اروپايي شورا (CoE)

اروپايي شورا (په انګلیسي: Council of Europe، CoE ؛ په فرانسوي: Conseil de l'Europe، CdE) نړیوال سازمان دی چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې له بشري حقونو، دیموکراسي او د قانون له حاکمیت څخه په ملاتړ تاسیس شو. دغه بنسټ په ۱۹۴۹ کال کې تاسیس شو چې د نږدې ۶۷۵ میلیونه تنو په نفوس ۲۴ غړي هېوادونه لري او کلنۍ بودیجه یې شاوخوا ۵۰۰ میلیون یورو ته رسېږي. [۱][۲]

دغه بنسټ له اروپايي اتحادیې جلا دی، په داسې حال کې چې ځینې مهال له هغو سره په غلطۍ یو ډول کارول کېږي، تر ډېره هم له دې امله چې اروپايي اتحادیې په ۱۹۵۵ زکال کې د اروپايي شورا لپاره جوړ شوی اروپايي بیرغ او همدانګه اروپايي سرود منلی دی. په اروپايي اتحادیه کې هېڅ داسې غړی هېواد شتون نه لري چې وړاندې اروپايي شورا ته اړوند نه وي پاتې شوی. اروپايي شورا د ملګرو ملتونو رسمي څارونکی بنسټ دی. [۳][۴][۵][۶]

اروپايي شورا د یو نړیوال سازمان په توګه نه شي کولای قوانین وضع کړي، خو دا وړتیا لري چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ترلاسه شوې نړیوالې انتخابي هوکړې اړوند فشار راولي. د اروپايي شورا تر ټولو ډېر پېژندل شوی بنسټ د بشري حقونو اروپايي محکمه ده چې د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي کنوانسیون پر بنسټ فعالیت کوي.

د دغې شورا قانوني اداري بنسټونه د وزیرانو کمېټه چې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو جوړېږي او د اروپايي شورا پارلماني اجلاس ((PACE دی چې د غړو هېوادونو د ملي پارلمانونو د غړو څخه جوړېږي. د بشري حقونو کمېشنري اروپايي شورا ته اړوند بنسټ دی چې موخه یې په غړو هېوادونو کې بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د عامه پوهاوي رامنځته کول دي. عمومي منشي د دغه بنسټ د منشيانو د کمېټې مشري پر غاړه لري. د اروپايي شورا په نورو بنسټونو کې د درملو د کیفیت اړوند اروپايي اداره ((EDQM او د اروپا سمعي او بصري رصد خانه شاملېږي.

د اروپايي شورا مرکز او همدارنګه د بشري حقونو محکمه یې د فرانسې په ستراسبورګ کې موقعیت لري. انګلیسي او فرانسوي یې دوې اصلي ژبې دي. د وزیرانو شورا، پارلماني اجلاس او د اروپايي شورا کانګرس په ځینو مواردو کې له جرمني او ایټالوي ژبو هم کار اخلي.

تاریخچه سمول

بنسټ اېښودنه سمول

په ۱۹۲۹ زکال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر آریستی بریا په خپله وینا کې د داسې یوه بنسټ آیډیا مطرح کړه څو اروپايي هېوادونه په یوه «فدرال اتحادیه» کې راغونډ کړي او وشي کولای د هغو مشترکې ستونزې حل کړي. خو دا د بریتانیا د جګړې د دورې مشر وینسټون چرچیل و چې د لومړي ځل لپاره یې د ۱۹۴۳ زکال د مارچ په ۲۱ مه په داسې حال کې چې دویمه نړیواله جګړه روانه وه په بي بي سي راډیو کې یې په ښکاره ډول د «اروپايي شورا» د جوړېدو وړاندیز وکړ. د هغه په خپله خبره «د جګړې تر پایه غبار ته وګورۍ» او په یوه ړنګه لویه وچه کې بیرته رغونې او د سولې ټینګېدو ته فکر وکړۍ. دې ته په پام چې اروپا د دواړو نړیوالو جګړو بنسټ ځای و، د هغه په خبره چې دغه ډول جوړښت به «یوه حیرانونکې چاره» وي. نوموړي بیاځلي د ۱۹۴۶ زکال د سپټمبر په ۱۹ مه په زوریخ پوهنتون کې په همدغه موضوع وغږېد او د دغې موضوع اړوند یې لا له پخوا څخه پام وړ خپلو هڅو ته نغوته وکړ، په داسې حال کې چې په ټوله لویه وچه کې ګڼ شمېر سیاستوالو چې ډیرو یې د اروپايي خوځښت غړیتوب درلود د دغه ډول شورا جوړولو هڅه کوله. یو شمېر یې دغه ډول شورا داسې تضمین باله چې کولای یې شو په دغه لویه وچه کې د بیاځلي وحشت مخه ونیسي، یو شمېر نورو بیا «هغه د دیموکراسیو خونه» بلله چې د مشترکو ارزښتونو پر بنسټ رامنځته او ختیځ بلاک ته د اړوندو دیکتاتوري حکومتونو پر وړاندې ودرېږي. یو شمېر نورو بیا هغه «د اروپا د متحده ایالاتو» رامنځته کېدل وبلل هغه انګازه لرونکی عبارت چې په ۱۹۴۶ زکال کې چرچیل په زوریخ کې واورېد. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۴۸ زکال کې د راتلونکې اروپايي شورا په جوړښت باندې په اروپايي کانګرس کې چې د هالنډ په لاهه کې جوړ شوی او سلګونو سیاستوالو، دولتي استازو او د مدني ټولنې غړو په کې ونډه لرله بحثونه وشول. دوه سیالو فکري مکتبونو شتون درلود: یو اړخ د دولت د استازو په ګډون د یو کلاسیک نړیوال بنسټ غوښتنه لرله، په داسې حال کې چې نورو د پارلمان په لرلو سیاسي جوړښت غوره باله. دغه دواړه لیدلوري بالاخره د وزیرانو د کمېټې (چې دولتي استازو په کې برخه لرله) او مشورتي شورا (چې پارلماني غړي په کې شامل و) په جوړېدو سره ترکیب شول او په دې سره دغه دواړه د اروپايي شورا په اساسنامه کې هم راوړل شول. د دولتونو او پارلمانونو ترمنځ له دغه جوړښت څخه وروسته د اروپايي ټولنو، ناټو او د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د جوړښت لپاره ګټنه وشوه.

د اروپايي شورا د جوړېدو پرېکړه د ۱۹۴۹ زکال د مۍ په ۵ مه د لندن د هوکړې په لاسلیک کېدو وشوه چې له مخې یې د دغه بنسټ اساسي ارزښتونه چې د دغې شورا چارې یې له مخې تنظیم کېدلې دیموکراسي، بشري حقونه او د قانون واکمني وټاکل شول. دغه هوکړه په لندن کې د لسو هېوادونو؛ بلجیم، ډنمارک، فرانسې، ایرلنډ، ایټالیا، لوکزامبورګ، هالنډ، ناروې، سویډن او بریتانیا له خوا لاسلیک شوه په داسې حال کې چې ترکیه او یونان هم درې میاشتې وروسته ورسره مل شول. د ۱۹۴۹ زکال د اګست په ۱۰ مه د مشورتي شورا ۱۰۰ تنه غړي چې د غړو ۱۲ هېوادونو پارلمانونو ته اړوند و په ستراسبورګ کې راغونډ شول چې له اتلسو زیاتې ناستې یې وکړې او له یو میاشتې ډېر وخت یې ونیو. هغو د دغې لویې وچې د بېرته یو موټي کولو او بیارغونې اړوند چې لا په جګړه کې ښکېل او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ له نوي درځ سره مخ وه بحثونه وکړل، دوی د هر وګړي د لومړنیو بشري حقونو څخه د ملاتړ په موخه د فراملي محکمې مفهوم مطرح کړ او په دې برخه کې یې لومړني ګامونه اوچت کړل؛ هغه چې بالاخره د اروپايي اتحادیې د جوړېدو لامل وګرځېدل.

د ۱۹۴۹ زکال په اګست میاشت کې پاول هنري سپاک د بلجیم د بهرنیو چارو له وزارت استعفا ورکړه څو د دغې شورا د لومړني مشر په توګه وټاکل شي. نوموړي هم د پردې تر شا د دغې شورا جوړېدو ته په پټه ډېر کار کړی و او د هغې د چارو په هدایت کولو کې یې کلیدي رول درلود. له دې سره سپاک د ۱۹۵۱ زکال په ډسمبر میاشت کې په دغه څوکۍ له درې کاله کارکولو وروسته د «اروپايي سیاسي اقتدار» د رامنځته کولو په موخه د خپلو وړاندیزونو د رد کېدو له امله په ناهیلیتوب استعفا ورکړه. هغه باوري و چې اروپايي شورا به هېڅکله داسې ځایګي ته وه نه رسېږي چې خپلې اوږد مهالې موخې یا واحدې اروپا ته لاسرسی ومومي؛ همدا و چې نوموړي بیاځلي د یوه نوي هېله بخښونکي جوړښت جوړولو ته مخه کړه چې دا ځل د اقتصادي یو موټي کېدو پر بنسټ وه او له همدې امله د اروپايي اتحادیې له بنسټګرو څخه شو. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. . BBC News - Profile: The Council of Europe.
  2. Council of Europe, Budget, Retrieved: 21 April 2016
  3. Council of Europe. "The European flag". Retrieved 18 April 2016
  4. Council of Europe. "The European anthem". Retrieved 18 April 2016
  5. Council of Europe. "How to Distinguish Us". Retrieved: 18 May 2022
  6. "Intergovernmental Organizations". www.un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Lumni | Enseignement - Discours d'Aristide Briand devant la SDN du 7 septembre 1929" [Lumni | Teaching - Speech by Aristide Briand to the SDN on September 7, 1929]. Fresques.ina.fr. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "National Address". International Churchill Society. 21 March 1943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Post-War Councils on World Problems: A FOUR YEAR PLAN FOR ENGLAND by WINSTON CHURCHILL, Prime Minister of Great Britain, broadcast from London over BBC, March 21, 1943". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Winston Churchill and the Council of Europe". Council of Europe: Archiving and Documentary Resources. Council of Europe. 6 April 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), including audio extracts
  11. "European Navigator (ENA)". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Including full transcript
  12. Spaak (1951-12-11). "Speeches made to the Parliamentary Assembly (1949–2018)". Assembly.coe.int. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sandro Guerrieri, "From the Hague Congress to the Council of Europe: hopes, achievements and disappointments in the parliamentary way to European integration (1948–51)." Parliaments, Estates and Representation 34#2 (2014): 216-227.
  14. "European Commission: Paul–Henri Spaak: a European visionary and talented persuader" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)