د "هولي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: en:Holi
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:هولي.jpg|thumb|250px|کیڼ|هولې]]
د '''هولي''' holi [[فیستوالفيستوال]] په [[هندوستان]] کې یو دودیز لوی جشن دی چې تل د نوي کال په پيل کې ترسره کیږي او د هندي کلیزې لپاره یې لمانځنه کیږي، او د طبیعت د بیا ځلې ښکلي کیدا ښودنه کوي. د هندي خلکو ترمنځ د رنګ دا شنیدل د خوښي بیا ځلې ژوند او پر بدیو د ښګیڼو د بریا ښودنه کوي. د رنګ، له اوبو څخه د ډکو سطلونو شیندل د دې دودیز جشن ښودنه کوي. دا فیستوال د هولي، د رنګ جشن او د پسرلي د جسن په نوم هم یادیږي او د هند یو پخوانی فیستوال دی چې ګڼې کیسې او افسانې هم پورې تړلي دي، د هولي جشن چې د دوی په پخوانیو پورې تړاو لري پکې ځوانان، سپين ږیري او ماشومان ګډون کوياو غیر هندو کسان هم د دوستي لپاره په دې جشن کې ګډون کوي. نن سبا ډيری کم ځوان هندي نسل د هولي له ریښې څخه خبر دي او دوی دا یوازې د خوښي لپاره یو بهانه بولي. دا جشن چې دوه ورځې دوام کوي په ټول هند کې رخصتي وي.
 
د هولي له سهار څخه خلک په ګډا او سندرو ویلو بوخت وي او څومره چې د ورځې وروستۍ برخې ته رسیږي خلک سیندونو او اوبو لرونکو سیمو ته سره را ټولیږي او د دې ورځې په مازدیګر ځانګړي پاخه شوي خواړه خوري او څومره چې شپه را نیژدې کیږي سکوت سیمه نیسي، د هولي جشن د ماتورا، ورینداوان ناندګایون او برستار په ښارونو کې په مذهبي توګه لمانځل کیږي. ځکه دا ښارونه د کریشنا د اوسیدلو ځای دی.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/هولي" نه اخيستل شوی