احد حام
احد حام
احد حام

د شخص معلومات
زیږون نوم (یدیش: אשר צבי גינצבּרעג د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ اگسټ ۱۸۵۶[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 2 جنوري 1927 (71 کاله)[۱][۲][۳][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تل آویو[۱][۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3
2   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۲]
خبريال[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عبراني[۲]
روسي[۲]
فرانسوي[۲]
آلماني ژبه[۲]
لاتين ژبه[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
احد حام
احد حام

اشر زوي هېرش ګينسبرګ (زوکړه: ۱۸۵۶ د اګسټ ۱۸، مړينه: ۱۹۲۷ د جنوري ۲) په اصل کې د خپل عبراني نوم او قلمي نوم احد حام په توګه پېژندل کېږي، چې عبراني مقاله ليکونکی او د دولت پلويو لومړنيو صيهون پلويو مفکرينو له ډلې څخه و. نوموړی د کلتوري صيهونيزم د بنسټګر په توګه پېژندل کېږي. اسرايلو کې د يهودي «معنوي مرکز» د يو بې دينه ليد په درلودلو سره يې د تيودور هرزل مخالفت وکړ. نوموړي د سياسي صيهونيت د بنسټګر هرزل خلاف يوازې د يهوديانو د دولت نه، بلکې يهودي دولت لپاره هڅې وکړې. [۷]

ژوند ليک سمول

اشر زوي ګېنسبرګ (احد حام) د روسي سترواکۍ په کېف ولايت “Keiv Governorate” (نني اکراين) په سکېرا “Skvyra” کې د شتمنو والدينو سپېڅلې کورنۍ کې زېږېدلی دی. د اته کلنۍ په عمر يې خپل ځان ته د روسي لوستلو زده کړه پيل کړه. پلار يې يسعياه نوموړی تر ۱۲ کلنۍ پورې “heder” ته واستوه. کله يې چې پلار د کيف سيمې په يو کلي کې د يو پراخه ملکيت مدير شو، خپله کورنۍ يې هلته وېوړه او خپل زوی لپاره يې خصوصي ښوونکي وګومارل، چې په خپلو زده کړو کې خورا تکړه شو. ګېنسبرګ د ارتودوکس يهوديانو د دين او دودونو د وچفکره يا متعصب طبيعت نيوکه کونکی (منتقد) و، مګر د خپل کلتوري ميراث او په ځانګړي ډول د يهوديت د اخلاقي هيلو پر وړاندې ژمن پاتې شو. نوموړي د ۱۷ کلنۍ په عمر له رېوکي “Rivke” سره واده وکړ او د شلومو او راچيل په نومونو يې دوه ماشومان درلودل. حام په ۱۸۸۶ ز کال کې له خپل مور او پلار، مېرمن او ماشومانو سره په اودسا “Odessa” کې استوګن شو او د کورنۍ سوداګرۍ ته ننوت. په ۱۹۰۸ ز کال کې فلسطين ته له يو سفر څخه وروسته ګينسبرګ د وېسوتزکي چای “Wissotzky Tea” شرکت د ادارې برابرولو په موخه لندن ته لاړ. نوموړی د ۱۹۲۲ زکال په لومړيو کې تل ابيب “Tel Aviv” کې مېشت شو، چې هملته يې تر ۱۹۲۶ ز کال پورې د ښار شورا د اجرائيه کمېټې د غړي په توګه خدمت وکړ. ګېنسبرګ د ناسم روغتيايي حالت له امله په ۱۹۲۷ز کال کې مړ شو. [۸][۹][۱۰]

صيهونيستي فعاليت سمول

د خپلې دېرش کلنۍ په لومړيو کې ګېنسبرګ بېرته اودسا ته ستون شو، چې هملته له لوی پېنسکر “Leon Pinsker” څخه اغېزمن شو. پېنسکر د هووېوې صيهون (د صيهون مينه والو) خوځښت يو مشر و، چې موخه يې فلسطين کې د يهودانو مېشت کول وه. ګېنسبرګ د پېنسکر خلاف پر هغه سياسي صيهونيزم باندې باور نه درلود، نوموړي يې په توندۍ او پياوړتيا سره مبارزه وکړه او ياده ټوله دوره يې ترخه کړه. د دې پر ځای يې په تيت او پرک يهوديانو کې د کمزوري کوونکو برخو د مخنيوي په موخه د عبراني رنسانس معنوي ارزښت ورغوه. نوموړي بارو درلود چې فلسطين کې د يهوديانو راټولېدنه ځواب نه و. کېببوتز ګاليوت “Kibbutz galuyot” د شوني معاصره پروژې په پرتله يوه مسيحي هيله وه. رښتينی ځواب د فلسطين دننه په يو معنوي مرکز يا مرکزي ټاټوبي کې پروت دی، چې هغه اريتز اسرايل “Eretz Israel” سيمه ده، چې د پېښې يا تقليد کولو په موخه ښآيي د يهودي تيت او پرک نړۍ لپاره يو نمونه يي موډل جوړ کړي او دا به د تيت او پرک يهوديانو د هندسي نړۍ لپاره يو معنوي تمرکز وي. نوموړی له لومړني صيهونيستي کانګرس “First Zionist Congress” څخه وروسته له صيهونيستي خوځښت څخه د خپل دې حس له مخې بېل شو، چې د تيودور هرزل خپرونې عملي بڼه نه درلوده. ګينسبرګ له ۱۸۸۹ څخه تر ۱۹۰۶ ز کال پورې په صيهونيستي سياست کې د سرلوړي روښانفکر په توګه وځلېد. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ژورنالېزم مسلک سمول

احد حام په ۱۸۹۶ زکال کې عبراني مياشتنۍ ها-شېلواه “Ha-Shiloah” رامنځته کړه، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د عبراني ژبې مخکښ ادبي مهالنۍ وه. ياده مهالنۍ يا موقوته خپرونه د اهياساف “Ahiasaf” له لورې وارسا کې خپره شوه. دا د يهودي ملتپالنې د ودې يوه وسيله او د يهوديت اړوند د تېرو او اوسنيو مسئلو  د بحث لپاره کړنلاره يا منشور و. ياد نوم له يو سيند څخه اخېستل شوی دی، چې په بني اسرائيل ۸:۶ کې يې يادونه شوې ده: «د شېلواه اوبه په بطي ډول بهېږي»، چې په نامستقيم ډول د مقالې د منځلارۍ دريځ ته اشاره کوي. [۱۴]

د فلسطين کتنې سمول

احد حام څو ځلې فلسطين ته سفر وکړ او هلته يې د يهودي استوګنې د ودې په اړه راپورونه خپاره کړل. دوی په عمومي ډول خوابدي وو. دوی د لوږې، د عربانو د ناخوښۍ او نا ارامۍ، بېکارۍ او هغو خلکو په اړه راپورونه ورکړل، چې له فلسطين څخه وتل. سيمې ته د هغه د ۱۸۹۱ ز کال له سفر څخه لږه موده وروسته يې يوه مقاله کې د «سترې تېروتنې» پر وړاندې خبرتيا ورکړه، چې د يهودي مېشتو وګړو په منځ کې د يادونې وړ وه او ياده تېروتنه فيلاهين “fellahin” سره له کرکې ډک چلند کول او ټول عربان د خرو په شان د دښتې ځناور ګڼل وو. [۱۵][۱۶][۱۷]

احد حام په ۱۸۹۱ ز کال فلسطين ته خپل لومړی سفر وکړ. ياد سفر د دې اندېښنې له امله رامنځته شوی و، چې د بن موسی د يافا “Jaffa” غړي د راتونکو کډواليو او د ځمکو د بيو لوړولو کې د مرستې لپاره د ځمکو اخېستلو ناسم چلند کاوه. د صيهونيت د ستر دنني کره کتونکي په توګه نوم يا اعتبار د “A Truth from Eretz Yisrael” په نوم مقالې څخه سرچينه اخلي، چې په ۱۸۹۱ ز کال کې د نوموړي له کتنې څخه لږه موده وروسته د پمفلېټ په بڼه خپور شو، چې نوموړي په کې يوه برخه کې روښانه کړه چې: [۱۸]

موږ چې له هېواده د باندې ژوند کوو، په دې باور يو چې نږدې ټول ايريتز اسرائيل سيمه اوسمهال نا اباده دښته ده او يو څوک چې هر ډول غواړي، کولی شي هلته ځمکه واخلی. مګر دا رښتيا نه دي. دا خورا ستونزمنه ده چې ياده سيمه کې هغه کرل شوې کروندې ومومۍ، چې د کرنې لپاره نه دي کارول شوي. يوازې دا شګلن پټي يا د تيږو غرونه چې د کښت لپاره ښه چمتو کول يې ښايي د سخت کار پانګونې او ستر لګښت ته اړتيا ولري، نا کرل شوي پاتې دي او دا هم د دې له امله چې عربان د لرې راتلونکي لپاره اوسمهال د خورا زيات کار کولو لېوالتيا نه لري. د همدې له امله د څارویو لپاره د غوره ځمکې موندل خورا ستونزمن دي. او نه يوازې بزګران، مګر شتمن ځمکوال هم په دومره اسانۍ سره خپلې ښه ځمکې نه پلوري. موږ چې له هېواد څخه د باندې ژوند کوو په دې باور يو، چې عربان ټول د وحشي دښتې خلک دي، چې لکه د خرو غوندې نه هغه څه ويني او نه پرې پوهېږي، چې د دوی شا او خوا پېښېږي. مګر دا يوه مرګونې يا ستره تېروتنه ده. عربان لکه د نورو ټولو سامي وګړو غوندې ځيرک او هوښيار دي. د سوريې او ايريتز اسرائيل سيمو ټول ښارګوټي له عرب سوداګرو څخه ډک دي، چې د خلکو د کارونې او بېخي لکه د اروپايانو په څېر د هر هغه چا د څارلو په څرنګوالي باندې پوهېږي، چې دوی ورسره معامله کوي. عربان او په ځانګړي ډول ښاري روڼ اندي هر هغه څه چې موږ يې کوو يا يې پر ځمکه باندې د کولو هيله لرو، ګوري او پرې پوهېږي، مګر چپ پاتي دي او داسې ښيي چې هيڅ شی هم نه ويني. دوی د اوس لپاره زموږ چارې د خپل ځان پر وړاندې د راتلونکي ګواښ د وړاندې کوونکي په توګه نه ګڼي. ... مګر که چېرې هغه وخت راورسېږي چې زموږ د خلکو ژوند په ايريتز اسرائيل کې تر هغه بريده وده وکړي، موږ په کې په لږ يا ډېر ډول د دوی ځای ونيسو، اصلي اوسېدونکي به په دومره اسانۍ سره غاړې ته نه شي.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ دوتنه: Paul de Roux — سرليک: Nouveau Dictionnaire des œuvres de tous les temps et tous les pays — نسخهدوهم — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 25 — خپرونکی: Éditions Robert Laffont — ISBN 978-2-221-06888-5
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Ahad-Haam — subject named as: Ahad Ha'am — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. Prabook ID: https://prabook.com/web/person-view.html?profileId=1396697 — subject named as: Ha-Am Ahad
  5. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6470 — subject named as: Ahad Ha-Am — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/achad-haam — subject named as: Achad Haam — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Ha'am, Ahad (1897), تُرجم بواسطة Leon Simon, 1912, "The Jewish State and Jewish Problem", Jewish Virtual Library, Jewish Publication Society of America الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Encyclopedia of Zionism and Israel, vol. 1, Ahad Ha'am, New York, 1971, pp. 13–14
  9. Jews in Eastern Europe: Ahad Ha'am
  10. David B. Green (په 2016-07-08 باندې). 1824: A Man Whose Name Makes Israelis Think of 'Tea' Is Born. Haaretz.
  11. Shalom Spiegel, Hebrew Reborn,(1939) Meridian Books, Cleveland, New York 1962 p.271
  12. Shalom Spiegel, Hebrew Reborn, ibid. pp.286–289
  13. S J Zipperstein, "Ahad Ha'am and the Politics of Assimilation, p.350
  14. Ha-Shiloah
  15. 'Truth from Eretz Yisrael',
  16. Anita Shapira, Land and power: The Zionist resort to force, 1881–1948, Oxford University Press, 1992 p.42
  17. variant translation in Tom Segev, One Palestine, Complete: Jews and Arabs Under the British Mandate,Metropolitan Books, 2000 p.104
  18. Kol Kitve Ahad Ha'am, The Jerusalem Publishing House, 1953