اوستراوا (Ostrava ) لوی صنعتی ښار دی چې د چېک جمهوريت په شمال ختیځ کې پروت دی. مساحت یی ۲۱۶ کیلومتره مربع ده او ۳۲۱۲۳۶ نفوس لری. اوستراوا د موراوا او سلېزیا د ولایتونو په حد کې پروت دی. په اوستراوا کې هم د اسقف مقر شته. تر ۱۹۹۴ کال پورې په اوستراوا کې د تېږی سکاره استخراج کېده.

تاریخ

 

د اوستراوا ښار په منځنی پیړۍ کې تاسیس شو. په ۱۷۶۳ کال کې په دغی ښار کې لوی د تېږی د سکارو ذخیرې مینده شو. په ۱۸۲۸ کال کې په اوستراوا کې لوی اسقف رودولف یان د فلزاتو د ویلیدو کار خانه جوړ وکړ. په اوس وخت کې دغه د فلزاتو د ویلیدو کار خانه د ویټکوویڅې ( ) په نوم یادېږی. د نړۍ تر جگرې وروسته اوستراوا د چکوسلواک تر ټولو مشهور صنعتی ښار وو. په ۱۹۹۱ لمړی د اوستراوا پوهنتون تاسیس شو.

د اوستراوا لیږدونه

 
پېنډولینو

خلک په اوستراوا کې په سویس کې یا په ترام کې سپریږی. په اوستراوا کې هم هوایی میدان پروت دی. هره ورځ د پراک څحه اوستراوا ته ډیر عصری اورگاډی ورځی. دغه اورگډی په اټالیا کې جوړ شو او چېکی ترټولو سرعت اورگډی دی.دغه اورگادی د پېنډولینو (Pendolino ) په نوم یادېږی. خلک د اوستراوا څخه پراگ ته په دغی اورگادی کې تقریبا ۳ بجې سپرېږی. خلک په پېنډولینو کې عموما نه سپرېږی ځکه د پېنډوبینو کرایه ډېر زیاته ده.