د "سردار محمد اکبر خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۸ کرښه:
د بوتخاک حضرت صاحب عبدلشکور په شفاعت چه د بخارا امیر یی مرید وو ، غازی محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشی کړ او هغه کابل ته راغی . په کال (۱۸۴۰)م کی او د نومبر په میاشت کی د روژې د میاشتې په (۷)نیټه یی په کابل کی د غازي [[عبدالله خان اڅکزی|عبدالله خان اڅکزي]] په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته [[الېکسانډر برنېس|برنېس]] په یوه مضاهره کی ووژل شو.
 
[[دوتنه:وزير محمد اکبر خان.jpg|بټنوک|ښي|300px|''' غازي وزير محمد اکبر خان''' ]]
[[وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] چې د انګریزانو له خوا په کابل کی سفیر وو ، غوښتل یی چه د ملي مبارزينو په منځ کې بې اتفاقی واچوي او هڅکله یی پخپلو وعدو وفا نه کوله او نه یی غوښتل چه خپلې لښکرې د افغانستان څخه وباسي .
په کال(۱۸۴۱)م د دسامبر په (۲۴) د کابل دبي بي مهرو شمالي غنډۍ ته څېرمه چې دانګریزانو د لښکرو اډه وه ، مکناټن د خپلې اډې څخه راووت اوغښتل یی چه د ملي مبارزینو په غنډه کی ګډون وکړي . په دې غنډه کې د ملي مبارزینو له خوا غازی محمداکبرخان ، [[سردار سلطان احمد خان]] ، [[محمدشاه بابکرخیل]] ، [[غلام محی الدین غلجی]] او [[غلام بخش]] ، او د انګرزانو له خوا [[وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] ، [[تریور]] ، [[مکنزی]] او [[لارنس]] ګډون درلوده .