ارخان غازي چي دعثمان خان زوی اود ارطغرل لمسئ کیږي دعثماني خلافت دریم واکمن دی . نوموړی د۱۲۸۸زیږدیزکال دفبروري پر دویمه نېټه پیداسوی دی[۱] اودواکمنۍ دوره یې له ۱۳۲۳څخه پیل بیا تر۱۳۶۲ زیږدیزکال پوري وغځېدل .


ارخان
(عثمانی ترک: اورخان غازى د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ارخان
ارخان

بېګ
Gazi
دوره له ۱۳۲۳ څخه تر۱۳۶۲زیږدیزکال پوري
ترکي ژبه ارخان غازی
Turkish Orhan Gazi
د شخص معلومات
اصلي نوم ارخان غازی
پيدايښت ۶ فبروري ۱۲۸۱
مړینه ۱۳۶۲ زیږدیزکال دمارچ میاشت
بورصه  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره بورصه  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب سني اسلام
اولاد مراد (اول)  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عثمان غازي  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور مال خاتون
کورنۍ عثماني ترک کورنۍ
ځايناستی See below
آخري معلومات
کاروونکي ژبه(ي) عربي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ارخان
ارخان

دارخان حکومت سمول

ارخان غازي په ۱۳۲۴زیږدیز کال کي داسي وخت دعثماني خلافت مشرتوب ته ورسېدی چي دنوموړي پلار عثمان خان دمرګ پر بستر پروت وو . عثمان خان دخپل مرګ ترمخه ارخان غازي ته وصیت وکړ چي دبورسه ستراتیژیک ښار فتحه اوهلته دئ ښخ کړي، ارخان هم دخپل پلار په خوله وکړه اوکله چي هغه وفات سو له ترمړیني وروسته یې په لنډوخت کي بورسه یووړ اوهلته یې خاوروته وسپاره .

دپلار ترخښېدلو وروسته ارخان دخپل واکمني کارونه پیل اوپه اسیايي ترکیه کي یې درومي واکمني پاته سیمه فتحه کړې، ارخان ددغه فتوحاتو په لړکي دخپلي واکمني جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه اوپه همدغه موده کي یې دعثماني خلافت لپاره یوځواکمن فوځ چي ینګ چري نومېدی رامنځ ته کړ . دغه فوځ په وروسته کي دومره ځواکمن اوقوي جوړ سوچي دارخان سربېره یې راتلونکو عثماني واکمنانوته هم ستري بریاوي ورپه برخه کړې اود اروپا په فتوحات کي ډېرښه وځلېدی . ارخان دنوموړي فوخ له جوړښت سره یوځای خپل فتوحات مخ دلویدیځ په لوري وغځول اوپه لنډوخت کي وتوانېدی چي اروپاته مسلمانان دننه کړي . درومي سلطنت ځيني واکمنان چي دارخان سره یې په دغه کارکي مرسته کړې وه داروپایانو له ګواښونوسره مخ سوه اوهغوی ټولو دعثماني خلافت په وړاندي لاس سره یوکړ خوارخان نه ماتېدونکي شخص وو اودخپل مرګ تروخته یې په ختیځه اروپاکي دمسلمانانو واکمني ټینګه کړه چي په وروسته کی دهغه ټینګوالي له راتلونکو عثماني واکمنانوسره پوره مرسته وکړه ترڅو په بالکان اوختیځه اروپاکي سترفتوحات لاسته راوړي .

دارخان یو زوی چي سلیمان نومېدی دخپل پلارسره یې درومیانوپه وړاندي ډېره مرسته وکړه اوډېر جنګیالئ شهزاده ووچي دهمدغه ننګیالیتوب له کبله ارخان ترخپل ځان وروسته دئ دعثماني خلافت لپاره وټاکه خوسلیمان ترواکمنی پاته نسو اودخپل پلار په ژوندکي یې له نړۍ سترګي پټي کړې .

دارخان غازي فات سمول

ارخان غازي په ۱۳۶۲زیږدیزکال کي دخپل زوی سلیمان ترمرګ وروسته وفات اوپه بورسه کي خاوروته وسپارل سو[۲].

دارخان کورنۍ سمول

ارخان غازي څلور مېرمني اوپنځه زامن درلوده چي نومونه یې سلیمان، مراد، قاسم، خلیل او ابراهیم وه اوترمرګ وروسته یې مراد واک ته ورسېدی . لور یې فاطمة خاتون نومېدل[۳].

  1. Orhan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. استشهاد فارغ (مساعدة)
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)