ابو ایوب انصاري رضي الله عنه یو جلیل القدره صحابي و، چې په مدینه منوره کې اوسېدو. محمد صلی الله عليه وسلم چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ نو د هغه په مېلمه پالنه باندې د مدینې اوسېدونکو ترمنځ یو ډول سیالي پیل شوه، چې بیا نبي علیه السلام وویل: زما اوښه چې د هر کور په مخ کې کېناسته نو زه به هم د هغه په کور کې پاتې کېږم او هغه به زما مېلمه پال وي. کله چې د نبي علیه السلام اوښه پرېښودل شوه نو د ابو ایوب رضي الله عنه د کور په مخ کې کېناسته. په همدې توگه نبي علیه السلام د هغه د کور په دوهم چت کې پاتې شو.