سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه



نوم نسب او د ږېږېدو کال یې:


نوم یې اسماعیل لقب یې عمادالدین کنیت یې ابو الفداء او پلار یې عمر بن کثیر دی په اصل کي قسي دی او په ۷۰۰ هجري یا ۷۰۱ هجري کي د بصرې په اطراف د شام په یو کلي مجدل کي زېږېدلی دی هلته د موصوف پلار خطیب وو او د ژوند زیاته حصه یې په دِمشق کي تېره کړېده ځکه ورته دِمشقي ویل کیږي.


د علومو زده کړه یې:


په ۷۰۶ هجري کال کي چي د نومړی عمر شپږ کاله هم پوره نه وو د خپل ورور شیخ عبدالوهاب سره یو ځای دِمشق ته راغلی او دده څخه یې سبقونه وویل. پدې وخت کي یې پلار وفات سوی وو.


بل روایت دا دی چي په ۷۰۶ هجري کال کي د پلار سره یو ځای دِمشق ته راغلی وو دلته یې التنبیه او مختصر ابن حاجب کتاب حفظ کړ او د کمال الدین ابن قاضي شهبه رحمه الله څخه یې د فقه علم حاصل کړ او د اصبهاني څخه یې د اصولو تعلیم حاصل کړ د ابن السوید او قاسم بن عساکر او نورو د حدیثو د شیوخو څخه یې سماع او د حدیثو روایت حاصل کړ او د شیخ ابوالجماع مزي شافعي څخه یې تکمیل وکړ چي د موصوف خسر هم دی او د علامه تقی الدین ابن تیمیه شاګرد هم پاته سوی دی. رحمة الله علیهم


سره له دې چي شافعي مسلکي وو د موصوف سره یې ژوري اړیکي لرلې تر دې چي د طلاق او په نورو مسائلو کي د علامه د خیالاتو حمایت یې کړی دی او په دې وجه یې تکالیف هم ګاللي دي.


کله چي علامه وفات سو نو د خپل خسر سره قید خانې ته ولاړی او د هغه د مخ څخه یې پټو پورته کړی او مچ یې کړی.  


علمي مقام او درس و تدرییس يې:


حافظ ابن کثیر رحمه الله د خپلي زمانې مشهور او معروف محدث مفسر او مورخ وو ، په تفسیر او حدیث ، فقه اونحو کي بشپړ کمال درلوده، فن رجال او علل حدیث کي ژور معلومات درلودل، حافظ ذهبي رحمه الله په معجم کي نوموړي ته امام ،مفتي، بارع، فقیه ، مفسر، محدث او د مفیدو کتابونو مصنف ویلې دي.


د موصوف ټول ژوند په افتاء مناظره، تصیف، تالیف، درس او تدریس کي تیر شویدي دی، تر یوې مودې پوري  د امام الصالح په مدرسه کي مدرس وو او د علامه ذهبي له وفات څخه وروسته د تنکنریه په مدرسه کي هم مدرس پاتي سویدي، د حنفي علماو مشهور فاضل او عالم صدر الدین علی بن محمد بن العز الاذرعي الدمشقي المتوفی ۷۴۶هجري، د شرح عقیدة الطحاوي مصنف او شیخ محمود بن احمد بن مسعود قونوي دمشقي متوفی ۷۰۰ هجري د عقیدة الطحاوي شارح د موصوف مشهور شاګردان دي.


علمي خدمتونه يې:


نوموړي ډیر ګټور کتابونه لیکلې دي چي د موصوف پخپل ژوند کي  تر لیري لیري ځایونو پوري خواره شوي وو،


۱: التکمیل في معرفة الثقات و الضعفاء والمجاهل : داپه پنځو غټو جلدونو کي دی.


۲: جامع المثانید والسنن الهادي لاقوام سنن: پدې کي د امام احمد مسند يې د حروف په ترتیب مدون کړي، او د هر روایت کوونکي اصحابي ترجمه يې ذکر کړې ، د هغه ټولو مروي مروي روایات ، اصول سته، مسند احمد، مسند بزاز، مسند ابي یعلي، معجم کبیر او نور يې جمع کړي دي، او  د حدیثو زیات علمي ګټي يې وراضافه کړي دي، پدې کي زوائد طبرانی او زوائد ابویعلي يې هم شامل کړي دي.


۳: الاجتهاد في طلب الجهاد:  دا یو رساله ده چي امیر منجک لپاره يې په هغه وخت کي لیکلې وه چي فرنګیانو ایاس قلا محاصره کړې وه.


۴: تخریج ادلة التنبیه.


۵: سند الشیخین.


۶: طبقات الشافعیة.


۷: مختصر علوم الحدیث.


۸: الکواکب الدراري.


۹: الاحکام الصغری په فروع او احکامو کي هم د یو مبسوط کتاب تالیف شروع کړی ووچي مکمل نه سو.


۱۰: تاریخ الکامل: پدې کي تر ۶۲۸ هجري کال پوری حالات لیکل سوي دي.


۱۱: کتاب فضائل القران.


۱۲: تفسیر ابن کثیر: د نوموړي په تصانیفو کي له ټولو نه زیات شهرت دوه کتابونو ته حاصل سو ، چي یو پکښي تفسیر ابن کثیر دی.


پدې اړه حافظ سیوطي رحمه الله لیکلې دي، چي ددې په شان تفسیر نه دی لیکل سوی ؛ ځکه چي لدینه مخکي تفسیر لیکونکو اشخاصو به له صحیحو احادیثو سره یو ځای ،ضعیفو روایتونو ان چي اسرائلیاتو ته هم ځای ورکاو حافظ ابن کثیر خپل تفسیر د محدثنو په شان تصنیف کړیدی او د صحیح احادیث يې له ضیفو روایتونو څخه په جلا کولو کي تر ډیره حده پوري کامیاب سوی دی.


۱۳: البدایة والنهایة: چي په څوارلسو غټو جلدونو کي چاپ سوی دی.  ګټوره علمي ذخیره ده چي د تخلیف له پیل نه تر ۷۶۷هجري پوري پکښي تاریخ لیکلي سوی دی.


وفات يې:


نوموړی د شعبان ۱۵مه، کال ۷۷۴ هجري کي په دمشق کی ددې دنیا څخه رحلت کړی دی، او په مقبره  صوفیه کي د ابن تیمیه رحمه الله تر څنګ خاورو ته سپارل سوی دی. (مفتاح السعاده، کشف الظنون ، درر کامنه)


رحمة الله علیه


ماخذ: ظفر المحصلین