د "کندهار ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۵۹ کرښه:
د خرقې شريفي د ساتلو آداب :
د خرقې شريفي پخوانيو متوليانو په نورو ښارونو كي داسي عادت درلود چي د جمعې په ورځو، اختر په ورځو او ځينو مصائبو په پېښېدو سره به يې د خرقې شريفي د زيارت دروازه خلاصوله او كله كله خو به يې د بكس سر هم خلاصاوه او يا خو به يې د بكس څخه را ايستل، او ځيني وختونه خو به د يو ښار څخه و بل ته وړل كېده.
په وړاندي كله چي دا ستر امانت د اعليحضرت احمدشاه بابا د بلخ په توابعو كي خپل نور وځلاوه، زيارت كوونكو د پخوانيو متوليانو د عادت پر بنسټ خرقه شريفه به يې مسح كول او د ځينو لويانو، مشرانو او چارواكو په غوښتنه خو به د بكس سر هم ورته خلاصېدى.
نوموړي د خرقې شريفي د راوړلو له نېټې څخه و كندهار ته د هغې چوپړ او تولا ته ولاړ و، د خرقې شريفي د ساتلو د آدابو پر ځاى كولو په منظور په فرمان كي پر دې ټينګار سوى دى چي په عادي ورځو كي دي د كوټې دروازه نه خلاصيږي او يوازي د جمعې او اخترونو په ورځو كي دي خلاصه وي. دا هغه اوصول دي چي تر اوسه په درنښت مراعتيږي، ياني ټولو پاچهانو او واكمنو منلي دي. د ملت بابا اعليحضرت محمدظاهر شاه هم د خپلي واكمنۍ په دوره كي د خرقې شريفي زيارت ته راتلى او د زيارت د رغولو او د خرقې شريفي په ښه توګه ساتلو كي يې ځانګړې پاملرنه كول او لازمي لارښووني يې د موضوع په هكله ولايتي چارواكو ته كولې.
|