الېکسانډر برنېس

الېکسانډر برنس (Alexander Burnes) (د ۱۸۰۵ ز کال د می ۵، سکاټلېنډ - د ۱۸۴۱ ز کال د نوامبر ۲، کابل) يو انگرېز ديپلومات، د برتانوي پوځ تورن، سيلاني او څارگر وو، چې په لويه لوبه کې يې برخه درلوده او د افغان او انگلیس د لومړۍ جگړې پر مهال په کابل کې وو .

الېکسانډر برنېس په افغاني کالو کې

مخينه سمول

الېکسانډر برنس د سکاټلېنډ په «مونټروز» ښار کې د يو مامور په کورنۍ کې زېږدېلی دی . دی د نامتو سکاټلېنډي شاعر روبرټ برنس د تره زوی (يا ښايي چې د ترور زوی) وو . له ۱۶ کلنۍ څخه يې د ختيځ هند کمپنۍ په برتانوي پوځ کې پر دنده پیل وکړ . دې کار له ده سره دا مرسته وکړه چې هندي او پارسي ژبې زده کړي او پر ۱۸۲۲ ز کال يې د هند په سورت ښار کې د ژباړن په توگه دنده تر لاسه کړه . پر ۱۸۲۶ ز کال «کاچ» ته واستول شو او هلته د برتانوي سياسي ايجنټ د مرستندوی په توگه وگومارل شو .

څارگريزه کارندتیا يې سمول

الکېسانډر برنس پر ۱۸۲۹ ز کال انگرېز جگپوړيو چارواکو ته وړاندیز وکړ چې دی دې د د اباسین سیند په اوږدو کې سیمو ته د څارگرۍ لپاره واستول شي، خو په کلکته کې انگرېز چارواکو د ده دې وړانديز ته د کومو سياسي لاملونو پر بنسټ منفي ځواب ورکړ او ويي نه مانه . خو پر ۱۸۳۱ ز کال انگرېز چارواکو دی لاهور ته واستاوه او یو شمېر اسونه يې هم ورکړل چې د برتانيا د پاچا څلورم ويلهلم له خوا يې د هغه ځای مهاراجا رنجيت سينگ (۱۷۸۰-۱۸۳۹) ته د ډالۍ په ډول ورکړي . انگرېزي لوري د سند واکمن ته دا احوال ولېږه چې اسونه پر وچه سيمه سفر نه شي کولای نو اړینه ده چې هغوی د اباسين سيند سیمې ته واستول شي . په دې سکالو کې د انگرېزانو رښتونې موخه دا وه، چې د اباسین سیند د وادې څار وکړي . په دې ډول الېکسانډر برنس افغانستان ته راغی، او لکه څنگه چې يې پارسي ژبه زده وه، نو ده خپله ظاهري څېره او کالي هم بدل کړي وو؛ جامې يې هم د افغانانو اغوستې او د ديپلوماتيکې دندې تر څنگ يې څارگري هم کوله . برنس په راوروسته کلونو کې د څارگرۍ لپاره له موهن لال سره يو ځای د افغانستان د هندوکش غره له لارې بخارا او ان پارس ته هم سفرونه وکړل .

د افغان او انگليس په لومړۍ جگړه کې سمول

لکه څنگه چې الکېسانډر برنس د برتانوي هند د انگرېز چارواکو له خوا په کابل کې د سياسي استازي په توگه په دنده گومارل شوی وو، نو به يې د هند مرستيال واکمن جارج ايډن (۱۷۸۴-۱۸۴۹) ته دا سلا ورکوله چې پر افغان پلاز باندې د امير دوست محمد خان ملاتړ وکړي . خو مرستيال واکمن په کابل کې د انگرېز سفير ويليام مکناټن سلا ته ارزښت ورکړ او هغه دا چې مکناټن ورته دا سلا ورکړې وه، چې شاه شجاع پر افغان پلاز باندې کېنول شي، چې په پایله کې يې دويمه افغان انگلیس جگړه پېښه کړه . په کابل کې پر پلاز باندې د شاه شجاع د کېنولو او د هغه د ملاتړ لپاره بيا هم همدغه الېکسانډر برنس کابل ته واستول شو . خو د ۱۸۴۱ زېږدي کال د نوامبر پر ۲ چې کله په کابل کې افغانانو د انگرېزانو پرضد پاڅون وکړ نو دی د افغانانو له خوا ووژل شو .

اخځونه سمول

  1. https://ru.wikipedia.org/wiki/Бёрнс,_Александр
  2. https://ru.wikipedia.org/wiki/Монтроз_(город)
  3. https://ru.wikipedia.org/wiki/Бёрнс,_Роберт
  4. https://ru.wikipedia.org/wiki/Сингх,_Ранджит
  5. https://ru.wikipedia.org/wiki/Иден,_Джордж