الهي کمېډي د هغه شعري ټولگې نوم دی چې د دانتې الیگيري له خوا د ۱۳۰۸ او ۱۳۲۱ زېږدیز کلونو ترمنځ لیکل شوی دی. دانتې الیگیري چې اصلي نوم یې دورانتې دیگلي الیگیري و، په منځنیو پېړیو کې یو ستر ایټالیايي شاعر و. د هغه مشهور کتاب (الهي کمېډي)د نړۍ له لویو ادبي اثارو څخه گڼل کېږي چې په ایټالوي ژبه لیکل شوی دی. د دانتې د زوکړې اصلي کال معلوم نه دی، خو گومان کېږي چې هغه به په کال ۱۲۶۵ زېږدیز کې د ایټالیا په فلورانس ښار کې زېږېدلی وي.

Comencia la Comedia, 1472