افتخار الحسن کاندهلوي

هندی ديني عالم


افتخار الحسن کاندهلوي ابن روف الحسن کاندهلوي (۱۹۲۲/۱/۱۰–۲۰۱۹/۶/۲)(۱) هندي اسلامي عالم وو. له څلوېښتو زيات کتابونه يې ليکلي دي.(۳) د هغه مشره خور د محمد زکريا کاندهلوي مېرمن وه.

==زده کړي==


افتخار الحسن له حافظ رحيم بخش څخه قرآن کريم ولوست. او د مظفر نګر په احيا العلوم مدرسه کي يې له حافظ سعادت خان ديوبندي څخه حفظ وکړ. د قرآن شريف له يادولو وروسته افتخار الحسن د نظام الدين مرکز ته لاړ تر څو په کاشف العلوم مدرسه کي فارسي او عربي کتابونه ولولي، مګر د هغه لپاره حالت مناسب نه وو، له دې امله بيرته مظفر نګر ته راغی او هلته يې په مراديه مدرسه کي تر شرح جامي پوري ديني زده کړي وکړې.
په مراديه مدرسه کي د زده کړو له بشپړولو وروسته افتخار الحسن د لوړو زدکړو لپاره مظاهر العلوم سهارنپور ته لاړ. له مظاهر العلوم سهارنپور نه له فارغېدو وروسته هغه اراده وکړه چي په کاندهله کي پاته شي. او د قرآن او حديث په رڼا کي يې د امت د بيا راژوندي کولو لپاره کار وکړي.
==تصوف==


هغه د تبليغي جماعت له امير مولانا محمد الیاس کاندهلوي نه بيعت اخيستی وو. د هغه له وفات وروسته يې له عبدالقادر رايپوري نه بيعت واخيست.
==ليکني==


افتخار الحسن کاندهلوي له څلوېښتو زیات کتابونه لیکلي دي.(۴) ځيني کتابونه يې دادي

آخرت کی یاد


اعمال رمضان


عاشور محرم الحرام


دعا کی اہمیت


فضیلت قران


حق تعالی کے دو مخصوص انعام


علم کیسے حاصل کیا جاتا ہے۔


اسلام میں امانت داری


وفات سمول

افتخار الحسن کاندهلوي د ۲۰۱۹ز کال د جون په دوهمه نېټه ۱۴۴۰ه.ق د رمضان په ۲۷ د ۹۷ کالو په عمر په کاندهله کي وفات شو.(۵) درۍ زامن او درۍ لوڼي يي پاته شوې.
==سرچينې==


^ "इस्लामिक धर्म गुरु हजरत मौलाना के निधन से जिले मे शहर शोक की लहर, एसपी शामली पहुंचे कांधला कस्बे, आज होगी अंतिम विदाई". Amar Ujala.

^ "हजरत साहब के पैगाम को आगे बढ़ाएगा परिवार". Amar Ujala.

^ http://mkislamicworld.com/book-download.php Archived 2022-05-21 at the Wayback Machine.

^ "यूपी: 95 वर्षीय हजरत मौलाना इफ्तेखारूल हसन का इंतकाल, जनाजे में उमड़ा जनसैलाब, देखें तस्वीरें". Amar Ujala.