د روسیې ټولواک له تخته راکوز کړای شو. د هالنډ جمهوریت چې د بریتانیې د اوږدې مودې متحد و، خپله بې طرفي یې ساتلې وه، د بریتانیې او پروس څخه چې د اروپا د سترو ځواکونو پر وړاندې یې جګړه کوله، ویره درلوده او ان هڅه یې کوله چې په هند کې د بریتانیې د واک مخه ونیسي. ناپلس-سیسلي او ساووې بیا فرانسې-هسپانیې د اتحاد پلوي وکړه او د برئتانوي سمندري ځواک له ویرې یې له ائتلاف سره له یوځای کېدو ډډه وکړه. د جګړې لپاره اړینې مالیې راټولوونې د روسیې خلکو ته د پام وړ سختیو لامل شوې. په ۱۷۵۹ز کال کې د ټولواکې الیزابیت له خوا پر مالګې او الکول لګول شوې مالیه کې ډېروالی راغی، ځکه هغې غوښتل چې د ژمي په ماڼۍ کې خپل ورزیات کړی کار بشپړ کړي. د سویډن په څېر، روسیې هم له پروس سره جلا سوله وکړه.

دا جګړه د دوو جلا جلا تړونونو په ترسره کولو سره پای ته ورسېده چې د جګړې له دوو بېلابېلو ډګرونو سره یې سروکار درلود. د پاریس تړون د فرانسې، هسپانیې او بریتانیې تر منځ په شمالي امریکا او نیول شویو بهرنیو سیمو کې جګړه پای ته ورسوله.د ۱۷۶۴ز کال د هوبرتسبورګ تړون، د ساکسوني، اطریش او پروس ترمنځ جګړې ته د پای ټکی کېښود.کينډۍ:Sfnp

سرچينې سمول

  1. Elliott, J.H., Empires of the Atlantic World: Britain and Spain in America, 1492–1830. New Haven: Yale University Press 2006, p. 292.