د "پراګ" د بڼو تر مېنځ توپير

۶۱ بايټونه ورگډ شول ،  ۹ کاله مخکې
و
روباټ زیاتول: my:ပရက်ဂ်မြို့; cosmetic changes
و (روباټ زیاتول: my:ပရက်ဂ်မြို့; cosmetic changes)
[[Fileدوتنه:IMG 1975.JPG|250px|thumb|left|'''پراګ''']]
 
'''پراګ''' ( په چېکی:Praha ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراګ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراګ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراګ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراګ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.
== تاریخ ==
[[Fileدوتنه:Muttich, Kamil Vladislav - Mistr Jan Hus na hranici v Kostnici 1415.jpg|50px|thumb|left|يان هوس]]
 
 
پراګ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراګ کې د اسقف مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا [[پښیمیسل اوتاکار دوهم]] ( Přemysl Otakar II) د پراګ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراګ د رومان امپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراګ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادګارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس د ویټ کلیسا تر ټولو مشهور د پراګ يادګارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراګ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراګ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشراف د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی.
په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراګ برید وکړ مګر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراګ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته شوه.
 
== نوې زمانه ==
[[Fileدوتنه:Hans von Aachen 003.jpg|50px|thumb|left|رودولف ۲]]
 
په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هبزبورګ پاچا ( Habsburg ) لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هبزبورګ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراګ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراګ ته راتلل. په دی وخت کې پراګ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو.
په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جګړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراګ ته ورسیدل او د هبزبورګ قیمتی ټولونه غلا وکړ.
 
== چکوسلواکیا ==
په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جګړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراګ پایتخت یی شو.
د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس ګاریک ماساریک ( Tomáš Garrigue Masaryk
) وو چې د پراګ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراګ ونیول او پراګ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراګ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جګړه وروسته پراګ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.
 
== د چېک جمهوریت پایتخت ==
پراګ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی.
د ولسمشر اداره د پراګ په [[د پراګ کلا|کلا]] کې پروت دی. د مشرانو جرګه ( د سنات جرګه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراګ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.
 
== د پراګ لېږدونه ( ترافیک ترانسپورت ) ==
[[Fileدوتنه:Praha, Malostranská, vlak.jpg|150px|thumb|left|میترو]]
 
د پراګ لېږدونه ډیر عصری ده. په پراګ کې د چېک تر ټولو لوی او عصری د نړیوال هوایی میدان پروت دی چې د روزینې ( Ruzyně) په نوم یادېږی. دغه هوایی میدان دوه ټیرمنالونه لری.
میترو ( د ځمکې لاندی ښاری ریل ) د پراګ تر ټولو مشهور د ترافیک ترانسپورت دی. هره ورځ په میترو کې تقریبا یو میلیونه مسافران سپرېږی. میترو درې خطونه او 57 تمځایونه لری. په پراګ کې هم د سرویس او ترام
عصری لیږدونه شته. هر مسافر باید ټکټ رانسی. په اوس وخت کې د ټکټ قیمت د یو سفر لپاره ۲۶ کورونونه دی ( تقریبا ۲ ډالرونه ). مسافر کولای سی دغه ټکټ د ورځپانې په مغازه کې یا په سرویس کې رانسی.
په پراګ کې پرته له سرویس، [[ترام]] او میترو نه مسافر په ټکسی کې سپرېدلای سی. د ټکسی تمځایونه د ښار په مرکز کې ، په هوایی میدان کې او داورګاډی په تمځایونه کې پراته دی. مګر په ټکسی کې عموما ډېر خلک نه سپرېږی ځکه د ټکسی کرایه ډېر زیاته ده.
 
 
[[دوتنه:Prague_panorama.jpg|600px|thumb|پراګ د چېک جمهوريت پلازمېنه]]
 
 
[[وېشنيزه:د اروپا د هېوادونو پلازمېنې]]
[[ms:Praha]]
[[mt:Praga]]
[[my:ပရက်ဂ်မြို့]]
[[na:Praha]]
[[nah:Praha]]
۷٬۱۰۸

سمونې