آتنا یا آتن، چې ډېری وخت د پالاس په نوم یادېږي، د لرغوني یونان یو خدای دی چې له حکمت، لاسي صنایعو او جګړې پورې تړاو لري چې وروسته بیا له رومي خدای مینروا سره ترکیب شو. آتنا په ټول یونان کې د بېلابېلو ښارونو د ملاتړي او ساتونکي په توګه، په ځانګړي ډول د آتن ښار چې په لوړ ګومان خپل نوم یې هم له هغه څخه اخیستی دی، په پام کې نیول کېږي. د آتن په آکروپولیس کې پارتېونو هغې ته وقف شوی. د هغې اصلي نښو کې بوم، د زیتون ونې، ماران او ګورګونیون شامل دي. په هنر کې، هغه په ټولیزه توګه له ساتونکې خولۍ او نیزه په لاس انځور شوې ده.[۱][۲]کينډۍ:Snf

آتنا
بە Ancient Greek: Ἀθηνᾶ
برخه ددولس ایزد المپ ځایناستي
اړخwomen warrior
پلارزیوس
مورMetis، Coryphe
ماشومانKorybantes، هايجيا
دندهwar deity، art deity، deity of wisdom، deity of crafts
Official residenceOlympus
استوګنهOlympus
Iconographic symbolhelmet، Aegis، ښوون، gorgoneion، owl
Worshipped byد پخواني يونان مذهبونه
Domain of saint or deitywisdom، جګړه، weaving، کولالي، کرهڼه
WearsCorinthian helmet
Present in workOdyssey، Iliad، The Suppliants، Hades
Depicted byAthena statue at Elis، Athena statue at Olympia
Enemyپوسایډون
EpithetSoter

آتنا د آجیان ماڼۍ خدای په توګه د هغې منشا څخه، له ښار سره نږدې اړیکه لرله. هغه د پولیاس او پولیوچوس (دواړه له پولیس څخه اخیستل شوي، چې د «ښاري دولت» په معنا دي) پېژندل کېږي او د هغې معبدونه په معمول توګه د کلکو آکروپولیسونو په سر د ښار په مرکزي برخو کې قرار درلود. پارتنون د آتن په آکروپولویس کې او ګڼ شمېر نور معبدونه او ودانۍ هغې ته وقف شوي دي. آتنا د لاسي صنایعو او اوبدنې ملاتړې په توګه د ارګېن په توګه نامتو وه. هغه همدارنګه یوه جنګیالۍ الهه وه او باور پر دې وو چې سرتېري یې د آتنا پروماچوس په توګه جګړې ته هدایت کول. د هغې اصلي جګړه په آتن پاناتنایا کې و چې د هکاتومبایون په میاشت ېک د اوړي په منځ کې یې جشن نیول کېده او د آتن په تاریخ کې ترټولو مهم جشن وو.

د یونان په افسانو کې باور پر دې وو چې آتنا د خپل پلار زئوس له تندي څخه زېږېدلې ده. د کیسې په ځینو نسخو کې، آتنا مور نلري او د زئوس له تندي څخه د پارتېنوجنیزس په طریقه زېږېدلې ده. په نورو مواردو؛ لکه د هزیوډ نظریه کې، زئوس خپله مېرمن متیس چې په آتنا باندې امېندواره وه، خوړلې ده. په دې نسخه کې، ویل کېږي چې آتنا لومړی د زئوس بدن په منځ کې زېږېدلې او وروسته بیا د تندي له لارې د هغه له بدن څخه تښتېدلې ده. د آتن تاسیس په افسانه کې، آتنا له ښار څخه د ملاتړ پر سر سیالۍ کې پر پوزیدون د لومړنۍ زیتون ونې په جوړولو سره نامتو شوه. هغه د آتنا پارتنوس «پېغلې آتنا» په نوم پېژندل کېده، خو په یوه آتیکه لرغونې افسانه کې، د هفائسټوس خدای هڅه وکړه ترڅو په هغې جنسي تېری وکړي خو بریالی نشو، او په پایله کې یې ګایا اریکتونیوس وزېږوه چې د آتن جوړوونکی مهم اتل وو. آتنا د اتلولیو هڅو ملاتړ الهه وه. باور پر دې وو چې هغې د پرسیوس، هېراکلس، بلروفون او جاسون اتلانو سره مرسته کړې ده. آتنا له آفروډیټ او هېرا سره یو له هغو درې خدایانو څخه وو چې د هغوی دښمني د تروجان جګړې پیل لامل شو.

هغه په ایلیاد کې فعاله رول لوبوي، چې په هغه کې آچایانو سره مرسته کوي او په اودیسې کې هغه د اودیسوس الهي مشاوره ده. د رومي شاعر اووید په وروستیو لیکنو کې، ویل کېږي چې آتنا د اوبدلو په صنعت کې له فاني آراچنې سره سیالۍ وکړه او وروسته یې آراچنه په لومړنۍ غڼې بدل کړ؛ اووید همدارنګه توضیح ورکوي چې هغې څنګه مدوزا وروسته له دې چې د هغې په معبد کې یې پر هغې باندې د پوزئیډون تېری ولید، په یوه ګورګون بدله کړه. د رنسانس راهیسې، آتنا په نړیواله کچه د حکمت، هنرونو او کلاسیک زده‌کړو په سمبول بدله شوې ده. لوېدیځ هنرمندانو او انځورګرانو ډېری وخت له آتنا څخه د آزادي او ډیموکراسي سمبول په توګه کار اخیستی دی.

ريښه پېژنونه سمول

آتنا د آتن ښار پورې تړلې ده. د دې ښار نوم په لرغونې یوناني کې Ἀθῆναι (Athȇnai)، یو جمع نوم، چې د هغه ځای ښکارندویي کوي چې – د افسانې له مخې – هغې پر آتنای، هغه خور چې د هغې عبادت لپاره وقف شوې وه، مشري کوله. په لرغونو زمانو کې، څېړونکو دا بحث کاوه چې ایا آتنا د د آتن په نوم نومول شوې که آتن د آتنا په نوم. اوس څېړونکي په عمومي توګه موافق دي چې دې الهې خپل نوم له ښار څخه اخیستی دی. د -ene وروستاړی د ځایونو په نومونو کې عام دی، خو د شخصي نومونو لپاره نادر دی. د لرغوني یونان بېلابېلو ښارونو څخه شواهد تصدیقوي چې د ښارونو ورته خدایانو ته په نورو ښارونو کې هم عبادت کېده او د آتنا په شان یې خپل نوم له هماغو ښارونو څخه اخیستی وو چې هلته ورته عبادت کېده. د بېلګې په توګه، په مایسېنا کې د مایکېن په نوم یو الهې شتون درلود چې د هغې خور د مایکېنای په نوم یادېده، په داسې حال کې چې په تبس کې یو ورته خدای Thebe نومېده او دا ښار په جمع توګه د Thebai (یا هم Thebes په انګلیسي کې چې ‘s’ د جمع په مانا ده) په نوم یادېده. د آتنای نوم په لوړ ګومان له یونانه مخکې ریښه لري ځکه چې هغه د مخکې یوناني مورفیم ‘an’ درلودونکی ده.[۳]

د لرغوني یونان فیلسوف افلاطون (زوکړه ۴۲۸ کاله مخکې له میلاده او مړینه ۳۴۷ کاله مخکې له میلاده) د کارتیلوس په نوم خپله وینا کې، د لرغونو آتنایانو نظریو او د هغه خپلې ریښه پېژندنې اټکل په اساس، د آتنا نوم نسبتاً تخیلي ریښه پېژنونه بیانوي:

دا موضوع لا جدي ده او هلته، زما ملګری، د هومر مډرن مفسرین، فکر کوم کېدای شي د لرغونو لیدلورو توضیح کې کمک وکړي. د هغوی څخه ډېری یې د شاعر څخه خپلو توضیحاتو کې داسې څرګندوي چې د هغه منظور له آتنا څخه «ذهن» [νοῦς, noũs] او «هوښ» [διάνοια, diánoia] وو، او داسې ښکاري چې د نومونو جوړوونکو د هغې په هکله ځانګړي انځورونه لرل. او‌ په اصل کې هغه د ډېرې لوړې درجې یعنې «الهي هوښ» [θεοῦ νόησις, theoũ nóēsis] په توګه نوموي، او هغه داسې وايي:

دا هماغه ده چې د خدای ذهن لري [ἁ θεονόα, a theonóa]. په هرحال، کېدای شي د Theonoe نوم د «هغه چا لپاره چې په الهي څیزونو پوهېږي» [τὰ θεῖα νοοῦσα, ta theia noousa] له نورو څخه ښه وي. همدارنګه که فرض کړو چې لیکونکي غوښتل دا الهه اخلاقي هوښ لرونکې څرګنده کړي او ځکه یې د Etheonoe نوم هغې ته ورکړی دی، ډېر غلط نده؛ په هرحال هغه یا د هغه ځای ناستو دې ته په لا ښکلې بڼې بدلون ورکړی او هغې ته یې د آتنا نوم ورکړی دی.

- افلاطون، کراټیلوس ۴۰۷ ب

له همدې کبله، افلاطون پر دې باور وو چې د آتنا نوم له یوناني Ἀθεονόα, Atheonóa څخه اخیستل شوی – چې وروستني یونانیان یې د خدای (θεός, theós) ذهن (νοῦς, noũs) څخه لا منطقي بولي. له میلاد څخه مخکې دوهمې پېړۍ خطیب، آیلیوس آریسټیډس، هڅه وکړه د آتنا نوم ریښه پېژندنې له ریښو څخه د ایتر، هوا، ځمکې او ستوري په شان طبیعي نښې راوباسي.

سرچينې سمول

  1. Inc, Merriam-Webster (1995). Merriam-Webster's Encyclopedia of Literature. Merriam-Webster. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780877790426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Deacy او Villing 2001.
  3. Powell 2012، ص. 230.