آلاسای ولسوالۍ د افغانستان د کاپيسا ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۳۴،۸۹۴ وگړو ته رسېږي. د آله سای خلک په پشه یې او پښتو ژبو خبري کوی.[۳]

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۵۵′۳۲″شمال ۶۹°۴۸′۳۳″ختیځ / 34.925555555556°شمال 69.809166666667°ختيځ / 34.925555555556; 69.809166666667[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه کاپيسا ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 3355 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053084[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د اسکن دره یې یوه له ښکلو درو څخه ده .دغه شنه او ښکلی دره د اله سای ولسوالی مرکز څخه یو لرې پرته دره ده چې ددې درې اوسېدونکو ته اسکیني او ځېنې نور اسکینوال وایي، د اسکین نوم یو پخوانی او آریایي نوم دی چې دې خلکو د سلطان سکندر سره سخته مبارزه کړی وه همدې له پاره اسکین په نامه تاریخ کې لیکل شوی ده، دغه خلک د لغمان او کنړ پشه یانو سره نږدې اړېکې او هغوی سره ځان یوه ريښه ګني.د لغمان یوه دره چې د کندګل، نورلام صاحب لغمان هلته هم د "اسکین کندا" په نامه ځای شتون لري او د هغه ځای اوسېدونکي په دې باور دي چې اسکیني یا اسکینوال له دغې سیمې څخه هلته تللي دي.دغه خلک پشه یان دوی په ځېنو لاندې طایفو باندې ویشل شوي.: 1 باګا: ددې بیګا څخه د ځېنو سیمو چې پیک لام، دارټا، الکاخیل، کجم خندا، کاتی لام، او ځېنې بیا ددې سیمو اوسیدونکي تر اوسه دولت شاه لغمان کې هستوګن دي.بازګل یو نومیالی شاعر هم د باګا سیمې څخه و.:  2 ادنا خیل ــ دغه خلک هم د اسکیني پشه یان دي چې آدنا خیل، ګنبت، سپرجل کې ژوند کوي، کابو څلور سوه کورنیو ته رسیږي او یواځې آدنا خېل کې خلنګاني، تازیاني، مسراني ، شامکاني او مزلاني په نامه رېښې نومول شوي.د الینګار په سالاب کې دغه خلک د آدلا په نامه شتون لري چې ویل کیږي دوی هم د ادناخیل له رېښي څخه دي.۳:مزل ــ دغه خلک د باګا څخه ډېر نفوس درلودونکی دي چې د شاماک، کونډای پیلام، کجم خندا، ګستوړ، د باګا قبېلې ترڅنګ هستوګن دي او هغوی څخه خپله رېښه بېله ګني. او ځېنې پر دې باور دي چې باګا سره ورونه دي.دغه خلک په دې دره کې غیرتي، دلاور، میلمه پال دي نظر له نورو او په خپله ژبه، فرهنګ کلک ولاړ دي، ویل کیږي چې ددې درې تر ټولو نه پخواني وګړي همدوی دي. مزل خلک سنجن او د بولغین کې هم پیدا کېږي، او همدارنګه نږدې یو نیم زره کورنی نجراب کې هم مزل والا اوسیږي چې په دري ژبه تکلم کوي.۴: باشه خیل ــ دغه خلک د بشه خیلو نوم سره یادیدل چې دغه نوم د باشا، پاچا او بادشاه څخه اخیستل شوی، دغه خلک د بشیک، سرایی، منجولای کې سکونت لري؛ کابو درې نیم سوه کورنیو ته رسیږي. دغه خلک الینګار لغمان کې هم پیدا کیږي.۵: قریشي ــ دغه هم د اسکیني خلکو څخه شمېرل کېږي چې چې د کاتی په نوم هم یاد شوي، کاتی لام او قلا کې ژوند کوي، دغه خلک لغمان او نورستان څخه پخوا دې سیمې ته کوچېدلي. ځېنې اوسه پورې هم ځان قریشي ګني،۶: رین، دوو، تردي و غازیاني ــ دغه خلک هم لغمان څخه راغلي،  رین او دلک سیمه کې ژوند په سر وړي زیاتره یې الیشنګ او لغمان څخه شمېرل کیږي.۷: کچا وسرکدر ــ کچا او سرکدر مرکز ته دوه نږدې کلي دي چې کچا په پشه یي ژبه کې بغل ویلی کیږي دغه خلک هم د نورو پشه یانو په څېر زړه ور، شجاع، مېلمه پال دي.کچا او سرکدر کې ډوم کوزاور، منجولا او میرعلي په نامه سیمي دي چې د میر علي خیل، شامکاني او بشیک په نامه رېښې هلته ژوند کوي، اصلیت یې دولت شاه میرعلي خېلو څخه دی.پاتې دې نشي عبدالوکیل سرکدري شاعر او فلکلوریکو سندرو باچا چې اوس هم د هغې سندرې ملي راډیو تلویزون آرشیف کې ثبت دي.

دا هم وگوری

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537001 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053084  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Kapisa%20PDP%20Provincial%20profile.pdf