سريزه

ټولوته څرگنده ده چي د يوى ټولنى پرمخ تلل په علم اوپوهى پورى تړلى ده په کومه ټولنه کى چي ښوونه اوروزنه وجود نلرى هغه ټولنه نشى کولاى چي پرمختگ وکړى . ښوونه او روزنه بغير له درسي موادو نشى راتلاى ددغو وسايلوله ډلى څخه يوهم علمى اثار يعنى کتابونه اودرسي مواد دي، که دغه مواد مسلکې متخصصينو او علمي کدرونو په واسطه چمتو او ټولنې ته وړاندې شي نو ټولنه کولاى شي چې په سالمه توگه پرمختگ وکړي نو په همدې اساس د ښووني او روزني د کيميا د څانگې له خوا ماته د الکانونه او هغې خواص تر عنوان لاندې موضوع وسپارل شوه څرنګه چې دا موضوع د ډير ارزښت وړ ده نو د دې موضوع په اړه لنډاو هر اړخيز معلومات راټول کړي دي او خپل لارښود استادمې پوهنوال فرمان الله هيله من وټاکه . د خپل لارښود استاد په مشوره مي د هغو معتبرو کتابونو څخه چې د هغو د هر اړخيزو مطالعي څخه وروسته مې د موضوع د ليکلو لپاره راټول او ترتيب کړل او بيا مې د لارښود استاد د کتنې څخه وروسته تائيد او ترتيب کړل . په اخر کې زه د کيميا د څانگې د ټولو استادانو او په ځانگړي توگه د خپل لارښود استاد پوهنوال فرمان الله هيله من څخه چې ما سره يې نه ستړى کيدونکې مرسته کړې د زړه له کومې او په ډېرو ادبې ولولو مننه کوم .

په درنښت





الکانونه اود هغې خواص الکانونه هغه لومړي او ساده ډله هايدروکاربونونه دي چې له نوم څخه ئې هم له ورايه څرګنديږي چې ماليکولونه ئې له کاربن او ها يدروجن څخه جوړشوي او د دوى په جوړښت کې هېڅ بل عنصر برخه نلري . په ماليکولونو کې د کاربن – کاربن او کاربن – هايدروجن ترمنځ اړيکې يوازې او يوازې کوولانسي دي ، بل هېڅ ډول اړيکې د هغوى په ماليکولونو کې د اړونده اتومونو تر منځ نشته. ماليکولونه خورا ثابت او په اسانۍ سره کيميا وي تعاملاتو کې برخه نه اخلي . الکانونه د مشبوع هايدروکاربنونو، او اليفاتيک ځنځير لرونکو هايدرو کاربونونواو همدارنګه پارافين هايدروکاربنونوپه نوم سره هم ياديږي . د دې لړۍ هايدرو کاربنونوعمومي فورمول چې د هغه پر اساس د هغه هر استازي په ماليکول کې د کاربني او هايدرو جني اتومونه ونډه ټاکل کيږي . CnH2n+ 2 دي . د دې هايدروکاربنونو، کاربني سکليټ په دوه ډوله (مستقيم او څانګې لرونکى ) دى . هغه ځنځير ونه چې په مستقيم ډول ليکل کيږي هغه د اړوندو الکانونونورمال n– Alkanes ځنځيرونه دي ، او په دې ډول له ورايه څرګنديږي چې څانګې لرونکي ځنځيرونه د ايزوالکانونو په نومونو سره يا ديږي . لکه چې پخوا مو هم يادونه کړى د کاربني اتومونو تر منځ کوولانسي اړيکې په الکانونو کې د عادي حالت په لرلو سره تل 190‚50 زاويې جوړوي ، نو ځکه ئې د کاربن اتومونه يو له بل سره ګرځيدونکي راګرځيدونکي کنجونه جوړ او هر کاربني اتوم په ځانګړې توګه د يوې څوکې يا کنج ساتونکى ګڼل کيږي . ميتاني هايدرو کاربنونه تر عادي شرايطو لاندې يو فازه ندي په دې معنى چې هغوى د خپلو اړوندو د ايشېدو اوويلي کېدو د تودوخو له مخې د لاندې فازونو پر اساس سره بېليږي . لومړى ډله هغه هايدرو کاربنونه دي چې په ماليکولې ترکيب کې د کاربني اتومونه ونډه C1–C4 پورې ده . دا هايدرو کاربنونه په غازي حالت (غازي فاز) سره وي . دوهمه ډله د دې هومولوګ رديف يا بهير (ميتاني هومولوګ بهير) هغه هايدرو کاربونونه دي چې د هغوى په ماليکوي جوړښت کې د کاربني اتومونو ونډه C5–C15 پورې وي ، دا ډله هايدروکاربنونه په مايع فازسره تړاولري ، خو د هغه څخه لوړ ( له C16 څخه پيل او نور ) جامد عضوي ترکيبونه دي چې په خامو نفتو کې تر C40 پورې شتوالى لري . خو دا هم بايد وويل شي چې څانګې لرونکي د دغه ډلې هايدروکاربنونه (ايزوميرونه ) کله کله مايع او کله کله هم ځني ئې جامد فاز لرونکي دي . الکانونه په اوبو کې نه حليږي ، خو په اروماتيک هايدرکاربنونو او ځني نورو عضوي حل کونکوو ترکيبونو کې ښه حليږي. الکانونه لکه څرنګه چې مو وويل په کيمياوي تعاملاتو کې برخه نه اخلي او ترکيبي تعاملات سرته نشي رسولاى او دا ځکه چې ټولي اړيکې ئې پوره ډکې او مشبوع دي او همدا چې ټولي اړيکې ئې کوولانسي او د کاربني اتوم د بيلا بيلو اتومي انرژيکي څپرکو د سره ګډيدو (مخلوط کېدو ) په پايله کې دا کلکې اړيکې د SP3 ګډيدو پر اساس جوړي شوي نو ځکه خورا ثابتې او ځکه اړوند ماليکولونه ئې هم ډيرثابت او په اسانۍ سره په کيمياوي تعاملاتو کې ګډون نه کوي . الکانونه په تعويضي تعاملاتو کې تر ټاکلوشرايطو لاندې ګډون کوي ، په تيره بيا د ا ډول تعاملات له هلوجنو نو سره چې وروسته به تر کتنې لاندې ونيول شي د يادوني وړي . دا عضوي ترکيبونه په همدې ډول کولاى شي اکسيديشني ، دى هايدوجنشني او ايزوميرايزيشني تعاملات سرته ورسوي . الکانونه د نفتو په جوړښت کې ارزښتناک رول لري او هغوې د هر ډول نفتو په ترکيب کې برخه لري . هغه نفتونه چې په ترکيب کې ئې له 50% څخه زيات الکانونه برخه ولري ، هغه د ميتاني نفتونو په نوم سره يادوي . د نفتو په ترکيبونو کې په تيره بيا په سپکو نفتونو کې د نارمل شکل هغه الکانونه چې د کاربن اتومونه ئې له C5 – C10 وي برخه اخلي خو په درندو نفتونو کې د نارمل شکل الکانونو چې له C18 – C20کاربونونه او يا له هغوې څخه هم زيات کاربونونه ولري برخه اخلي . هغه الکانونه چې کاربني اتومونه ئې جوړه وي د هغو الکانونو سره چې کاربني اتومونه ئې طاق وي په يو څه توپير سره د نفتونو په څرنګوالي اغيزه کوي ، ساري په توګه دا ډول ضريب چې د نفتونو د جوړه او طاق کاربنونو پر بنسټ پيدا کيږي د نفتونو د پوخوالي په خصوصيت لويه اغيزه لري . همدارنګه په طبعي شرايطو کې هغه نفتونه چې نورمال الکاني ځنځيرونه ولري د ايزو شکلونو په پرتله ژر اکسيدايز کيږي . هغه نورمال شکل الکانونه چې کاربني اتومونه ئې ١٨ او يا له هغه څخه لوړ وي د نفتونو جامده برخه جوړوي او د نفتونو په ځيني خاصيتونو لکه ( کثافت ، لزوجيت ، د کلکېدو تودوخه ) زياته اغيزه کوي دا هم ځرګنده ده چې د جامدو پارافينو نو ونډه په نفتونو کې کمه او په سلو کې د لسو په شاو خوا کې ده . که څه هم د هغوې دا ونډه کله کله په ځينو نفتونو کې لا نوره هم زياتيږي او په سلو کې شلو او ان تر دې چې ځيني وخت هم ٣٥ ته رسيږي خو بيا هم ويلاي شو چې دا ډول نفتونه د لومړي ډلي په پرتله کم دي . ايزومير الکانونه يا هغه الکانونه چې ځنځيرونه ئې ځانګې لرونکي وي د نارمل الکانونو په پرتله ئې کثافت کم دى او همدارنګه د ايشېدو تودوخه ئې هم ټيټه ده ، دا ډول ا يزوميرونه په ټيټو او منځنيو نفتي فرکشنو نو کې ډير ليدل کيږي . دا يو څرګند حقيقت دى چې په نفتونو کې الکانونه زياته ونډه لري خو هير مو نشي چې په نفتونو کې (ايزو الکانونه ) چې ونډه ئې د نه هيرېدو وړ ده ، کله نا کله دوه ګوني اړيکې چې په تناوبي (دوره ايې ) تو ګه په ځنځير کې شته والى لري چې پريستان C19H40 او ايزو فيتان C20H42 پورې اړوند هم ډير ليدل کيږي . ايزو الکانونه د نارمل الکانونو په پرتله ژر اکسيديشن کيږي ، نو ځکه هم که نفت په کيمياوي ډول اکسيدايز شي په هغوې کې د ايزو الکانونو برخه ورو ورو کميږي ، خو د بايودي هايدرو جنيشن په پروسه کې که نفت وڅيړل شي نو بيا ايزو الکانونه د نارمل الکانونو په پر تله بر عکس د ميکرو اورګانيزمونو تراغيزي لاندې په سختي سره راځي نو ځکه هم پدې ډول نفتونو کې د جيو کيميا له مخې ايزو الکانونه د نارمل الکانونو په ترتله لوړ ضريب لرونکي دي . لکه چې مخکي مو هم وويل په څانګو لرونکو الکانونو کې د جيو کيميا لپاره د نفتونو په برخه کې ايزو پرينوئيدي هايدروکاربنونه چې په کيمياوي صنعت کې هم بيخي زيات اهميت لري . دا هم په ياد ولرو چې ټول ايزوپرينونه په نفتونو کې نشته او د ټولي ځانګړتياوي يې هم په نفتونو کې سره يو شان ندي او يوازې د نفتونو په ځانګړتيا او د هغوې په سرچينو پورې اړوندې بلل کيږي . دا چې په ځينې نفتونو کې د C19H40 پورې ايزو پرينونه ليدل کيږي پدې مانا چې په ځينې دغه ډول نفتونو کې ايزوپريني اړوند ترکيبونه شته ، له ورايه څرګنديږي چې څنګه کيداى شي چې په نفتونو کې د الکاني خصوصيتونو او ځانګړتيا په لرلو سره بيا هم دوه ګوني اړيکې چې د کوولانسي يو ګونو اړيکو په پرتله زيات ثبات نلري خو بيا هم په خپل حال پاتي شوي ، اساسي علت دى چې په نفتونو کې د دې ډول ايزوپريني عضوي ترکيبونه مينځته راتلل عادي کيميا وي تعاملات نه کڼل کيږي ، بلکي د هغو د منځته راتلو سرچينه بيولو ژيکي فعاليتونه دي چې په پايله کې ئې هغوې منځته راغلي دي . په همدې ډول دا نه چې يواځې دا ايزو پريني ترکيبونه دي چې په طبعي توګه رامينځته شوي او په ځينې نفتونو کې شته ، بلکى هغوې ته ورڅيرمه اکسيجني مشتقات لکه الکولونه ، الديهايدونه ، کيتونونه او داسې نور هم دا ډول عضوي طبعي مواد دي چې د طبيعت څخه تر لاسه شوي او ايزوپريني ترکيبونو ته ورته والى لري . د نفتونو چاڼولو او د هغوې د بيلا بيلو فرکشنونو په لاسته راوړلو کې د کريکنګ عمليه ډير زيات اهميت لري . دا عمليه تر بيلا بيلو شرايطو لاندې سرته رسيږي او د اهميت له مخې په هغه باندې لږ څه زياته رڼا اچوو . کريکنګ د تودوخې په مرسته د نفتونو د هايدرو کاربنونو او د نورو برخو تجزيه ده ، نو هر څومره چې تودوخه لوړيږي نو هغه چټکتيا مومي او د اړوندو ګازاتو او اروماتيک هايدروکاربنونو لاسته راتلل اسانتيا مومي . د نفتي فرکشنونو له کريکنګ پر مايع لاسته راغلو موادو برسيره ، ګازات او نا مشبوع هايدروکاربنونه ( اوليفينونه) هم لاسته راځي . – د مايع ګاز د کريکنګ څخه چې په (20 – 600 atm ) او) 430– 550C0 ) سره سرته رسيږي . بنزين چې (25 –30% ) اوليفينونه ، د 60 – 70% ) ) پارافينونه او د (5 – 10% ) اروماتيک هيدروکاربنونه لري لاسته راځي په ګازي برخه کې ئې ميتاني ترکيبونه برخه لري . – پارافازي کريکنګ : د کم فشار تر اغيزي لاندې په 600c0 تودوخه هغه فرکشن رامنځته کيږي چې 40 – 50%)) پورې اوليفينونه ، 40 – 60% پورې اروماتيک هايدروکاربنونه او 10% پارافينونه لري ، البته دلته د اوليفينونو ونډه ډيره ده . د نفتوپيروليز: ( په کم فشار او 650 –700C0 تودوخه ) سره د اروماتيک هايدروکاربنونو ګډوله منځته راځي چې برخه ئې 15% ته رسيږي . د هايدروجنيشني ړنګېدوکريکنګ: د 200 – 250 atm فشار لاندې په 300 – 400C0 تودوخي سره د اوسپنې ، نکل ، ولفرام او داسې نورو کټلستونو تراغېزې لاندې څه نا څه 90% مشبوع تيلو ته لاسته راځي چې ايزو ميري ځنځيري شکلونه هم لري . کتلستي کريکنګ : د Alcl3 ، الومو سليکاتونو ، M0s3 ، Cr2o3 او داسې نورو کتلستي موادو تر اغېزې لاندې د ګازاتو سره يو ځاى په 300 – 500c0 تودوخو يو لړ د لوړ کڅ تيلونه منځته راځي چې اروماتيک او ايزو مشبوع هايدروکاربنونه هم ورسره وي د کريکنګ په عمليه کې د کيميا له مخې هايدرو کاربني ځنځير شليږي او د ايزوميرايزيشن او سکلايزيشن عمل هم سرته رسيږي . په دغه تعاملاتي عمليه کې ازاد هايدروکاربني راډيکالونه لوي رول لري . د الکانونو پيدايښت الکانونه په طبيعت کې په غازونواو د ځمکې لاندې تيلو کې موندل کيږي ، د طبيعي غاز اساسي ماده د ميتان غاز دى ، نفت په خپل ترکيب کې د ځانه سره د ميتان (هومولوګونه) او نور هايدروکاربنونه چې C1 – C40 پورې کاربونونه ولري پکې پيداکيږي . د ميتان غاز زيات مقدار چې د طبيعي غاز څخه عبارت دي د نباتاتو څخه لاسته راغلي دىداسې چې نباتات د خاورو لاندې شوي دي او يا دا چې هوا ورباندې بنده شوي ده او يو څه اوبه ورته رسيدلي دي نو اوس دا ډول غاز چې پيداکيږي ، غاز ، اوبه ، او سلولوزn C6H10O5) ) لري چې اصلا̋˝ نوموړي غاز د نباتاتو څخه لاسته راغلى دى ، همدارنګه واړه ذره بيني موجودات ئې هم لري ددي تر څنګ په لږه پيمانه د هايدروجن ، کاربنډاى اوکسايد او نايتروجن غازونه هم لري . د کاناليزاسيون په کانالونو کې هم نا چاڼ شوى غاز شته چې په ځينو ښارونو کې نوموړى غاز د ګرمولو لپاره پکاروي . د امريکي متحده ايالاتو د Pinus jeffereui and Pius sabiniani په سيمه کې داسې غازونه شته چې n– Heptane لري . طبيعي غاز د هايدروکاربنونو ځني مقدارونه په ځانګړي توګه د هغو هايدروکاربنونو چې شمير ئې ٢٧ څخه ٣٧ پورې ولري . د الکانونو فزيکي خواص که چيرې د الکانونو خواصو ته وليدل شي ليدل کيږي چې د يو CH2 په بدليدوسره ئې په خواصو کې تغير ليدل کيږي . د کوټې په تودوخه( 25C0) او يو اتومو سفير فشار لاندې لومړني څلور مرکبونه ياني C1 –C4 پورې غازونه دي او د C5 – C17 مشبوع الکانونه د پينتان څخه تر پنتا ديکان پورې مايع دي او مشبوع الکانونه 18 او د هغې څخه لوړ الکانونه جامد دي . د الکانونو خواص په لاندې مادو کې لنډو: – 1 دکوټي په تودخه کې (C025) او يو اتومو سفير فشار لاندې لومړني څلور مرکبونه ياني C1 – C4 پورې غازونه دي او C5 – C17 پورې مايع او هغې څخه پورته جامد دي. –2 دمشبوع الکانونو د ايشېدو او ويلي کېدو ټکى د ماليکولونو د غټولي پورې اړه لري. ديو هومولوګ ياني CH2 په زياتولاي سره ئې د ويلي کېدو او ايشېدو په ټکو کې زياتوالي راځي . –3 د ايشېدو ټکى د ماليکول د وږدېدو يا غټېدو له امله زياتيږي مګر د دوه خوا په خوا الکانونو د ايشېدو ټکى هر څومره چې ځنځيرونه اوږديږي همغه اندازه ئې ايشېدو ټکى نه زياتيږي . –4 د الکانونو د ويلي کېدو ټکى د ماليکول په زياتيدو سره هم زياتيږي او د دوه خوا په خوا الکانونو د ويلي کېدو ټکى لکه څرنګه چې ايشېدو ټکى کې يادونه وشوه د ويلي کېدو په ټکى کې هم هماغسي دى . –5 هايدروکاربنو او هغې ايزوميرونو د پرتله کيدو څخه جوتيږي چې نارمل مرکبات ئې تل د ايشېدو لوړ ټکى او د ايزومير مرکبات ئې د ايشېدو ټکى ټيټ لري . دلته هر څومره چې د يو مرکب ښاخونه زياتيږي په هماغه اندازه ئې د ايشېدو ټکى راټيټيږي . –6 کله چې ماليکولي وزن زياتيږي مخصوصه وزن ئې هم لږ شان زياتيږي .

د الکانونو کيمياوي خواص

–1الکانونو تعويضي تعاملونه الکانونه د(  F2,  Cl2 ,Br2 , I2) سره د لمرد رڼا په شتون کې تعويضي تعامل سرته رسوي د تعامل عمومي معادله ئې دا ده . 

RX+ HX R – H + X–X CH3–CH2–H + Cl – Cl CH3–CH2–Cl + HCl –2 مشبوع هايدرو کاربنونه د اکسيجن په شتوالي کې د لاندې عمومي معادلي په اساس سوځي اوبه او کاربن ډاى اکسايد او انرژي توليدوي. 2CnH2n + 2 + (3n + 1)O2 2nCO2 + (2n + 2 )H2O + E مثال : + (3· 6 + 1) 2·6CO2 + (2·6 + 2)H2O + E 2C6H14 2C6H14 + 19O2 12CO2 + 14H2O + E د الکانونو نوم ايښودنه په عضوي مرکباتو نوم ايښودنه د مرکب ترکيبي حالت په ګوته کوي په عضوي مرکب باندې نوم اښودل يواځې د هغه ترکيبي حالت نه ښي بلکې د هغه ماليکولي جوړښت هم په نښه کوي يا په بل عبارت دا نوم په اسانۍ او سمه توګه ديو فارمول جوړښتي حالت ښي . څلور ډوله نوم ايښودنه شته . –1 عادي Common يا سيمه ايز Trivial نوم ايښودنه: دا نوم ايښودنه داسې ده چې کيمياوي مرکب ئې په هر سيمه کې د هماغې سيمې په ژبې سره ياديږي او په ډول ډول سيمو کې ډول ډول نومونه لري لکه بنزين ، نفتالين ، انلين او داسې نور. –2 منطقي نوم ايښودنه : دا ډول نوم ايښودنه د نولسمي پيړۍ په منځ کې زيات رواج درلوده دا نوم ايښودنه نن ورځ هم د ساده مرکباتو لپاره پکاريږي . په دې نوم ايښودنه کې د ټولو الکانونو نومونه د هغه هومو لوګي لړۍ د ساده غړيو څخه پيل کيږي او تل هلته د ميتان څخه يادونه کيږي او د ميتان شمير ورسرلاتني دوه di ، دري Tri ، او څلور Tetra او نورو سره يادوي دلته د راشيونال نوم ايښودنې څو نمونې ليکو په دې نوم ايښودنه کې neo ، Iso او نورې کليمي هم يو ځاى کيږي .

Trimethylmethane Tetramethymethane (Isobutane) (neopentane)


                                                  Di iso propyl methyl      
   Trimethyl ethyl propane                                                     (neo hexane )                 
  –3د جينوا نوم ايښودنه : په 1892 کال کې په جينوا کې د کيميا نړيواله جرګه کې رامنځته شوه چې وروسته د جينوا د نوم ايښودني په نوم ونومل شوه ، ددې نوم ايښودني قانون داسې و چې د عضوي مادې نوم د هغه په اساس د قاعدى او د هغه په اړخيز ځنځير پورې اړه درلوده چې لومړي په اړخيز ځنځير نوم او ورپسي به د هغې د قاعدې څخه يادونه کيده .  

–4 ايوپاکIUPAC نوم ايښودنه : د سويزرلنډ د جينوا په ښار کې چې په 1892 کال کې د ايوپاک International union of pure and applicd chemistry (خالصي او تطبيقي کيميا نړيواله اتحاديه ) چې جوړه شوي وه په دې نوم ايښودنه کې د راشيونال او جينوا دواړه نوم ايښودنې کارول کيږي . په دي نوم ايښودنه کې هم الکانونو څلورلومړني هايدروکاربنونه په خپلو عادي ياني تريوال نومونه ياديږي لکه ميتان،ايتان، پروپان ، او بيوتان په ځنځير باندې نوم د هغه کاربن د شمير څخه کيږي د کاربن شمير په يوناني شمير سره يادوي او د ane ټکى ورسره يوځاي کيږي ، د اتومونو په خورو ورو او ناخورو ورو ځنځيرونو کې د تطبيق وړ دي د ايو پاک نو م ايښودنه کې لانديني قواعد په نظر کې نيول کيږي . –1 په يو هايدرو کاربن باندې داسې نومره وهل کيږي چې ځنځير تر ټولو اوږد وي او دي ډول ځنځير ته مورني هايدروکاربن يا Parent hydro carbon وايې، او همدا مورني هايدروکاربن د کاربنونو شميره د الکان حالت په نښه کوي لکه داسې چې مورني هايدروکاربن ئې اته کاربنه وي نو د ه ته اکتان وايې، دا ځنځير تل سم نه وي بلکې کله کله خور ور هم کيدي شي لکه داسې :


                                            4- methyloctane                              


        4-ethyl octane                                                                                     4- Buthyl octane                                                                                                 

2– د مورني هايدرو کاربن ترڅنګ چې په اړخيز ځنځير کې کوم هايدرو کاربن راځي نو هغه د هغه مورني ځنځير د شماري پسي اخيستل کيږي ، لومړى د مورني ځنځير د کاربن هغه شماره اخيستل کيږي چې اړخيز معوضه ورپورې نښتي وي بيا د معوض نوم او بيا مورني هايدرو کاربن ياديږي لکه داسې :



د يادوني وړ ده چې نومري يواځي په سيستماتيک نوم ايښودنه کې کارول کيږي او په معمولي نوم ايښودنه کې يه پکاريږي ، لکه داسې :


     معمولي نوم  
سيستماتيک نوم                                                      2-methyl pentane    

–3 که چېري مورني هايدروکاربن پورې دوه معوض نښتي وې نو شميره وهل به د هغه خوا څخه وهل کيږي چې چيرته معوض نيږدي وي او په نوم اخيستلو کې به د معوضو لپاره د الفباترتيب په نظرکې نيول کيږي لکه داسې .


که چيرې معوضونه دوه او يا د هغه څخه زيات وي او ټول يو شان وي نو بيا د di, tri اوTetra مختاړى Prefixes کارول کيږي لکه داسې .

–4 کله که څو داسې معوضونه د مورنى هايدروکاربن پورې نښتي وي چې سره يو شان وي او يا يو ئې زيات کاربنونه ولري او يو ئې کم ، نو شميره ئې د وړوکې هايدروکاربن څخه پيل کيږي او بيا يې يادونه هم هماغسي کيږي لکه په لاندې مثالونو کې: 

–5 که چيرې دوه يوشان معوضونه په يو هايدروکاربن پورې نښتي وي نو شميره د غټ څخه وړوکې خواته پيل کيږي لکه داسې .

–6 که چيري يو مرکب داسې وي چې اړخيززنځير يې يو شان وي نو د هغه ځاى څخه بايد شميره پيل شي چې زنځير يې دروند راځي لکه داسې .


–7 ځنى هايدروکاربنونه فرعې معوضونه لري چې هغه معوضونه په خپل ذات کې بل معوض لري په داسې صورت کې به هغه فرعې معوض باندې هم شميره وهل کيږي لکه داسې.


د الکانونو استحصال 1 – د الکين د کټلستي هايدروجنيشن څخه  : غيري مشبوع هايدروکاربنونهkene) (Al د فلزي کټلست په شتون کې هايدروجن په خپله دوه ګوني اړيکه نصب کوي او په نتيجه کې مشبوع هايدروکاربنونه يعنې الکان حاصليږي. څرنګه چې الکين (Alkene) په مختلفو لارو سره په اسانۍ حاصليږي نو له همدې کبله د الکانو د استحصال دغه لاره ډيره مهمه شميرل کيږي . د مثال په توګه : الکان د الکايل هلوجنيدڅخه په مختلفولارولاس ته راځي چې په لاندې ډول تشريح کيږي . –2 د ګريګنارد د مرکباتو د هايدروليزڅخه : د ګريګناردGrignard) ( مرکب د الکايل هلوجنيد او مګنيزيم د تعامل څخه لاس ته راځي. د ګريګناردپه معيار کې د کاربن او مګنيزيم رابطه ډيره فعاله ده او د اوبو په واسطه په اسانۍ سره جلاکيږي ، پروتون په کاربن چې منفي چارچ لري او هايدرواکسايد ايون په مګنيزيم باندې چې مثبت چارچ لري نصب کيږي .


د مثال په ډول :

 –3 د الکايل هلوجنيد ارجاع څخه د جست او تيزابو سره : 


د مثال په ډول : –4 دالکايل هلوجنيد ارجاع د فلزاتو د هايدريد په واسطه : دليتيم المونيم هايدريدLithiumaluminiumhydrid (LiAlH4 ) او يا ناتريم بورهايدريدNatriumbirhydrid (NaBH4) ارجاع په واسطه الکايل هلوجنيد په الکان باندې بدليږي.

د مثال په ډول : 



–5 د ورتس سنتيز Wurtz- Synthese) ) : الکان د دوو مولوالکايل هلوجنيد اودوومولو فلزي سوديم څخه استحصاليږي . د مثال په ډول :

–6 د کولبې سنتيز(kolbe-Synthese) : د کولبې د استحصال د طريقي په واسطه کولاي شو هغه الکان چې د کاربن او هايدروجن شمير يې زيات وي او په نورو طريقو په مشکل حاصليږي لاس ته راوړو . ددې طريقې په اساس د کاربن تيزابو د سوديم . پتاشيم او يا کلسيم د مالګو الکتروليز جوړوي . په دې تعامل کې د کاربوکسلات انيون د انودي تحمض (anodic Oxidation) په واسطه لومړى دکاربوکسيل راډيکل او ورپسي د کاربن ډاى اکسايد د جدا کيدو (Decarboxylation) ورسته دالکايل راډيکل جوړيږي . د دوو الکايل راډيکالو د ډايميريزشن (Dimerization) څخه الکان په لاس راځي . د کاربوکسيل راډيکل او يا الکايل راډيکل چې د منځني تعاملاتو په نتيجه کې جوړيږي ، د تعامل د جريان څخه نشو جداکولاۍ . –7 انشقاق (Craking) : کرکينګ: داسې طريقه ده چې په پتروشيمي کې زيات ماليکولي وزن لرونکي هايدروکاربنونه د سونګ وړ موادو او يا په لږ ماليکولي وزن لرونکي هايدروکاربنونو ټوټه کيږي يا په بل عبارت د اوږد زنځير لرونکي هايدروکاربنونه د هايدروکاربنو په لنډو زنځيرونو ټوټه کيږي . د کاربوکسليکي مالګو او القليو د تعامل څخه د لاندې طريقي سره سم الکانونه په لاس راوړي :

  ميتان +  سوديم کاربونيټ                                         سوديم هايدرواکسايد  + سوديم اسيتيت 

–8 د عضوي تيزابونو ډي کاربوکسيلشن Decarboxylation : له پورته نومل شويو طريقو څخه ترټولو موهمه طريقه د دي کاربوکسيليشن طريقه ده ، ددې طريقې ښه والى په دې کې دى چې کيمياوي تعاملات په مقداري توګه سرته رسيږي او هم په دې تعامل کې اړخيز مواد په لاس نه راځي ياني د لاسته راغلي کاربن شمير د لومړنيو موادو کاربن د شمير سره برابردى ، د بلي خوا د اړتيا وړ لومړني مواد په اسانۍ سره له الکولونو څخه په لاس راوړو ، همدارنګي الکايل هلوجنيدونه د الکولو څخه په لاس راوړي لکه د ايستريفيکشن Esterifiction د عمليي په وسيله . که د هلوجنيد محلول په مطلقه ايترو کې حل او د هغه د پاسه د مګنيزيم پوډر وا چوي او لږ يې ګرم کړي مګنيزيم او يا د مګنيزيم پوډر ورو ورو حليږي ، د ګرينيارد د معيار توليديږي ، په معمولي توګه په دې عمليه کې الکايل برومايد او يا الکايل ايودايد د ګرينيارد معيار د جوړولو لپاره استعماليږي . –9 دالکايل هلوجنيدونو هلوجنونه يې د سوديم ، سپين زر او يا مسو په وسيله ايستل کيږي او پاتي دوه موله د الکينونو سره تعامل کوي او د هغوې څخه يو الکان لاسته راځي لکه : –10 د ځنيو فلزاتو د کاربايډونو څخه د اوبلن تيزابو او يا اوبو د اغيزې څخه الکان په لاس راځي لکه د المونيم کاربايد څخه د اوبو د تعامل له امله په ډيره اسانۍ سره د الکان غاز په لاس راځي لکه داسې : په پورته توګه د لنتان ، توريوم ، يورانيوم او منګنيز د فلزاتو د کاربايدونو څخه هم CH4 په لاس راځي مګر ددې طريقې لاسته راغلى متان سوچه نه وي بلکې د نامشبوع مرکباتو لکه ايتلين او استلين سره ګډوي . د الکانونو تعاملات الکان د ډيرو نورو مرکباتو په مقايسه چې فعالي معوضي لري ثابت دي او د ډيرو معيارونو سره په تعامل کې نه داخليږي . دنا مشبوع الکانو (Alkene, Alkyne) پر خلاف ، مشبوع الکان ان په ډيره لوړه تودوخه کې هم د غليظو فلزي تيزابو ، قلوي ، د تحمض او ارجاع کونکو موادو سره تعامل نه کوي . دالکانو تحمض د سوزولو په واسطه او د الکانو هلوجنيشن د راډيکالي تعويضي تعاملاتو په نتيجه کې د الکانو د مهمو تعاملاتو څخه شميرل کيږي . –1 دالکانو تحمض (Oxidation) : د اکسجن په واسطه : د عضوي مرکباتو د ډيرو مغلقو تعاملاتو څخه يو هم د هغوې سوزول دي چې انرژي تري لاس ته راځي . په لمبه کې الکان د هوا د اکسيجن سره سوزي کاربن ډاى اکسايد او اوبه تري حاصليږي . د دې تعامل څخه ډيره تودوخه هم ازاديږي . CH4 + 2O2 CO2 + 2H2O ΔH= – 891, 79KJ/mol 2CH3 – CH3 + 7O2 4CO2 + 6H2O ΔH= – 1314,66KJ/mol دغه تعامل يو ايګزوترميک تعامل (Exothermic Reaction) دى . ايګزوترميک تعامل هغه تعامل دى چې سيستم انرژي ورکړي يعني د تعامل په جريان کې انرژي ازاده شي نو له همدې کبله د HΔ علامه هم منفي ده . که يو سيستم انرژي واخلي يعني د يو تعامل د اجرا لپاره تودوخه ورکړل شي د غه تعامل د اندوترم تعامل (Endothermic Reaction) په نوم ياديږي او HΔ علامه مثبت وي . که د تحمض عمليه مکمله نه وي نو په دي حالت کې د ميتان د کنترول شوي تحمض څخه اسيتلين ، هايدروجن او کاربن مونو اکسايد حاصليږي او دا تعامل د نامکمل (قسمي ) تحمض (Partian Oxidation) په نوم ياديږي

. –2  په خپل سر تخمض (Autoxidation) :

عضوي مرکبات نه يواځي د سوزولو په واسطه د هوا داکسيجن سره تعامل کوي بلکې په عادي تودوخه کې هم د هوا د اکسيجن په واسطه ورو ، ورو تحمض کيږي د تحمض دغسې جريان چې په هغه کې کټلست نه استعماليږي د په خپل سر تحمض Autoxidation)) په نامه ياديږي . غير فعال Alkane په عادي تودوخه کې په ډيره کمه اندازه تحمض کيږي چې ان د هغې اندازه کول د امکان څخه لري وي . اما خوروور الکان په ځانګړي توګه چې دريمي کاربن (Tertiary Carbon) ولري د يو کټلست په شتون کې او يا د تودوخي په لوړه درجه کې تعامل کولاي شي چې د هغې تعامل څخه ډير فعال او غير ثابت الکايل هايدروپرواکسايد جوړيږي چې په صنعت کې د هغې څخه د فنول او اسيتون د لاسته راوړلو لپاره کار اخيستل کيږي


–3 د الکانو هلوجنيشن (Halogenation) : الکان په تياره او عادي تودوخه کې د هلوجن د فعالو ماليکولونو سره لکه کلورين او برومين تعامل نه کوي . اما که د الکانو او هلوجن مخلوط ته د لمر وړانګې ورتيري شي يا د 300c0 څخه زياته تودوخه ورکړل شي او يا د پرواکسايد سره يو ځاي شي نو تعويضي تعاملات (Substituationsreaction) اجراکيږي چې د هغې په نتيجه کې الکايل هلوجنيد او HX(X= Cl , Br , I) حاصليږي .

که په دې تعامل کې د مول د اندازي څخه زيات په کافي اندازه هلوجن موجود وي نو د الکانو ټول هايدروجنونه په هلوجن عوض کيږي او په دي ترتيب مو هم محلولونه لاس ته راځي . 

د ميتان او کلورين د تعامل څخه ډول ډول محلولونه لکه ميتايل کلورايد (کلوروميتان) ، ميتلين کلورايد (ډاي کلوروميتان) ، کلوروفارم ( تراى کلوروميتان) او کاربن تتراکلورايد ( تتراکلوروميتان) حاصليږي . د هلوجن فعاليت د فلورين نه د ايودين په لوري کميږي . الف : مونوکلوروميتان فارمول يې CH3 – Cl دى بل نوم يې ميتايل کلورايد دى ښه بوي لرونکي غازدى په اوبو کې نه حليږي په شنه رنګه لمبه سوځي د انيلين رنګونو په جوړولو کې کارول کيږي . ب : ډاى کلورو ميتان فارمول يې CH2 – Cl2 دى او بل نوم يې ميتلين ډاى کلورايد دى يو بي رنګه مايع ده بي سده کونکي (Anosthesic) ده د سړه وونکي مادي په توګه او د محلل په توګه ورڅخه کار اخلي . ج : تراى کلورو ميتان فارمول يې CHCl3 دى بل نوم يې کلورفارم دى يوه درنده بي رنګه مايع ده په اوبو کې په سختۍ او په الکولو کې په اسانۍ حل کيږي قوي محلل او بي هوشه کوونکي ماده ده غوړي او ربړ په ځان کې حل کولاى شي پخوا په جراحي په عملياتو کې پکا ر وړل کيده اوس د حشراتو د وژولو لپاره پکار وړل کيږي . او همدارنګه اوسني وخت کې په جراحي عملياتو کې تازه ايتايل ايتر پکار وړي . د : تترا کلورو ميتان چې فارمول يې CCl4 دى بل نوم يې کاربن تترا کلورايد دى د هغه عضوي مرکبو څخه دى چې په خپل ترکيب کې د نورو عضوي مرکبونو په خلاف د هايدروجن عنصر نه لري دا يو مايع او ښه حل کوونکى مرکب دى چې د اور وژنې په توګه استعماليږي خو بړاسونه يې تنفس کول خطر لري ځکه چې زهري خاصيت لري . نو ځکه د استعمالولو په وخت کې بايد ورته زياته پاملرنه وشي . –4 راډيکالي تعويضي تعاملات (Radical substitution) راډيکالونه هغه اتومونه ، ماليکولونه اويا ايونونه دي چې طاق الکترونونه ولري او دوې د اتومي رابطې د مساويانه (Hemolytic) ويشلو په نتيجه کې د تودو خي او يا د نور د وړانګو په واسطه جوړيږي . د الکانو يو خاص تعامل راديکالي تعامل دي چې د هغې ميخانکيت په لاندې ډول ښودل کيږي .

د ميتان ا و کلورين راديکالي تعويضي تعامل ميخانکيت د ميتان او کلورين ماليکولونه د ګاز په حالت کې تعامل کوي او تعامل په څو مرحلو کې چې منځني ډير کم عمره راديکالونه جوړيږي اجرا کيږي .


دغه تعامل د نورو راډيکالي تعويضي تعاملاتو په شان په دريو مرحلو کې تر سره کيږي . –1 د تعامل پيل (chain initiation) : د کلورين يو ماليکول د نور د وړانګې(photolytic) او يا د تودوخي (thermic) په واسطه د کلورين په دوو اتومو باندې بيليږي . دغه کلورين راډيکالونه ډير فعال دي او د تعامل د پرمختک سبب ګرځي . –2 زنځيري تعاملات ( Chain propagatio) : لومړي پړاو : د کلورين يو اتوم د ميتان د يو ماليکول سره تعامل کوي يو ماليکول HCl او د ميتايل راډيکل جوړيږي .

دوهم پړاو : د ميتايل راډيکال د يو ماليکول کلورين سره تعامل کوي د هغې د تعامل څخه ميتال کلورايد او يو نوي کلورين اتوم (راډيکال) منځته راځي.

د کلورين راډيکال چې په دوهم پړاو کې جوړ شو د لومړي پړاو په شان د ميتان د يو ماليکول سره تعامل کوي او هعې څخه د ميتايل راډيکال په لاس راځي . د ميتايل راډيکال د دوهم پړاو په شان د کلورين د ماليکول سره يو ځاي کيږي او ځنځيري تعامل په دي شکل مخ ته ځي . دلته ليدل کيږي چې يواځي د يو ماليکول کلورين د اتومي اړيکې په ماتولو سره چې د کلورين راډيکالونه تري جوړيږي ان د 1000 ماليکولو څخه زيات CH3Cl په لاس راځي . –3 د ځنځيري تعامل پاى ته رسيدل (Chain termination) : د راډيکالي تعاملاتو په دې پړاو کې راديکالونه له منځه ځي نو له همدې کبله ځنځيري تعاملات ختميږي . راډيکالونه د لاندې تعاملاتو په نتنيجه کې له منځه ځي . a : دراډيکالو دوباره يو ځاى کيدل :

b: دراډيکالو تعامل د دغسې ماليکولو سره چې نسبي کم فعاله راډيکالونه ترې جوړيږي د مثال په توګه :


C : د دوو الکايل راډيکالو Disproportionation : د مثال په توګه د دوو ايتايل راډيکالو څخه يو ماليکول ايتان او يو ما ليکول ايتلين حاصليږي .

د الکانونو ايزوميرونه د يو مرکب څو کيمياوي جوړښتونه دي او دا په دې مانا چې د ډول ډول شکلونو (ماليکولي جوړښتونو ) ځانګړې څيرې دي چې په ماليکولونو کې يې اتومونه او د هغه شمير سره يو شان خو ماليکولي جوړښت يې چې د هغه له مشرح فورمول څخه په ښه توګه څرګنديږي يو له بل څخه توپير لري او څرګنديږي چې د اتومونو ځايونه يا د ګروپونو يا ورپوري تړلي څانګي يو له بل سره توپير لري . ايزوميرونه که څه هم د يو مرکب څو څيري چې ماليکولي جوړښتونه يې سره توپير لري ښودونکي دي خو دا چې کيمياوي اړيکې په دې څيرو کې بدلون مومي نو ځکه د ايزوميرونو خاصيتونه هم له يو له بل سره توپير لري . د سارې په توګه د نارمل بيوتان د ايشيدو تودوخه -0,5c0 ده او د ايزو بيوتان د ايشيدو تودوخه -11,7c0 ده د دې ډول ايزوميري لپاره په عضوي کيميا کې د Structurd isomerism نوم کارول کيږي چې په هغه کې د کاربني ځنځير جوړښت د څانګو په رامنځته کيدو سره بدلون مومي . د الکانونو دري لومړني استازي د ايزوميرونو له جوړولو څخه بې برخي دي . د ايزوميرونو جوړونکي لومړني استازي په دغه بهير کې بيوتان دى چې يواځي او يواځي دوه ايزومري څيرې څرګندولاى شي د هغه وروسته پنتان کولاى شي په درې ګونو ايزوميري څيرو راڅرګند شي او په دې ډول په هغه کې کاربني سکليټ درې ځله بدلون مومي . هر څومره چې کاربني سکليټ لوى او کاربنونو شمير په هايدروکاربن کې زياتيږي په همغه اندازه د ايزوميرونوشمير هم زياتوالى مومي . يواځي په تيوريک ډول ويلاى شو چې هغه وخت چې د کاربني اتومونو شمير په يو اوکتان کې د يو بل څخه زيات وي نو ايزوميرونه يې هم زيات دي او د ا زياتوالى په متناسب ډول مخ په لوړيدو دي . د سارې په توګه هګزان پنځه ايزوميره ، او هيپتان نهه ايزوميره ، اوکتان اتلس ايزوميره ، نونان پنځه ديرشت ايزوميره ، پنتاديکان (C15 – H32 ) 4347 ايزوميره او تراى کنتان (C30 – H62 ) له څلورملياردو څخه زيات (4111846763) ايزوميرونه لري . مونږ بايد په يا د ولرو چې د ا ايزوميرونه ټول په عملي توګه نه دي پيژندل شوي او يواځي (C1–C9 ) پورې هايدروکاربنونو ټول ايزوميرونه پيژندل شوي او له هغه ورسته مرکباتو يو څخه شمير په عملي ډول پيژندل شوي او نور يې لا څرګند نه دي . په نظري ډول د ايزوميرونو فورمولونو جوړول دا ډول دي چې په ترتيب سره د ماليکول له سر څخه يو کاربني يا يو کاربني لرونکي برخه جلا او له هغه څخه د ځنځير څنګ ته څانګه جوړه کړو او په دې ډول پرله پسي توګه په ځنځير کې دا ډول کړو وړو ته دوام ورکړو او وبه ګورو چې ډول ډول جوړشوي څانګي له بل سره توپير لرونکي فورمولونه چې دا ځانګړو ترکيبونو استازي توب کوي منځنته راځي . دا کړه وړه په هيپتان (اوه کاربن لرونکي الکان) کې سرته رسوو . په پورتنيو ماليکولونو کې د کاربن اړيکې له بل کاربني اتوم سره هر ځاى يو شان نه دي نو دلته ګورو چې داسې کاربني اتومونه شته چې يوازې يوه اړيکه له بل کاربني اتوم سره لري چې دا ډول کاربني اتومونه د لومړني (Primary) کاربن اتوم په نوم او هغه چې دوه اړيکې له کاربن اتومونو سره لري دوهمي (Secondary) کاربن اتوم او د دريو دا ډول لرونکي د دريمې(Tertiary) کاربن اتوم او په همدې ډول د څلورو اړيکو لرونکو څلورمي (Quaternary) په نوم سره ياديږي . د نورمال ځنځير لرونکو هايدرو کاربنونه (نورمال الکانونه) ماليکولونه يوازې لومړني کاربن اتومونه دي چې په وروستيو برخو کې ليدل کيږي و دوهمي کاربن اتومونه چې په منځنيو برخو کې ځاى لري د ليدو وړ دي . که د يوالکان څخه (د هغه د ماليکول په يوه برخه کې ) يو هايدرو جن کم شي نو په پايله کې الکايلونه يا الکايل راډيکالونه (Alkyls or alkyls radicals) منځته راځي . دا ډول يو ولانسه عضوي راډيکالونه په عضوي کيميا کې ډير د اهميت وړ کڼل کيږي .د دي راډيکالونو نومونه هم د اړوند هيدروکاربنونو څخه لاسته راځي يعني که دهايدروکاربن (الکاني هايدروکاربن ) د نوم ورسته برخه (ane) چې الکانونو په نومونو کې دا وروستي برخه د پيژندني څرګنده نښه ده په (yl) بدله کړو د الکان د کاربني اتومونه د شمي له مخي ټاکل کيږي . په لاندې ډول د شپږو لومړيو الکانونو اړوند راډيکالونه دا ډول نومونه لري . CH3....................................metyl C4H9.......................Buthyl C2H5.................................Ethyl C5H11....................Pnthyl C3H7.................................Propyl C6H13.....................Hexyl

 د الکانونو داړيکو اوږدوالى او زاويه

په الکان کې دکاربن اتومونه دساده يوه ګونى C –C اړيکوپه واسطه ديوه بل سره تړلې دي. د سګما اړيکه (δ SP – SP – mo) د دوو کاربنو SP هايبريد اربيټال د تداخل په نتيجه کې جوړيږي . همدارنګه د هايدروجن اتوم د سګما اړيکې په واسطه د کاربن سر ه تړلي ده . دغه اړيکه د کاربن د SP هايبريد اربيټال او هايدروجن د 1S اربيټال د تداخل څخه منځته راځى (δ SP , S – mo) . څرنګه چې په الکان کې يواځې د C – C او C – H ساده اړيکې وجود لري نو لدې کبله د ټولو الکانونو د اړيکو اوږدوالى او زاويې سره ورته دي . C – H د اړيکې اوږدوالى په ميتان کې 0,109 nm او په نورو ټولو الکانونو کې 0,110 nm دى . د C – C اړيکو اوږدوالى په ټولو الکانوکې 0,154 nm دي . د الکانو د H – C –H ، C – C – H او C – C – C تيترائيد ر زاويې سره نږدې دي . که چيري د څنګ په څنګ اتومو دفع قواوې اثر وکړي ، نو په دې حالت کې د تيرائيدر زاوي قيمت لږ څه توپير کوي . د مثال په توګه په پروپان کې C – C – C اوپه C2 باندې دH – C – H زاويه 1060 ده . د الکانونو کنفرميشن (Conformation ) شکلونه لکه چې پوهيږودميتان په ماليکول کې دکاربن اتوم ديوتترائيدرياڅلورمخي Tetra eder په مرکز کې وي او د تترائيدر په کنجونو کې د هايدروجن اتومونه وي او په مساوي فاصله موقيعت نيولي يعني د کاربن سره هر يو اتوم يې په مساوي فاصله کې وي مګر ايتان ماليکول او يا تعويضي شوي ايتان کولاي شي چې C – C رابطي يې ګرد کولاي شي او انتظام ساتي چې د دغه دوران په اثر د C – C او د هايدرو جن کاربن او يا د کاربن د نورو معوضونو په موجوديت خپل د وراني حرکت ته دوام ورکوي او مختلف موقيعتونه عبارت دي له Staggered او Eclipsed په نومونو سره ياديږي . د اتوموترتيب د دورا ن په اثر د يو رابطى په دور کې د ساده رابطى د کاربن کاربن او يا بل کوم ساده رابطه د کاربن هايدرو جن او يا د کاربن د نورو اتومونو سره مختلف جوړښتونه غوره کوي دغسې بدلونونه اوتغيرات صورت نسي او واقع کيدل يې د Conformation په نوم سره ياديږي . د ژوري څيړني څخه دا سې ترلاسه شوي چې دواړه د ايتان Conformation د بين البيني قوي نسبت د هايدروجن اتومو انرژي له مخي سره مساوي نه دي د مثال په توګه :

Staggered Confarmation حالت نسبت Eclipsed په اندازه 3 لږه انرژي لري د دغې انرژي اختلاف دومره لږ دي چې کوم انرژي حرارتي چې ماليکول د حرکت څخه توليديږي کفايت کوي چې د ايتان ماليکول د يو Conformon څخه بل Conformation څخه تبديل کړي په هر صورت د ګاز په حالت زيات شمير ماليکولونه Conformation په حالت Eclipsed جوړښت لرونکى وي مګر ايتان د جامد په حالت يواځى Staggered Conformation حالت لري چې ډيره لږه انرژي لري . په پروپان کې سره د دې چې CH3 په اندازه اختلاف انرژي Staggered او Eclipsed 3,5 Kcal/mol او د بيوتان په حدود 7 kcal/mol لاسته راغلي ده . مهم الکانونه ميتان methane CH4 : په ټولو هايدروکاربنونو او يا پارافينو کې تر ټولو ساده هايدروکاربن او يا الکانونو څخه ميتان دى ، د ميتان غاز د زحل او مشتري د اتوموسفير زياته برخه نيولي ده ، همدارنګې ميتان هغه غاز دى چې د ځمکې لاندې غازونه ، خند قونو او جبو کې موندل کيږي ، د سوځيدو غاز دى جې زمونږ په بازارو کې خرڅيږي په سلوکې 98 برخي د ميتان غاز لري په همدې توګه د سوځيدو په دې غاز کې د ايتان ، پروپان او او نور غازونه هم شته . د تيلو په غاز کې 30 – 80% د ميتان غاز شته دى همدارنګې زمونږ هېواد طبعي غاز چې د هېواد پ شمالي ولايتونوکې ايستل شوي دى هم د پورتيو غازونو لرونکي دي ، د ترکمنستان ، ايران او د مرکزي اسيا هېوادونه د طبعي غاز ستري ذخيري لري طبعي غاز په سوځيدو او د صنعت په زياتو برخو کې استعماليږي په همدې توګه د زياتو کيمياوي موادو جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . د يو ميتر مکعب طبعي غاز د سوځيدو څخه (46000 ) کيلو ژوله انرژي په لاس راځي . هغه انرژي چې د دې غاز د سوځيدو څخه لاس ته راځي د ډبرو سکرو په نسبت ډيره زياته اقتصادي ده ځکه چې ډير ژر سوځيږي . د ميتان فزيکي خواص ميتان يو بي رنګه او بي بويه غاز دى چې په جبو او خندقونو کې پيدا کيږي محصوص وزن يې 0,55 gr/cm3 دى او ويلي کيدو ټکى يې -183C0 او جوش ټکى يې -162C0 دى د انجماد ټکى يې -184C0 دى د هوا څخه سپک دى او په اوبو کې نه حليږي . د ميتان کيماوي خواص د ميتان د سوځيدني تعامل د نورو مرکبونو په شان ميتان هم د اکسيجن سره تعامل په وخت کې اوبه او CO2 او زياته تودوخه توليدوي چې د تعامل د سون يا Combstion په نوم سره ياديږي چې معادله يې په لاندې ډول ده . CH4 + O2 Co2 + H2o + E د ميتان استحصال : ميتان د هغې د مربوطه عناصرو څخه د برقي په طريقه کيږي .


پورتني طريقه يو ساده طريقه ده مګر اقتصادي نه ده ځکه له يو طرف نه يې محصله لږه او له بل طرف نه يې توليد زياتي تودوخي ته ضرورت لري . په تخنيک کې د ميتان د کاربن مونو اکسايد او د هايدروجن د حرارت ورکولو په نتيجه کې لاسته راوړل کيږي 800c0 تودوخه او د کتلست موجوديت سرته رسيږي .


3 . او په لابراتوار کې ميتان او اوبو او المونيم کاربايد د تعامل د تعامل په نتيجه کې لاسته راوړي .

د ميتان استعمال د ميتان څخه په صنعت کې د تودوخې توليد لپاره ګټه اخيتسل کيږي که ميتان يو حجم غاز د دوه حجمو اکسيجن سره يو ځاي شي نو چاوديدنه رامنځته کوي او 192 کيلو کالوري په يو مول کې تودوخه ازاديږي . ايتانC2H6  : د ايتان غاز په زياته اندازه دځمکې کرې د ځينو سيمو لکه شمالي امريکا او نورو غازونو کې موندل کيږي ، ايتان غاز د ميتان غازته په نږدې مقدار کې پيداکيږي ، د ځمکې په غازونو کې په 10% يې ايتان غاز پيداکيږي ، ايتان هم د طبعي غازونو دډلې څخه گڼل کيږي او داهم د سونګ د مادې په توګه استعماليداي شي. د ايتان لاسته راوړنه –1 که چيري زنګ ډاى ايتال د اوبو سره تعامل وکړي په لاندې توګه ايتان لاسته داځي .

–2 د ايتان لاسته راوړل د کلبي په طريقه :

–3 د ورتس په طريقه :

د اورتس د سنتيز له مخې په لومړي قدم کې د عالى الکانونو دلاسته راوړلو لپاره د اړونده الکايل هلوجنيدونو څخه ګټه اخيستل کيږي په داسې حال کې ډول ډول الکايل هلوجنيدونه د لومړنى مواد په توګه وکارول شي، مخلوط هايدروکاربن جوړيږي . الکايل ايودايدونه په اسانۍ سره تعامل کوي او ورپسې الکايل برومايدونه او الکايل کلورايدونه تعامل کوي. د ايتان په ماليکول کې د هايدروجن شپږ اتومونه په مساوي توګه ويشل کيږي . –3 پروپان او بيوتان پروپان او نارمل بيوتان او ايزوبيوتان په نفتي څاګانو کې او نفتي مواد وکې وجود او هم هغه غازات دي چې انشقاق د عملي په مرسته د هايدرو کاربنونو څخه لاسته راځي . پورتنې غازات په زاته پيمانه د تيلو د تصفي (Rafination) څخه لاسته راځي چې پطرول د اومه موادو سرچينه ده لومړي غازات په زيات فشار سره فولادي بوتلو کې متراکم ګرځوي او د سونګ او ګرمونکي مادې په حيث ورڅخه کار اخيستل کيږي که چيري هايدرو کاربن مرکباتو يو اتوم هايدروجن لرې شي د نوموړى مرکب د الکايل ګروپ لاسته راځي چې مثالونه يې په لاندې ډول دي .



پايله الکانونه هغه لومړني او ساده هايدروکاربنونه دي چې ماليکولونه يې د کاربن او هايدروجن څخه جوړ شوي دي . الکانونه په طبيعت کې د غازونو او نفتو کې موندل کيږي عمومي فارمول يې CnH2n+ 2او ښه مثال يې ميتان دى الکانونو فزيکې خواص د ١څخه تر ٤ پوري غازونو په شکل او د ٥ څخه تر ١٧ پوري په مايع شکل او ١٨ څخه لوړ په جامد شکل پيدا کيږي . الکانونه د لمر په رڼا کې تعويضي تعامل سرته رسوي ، همدارنګه مشبوع هايدروکاربنونه د اکسيجن په شتون کې اوبه ، کاربن ډاى اکسايد او انرژي توليدوي . الکانونه څلور ډوله نوم ايښودنه لري . عادي نوم ايښودنه ، منطقي نوم ايښودنه د جينوا نوم ايښودنه او ايوپاک نوم ايښودنه الکانونه د الکين د کتلستي هايدروجن څخه دګريګنارد د مرکباتو د هايدروليز څخه او د کولبي سنتيز لارې باندې ، د انشقاق په لاره او هم د کاربوکسيلشن په لاه لاسته راځي . الکانونه يو لړ تعاملات سر ته رسوي ، لکه د الکانونو تحمض ، په خپل سر تحمض ، د الکانونو هلوجنيشن راډيکالي او تعويضي تعاملات . د ميتان او کلورين د تعامل څخه لاندي مرکبات لاسته راځي مونوکلوروميتان چې د انيلين د رنګونو د جوړولو لپاره استعماليږي ، ډاى کلورو ميتان د سړه وو نکي مادي په توګه ورڅخه کار اخلي . تراى کلورو ميتان چې د بي هوشه کوونکې مادي په حيث ورڅخه کار اخلي .تتراکلورو ميتان څڅه د اور وژني په توګه تري استفاده کيږي . د الکانونو د اړيکو اوږد والى او زاويه د هايدروجن اتوم د سګما اړيکى په واسطه د کاربن سره تړلي ده . الکانونونه مختلف ايزوميرونه لري ، مهم الکانونه عبارت د ى له ميتان ، ايتان ، پروپان ، بيوتان او پنتان او داسې نور د الکانونو څخه په مختلف صنعتونو کې استفاده کيږي . او د انسانانو ته يې مهمه اسانتيا منځته راوړي ، ځکه الکانونه د انرژي مهمه سرچينه ده . وړانديز څرنګه چې کيميا يو مهم مضمون دى په ځانګړي ډول دالکانونو برخه نو دولت بايد په دي برخه کې ډير کار او فعاليت وکړي ترڅو زمونږ هېواد د زياتو قدري مسلکي اشخاصو خاوند شي د نورو برخو په شان د الکانونو برخه ډيره مهمه ده نو ځکه با استعداده اشخاصو ته اړتيا ده ځکه زمونږ هېواد د نفتو غازونو ډيري شتمني زيرمي لري ، نو ددې لوي نعمت څخه په ښه ډول استفاده پکار ده او دا استفاده د مسلکي افرادو پرته ناشوني ده نو بايد په دي برخه کې ډيري هلي ځلې وشي ترڅو زمونږ هېواد په دې برخه کې په ځان بسيا او د نورو د اختياجه خلاص شي په دې ډول به زمونږ د هېواد د اقتصاد د ګراف کچه پورته شي .







ماخذونه ١ - حکيمي ، محمد غوث ، عضوي کيميا ١٣٨٩هـ ش . مخونه ۳۱-۳۶. ٢ - نهالګر ، شيرمحمد ، عضوي کيميا ١٣٨٥هـ ش پيښور . مخونه ۸۴ - ۸۵ . ٣- وليزي ،ګل حسن ، عضوي کيميا ١٣٩١ هـ ش افغانستان . مخونه ۳۳- ۴۰. ٤- هيله من ، فرمان الله عضوي کيميا (اليفاتيک برخه ) ١٣٨٧ هـ ش افغانستان . ۷۴- ۸۲ . ٥- تڼيوال، محمد عارف ، عمومي کيميا ، ١٣٩٠ هـ ش کابل افغانستان . ۳۵- ۴۸ .








لړليک سرليک مخ سريزه 1 الکانونه اود هغې خواص 2 د الکانونو پيدايښت 6 د الکانونو فزيکي خواص 7 د الکانونو کيمياوي خواص 8 د الکانونو نوم ايښودنه 8 د الکانونو استحصال 12 د الکانونو تعاملات 17 د ميتان ا و کلورين راديکالي تعويضي تعامل ميخانکيت 21 –1 د تعامل پيل (chain initiation) 21 د الکانونو ايزوميرونه 22 د الکانونو داړيکو اوږدوالى او زاويه 25 د الکانونو کنفرميشن (Conformation ) شکلونه 26 مهم الکانونه 27 ميتان 27 د ميتان فزيکي خواص 28 د ميتان کيماوي خواص 28 د ميتان استحصال 28 د ميتان استعمال 29 ايتان 29 د ايتان لاسته راوړنه 29 پايله 31 وړانديز 32 ماخذونه 33