امام ابن حبان

نوموتی افغان عالم او پوه ابن حبان چي اصلي نوم یې محمد بن حبان دی، په ۲۸۰ هجري ق کال کي یې دافغانستان دهلمند ولایت په بست سیمه کې نړۍ ته سترگي غړولي دي اوپه ۳۵۴ هجري کي وفات سوی دی.

زدکړي سمول

ابن حبان خپلي لمړنی زدکړي له اسحاق بن ابراهیم، محمدبن عبدالله اوځیني نورو علماوو څخه ترلاسه کړې اوترهغه وروسته یې داسلامي نړۍ بېلابیلو هیوادونو لکه عراق، مصر، شام، حجاز او نورو ته سفرونه وکړه چي په دې ترځ کي یې له بيلابیلو پوهانو څخه ستري زدکړي لاسته راوړې اوخپل ځان یې په علم کي دمهارت درجې ته ورساوه . ابن حبان په علوموکي دځان لپاره دحدیثو پوهي ته ډېره پاملرنه کول اوغوښتل یې چي په یاده برخه کي ځان دکمال ترحده ورسوي چي دغه ارمان یې پوره سو اوپه اخرکي داسلامي نړۍ یوله سترو محدیثونو څخه وګرځېدی . نوموړي دخپلو زدکړو په اړه وايي چي ماله دوه زره کسانوڅخه علم ترلاسه کړی دی[۱].

ابن حبان په هرات کي له محمدبن عثمان، په بصره کي له فضل الله بن حباب، په بغدادکي له حامدبن محمد بلخي، په مکه کي له محمدبن ابراهیم، په دمشق کي له احمدبن عمیر، په بیروت کي له محمدبن عبدالله، په بیت المقدس کي له عبدالله بن محمد، په مصرکي له احمدبن شعیب نسائی اوپه نوره اسلامي نړۍ کي له بېلابیلو اسلامي پوهانوڅخه زدکړي لاسته راوړي دي . ابن حبان له دغه زدکړوڅخه ترفراغت وروسته په سمرقند اونیشاپور ښارونوکي خپلو شاګردانو ته داسلامي علوموپه اړه معلومات وړاندي اوپه هغه ځایونوکي یې دښوونکي دنده سرته ورسول .

شاګردان سمول

ابن حبان تر زدکړو پای ته رسېدو وروسته داسلامي نړۍ بېلابیلو ځوانانوته دعلم رڼا ورسول اوپه دې ترځ کي ایرانیان او نوره اسلامي نړۍ له پوهي څخه برخمنه سول چي اکثره شاګردان یې هم له ایران څخه وه .

آثار اوکتابونه سمول

دمشهوره لیکوال خطیب بغدادی په قول ابن حبان ترڅلوېښت ډېر کتابونه لیکلي دي خودزمانې حالاتو دغه کتابونه ترډېره پوري لمنځه یووړه اویوازي دګوتو په شمېر کتابونه اسلامي نړۍ ته په میراث رسېدلي دي چي په هغوی کي ځیني یې په لاندي ډول دي :

السیرة النبویة واخبار الخلفاء

المجروحین من المحدیثین والضعفاء والمتروکین

تاریخ الصحابه الذین روی عنهم الاخبار

کتاب الثقات

مشاهیر علماء الامصار

روضة العقلاء ونزهة الفضلاء

صحیح ابن حبان

په ټولو کتابونوکي یې همدغه اخري کتاب چي دصحیح ابن حبان په نامه یادیږي ډېر شهرت لري اوپه حدیثوکي دابن حبان ښه پوهه موږته په ډاګه کوي .

وفات سمول

ابن حبان په ۳۵۴هجري ق کال کي دافغانستان دهلمند ولایت په بست سیمه کي وفات او خاورو ته وسپارل سو . مقبره یې اوس هم په دغه ځای کي شتون لري اوپه ۱۴۰۰هجري ق کال کي دافغانستان دحج او اوقافو وزرات دنوموړي په اړه یوملي سمپوزیم هم جوړ کړچي پکښي دپښتو او دري ژبي مقالي غوښتل سوي وې[۲].

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)
  2. استشهاد فارغ (مساعدة)