د "د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
په افغانستان باندې د سره ښکیلاک یرغل هغې خونړۍ نهه کلنې جګړې ته ویل کیږي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د مجاهدینو په وړاندې د افغانستان له مارکسیست- لینینیست جمهوري دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ په موخه هغه وخت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ مه پیل شوه، چې د شوروي ۵۰۰۰۰ سرتیرو چې د افغانستان د پوځ جامې یې اغوستې وې او په هغو کې د کی جي بي کارکوونکي او د شوروي د ځانګړو ځواکونو (الفا ګروپ)سرتیري هم شامل وو، په کابل کې یې مهم دولتي او پوځي تأسیسات لکه د افغانستان راډیو ټلویزیون او مهم هدف یعنی تاج بیک یا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر خپل برید لاندې راوسته. همدارنګه افغان مجاهدینو هم له بیلابیلو سرچینو لکه پاکستان، امریکا، انګلستان، سعودي عربستان، مصر او چین او نورو اسلامي هیوادونو څخه د شوروي د یرغل په وړاندې د مقاومت لپاره مرسته ترلاسه کړه.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلویښتم پوځ ځای په ځای کیدل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د بریژنیف د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. په افغانستان کې له شرم څخه ډکې ماتې وروسته، د شوروي سرتیرو جزوتامونو د میخاییل ګرباچف د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ په وتلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵ نیټه ددغه شرمیدلي زبرځواک وروستی جزوتام له افغانستان څخه د شوروي خاورې ته واوښت. په افغانستان کې د روسي سور مخو لپاره د جګړې اوږدوالي له امله ځینې وختونه دې جګړې ته د روسانو د ویتنام جګړه ویل کیږي.