احمد علي كهزاد

احمد علي كهزاد چي د افغانستان له مشهوره تاریخ پوهانو او لیکولانو څخه ګڼل کيږي د 1287 لمریز کال دثور پر8 نیټه په کابل کي زېږېدلی دی . کهزاد خپلي لمړنۍ زدکړي په سید عبدالحمید اغا ښوونځۍ کي ترسره کړې او وروسته په 1308 زیږدیزکال کي له استقلال لیسې څخه په لوړو زدکړو فارغه سو . نوموړي خپله لمړنۍ دنده په دارالتحریر کي پیل کړه او څه عمر وروسته په ایټالیا هیواد کي دافغانستان دسفارت سکرټر وټاکل سو .

په استقلال لیسه کي دزدکړي پرمهال ښاغلی کهزاد له فرانسوي ژبي سره اشنايي پیدا کړه اوپه یاده ژبه کي یې ډیر لوی مهارت ترلاسه کړ . څرنګه چي دافغانستان دوخت واکمن له فرانسې څخه زدکړي ترلاسه کړي وې له همدې کبله یې کهزاد ته په شاهي دفتر کي دژباړي دنده وسپارل . تردې وروسته کله چي نوموړی په ایټالیا کي دسکرټر په حیث وټاکل سو هلته یې ایټالوي ژبه او کلتور هم یاد او ترډېره یې معلومات پکښي حاصل کړه .

په ایټالیا کي دافغانستان سفیر چي له کهزاد سره یې څه ستونزه راغلې وه دنوموړي دکار مخه یې ډب اوښاغلی کهزاد بیرته مجبوره سو چي هیواد ته راوګرځي . نوموړی چي کله کابل ته راغلی دافغانستان حکومت دپورتنی جرم له کبله په یوولس میاشتي بند محکوم کړ .

دبند څخه تر را ایله کېدو وروسته احمدعلي کهزاد له خارجه وزارت څخه لیري اوبیرته یې خپلو علمي کارونو ته ادامه ورکړه . کهزاد پخپل پنځوس کلن علمي فعالیت سره وکولای سوای ترڅو دافغانستان له نوموتو لیکوالانو په ډله کي راسي اوتر هیواد دباندي په نړیواله کچه هم ډیر مشهوره څېره وګڼل سوه .

دښاغلي کهزاد ځیني مشهوره اثار په دې ډول دي :

• مسکوکات افغانستان

• تاریخ افغانستان، در دو جلد

• رجال و رویدادهای تاریخی افغانستان

• تاریخ ادبیات افغانستان

• روابط فرهنگی افغانستان و هند

• از جنگیز تا تیمور

• بالاحصار کابل و پیش‌آمدهای تاریخی جلد اول و دوم

• فروغ فرهنگ

• آریانا

• رایان کابلی

• عرف و عادات افغان‌ها

• موزییم کابل

استاد احمدعلي کهزاد په 1362 لمریزکال کي وفات سو .

اخځلېکونه سمول