ارزښت (اخلاق)

په اخلاقو کې ارزښت د کوم څه يا عمل د اهميت په درجه د دې موخې په درلودلو سره دلالت کوي، چې کوم عملونه تر ټولو غوره دي چې بايد وشي يا کومه لاره تر ټولو غوره ده چې د اصولي اخلاقو له مخې ژوند وکړويا دا چې د بېلابېلو عملونو څرنګوالی تشرېح کړي. د ارزښت سيستمونه ليد او تجويزي باورونه دي. دا سيستمونه د يوه شخص په اخلاقي سلوک باندې اغېزه کوي يا د دوی د ارادي کړنو بنسټونه دي. ډېر ځله لومړني ارزښتونه غښتلي او منځني ارزښتونه د بدلونونو لپاره مناسب دي. دا چې څه شی يو عمل ارزښتمنوي، کېدای شي ، په خپل وارسره د هغو مفعولونو په اخلاقي ارزښتونو پورې اړه ولري، چې دا يې زياتوي، کموي او يا بدلون او اصلاح په کې راولي. د اخلاقي ارزښتونو په درلودلو سره يو مفعول کېدای شي «اخلاقي يا فلسفوي ښه» ونومول شي.

ارزښتونه کولی شي، د ترجيحاتو د یوه پلاوي په توګه، چې د عملونو يا پایلو د مناسبې دورې سره علاقه او اړيکه لري؛ تعريف شي. په دې ډول، ارزښتونه د يوه شخص د سم او ناسم حس او يا دا چې څه بايد هرو مرو وي، منعکسوي. «د ټولو لپاره مساوي حقونه»، «غوره والی د ستاينې وړ دی» او «له خلکو سره بايد په احترام او عزت چلند وشي» د ارزښتونو استازي دي. ارزښتونه هڅه کوي چې په کړو وړو او چلند باندې اغېزه وکړي او په دې ډولونو کې اخلاقي ارزښتونه، تعليماتي يا د نظري باورونو پر بنسټ (ديني، سياسي) ارزښتونه، ټولنيز ارزښتونه او هنري ارزښتونه شاملېږي. په دې اړه هم بحث شوی دی چې ځينې ارزښتونه، لکه: ايا د نورو د ښېګڼې غوښتنې فلسفې  اوطبيعي دي او ايا لکه د کسبوونکې ګټې بايد د بدګڼې او ښېګڼې په توګه ډلبندي شي؛ په روښانه توګه په فزيالوژيکي توګه نه دي مشخص شوي.

د مطالعې ډولونه سمول

هغه اخلاقي موضوعګانې چې ارزښت لري، کېدای شي د اخلاقو تر علم لاندې د مطالعې په توګه په نظر کې ونيول شي، چې په خپل وار کېدای شي، د فلسفې په توګه ډلبندي شي. په ورته ډول اخلاقي ارزښت کېدای شي، د فلسفوي ارزښت د پراخه ساحې د يوې فرعي ډلې په توګه په نظر کې ونيول شي، چې ځينې وختونه (axiology) [د ارزښت د طبيعت يا فطرت او د ارزښتمنو شيانو د ډولونو مطالعې] ته راجع کېږي. اخلاقي ارزښت د يوه شي د اهميت په درجه باندې دلالت کوي؛ د دې موخې په لرلو سره چې کوم عمل يا ژوند د کولو لپاره غوره دی يا لږ تر لږه هڅه کوي چې د بېلابېلو عملونو ارزښت تشرېح کړي.

د اخلاقي ارزښت مطالعه د ارزښت په نظريه کې هم شامله ده. د دې تر څنګ ارزښتونه ګڼو څانګو،لکه: انسان پوهنې، سلوکي اقتصاد، د سوداګرۍ اخلاق، حقوقي شخصيت لرونکی حکومت، اخلاقي فلسفه، سياسي علوم، ټولنيزه روانپوهنه، ټولنپوهنه او شرعیاتو کې مطالعه شوي دي.

ورته مفاهيم سمول

اخلاقي ارزښت ځينې وختونه له ښه والي سره په مترادف ډول کارول کېږي. که څه هم ښه والی نورې زياتې معناګانې لري او کېدای شي ډېر ناڅرګند يا مبهم په نظر کې ونيول شي.

شخصي ليد د کلتوري ليد پر وړاندې سمول

شخصي ارزښتونه، د کلتوري ارزښتونو په اړيکه کې شته دي يا ورسره د توافق او يا له غالبو معيارونو څخه د اختلاف په برخه کې دي. کلتوريو ټولنيز نظم يا سيستم دی چې د عامه ارزښتونو يوه مجموعه شريکوي، چې په کې دا ارزښتونه ټولنيزو تمو (توقعاتو) او د ښه، ښايسته او جوړښتي ډله یيز ادراک ته اجازه ورکوي. له اصولي شخصي ارزښتونو څخه پرته به هېڅ کلتوري سرچينه نه وی، چې پر وړاندې يې د انفرادي ارزښتونو ښېګڼه اندازه او څه ناڅه کلتوري پېژاند وځپي او تجزيه  یې کړي.

شخصي ارزښتونه سمول

شخصي ارزښتونه د دې لپاره چې څه ښه، ګټور، مهم، د کارونې وړ، ښایسته، د غوښتنې وړ او جوړښتي دي، يوه داخلي سرچينه برابروي. ارزښتونه يو له هغو عواملو څخه دي، چې د اړتياوو، ګټو او عادتونو تر څنګ چال چلند اوسلوک توليدوي او د يوه کس له خوا په جوړو شوو ټاکنو باندې اغېزه کوي.

ارزښتونه کېدای شي، د ارزښت د پرتلیزې درجه بندۍ په وسیله د بقا او پایښت لپاره له عامو انساني ستونزو سره مرسته وکړي، چې پایله يې دې پوښتنې ته ځواب برابروي، چې خلک کوم څه ولې کوي او په څه ترتيب يې کول غوره کوي. اخلاقي، مذهبي او شخصي ارزښتونه ،کله چې په سختۍ سره ونيول شي، کېدای شي هغو شخړو ته هم لوړوالی ورکړي، چې د نړيوالو نظريو د بېلوالي تر منځ له يوه ټکر څخه په لاس راځي. [۱]

د وخت په تېرېدو سره د شخصي ارزښتونو هغه عامه اصطلاح چې د خلکو ډلې يې په خپل ورځني ژوند کې مهم ګڼي، د قانون، دود او عرف بنسټونه ږدي. وروستۍ څېړنې د همدې له امله د ارزښتمنې مفاهيمې په ضمني طبيعت باندې ټينګار وکړ. د مستهلک د چال چلند څېړنه وړانديز کوي چې، شپږ کورني او درې بهرني ارزښتونه شته. دا ارزښتونه د ادارې په څېړنه کې د ارزښتونو د لېست (LOV) په توګه پېژندل شوي دي. یاد شوي ارزښتونه د ځان درناوی، دوستانه اړيکې، د تر سره کوونې حس، په خپله تر سره کول، وخت تيري، حيرانتيا، د تړلتيا حس کول، په ښه ډول احترام کړای شوی او خونديتوب دی. له وظيفوي اړخه نوموړي ارزښتونه په درې ډولونو باندې وېشل شوي دي، چې د اشخاصو تر منځ د اړيکو ساحه، شخصي او غير شخصي عوامل دي. د توکم پالنې د تجويز له مخې کولی شي فرض کړي چې، د ارزښتونو يو عين مجموعه به د دوو هېوادونو د خلکو د دوو ډلو تر منځ په مساوي ډول انعکاس يا فکر ونه کړي. که څه هم مرکزي ارزښتونه بيان شوي دي، د ارزښتونو اوښتون يا پړاو کولی شي، د يوه کس د کلتوري پېژندنې پر بنسټ بېل شي. [۲][۳][۴]

کلتوري ارزښتونه سمول

انفرادي کلتورونه په هغو ارزښتونو ټينګار کوي چې د دوی غړي يې په پراخه توګه شريکوي. د يوې ټولنې ارزښتونه کولی شي، ډېرځله  د بېلابېلو ډلو او نظريو په واسطه د تر لاسه شوي درنښت او احترام د کچې په ارزولو سره مشخص شي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د بېلګې په ډول لوړ رتبه مسلکي لوبغاړي، د پوهنتون د پروفيسورانو په نسبت زيات احترام (د مالي اداينې په برخه کې) تر لاسه کوي.

د ارزښتونو وضاحت د اخلاقي زده کړو له پوهې يا ادارک څخه توپير کوي:

  • د ارزښتونو وضاحت شامل دی: «له خلکو سره د دې په واضح کولو کې مرسته کول، چې د دوی ژوند د څه لپاره دی او څه شی د کولو ارزښت لري. د ارزښتونو وضاحت زده کوونکي هڅوي، چې خپل ارزښتونه تعريف کړي او د نورو په ارزښتونو وپوهېږي». [۵]
  • د ادراک اخلاقي زده کړې پر هغې باور جوړېږي، چې زده کوونکي بايد لکه دموکراسۍ او عدالت ته د خپلو اخلاقو د استدلالي پرمختګونو په توګه د شيانو ارزښت زده کړي. [۵]

ارزښتونه د کلتور په اصولو پورې اړه لري، مګر د اصولو په پرتله ارزښتونه ډېر نړيوال او معنوي دي. اصول په ځانګړو حالتونو کې د کړو وړو لپاره قوانين برابروي، په داسې حال کې چې ارزښتونه دا مشخص کوي چې، د ښه يا بد په توګه وپېژندل شي. اصول هغه معيارونه، طرحې، قوانين او د تمې وړ کړو وړو لارښوونې دي، مګر ارزښتونه د هغه څه معنوي مفاهيم دي، چې مهم او د کارکولو وړ دي. په يوه سپېڅلې ورځ د ملي بيرغ رپول، يو اصل دی، مګر دا چاره د هېوادپالنې ارزښت منعکس کوي. جنازې ته د احترام ښکاره کولو په موخه، د تورو کاليو اغوستل او مذهبي ښکاره کېدل، اصولي کړه وړه دي. بېلابېل کلتورونه په بېلابېل ډول او د ټينګار بېلابېلو کچو ته ارزښتونه وړاندې کوي. «په ورستيو درې لسيزو کې د دودیزې دورې د پوهنتون زده کوونکو په شخصي ښه اوسېدنه کې زياته شوې او د نورو په خيريه چارو کې لږه شوې لېوالتيا ښودلې ده. ارزښتونه ښکاري چې، د زده کوونکو باورونو او چلند باندې په اغېزې کولو سره يې بدلون ورکړی دی. [۵]

غړي په يو کلتور کې ونډه اخلي، ان که د هر غړي شخصي ارزښتونه په کُلي ډول په هغه کلتور کې له ځينو اصولي ارزښتونو سره توافق هم ونه کړي. دا د يوه کس وړتيا ښکاره کوي، چې برخې سره ګډې يا ترکيب کړي او له څو هغو فرعي کلتورونو څخه، چې دوی ورپورې اړه لري، هغه اړخونه راوباسي چې دوی ته د ارزښت وړ دي.

که د يوې ډلې غړی داسې يو ارزښت څرګندوي، چې د ډلې له اصولو سره په کلکه ټکر کې وي، د ډلې واک (مشران) کېدای شي د ورته والي د هڅونې بېلابېلې طريقې عملي کړي يا د غړي ناسمه يا نه اصلاح کېدونکې چلند محکوم کړي. د بېلګې په ډول: زنداني کېدل کېدای شي، له ټولنیزو ارزښتونو څخه چې دولت د قانون په بڼه ټاکلي ديٍ، له هغو څخه د سرغړونې په پایله کې رامنځته شي.[۶]

سرچینۍ سمول

  1. Maiese, Michelle. "Causes of Disputes and Conflicts." Beyond Intractability. Ed. Guy Burgess and Heidi Burgess. Conflict Research Consortium, University of Colorado, Boulder, Colorado. October 2003. Downloaded 13 February 2016.
  2. Roth, Steffen (2013). "Common values? Fifty-Two Cases of Value Semantics Copying on Corporate Websites". Human Systems Management. 32 (4): 249–65. doi:10.3233/HSM-130801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wayne D. Hoyer; Deborah J. MacInnis; Rik Pieters (2012). Consumer Behavior. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 395. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-285-40286-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marieke de Mooij (2004). Consumer Behavior and Culture: Consequences for Global Marketing and Advertising. SAGE Publishers. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-2669-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Santrock, J.W. (2007). A Topical Approach to Life-Span Development. New York, NY: McGraw-Hill
  6. Lamy, Pascal, WTO Director-General, Speech to the European University Institute in Florence on 19 February 2011 (http://www.wto.org/english/news_e/sppl_e/sppl187_e.htm)