Content deleted Content added
←‏سلامونه: نوې برخه
۹۲ کرښه:
 
--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 18:00, 2 جون 2011 (UTC)
 
== سلامونه ==
 
ډېر ګران او قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!
 
ستاسې پيغام مې ولوسته او ستاسې په مطلب پوره پوه شوم. ستاسې ټولې خبرې سمې دي. موږ به هڅه وکړو چې د انګرېزي مېنځپانګې ليکنې لرې کړو او پر ځای يې د پښتو ژبې لنډ مالومات ځای پر ځای کړو. که چېرته چا غوښتل چې يوه ليکنه نوره هم پرمختللې او مخکښه کړي نو بيا کولای شي چې د انګرېزي او يا هم په هره ژبه چې يې خوښه وي مالومات راغونډ کړي بيا يې وژباړي او په پښتو ويکيپېډيا کې يې خپرې کړي. موږ دا هم هڅه کوو چې په ورکنومي توګه څوک و نه شي کولای چې پخپل سر په ليکنو کې لاسوهنې وکړي او د همدې لپاره د ويکيپېډيا ليکنې د ورکنومو او نوو کارنانو د سمونو نه ژغورو. که چېرته څوک په يوې ليکنې کې سمونې او کره کتنې ترسره کوي نو بايد ځان ته کارن نوم ولري ترڅو د نوموړي کس له لوري د ايډټونو او سمونونو پته هم ولګېږي. د دې وروسته که چېرته ستاسې په ليکنو کې خپلسري لاسوهنې کېږي نو پازوالانو ته خبر ورکړۍ او يا هم د هماغې ليکنې د خبرو اترو په مخ کې خپل دريځ روښانه کړۍ. تاسې په دې هم ډاډه اوسۍ چې تاسو کولای شی چې د روسي ژبې نه ډېرې ګټورې ليکنې پښتو کولای او بيا يې دلته خپرولی شی.
 
موږ غواړو چې تاسې تل د ويکيپېډيا سره مرسته وکړۍ، په ځانګړي توګه د تاريخ او جغرافيې په برخه کې. تاسې چې په روسي ژبې پوره لاسبری لری نو کولای شی چې د روسيې د بېلابېلو جغرافيايي سيمو مالومات، د سيمو نومونه، د هغه هېواد د بېلابېلو ژبو، د هغه هېواد د نومياليو او مخکښانو مالومات په پښتو ژبه دلته خپاره کړۍ. خدای دې وکړي چې زما په خبرو مو سر نه وي خوږ شوی، لنډه دا چې که چېرته کوم ورانپوهاوی ترمېنځه شوی وي نو بخښنه دې وي.
 
--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 23:37, 3 جون 2011 (UTC)