امام (اسماعیلي)

امام چې د لارښود په معنی دی، په ځینې اسلامي ډلو ټپلو کې داسې گروهه شته چې د نبي علیه السلام د مړینې وروسته هغه خپل ځایناستي (امامان) ټاکلي چې په ترتیب سره علي بن ابي طاللب، حسن، حسین، علي بن حسین ... او نورو پورې دوام درلوده. د شیعه فرقې په اسماعیلي څانگه کې د ناطق، وصي او امام اصطلاحات ډېر مشهور دي. دوي په دې گروهه دي چې دا دندې الهي ورکړه ده چې د نبي له مړینې وروسته یې ځینو ځانگړو بنده گانو ته ورکړې. اسماعیلیان خپل امام د اهل بیت یو غړی گڼي او هغه د الهي فیض سرچینه گڼي. په لومړیو شپږو امامانو کې ددوي ترمنځ د ښکاره (ظاهر) امام او مستور (پټ) امام نظریه موجوده وه.

له دولس امامي (اثنا عشریه) شیعه ډلې سره گډ امامان سمول

اسماعیلي امامان سمول

له دې ځایه د اسماعیلي امامانو پیل کېږي:

له دې ځایه اسماعیلیه دوه ډلې شوې، یوه د نزار بن معاذ خپل امام گڼلو او دویمې یې احمد مستعلی چې د فاطمي ډلې راتلونکی خلیفه و، خپل امام گڼلو. نو له همدې وجې دا ډلې په نزاریه او مستعلیه وبللې شوی.

مستعلیه آئمه سمول

له دې ځایه د [[مستعلیه]] ډله راښکاره کېږي، چې ځانته د دعوت قدیم والا وایي.

  1. احمد مستعلی
  2. امیر بن مستعلی
  3. طیب ابوالقاسم

له دې ځایه د مستعلیه ډله دوه ځایه شوه، یوه یې د مستعلیه طیبیه او دویمه یې د مستعلیه حافظیه په نومو ونومول شوه.

د مستعلیه طیبیه ډلې مطلق داعي سمول

مستعلیه طیبیه هغه دي چې طیب ابوالقاسم خپل وروستی امام گڼي، او د هغه د غیبوالي قائله دي. ددې غایب امام مرستیالان (نایبین) داعي مطلق په نامه یادېږي. د داعي مطلق ډلې ته بوهره ډله هم ویل کېږي چې په هند کې ستره مذهبي ډله ده. نن سبا ټول [[مستعلیه]]، مستعلیه طیبیه یا بوهره دي. دا ډله په یمن او هند کې اوسېږي. د ټولو بوهره ډلې 26 داعي مطلق مشترک امامان دي چې دا ۲۶ امامان ټول په گډه سره مني. د وخت په تېرېدو سره په دوي کې هم د داعي مطلق په اړه اختلاف راغی، نو په یمن کې سلیمانی بوهره وگڼل شوه، او په هند کې داؤدي بوهره گڼل کېږي. او څوک چې سني شوي دي هغوي بیا د صغیري بوهره په نامه یادېږي. ۔

د داؤدي بوهره داعي مطلق سمول

داؤدي بهره یوه کوشنۍ ډله علوی بوهره له 1980 ء راهیسې ضیاء الدین صاحب د 44م مطلق دعي په توگه گجرات کې سرمشري کوي. داؤدي بوهره 29م دعي مطلق په ټاکلو کې د علی بن ابراهیم په اختلاف سره دا ډله د علوي بوهره په نامه وبلل شوه. علوی بوهره کی ویب سایټ

د علوي بوهره داعي مطلق سمول
د سلیماني بوهره داعي مطلق سمول

د مستعلیه حافظیه ډلې امامان سمول

مستعلیه حافظیه هغه ډله ده چې امامت یواځې په فاطمي تخت کېناستونکو امامانو کې جاري بولي. دا ډله د فاطمي خلفاوو په ختمېدو سره له منځه ولاړه.

  1. الحافظ
  2. الظافر

آئمه نزاریه سمول

له دې ځایه د نزاریه فرقې پیل کېږي. دا ډله د ابومنصور نزار بن معاذ المصطفی لدین الله خپل لومړی خلیفه گڼلو. دا ډله د دعوت جدید یا نوي دعوت کوونکو ډلې په نامه هم یادېږي. ددې ډلې مخالفین دا ډله د حشاشیونو په نامه یادوي.

له دې ځایه د نزاریه ډله په دوه برخو ووېشل شوه: یوه یې مؤمنیه بولي چې د شمس الدین مشر زوی مؤمن خپل امام گڼي او دویمه یې قاسمیه چې د شمس الدین د دویم زوی قاسم شاه امام گڼي.

د مؤمنیه نور امامان په دې توگه دي:

د نزاریه مؤمنیه ائمه سمول

  1. مومن بن محمد
  2. محمد بن مومن
  3. رضی الدین بن محمد
  4. طاهر بن رضی الدین
  5. رضی الدین دوئم بن طاهر
  6. طاهر بن رضی الدین دوئم
  7. حیدر بن طاهر
  8. صدر الدین بن حیدر
  9. معین الدین بن صدر الدین
  10. عطیۃ الله بن معین الدین
  11. عزیز بن عطیۃ الله
  12. معین الدین دوئم بن عزیز
  13. محمد بن معین الدین دوئم
  14. حیدر بن محمد
  15. محمد بن حیدر (امیر باقر)

دلته د مؤمنیه نزاریه د امامت لړۍ په امام محمد بن حیدر امیر باقر چې څلوېښتم امام گڼل کېږي باندې ودرېده.

د نزاریه قاسیمه امامان سمول

هغه ډله چې قاسم شاه خپل امام گڼي د دوي د امامت لړۍ لا تردې دمه هم روانه ده.

ددې ډلې د امامانو لړۍ په دې توگه ده:

نن سبا د قاسیمه نزاریه ډله د دوي د وروستیو څلورو امامانو له وجې په اغاخانیه یادول کېږي چې هغه څلور په دې ډول دي:

سرچینې سمول

  • د اغاخان ژوندلیک
  • ویلیام بوردهی. تحقیقی در آیین اسماعیلیه. ترجمه زهرا سعیدی. مشهد: تابناک پبلشر، 1364ھ ش۔
  • محمد بن زین العابدین. تاریخ جماعت اسمعیلیه:هدایت المومنین الطالبین. ترجمه هما خاقان زاده. الکساندر سیمونوف. تهران: اساطیر، ۱۳۶۲ ھ ش۔