د "هلمند ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۲ کرښه:
}}
<font face="Tahoma">
هلمند د افغانستان تر ټولو لويو ولايتونو ګڼل کېږي، چې تر چک جمهوريت لږ څه کوچنى دى. د افغانستان په جنوب کې پروت دى، چې شمال ختيځ ته يې کندهار، لوېديځ ته يې نيمروز او شمال ته يې ارزګان ولايتونه پراته دي.
 
په اوستا كې د '''هلمند''' يادونه د هيتومند په نوم شوىت دى. دا سيمه تر ميلاد ۳۰۰۰ كاله وړاندې تاريخ لري. د بست ښار يې مهم دفاعي ښار و، چې د سلطان محمود غزنوي له خوا جوړ شوى و، چې دروازه او رواق يې اوس هم د هغه وخت د افتخاراتو څرګندويي كوي.
دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال موجود و، په بست كې سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنګېز دوړې كړل او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنګ ګورګان له منځه يووړل، خو كله چې وروسته ورته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه ګامونه واخيستل لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه يې كړ، سمسور شو او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرګاه په نوم جوړ كړ، ډېرې پانګې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې نوره كړه.