د "لرغونې پاړسي" د بڼو تر مېنځ توپير
و نوی مخ: {| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0" |- style="background-color:lightblue;" ! colspan="2" | ... |
(بې توپيره)
|
د ۱۹:۳۶, ۹ جون ۲۰۱۱ بڼه
پجوانی پارسی پارسی زبان پارسی باستان | |
---|---|
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې
|
رسمي ژبه په | د هخامنشیانو واکمني |
توری | مېخي ليک |
د ژبې د پرمختګ اداره | نشته |
پخوانی پارسي (په پارسی:زبان پارسی باستان) د ایران د لویدیځو ژبو څخه یوه پخوانی ژبه ده چی په پخوانی ایران کی ویل کېده. په څلورمه پېړی کی د هخامنشیانو د واکمني رسمی ژبه په توکه ومښال شوه. پخوانی پارسی د هخامنشیانو د حکمرانو په وخت کی د نژدې ختیځ په بیلو بیلو سیمو کی پراخه شوه.
توری
د هخامنشیانو په واکمنې کی پخوانی پارسی، آرامی ژبه (Aramaic language) او اکدی ژبه (Akkadian language) رسمی ژبې ولې. د پاچا کارمندانو په ځانګړی ډول د رسمی یادښتونو لپاره د آرمی ژپې څخه کار اخیست. دغه آرمی ژبه د میخی لیک په واسطه لیکل کېده. په شپږمه پیړی کی د دوهم داریوش په هدایت نوی رسم الخط (لیک لوستنه) جوړه کړه چی په د برینو څلو کی د حک کولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده. د پارسی مېخی لیک ۳۲ توری لری چی په حقیقت کی سیلابونه (څپې) دی. د دغو تورو برسیره علامه (کوږ مېخ)( ) وجود لری چی کلمی سره بیلوی او پنځه خاصی علامې (میخونه) شته چی پاچا، خدای، اهورامزدا (د خدای نوم)، هېواد، خاوره معنی لری.
د خاصو میخونو کارول ضرور نه دی پدی معنی چی د مثال په توګه د پاچا کلمه کېدای سی په یو خاص میخ او یا اتو سیلابو (څپو) لرونکو تورو باندی ولیکل سی.