الکوزي د پښتنو يوه تا ريخي او لر غونې قبيله ده چې په زړو او پخو انيو تاريخي يو ناني متو نو کې ددوی سېمه د اراکو زيا په نا مه سره ياديږي چي د الکوزي د نا مه سره يې ور ته والی د امکان نه ليرې خبره نه ده٠په پښتو،فارسي،اردو او انگر يزي تا ريخي کتا بو نولکه: تا ريخ حيات ا فغاني، تواريخ خو رشيد جهان، پښتانه د تا ريخ په رڼاکې، دپښتنو تاريخ، صولت ا فغاني،د سر او لف کيرو د پټان او دبليو د پټان په ډکشنرۍ او په تيره بيا د پښتنو په شجرو کې الکوزي سړبني پښتانه گڼل شوي دي چې د زيرک زوی او دابدال لمسی دی او پوپل، بارک،اڅک او مو سی يې وروڼه دي چې بيا الکوزي په ډېرو نورو ښا خو نو او څا نگو ويشل شوي دي چې مشهور ښا خو نه يې په لا ندې ډول دي  :

صفوزي، شکر زي، اپل يا اپو زي،سر کا ڼي،زکوزي ، ميلازي،يعقوب زي، دولتزي،ابراهيمزي، مو سی زي،عمر زي ،خانخيل،اکا خيل، سيد خيل، پروټ، زنگي، بو ستان زي، نسوزي،پانيزي، کو ټي زي،خالوزي،باروزي،نکروزي،بيان زي،فيرو زي، جيلاني زي،خدايدد خيل، راموزي، اولالگي خيل.

الکوزي د افغا نستان په لا ند نيو ولايتو نو کې مېشته دي:

  • دکند هار په ولايت کې:

د الکو زيو د قبيلي خلک د کند هار ولايت په مر کز، د ار غنداب ، خاکريز ، ار غستان، معروف،ميوند او پنجو ايي په او لسو اليو کې مېشته دي چې د ١٣٦٠ کال د مر کزي ادارې د سر شمېرنې له مخې په کند هار کې ددوی مجمو عي شمېر د٨٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خو اکې ښو دل شوی وو چې ښا يي اوس يې شمېر دوه چنده وي٠

  • داروزگان په ولايت کې:

د ارز گان دو لايت الکوزي د اوروزگان په مرکز تيرين کوټ،ددهراود په ولسوالۍ او د هغه و لايت په ځينو نورو ولسو اليو کې مېشته دي چې مجمو عي شمېر يې په دغه ولايت کې د پنځه زرو تنو په شا او خواکې ښودل شويدي٠

  • د زابل په ولايت کې:

د زابل ولايت الکوزه ولايت د ميزان،ترنک او جلدک په اولسواليو کې استو گنه لري چې شمېر يې په نو موړي ولايت کې د شلو زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شويدي٠

  • دهلمند په ولايت کې:

دهلمند ولايت الکو زي ددغه ولايت په مر کز لشکر گاه او د ناد علي،بغران،زمينداور او گر شک او نو زاد په او لسواليو کې مېشته دي چې مجمو عي شمېر يې په نو مو ړي ولايت کې د٤٠٠٠٠ تنو په شا او خو اکې ښو دل شوی دی٠

  • د فراه په ولايت کې:

دفراه ولايت په بيلا بيلو ولسواليوکې هم الکوزي شته چې شمېر يې د ٧٠٠٠ تنو په شا او خو ا کې ښو دل شوی دی٠

  • د هرات په ولايت کې:

د هرات ولا يت الکوزي ددغه ولايت د انجيل، گذرې، پښتون زر غون،اوبې، کرخ، زنده جان ، ادرسکن، کهسان او يو شمېر نو رو ولسواليو کې مېشته دي٠ په دغه و لايت کې د الکو زيو ټول شمېر د سلو زرو تنو په شا اوخواکې ښودل شويدي٠

  • د بادغيس په ولايت کې:

يو شمېر الکوزي دبا دغيس ولايت په بيلا بيلو ولسواليو په تېره بيا د مرغاب او غور ماچ په ولسواليو کې هم ميشته دي٠ په پور تنيو ولايتونو سر بېره يو شمېر الکوزي په فارياب، جو زجان ،سرپل ، کندز او کا بل کې هم مېشته دي٠

  • دکو نړ په ولايت کې:

د کو نړ په ولايت کې د الکو زيو يو ه څانگه چې د سر کا ڼيو په نا مه سره يا ديږي ددغه ولايت د سر کا ڼيو په اولسوالۍ کې مېشته دي چې دوی په اصل کې د ځينو عو املو له کبله ډېر پخوا له کند ها ره دې سيمې ته را لېږدیدلي او دلته مېشته شوي دي چې شمېر يې دشلو زرو تنو په شا او خواکې ښودل شويدي چې زياتره خلک يې د کرنې او سو داگرۍ په چارو بو خت دي او د چارتراشو سوداگري هم کوي٠

  • په سهيلي پښتو نخواکې:

د سهيلي پښتو نخوا په تېره بيا په کوېټه،چمن او دبلو چستان په ځينو نورو سېمو کې هم الکوزي استو گنه لري٠

  • په پښتو نخو ا کې:

پردې سر بېره د پښتونخوا ددو ابې په سېمه کې او د پیښور په شاوخوا کې هم يو شمير الکوزي استو گنه لري٠

  • په پا کستان کې:

دپاکستان دراولپنډۍ د چهچه نومي سېمه کې هم ډېر شمېر الکوزي مېشته دي چې د سر کا ڼيو په نا مه يوه سېمه کې د الکو زيو د نسوزي ښاخ خلک مېشته دي٠

  • په جنو بي هندوستان کې:

دالکوزيو يو شمېر د جنوبي هندوستان ددکن او حيدر اباد په سېمه کې هم مېشته دي ، خو له بده مر غه ځېنو يې خپله خو ږه ژبه پښتو له لاسه ور کړي او په هندي ژبه گړيږي٠ الکوزي زړور،غير تي او ميلمه پاله خلک دي٠په علم او پو هي مين دي٠دوی د روس د استعماري او ښکيلاکگرو ځو ا کو نو پر خلاف د خپل هېواد د خپلواکۍ له پا ره ښې تورې وهلي دي٠

دالکوزيو په تا ريخي کسانو کې د دغو لاندنيو کسا نو نو مو نه ا خيستلی شو چې ز مو ږ د هيواد په تاريخ کې مشهوردي: ١-عبدالغني خان چې د الکو زيو د زيرازي له څانگې و او د مير ا فغا ن په نا مه ياديده٠ ٢-د هرات والي يار محمد خان زين الدوله چې دالکوزيو د نسوزي څا نگې نه و او يو ډير با تد بيره شخصيت تير شوی دی٠ ٣-د افغا نستان د ستر ټولو اک اعليحضر ت احمد شاه بابا مور زر غونه انا چې د الکو ز يو د نسو زي ښاخ پورې يې اړه درلوده٠ ٤-مولوي محمد سرور خان و اصف دلو مړني مشر وطه غو ښتو نکو د ټو لنې مشر چې په اصل کې د کند هار دارغستان دولسوالۍو او بياور وسته زنداني شو او د کا بل په شير پور کې د خپل ورور سعد الله خان او د خپل پلار د اکا دزوی عبدالقيوم خان سره يو ځای اعدا م شو٠ ٤-بابا عبد العزېز خان الکوزی د مشروطيت ددويم غو رځنگ غړی و٠

سرچينې

  • حيات ا فغاني،محمد حيات خان
  • پښتني قبيلي، لطيف ياد