د "د حکومت بڼې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: == پارلماني حکومت(Parliamentary form of Government) == پارلماني حکومت د اوسني وخت تر ټولو منلی ولسواک ډول دی. دې ته د حک...
 
۵ کرښه:
 
د حکومت په دې ډول کې د ولسمشر واک محدود وي. اجراییه قوه د مقننې تابع وي. وزیران ګډ مسولیت لري. وزیران دمقننې غړي وي دوی مقننې ته د ځواب ویلو مسولیت لري . د حکومت په وزارتي ډول کې هر کار د اولس له خوښې سره سم کېږي . کچېرې وزیران کوم کار د اولس د خوښې پر ضد وکړي نو قانون جوړونکی مجلس د هغوی پر ضد د نه باور رایه ورکولی شي او هغوی له خپلو دندو څخه لیری کولی شي. د حکومت په داسې ډول کې د عامه کټو لپاره کار کېږي دا ډول حکومت په انګلستان او هندوستان کې شته.
 
 
== د حكومت وحداني ډول:(Unitory Type of Government) ==
په هغو دولتونو كې چې د خکومت ډول يې واحد يا نا وېشلى وي په مركزي حكومت او سيميز حكومت كې خپلواكه ادارو كې واك په منظم ډول نه ويشل كېږي. په داسې دولت كې د هيواد ټول نظم د يوه مركزي حكومت په لاس كې وي . كه څه هم د اجرايه اسانتياوو په خاطر سيميزي ادارې جوړېږي ليكن شتون يې د مركزي حكومت تابع وي . په ځيني هيوادونو كې مركزي حكومت سيميزو ادارو ته ښه ډېر واك وركوي .د برتانيې سياسي نظام همدغه اصول كاروي ليكن په ځيني وحداني دولتونو كې په سيميزو چارو كې مركزي حكومت ډېر دخيل وي. په برتانيه، فرانسه، هسپانيا، ايټاليا ، ناروې،سويډن ، ډنمارك ،نوي زيلنډ ، پرتګال ،كولمبيا ، تركيه ، كينيا ، آييوري كوسټ او اسرايل كې د حكومت ډول وحداني (واحد ) نا وېشلى دٰى.