احمدبن یحیی بلاذری

ابوالحسن احمدبن یحیی بن جابر چي مشهوره په بلاذري سره دی داسلامي نړۍ په تاریخ کي له نوموتو لیکوالانو اوتاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي . نوموړي په ۸۲۰زیږدیزکال کي دبغداد په ښارکي وزېږدی اوپه ۸۹۲زیږدیز هم هلته وفات سو .

احمدبن یحیی بلاذری
پیدایښت۸۲۰ زیږدیز کال
بغداد, عباسي خلافت
مرګکينډۍ:۸۹۲ زیږدیز کال[۱][۲]
بغداد, عباسي خلافت
نور معلومات
سرلیکبلاذری
مذهبي مسلک
کارونهفتوح البلدان and انساب الاشراف

دبلاذري ژوند سمول

داسلامي تاریخونو دمعلوماتو له مخي دبلاذري دپیدایښت او مړیني نېته چنداني دقیقه نه ده خودومره حتمي معلومه چي بلاذری د دویمي هجري پېړۍ په اخرو کي پیداسوی دی اودبغداد په عباسي خلافت کي یې ژوندکاوه . بلاذري خپلي زدکړي دشام په حمص او انطاکیه کي سرته ورسولې اوترهغه وروسته یې په عراق کي له سترو علماوو اوپوهانو څخه علوم لاسته راوړه چي ددې په پایله کي نوموړی له ډیري پوهي سره اشناسو اوپه بغداد کي یې دمامون الرشید په دربارکي ځانګړی ځای خپل کړ . بلاذري به په عباسي دربارکي مامون الرشید خلیفه ته شعرونه جوړول اودهغه ترمرګ وروسته یې له نورو عباسي خلیفه ګانوسره هم پېژندګلوي وسوه څوچي په اخرکي دمعتمدعباسي خلافت پیل اوبلاذري نورله هغه ځایه وویستل سو[۳].

له عباسي دربار څخه ترتګ وروسته دبلاذري په اړه یوازي دومره معلومات سته چي دنوموړي ژوند ډېر خراب اوله غریبۍ سره لاس او ګرېوان سو خوترهغه وروسته په دې اړه نوره یادونه نه ده سوې .

دبلاذري آثار اوکتابونه سمول

بلاذري پخپل ژوندکي بېلابېل علمي اثار لیکلي دي خوله نوموړي څخه یوازي دوه اثار اسلامي نړۍ ته په میراث پاته دي چي له هغوی څخه لمړئ دفتوح البلدان او دویم د انساب الاشراف په نامه دی، په فتوح البلدان کي بلاذري دحضرت محمد(ص) سیرت اوغزاګاني بیان کړي دی اودمسلمانانو یوه پېړۍ تاریخ یې ټول پکښي لیکلی دی . دویم کتاب چي انساب الاشراف نومیږي پکښي دعاشورا دورځي، امام حسین(رض) دشهادت او نور معلومات سته .

  1. Translation of Futuh al-Buldan by Hitti
  2. کينډۍ:EB1911
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)