اورني سمندر

Salamandra salamandra
اورني سمندر
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه مهره لرونکی ژوي
ډله دوه ژوندوي
تیره

اورني سمندر (په لاتين: Salamandra salamandra) د لکۍ لرونکي دووژوندويو څخه دي چی په لويديځي آسيا، آفريقا او اروپا کی د سيندونو ته نژدې ژوند کوي.

پېژندنه سمول

اورني سمندر د شپې د څیرونکي ژويو څخه دی چی حشرې ، چینجی او کوچني چونگښې ښکاروي او په ورځ کی په ځنگل کی تر پاڼو لاندي او په نورو پټ ځایونو کی پټېږي. اورني سمندر قوي بدن، اوږد لکی او شانگوړي (محدب) سترگې لري. ټول بدن یی تور رنگ لري چی پر هغې باندي ژیړې نقطې دی. وزن یی ۴۰ گرامو ته رسېږي او ټول اوږدوالي یی ۱۵ - ۲۵ سانتي متر دي. اورني سمندر د زهرلرونکي ژويو څخه دی ندن یی زهرلرونکي ترشح دفع کوی چی د خطرناک زهرجن القلوید محتوي لري. نوموړي زهر د Samandarin په نوم پېژندل شوي دی او د عصبی زهرونو څخه دی. نوموړي زهر د باکټريانو پر ضد آغېزه لري او د دي لپاره په طب کی ازمایښت شوي دي.

انځورتون سمول