اشرافیت / اشرافي خلک

اشراف یوه ټولنیزه ډله ده، چې په یو شمېر هغو ټولنو کې پیدا کېږي، چې رسمي اشراف یا اریستوکراسي لري. دا ډله خلک معمولاً په سمدلاسه توګه د امتیاز تر حق لاندې درجه بندي کېږی. اشرافي یا د لوړې طبقې خلک تر ډېره داسې په ډاګه کېږي، چې د ټولنې د نورو طبقو اړوندو خلکو په پرتله له ښو امتیازاتو او غوره ټولنیز موقعیت نه برخمن دي. د اشرافیت اړوند امتیازات ښایي د غیر اشرافي وګړو په پرتله د پام وړ ګټې او ځانګړنې ولري یا کېدای شي تر ډېره افتخاري وي (لکه د لومړیتوب ځانګړنه) او دغه راز ځانګړي هېواد او ځانګړې دورې پورې اړوند وي. د اشرافو په ډله کې غړیتوب د میراثي او پلرنیو حقوقو او مسئولیتونو له ډلې نه وي.

له تاریخي پلوه په اشرافو کې غړیتوب د یو پادشاه یا یو دولت په وسیله ورکړل شوی وي او ځینې وخت د مناسبه اندازې ځواک، شتمنۍ، نظامي ځواک یا هم د سلطنتي لطف او مهربانۍ ترلاسه کول د ټولنې عادي وګړو ته د دې وړتیا ورکوي، ترڅو د اشرافو ډلې ته ورسېږي. په لوړه کچه داسې د اشرافي او نجیبو ډلو ترمنځ بېلابېل پړاوونه او رتبې موجودې وي. په سلطنتونو او پادشاهیو کې په قانوني توګه د اشرافیت په رسمت پېژندل موجود و؛ خو په ځینې رژیمونو لکه د هالند جمهوریت (۱۵۸۱ – ۱۷۹۵ ز کال)، د جنوا جمهوریت (۱۰۰۵ – ۱۸۱۵)، د ونیز جمهوریت (۶۹۷ – ۱۷۹۷ ز)، د سوئیس لرغوني فدراسیون (۱۳۰۰ – ۱۷۹۸ ز) کې اشراف او د ځینو غیر ارثي کوچنیو رژیمونو لکه سن مارینو او په اروپا کې د ښار د ټولنیز قانوني جوړښت ځینې برخې پاتې دي. په لرغونې کلاسیکه دوره کې اشراف د رومي جمهوریت اړوند اشراف هغه کورنۍ وې، چې د پادشاهۍ یا کنسولۍ مقام ته رسېدلو وګړو له نسل او کورنۍ څخه وې. هغه خلک چې د پاتریسیون موروثي کورنیو پورې اړوند و، هغوی اشراف و؛ خو هغه پلبېان چې نیکونه او اجداد یې کنسول و، هغوی هم اشرافو په ډله کې راتلل. د روم په سترواکۍ کې موجوده اشراف د دې جمهوري غوښتونکو اشرافیانو د نسلونو او اولادونو له ډلې څخه و. حال دا چې د لرغوني روم له اشرافو څخه د معاصرو اشرافي او نجیب زاده کورنیو نسب ښایي له فني اړخه شونی وي، خو په اروپا کې داسې د هیڅ توکم او نسل، په هکله د نسل په نسل، او نسلي اوږدې شجرې اړوند توکم په هکله تاریخي اسناد او مستندات نشته.[۱]

بېلابېل میراثي لقبونه او مختاړي یا وروستاړي موجود دي، چې له نومونو سره اضافه کېږي «لکه شهزاده، لرد، شهزادګۍ، پېغله» او دغه راز ځینې ویاړونه دي، چې معمولاً په خبرو اترو او لیکنو کې اعیان او اشراف له غیر نجیب او رعیت څخه جلا کوي. په زیاتره هېوادونو کې زیاتره اشراف او اعیان کوم اضافي نوم یا عنوان نه لري او دغه راز ځینې ارثي عنوانه لکه «ویدام» د اشرافیت او اعیان ښودونکي نه دي. همدارنګه ځینې هېوادونه لکه د برازیل سترواکي یا هم په بریتانیا کې د ژوند ملګري غیر ارثي اشراف لري.

تاریخ سمول

د اشرافیت دا اصطلاح د لاتین له Nobilitas (چې د Nobilis صفت انتزاعی نوم دی، خو په دویمه درجه کې د معروف، مشهور او نامتو په معنا ده) کلمې څخه اخیستل شوې ده. د لرغوني روم په ټولنه کې اشراف یا اعیان د یو غیر رسمي نوم په توګه د حاکمې سیاسي ډلې لپاره کارول کېده چې مشترکې او ګډې ګټې یې لرلې، لکه د پاتریسیون کورنۍ اړوند خلک او د پلبي «پوستکو اړوند» کورنیو اړوند خلک د هغو نیکونو او پلرونو په اساس رامنځته شوي او پیل شوي دي، چې د خپلو وړتیاوو په اساس کنسولګرۍ ته رسېدلي و (د Nous Homo یا نوي نارینه وګورئ).[۲]

په معاصره او مډرنه کارونه کې «اشرافیت» د مخکنۍ یا له معاصرې ټولنې څخه د مخکې ټولنې تر ټولو لوړې طبقې ته ویل کېږي. په فیوډالي نظام کې (په اروپا او ځینې نورو ځایونو کې) په عمومي توګه اشراف او اعیان هغه کسان و، چې د بېلابېلو خدمتونو او ژمنتیا لکه تر ډېره نظامي برخه کې به مخکې و، یا یو پیاوړی شخص به و، کېدای شول یو قومندان به و، لویه ځمکه یا منصب به یې درلود، یا لوړ رتبه امیر یا پاچا به و او داسې نور... چې دا ټول په چټکۍ سره په میراث بدل شو، چې کله وخت به د میراثي لقب رسېدل حق پورې تړاو درلود، د بېلګې په توګه په فرانسه کې له انقلابه مخکې اشراف او اعیان به د میراثي لقب په اساس به له مالي امتیازاتو او ځینې نورو امتیازاتو برخمن و. [۳]

په داسې حال کې چې د اشرافو یا اعیانو موقعیت به مخکې په زیاتره قضايي برخو کې د پام وړ امتیازات رامنځته کول، په یوویشتمه پېړۍ کې په زیاتره ټولنو (لکه هالند، هسپانیا، بریتانیا) کې په یو افتخاري وقار او منزلت بدل شو، که څه هم یو کم شمېر پاتې شوي امتیازات ښایي بیا هم په قانوني توګه وساتل شي او ځینې آسیایان، د افریقا او آرام سمندر اړوند فرهنګونه بیا هم رسمي ارثي سرلیکونو یا رتبو ته د پام وړ ارزښت ورکوي (د تونګا د پادشاهۍ یا سلطنت اړوند اشرافو د مشرانو مقام او غوښتنې پرتله کړئ). د بریتانیا یو پر درېیم اندازې څخه زیاته خاوره د اشرافو یا اریستوکراتانو او د ځمکې د دودیزو مالکانو یا څښتنانو په لاس کې ده.[۴][۵][۶]

اشرافیت یو تاریخي، ټولنیز او تر ډېره حقوقي مفهوم دی، چې لوړ ټولنیز ـ اقتصادي موقعیت سره په بشپړه توګه توپیر لري، ځکه دا مفهوم تر ډېره په عوایدو، شتمنۍ یا د ژوند طریقې باندې ولاړ دی. شتمن اوسېدل یا ډېر با نفوذه اوسېدل په مستقیمه توګه د دې لامل نشي کېدلای چې یو شخص د اشرافیانو یا اعیانو په ډله کې راولي او نه هم ټول اشرافیان شتمن یا نفوذ لرونکي خلک دي (اشرافي کورنیو خپله شتمنۍ له بېلابېلو لارو له لاسه ورکړې او د «بېوزله اشرافي» مفهوم هم تر ډېره د خپله اشرافو په څېر لرغونی مفهوم دی).

که څه هم زیاتره ټولنې داسې ځانګړې لوړې طبقې لري، چې د پام وړ شتمني او قدرت لری؛ خو دا وضعیت په الزامي توګه میراثي نه دی او دغه راز یو ځانګړي او جلا حقوقي وضعیت یا د خطاب کولو بېلابېلو ډولونو ته اړتیا هم نه لري. ګڼ شمېر جمهوریتونه لکه د یونان، ترکیې، اتریش په څېر اروپایي هېوادونو، د اوسپنیزې پردې پخوانيو هېوادونو او د آمریکا د قارې اړوند ځینو سیمو لکه مکسیکو او د امریکې متحده ایالتونو خپلو ښاریانو او اتباعو ته د اشرافیت اړوندو عنوانونو او القابو کارول او ورکول په ښکاره توګه لغوه کړي دي، چې دا مورد له هغو هېوادونو سره توپیر لري، چې د اشرافي عنوانونو او القابو د میراث اخیستو حق یې لغوه کړی نه ده؛ خو د هغوي په رسمیت پېژندلو یا قانوني ملاتړ لپاره یې کوم امتیازات منلي نه دي، لکه د آلمان او ایټالیا هېوادونه، که څه هم آلمان هېواد د کورني نوم د یوې برخې په توګه د دې عنوانونو او القابو یادونه او کارول مني. دغه راز نور هېوادونه او چارواکي لکه د ناروې، فلند او اروپایي ټولنې اړوند هېوادونه تر اوسه هم د دې عنوانونو او القابو کارول نه منع کوي؛ خو د دې القابو لپاره د هر ډول امتیازاتو اضافه او ضمیمه کول منع کوي، حال دا چې د فرانسې قوانین هم د غصب په وړاندې د قانوني عنوانونو او القابو ملاتړ کوي.

د شریف یا اعیان امتیازات سمول

د اشرافو یا اعیانو ټولې ګټې خپله د نجیب یا شریف اوسېدو له مقام څخه ترلاسه شوي نه دي. امتیازات او ګټې تر ډېره د یو پادشاه په وسیله د یو ځانګړي عنوان، لقب، مقام یا یوې ځانګړې شتمنۍ درلودلو په اساس ورکول کېدل یا په رسمیت پېژندل کېدل. د زیاتره اشرافو یا اعیانو زیاته برخه شتمني له یو یا څو کوچنیو یا غټو ملکیتونو څخه تر لاسه کېږي، چې کېدای شي دا ملکیتونه یې د کرنیزو ځمکو، باغونو، څړځایونو، مزرعو، ښکاري ځمکو، ویالو، سیندونو، درو او داسې نورو ډولونو په توګه وي. همدارنګه یو شمېر زیربناوې لکه لویه کلا، څاه او ژرندې یا آسیابونه هم په کې  شاملې وې، چې سیمه ییزو بزګرو به هغو ته د لاسرسي اجازه لرله، چې زیاتره وختونه به دا لاسرسي د قیمتونو په اساس وه. له اشرافو یا اعیانو څخه به تمه کېده چې د دې اموالو په عوایدو سره به په «شرافت او نجیبانه» توګه ژوند وکړي. هغه کارونه چې د لاسي کارونو اړوند و، یا د بېلابېلو وګړو اطاعت او پیروي وه هغه به بیا د ټیټې درجې اړوند خلکو (د ځینې ځانګړو استثنأتو، لکه د نظامي خدمت یا کلیسایي خدمت پرته) کار و، یا دا چې د اشرافو لپاره به منع و (ځکه د اشرافو د موقعیت څخه انحراف او سرغړونه بلل کېده)، یا هم په ټولنیز لحاظ به له پامه غورځول کېده. له بل پلو په اشرافو کې غړیتوب به تر ډېره د لوړو موقفونو او شغلي ودې او پرمختګ لپاره اړین و، په ځانګړې توګه په نظامي برخو، محاکمو، د دولت لوړو برخو اړوندو دندو، قضائیه قوې لوړو برخو او د کلیسا په برخو کې به د لوړ موقف ترلاسه کولو لپاره د اشرافو غړیتوب اړین و.

د فرانسې له انقلاب نه مخکې، ګڼ شمېر اروپايي اشرافو به په عمومي توګه د ټولنې د ټیټې طبقې له عادي وګړو یا رعیت څخه ډېره اندازه باج د نقدي اجارې، نقدي مالیاتو، قانوني استحقاق یا هم د کلني محصول یوې برخې په توګه ترلاسه کاوه، چې دې عادي وګړو یا د ټیټې طبقې خلکو به یا د اشرافو په کور کې ژوند او کار کاوه او یا هم د هغو په مزرعو او د مالکیت اړوند حوزو کې یې.[۷][۸]

سرچينې سمول

  1. . Move Over, Kate Middleton: These Commoners All Married Royals, Too. Vogue.
  2. Oliver, Revilo P. (1978). "Tacitean "Nobilitas"" (PDF). Illinois Classical Studies. University of Illinois Press. 3: 238–261. hdl:2142/11694. JSTOR 23062619. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. Bengtsson, Erik; Missiaia, Anna; Olsson, Mats; Svensson, Patrick (12 June 2018). "The Wealth of the Richest: Inequality and the Nobility in Sweden, 1750–1900" (PDF). Taylor & Francis: 1–28. doi:10.1080/03468755.2018.1480538. S2CID 149906044. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸ – عبر Lund University Libraries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  4. Lukowski, Jerzy (2003). Hall, Lesley; Lilley, Keith D.; MacMaster, Neil; Spellman, W. M.; Waite, Gary K.; Webb, Diana (المحررون). The European Nobility in the Eighteenth Century (PDF). Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-74440-3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸ – عبر Zaccheus Onumba Dibiaezue Memorial Libraries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Country Life (magazine), Who really owns Britain? Archived 2021-11-04 at the Wayback Machine., 16. October 2010.
  6. (په 17 April 2019 باندې). Half of England is owned by less than 1% of the population. The Guardian.
  7. کينډۍ:Cite EB1911
  8. Jonathan, Dewald (1996). The European nobility, 1400-1800. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-42528-X. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)