د "چې گوارا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: thumb|left|239px|رنستو رافائل ګوارا دلاسرن '''ارنستو رافائل ګوارا دلاسرن''' (۱۴ جون ۱۹۲۸، روساري...
(بې توپيره)

د ۰۳:۴۹, ۱۵ جون ۲۰۱۱ بڼه

ارنستو رافائل ګوارا دلاسرن (۱۴ جون ۱۹۲۸، روساريو، استان سانتا فه - ۹ اکتبر ۱۹۶۷) چې په چې ګوارا مشهور وو يو انقلابي مارکسيست، طبي ډاکتر، ليکوال او سياستمدار وو.

رنستو رافائل ګوارا دلاسرن

زدکړې

چې ګوارا د ۱۹۲۸ م کال د جون په ۱۴ په ارجنټاين کې زېږېدلی و. ګوارا په ۱۹۵۱ م کال د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې د طب له پوهنځي سند ترلاسه کړ. د سند له ترلاسه کولو وروسته د لاتینې امریکا په هیوادونو کې سفر پیل کړ. دې سفر څو میاشتې دوام وکړ. ده د دې سیمې د هیوادونو د خلکو ستونزې او سختۍ په خپلو سترګو ولیدلې.[۱]

ارنستو ګوارا په ۱۹۵۵ ع کال په مکسیکو سیټي ښار کې له فیډل کاسترو سره ولیدل. هغه له هغو دوه اتیا کسانو څخه وو چې په ۱۹۵۶ ع کال له فیدل کاسترو سره کیوبا ته لاړاو یوازې دولس تنه یې وتوانېدل چې بېرته ستانه شي.

له دې وروسته چې ګوارا د کيوبا د ولسمشر فول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد، چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو، چریکي جنګ پیل کړ. دا جګړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه. نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو، چې ګوارا او نور ملګري یې هاوانا ته ننوځي، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه. خو چې ګوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه. له دې هیواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانګو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جګړه پیل کړه.

مړينه

۴۴ کاله پخوا د ۱۹۶۷ ع کال د اکتوبر په اتمه په چې ګوارا مشهورا رنستو رافایل دولاسرنا د بولویا پوځیانو ونیوه او یوه ورځ وروسته د اکتوبر په نهمه یې په بې رحمانه ډول وواژه.

سرچينې